Categories

اعلان

Loading…

په اندونیزیا کې د علماوو کنفرانس د افغانانو د سولې ناره غبرګه کړه

مجیب پښتون

د ثور په ۲۱ مه د اسلامي نړۍ د یو مخکښ او  ګڼ نفوسه اسلامي هېواد اندونیزیا کې د یاد هېواد، پاکستان او افغانستان د علماوو د درې اړخیزې غونډې پایلې داسې شوې چې افغانانو يې هیله لرله.

پدې یو ورځني کنفرانس کې چې د افغانستان او پاکستان ۱۶-۱۶ جیدو دیني عالمانو او د کوربه هېواد اندونیزیا ۲۰ منلو او مشهورو دیني مشایخو ګډون کړی وو، د اسلامي احکامو په رڼا کې د افغانستان د حالاتو او پدې وروستیو کې د سولې لپاره د افغان حکومت د هر اړخیزو هلو ځلو د ارزونې وروسته يې،  د افغانانو د سولې ناره تایید کړه او پر مخالفو وسلوالو يې غږ وکړ، چې د سولې لپاره خبرو اترو ته تیار شي.

سره لدې چې پدې کنفرانس کې  د پاکستان  د هغو سیاسي ډلو او افرادو استازو هم برخه درلوده چې پدې هېواد کې يې  د جګړې دوام، افغان وژنې او د دې هېواد ورانۍ ته مشروعیت ورکړی، خو ظاهراً يې په کنفرانس کې د افغان حکومت د دریځ ملاتړ وکړ او د جګړې دوام يې د دیني احکامو سره په ټکړ کې وباله.

جالبه داوه چې ګډونوالو د کابل د فبروري میاشتې په کنفرانس کې وسلوالو ته د افغان ولسمشر د سولې د بلنې هرکلۍ وکړ او ټېنګار يې وکړ، چې اسلامي نړۍ وجیبه لري، تر څو په مصایبو او ستونزو کې د ایسارو مسلمانانو لاسنیوی وکړي او ستونزو ته يې سوله ییزې حل لارې ولټوي.

د اندونیزیا کنفرانس وښوده چې د ولسمشر غني په مشری افغان حکومت توانیدلی د سیمې د هېوادونو په کچه له سعودي نیولې بیا تر ترکیې او له ترکیې نیولې بیا تر ټولې اسلامي نړۍ پورې د سولې لپاره اجماع جوړه کړې او هغوی قانع کړي، چې په افغانستان کې جګړه د اسلامي نړۍ په زیان او سوله په کې د ټولې نړۍ د مسلمانانو د خیر او فلاح  په ګټه ده.

د دې کنفرانس یو بل ښه پیغام داوو چې د پاکستان، اندونیزیا او افغانستان علماوو په یو غږ د نړیوالو لخوا د افغان سولې څخه  ملاتړ هم وستایه او په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټېنګښت لپاره يې د نړیوالې ټولنې تاثیر محسوس وباله.

په کنفرانس کې یادونه وشوه، چې سوله اللهي امر دی او د اللهي امر سره مخالفت له شرعي اړخه ناسم او د اسلام د مبارک دین د احکامو سره په څرګنده مخالفت دی، چې اسلامي هېوادونه، ډلې او افراد باید له دې ګناه او عذابه ځانونه لیرې وساتي.

پدې کنفرانس کې د درې واړو هېوادونو یو شمېر علماوو د سولې پر بیلابیلو خواوو بحثونه وکړل، د دې بحثونو یوه برخه افراطیت او سخت دریځي وه، چې مسلمه امت ته په زیان وبلل شوه، دویم بحث د مسلمانانو تر منځ دوستي  او  تر څنګ يې  د هغوی  د نږدې او ورور ګلوییزو اړیکو اړتیا وه، درېیم مهم بحث په اسلام کې د ګاونډیانو حقوق وو، چې رعایت ته به يې د اسلامي هېوادونو پام راجلب شي.

د دې تر څنګ د سولې په راوستلو کې د یو اسلامي حکومت د وجایبو په اړه هم مهمو مسایلو ته اشاره وشوه، چې له شرعي  احکامو سره د ویناوو تر بشپړ تطبیق وروسته ټول بحثونه د حاضرو علماوو له لوري تاييد شول.

 د کنفرانس د پام وړ بل ټکی  پدې ناسته کې د پاکستان د هغو سیاسي ډلو او مذهبي ګوندونو د استازو حضور وو، چې په افغانستان کې يې جګړو ته مشروعیت ورکاوه او تر اوسه يې د افغان دولت وسلوال مخالفین  له هر اړخیز مادي او معنوي ملاتړه برخمن دي او ځینې وختونه دې ډول رسنیو سره په څرګنده خپل دا موقف په ډاګه کړی دی.

په ظاهره د پاکستان د اسلامي تنظیمو درېیو  مشرانو مولانا سمیع الحق، مولوي فضل الرحمن او مولوي اشرفي په افغانستان کې د نظام پر وړاندې د جګړې لپاره د جهاد فتواوې ورکړي او تل يې د افغان دولت د مخالفینو د ملاتړ کوونکو رول ترسره کړی دی.

که څه هم دا درې واړه کسان پدې غونډه کې نه ول ځکه مولانا سمیع الحق له څه مودې ناروغ دی او مولوي فضل الرحمن ته پدې ناسته کې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې، خو د سمیع الحق د ډلې په استازیتوب يې ورور مولانا انورالحق ورغلی وو، چې پدې کنفرانس کې يې د علماوو هغه شرعي نظرونه تایید کړل.

د افغانستان د سولې په باب د اندونیزیا د اوسني کنفرانس مخکې  د پاکستان دیني علماوو هم د بیان پاکستان په نوم یوه فتوا صادره کړې چې د جهاد به نوم يې په هغه هېواد کې د جګړه مارو کړنې حرامې بللې وې او پدې فتوا کې د دوی د خلکو ګټې په کې خوندي شوې دي.

دا چې د جاکارتا د کنفرانس د فتوا په تصویب کې دوی څنګه مثبت نظر ورکړ او یا يې څرنګه هغه پخواني موقف ته تغیر ورکړ، پاکستاني علماوو يې په ښکاره په اړه څه ونه ویل او په ټوله کې د افغاني علماوو سره د دوی د ناستې ولاړې فضاء هم دوستانه وه.

د کنفرانس یو تن ګډونوال او د افغانستان د سولې د شورا غړي مولوي قاسم حلیمي د یادې ناستې په باب رسنیو سره په خبرو کې وویل،  داسې مالومیږي، چې د پاکستان هغه علماء چې د افغانستان  په مسایلو کې ښکیل دي،  هغوی هم د شته حالت له دوامه ستړي شوي او په حق يې خوله خلاصه شوې ده.

دا چې د افغان حکومت وسلوال مخالفین به دې فتوا او د درېیو هېوادونو د علماوو ګډې پرېکړې ته غاړه کیږدي، مولوي قاسم حلیمي يې په اړه وویل،  دی باور لري هغه کسان چې د عقیدې پر بنسټ د افغانستان جګړې ته راځي،  پر هغو به يې تاثیر زیات وي، خو په مخالف لوري کې داسې کسان هم شته چې هغوی د خاصو هدفونو لپاره جګړه کوي او د ځانګړو کړیو او ډلو لخوا استخدامیږي، چې هغوی په هر حال د فتواء تابع خلک نه دي.

دی وايي، باور لري هغه ځوانان چې د عقیدې پر بنسټ دې جګړې ته هڅول کیږي، دا ډول پرېکړه لیکونه او شرعي فتواګانې به هغوی اړ کړي، چې په افغانستان کې د جګړې د شرعي مشروعیت لپاره بار-بار پوښتنې وکړي.

پدې مهم اسلامي کنفرانس کې یوه ۱۲ ماده ییز پرېکړه لیک تصویب شو، چې محتواء يې تر ډېره د افغان حکومت سوله ییز دریځ تایدوي او د جګړې له لارې د افغانستان د مسلې هواری غیر منطقي او غیر شرعي بولي.

 د علماوو د فتوای درېمه ماده کې راغلي دي:  دې ته په پام سره چې په افغانستان کې د سولې لپاره شرایط برابر شوي، پر ټولو ښکېلو خواوو غږ کوو، چې دسولې مخامخ خبرې پیل کړي، ځکه دسولې لپاره د مشورو کول په قران کریم کې یاد شوي دي.

اوس چې په افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره د اسلامي نړۍ د یو غښتلي اسلامي هېواد د دیني مشایخو فتوا  او د پاکستان او افغانستان د جیدو علماوو تاید موجود دی، د جګړې ښکیلو خواوو ته بایده دي، چې لدې فرصته ګټه پورته کړي،  د بې ګناه افغانانو د وژنو او ځورونو لاس واخلي او  ټولو مسلو ته یوه مناسبه لاره پیدا کړي.

هغوی باید هیر نکړي، چې د معاصرې نړۍ د جیدو مشایخو او علماوو پرېکړو او فتواوو ته ارزښت نه ورکول د مومنانو په زیان دي.

پدې هیله چې په افغانستان کې د اندونیزیا د کنفرانس فتواوې افغان جوړ جاړې ته لاره هواره کړي او ددې بدمرغو جګړو لمن د تل لپاره ورټوله شي.

ومن الله التوفیق

10 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *