Categories

اعلان

Loading…

‎د نړۍ شتمن ټروریسټي سازمانونه

میرویس غورځنګ، سرخط ورځپاڼه

ښکاره خبره ده چي ټروریسټي ‌‌‌‌‌‌ډلې یا سازمانونه چي جګړه مخ ته وړي ددې لپاره ارو مرو د مالیاتو سرچینې او بډایه شتمني لري.
‎دا ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډول مالي اړتیاوې د ټروريسټي سازمانونو د مخ ته وړلو ‎لپاره خورا مهمې دي، خو د دې سازمانونو لپاره بسپنه را ټولول د نړیوالو اقتصادي قوانینو له سایې وتلې او د پردو تر شا کېږي.
‎ډېری وختونه د بسپنې را ټولونې چارې عین د هغه جرمي سازمانونو په څېر وي لکه څنګه چې هغه د نشه‌یي توکيو، وسلو، انسان تښتونو او بانکي لوټمارۍ له لارې راټولېږي.
‎غواړم دلته د نړۍ د یو شمېر شتمنو خطرناکه ټروریسټي سازمانونو فهرست ته اشاره وکړم.
‎دا فهرست د نظامي او د ټروریزم پر وړاندې د مبارزې له کارپوهانو سره د مرکو، د فکري بنسټونو او د نړیوالو اکا‌‌‌‌‌‌ډمیکو دولتي او غیر دولتي ادارو د مالوماتو پر اساس ترتیب شوی دی.
‎په دې فهرست کي لومړی د حزب الله ټروریسټي ‌‌‌‌‌‌ډله یاده شوې چې په لبنان کې فعالیت کوي او د ۱.۱ بیلیون ‌‌‌‌‌‌ډالرو عوایدو په لاس ته راوړلو سره د فهرست په سر کې ځای لري، اصلي ملاتړی هېواد یې ایران او پاتې نورې مالي سرچینې یې د خیرات په نوم راغونډې شوې پيسې، د وسلو سوداګري، جعل‌کاري، قاچاقبري او د نشه‌یي توکيو له لارې لاس ته راوړل شوې پیسې دي.

‎۲. طالبان
‎طالبان هم خپلې عایداتي چارې د داعش په څېر مخ ته وړي.
‎ دا ټروریسټي ‌‌‌‌‌‌ډله چې د پاکستان هېواد په ملاتړ په افغانستان کې د اسلامي جمهوریت، ناټو او ایساف پر وړاندې جنګېږي کالني عواید یې ۸۰۰ میلیونه ‌‌‌‌‌‌ډالره یاد شوي دي.
‎اصلي سرچینې یې د نشه‌یي توکيو سوداګري، په زور له خلکو د عشر په نوم پيسې اخیستل، تر واک په لاندې سیمو کې په غیر قانوني توګه د کاني موادو استخراج او خرڅلاو، انسان تښتوونې، کورني ‌‌‌‌او بهرني مالي ملاتړ کوونکي دي.
‎طالبان سره له دې چي د پاکستان په ملاتړ په افغانستان کې جنګېږي، خو ادعا کېږي چې له قطر او روسیې سره هم پېيلې اړیکې لري.
‎د طالبانو یوه مالومه مالي سرچینه په پراخه توګه نشه‌یي توکي دي، همدا لامل دی چې افغانستان په نړۍ کې د پرېمانه افيونو تولیدوونکی هېواد ګڼل شوی دی.
‎۳. حماس «حركة المقاومة الاسلامية»
ټولټال کالني عایدات یې ۷۰۰ میلیونه ‌‌‌‌‌‌ډالره یاد شوي دي.
‎د حماس سخت‌دریځه ‌‌‌‌‌‌ډله د فلسطین د خپلواکۍ په شعار جنګېږي چې د نړۍ د یو شمېر سوداګرو په شمول د ایران او قطر له لوري هر کال د دې جنګي سازمان بانکي حسابونو ته په میلیونونو ډالره ورکول کېږي.

‎۴. القاعده
‎القاعده ‌‌‌‌‌‌نړیواله ټروریسټي ډله په ۱۹۸۸م کال کې د اسامه بن لادین، عبدالله عظم او یو شمېر نورو عربي رضاکارانو په مشرۍ د دې لپاره چې په افغانستان کې د شوروي اتحاد پر خلاف جګړه وکړي، جوړه شوه.
‎دا ټروريسټي ‌‌‌‌‌‌ډله د افغانستان د جګړې په شمول، د پاکستان په شمال لوېدیځه جګړه، د سومالیا په کورنۍ جګړه، د لوېدیځ په بغاوت کې، د عراق په جګړه او بغاوت کې، د یمن په بغاوت کې، د امریکا، فرانسې، هندوستان، لیبیا، بنګلدېش، لبنان، کشمیر او په یو شمېر نورو ټروريسټي پېښو کې هم ښکېله ‌‌‌‌‌‌ده.
‎د دې ‌‌‌‌‌‌ډلې کالني عواید ۳۰۰ میلیونه ‌‌‌‌‌‌ډالره یاد کړل شوي چې د عوایدو زیاته برخه یې له خلیج هېوادونو څخه په پټ نوم رالېږل شوې پیسې دي.
‎ پاتې نورې یې له انسان تښتونو، توربازار او بانکي لوټمارۍ څخه په لاس راوړل کېږي.

‎۵. داعش یا اسلامي دولت نومې ‌‌‌‌‌‌ډله
‎د داعش کلني عواید ۲۰۰ میلیونه ‌‌‌‌‌‌ډالره یاد شوي چې ظاهراً یې د عایداتو اصلي سرچینې تر واک لاندې سیمو څخه د تېلو، کاني موادو او ګازو استخراج، له خلګو چنده اخیستل، د پيسو او د زیوراتو لوټمار ده.

سرخط ورځپاڼه

118 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

2 comments

  1. نجیب الله علیزی Reply

    محترم لیکوال ته یو څو اړین ټکي:
    لومړی دتروریزم دتعریف پرسر باندي اتفاق نشته چي څوک تروریست او څوک نه دي. دوهمه خبره دا چي دحماس اسلامي غورځنګ چي دفلسطین دخپلواکۍ لپاره هلي ځلي کوي او د امریکا و اسرائیلو په قول تروریستان دي ترډیره بریده دمنلو وړخبره نه ده. موږ یوازي کولای شوي چي دوی ته سخت دریځه ډلي خطاب کړو نه تروریستان. دامنم چي خلګ هري ډلي ددین او یا په بل کوم نامه وژلي خو په اکاډمیک ډګرکي نشي کولای چي سړی دامریکا یا کوم بل په نامه باندي چي دهغوي دتفکرخلاف وي تروریست ووایي. دوهم دا باید خلاصه کړم چي هغه ډلي چي تاسو یادي کړي خاصتا هغوي چي په افغانستان کي جنګیږي یقیننا دافغانانوقاتلین دي دومره چي یې زه تقبیح کوم ډیرو لږوخلګ به کړي وي خو په علمي ډګرکي دتروریست تعریف دجغرافیې په موقیعت سره تغیرخوړلي هرسړي خپل مخالف ته تروریست او ځان ته دآزادۍ سپاهیان ویلي دي.
    مننه

  2. عثماني Reply

    د حماس غورځنګ د خپلې خاورې د آزادۍ لپاره جنګیږي ، بنا دوي ته د تروریستي ډلې خطاب سمه نده .

Leave a Reply to عثماني Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *