Categories

اعلان

Loading…

آيا د امريکا او روسیې اوسنی رقابت له تېر پېر سره د پرتلې وړدی؟ 

    استاد شهسوار سنګروال

جنرال ضياءالحق غوښته چې په افغانستان کې جګړه توده وساتي، ولې دا يې نه غوښتل چې د افغانستان د جګړې لمبې دومره پراخې شي چې پاکستان او نړۍ ته ګواښ پېښ کړي.

ريګن هم غوښتل چې د شوروي اتحاد د ځپلو لپاره بايد د دې جګړې لمبې دومره پراخې شي چې شوروي وسوزوي خو د دوی تر لمنې و نه رسېږي.

ريګن دا خبره په ډاګه کوله چې «کارتر» د شوروي پر وړاندې پرېکنده غبرګون و نه ښود، ده د ۱۹۸۱ کال په لومړيو مياشتو کې د پاکستان په تړاو د امريکا په پټو مرستو له سره کتنه وکړه او د ډېرو مرستو ټټر يې وواهه.

نو په دې بنسټ جنرال ضياء، ريګن، جنرال اختر عبدالرحمن او کيسي په لږ توپير څلور واړه پدې اند وو چې د شوروي ځواکونو پر وړاندې جګړه توده وساتي.

ولې د پاکستان او د امريکا د دغو دواړو هېوادو يو شمېر چارواکي بيا په دې اند وو چې د افغانستان د مسئلې حل بايد د ملګرو ملتو له لارې وڅارل شي.

د پاکستان په حکومتي چارواکو کې د بهرنيو چارو وزير اغاشاهي وه، چې ده غوښتل د سولې خبرې بايد د خبرو اترو له لارې د ملګرو ملتو تر څارنې لاندې د دواو غاړو تر مينځ پيل شي. د «شاهي» لويه اندېښنه دا وه چې اخر به شوروي دې ته اړ شي او په پاکستان به بريد وکړي.

د امريکا په دولت کې هم داسې کسان وه چې غوښتل يې د افغانستان کړکېچ د خبرو له لارې حل شي. د دوی اندېښنه دا وه چې د جګړې لګښت به د امريکې په اقتصاد ناوړه اغېزه وکړي.

په ۱۹۸۵ کال چې سي – آی – اې کومې پیسې مجاهدينو ته، د ټاکل شوې بوديجي له مخې په پام کې نيولې وې ۲۵۰ ميلونو ډالرو ته رسېدې. I.S.I خو ان داسې پتېله وه چې تر اکتوبر به ۵۰۰ ميلونه ډالره وسلې رانيسي.

د امريکا سياسي دکتورين په دې پوهېده چې د ايران له انقلاب نه وروسته په پارس خليج او هند سمندرګي کې د دوی ګټې تر ګواښ لاندې دي او دوی ته دغه اندېښنه هغه مهال لا زياته شوه چې د ايران له انقلاب نه (۱۱) مياشتې وروسته شوروي اتحاد په افغانستان باندې پوځي يرغل وکړ.

دلته دي چې امريکا او متحدينو يې د خزانو دروازې خلاصې کړې او په زرګونو ميلونه ډالره يې د وسلو د رانيولو او د نورو لګښتونو لپاره ولګول.

د شوروي يو شمېر چارواکي، هم په دې پوهېده چې موږ د افغانستان جګړه په زور نشو ګټلی. دا هڅې هغه مهال چټکې شوې چې ګورباچف واک ته ورسېد. نوموړي دا وپتېله چې د افغانستان د سياسي او پوځي کړکېچ لپاره سياسي حل لاره پيدا کړي.

په ۱۹۸۶ کال ريګن او ګورباچف د آيسلېنډ په پلازمېنې «ريکجاويک» کې د دوه ورځو په موده کې (۱۹ – ۲۱ اکتوبر) د اټومي وسلو او د ستراتېژيکو توغنديو د کمولو په تړاو خبرې او اترې وکړې. ګورباچف د شوروي د تېرو مشرانو پر خلاف په ډېرې زړورتيا دغه وړانديز وکړ چې دغه وسلې بايد د لسو کالو په موده کې له مينځه لاړې شي.

د شوروي او امريکا د مشرانو دغه خبرې له هغو خبرو سره ډېر توپير درلود چې په ۱۹۷۳ کال د برژنف او نکسن تر مينځ شوې وې.

په دغه خبرو کې د جهان د وېش په مسئله خبرې شوې وې، خو د ګورباچف او ريګن په وروستيو ليدنو کې د سيمې او نړۍ د مسائيلو د حل په سر خبرې د پام وړ وې لکه د افغانستان، ايران او عراق، کامبوج، جنوبي افريقا، مينځني ختيځ او نورې.

دواړو مشرانو د لومړي ځل لپاره د ملګرو ملتو د سازمان له جوړېدو وروسته (۱۹۴۵ کال) ژمنه وکړه چې دغه اراده د سيمه ييزو کړکېچونو او نړيوالو مسئلو د حلوولو لپاره بايد د پام وړ رول ولوبوي.

نو د همدې بنسټ له مخې د افغانسان د مسئلې حل لپاره ملګرو ملتو ديکو کوردويز ته دنده وسپارله چې له پاکستان سره غير مستقيم خبرې پيل کړي. په اسلام اباد کې د شوروي سفیر د دسامبر په لومړيو کې له اغا شاهي نه وغوښتل چې مسکو دې ته چمتو دی چې د ملګرو ملتو مينځګړيتوب ومني.

اغا شاهي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزير د ملګرو ملتو عمومي منشي کورت والدهایم نه د يوه ليک په ترڅ کې وغوښتل د پاکستان، ايران او د افغانستان د خلک دموکراتيک ګوند تر مينځ د خبرو لړۍ پيل کړي.

اسلام اباد له افغانستان سره د مخامخ خبرو کولو نه ډډه کوله او دا هوډ يې ځکه نه درلود، دوی فکر کاوه چې دا به د يوه کمونستي رژيم په رسميت پېژندل وي.

همدا لامل وه چې د اسلام اباد چارواکي په سر کې جنرال ضياءالحق او د واشنګټن چارواکي په سر کې ريګن نه غوښتل چې په رسمي خبرو کې د کابل له چارواکو سره وغږېږي.

د پاکستان پوخي مشر ضياء دغه خبرتيا هم ترلاسه کړې وه چې په امريکا کې د ويلسن او د کيسي په هڅو دوی وس پيدا کړی وه چې په همدغو وروستيو اونيو کې د افغانانو د مرستو لپاره خپله بوديجه د تېر په پرتله درې برابره کړي.

د جنرال ضياءالحق لپاره د ډالرو دغه بهير لکه د پسرلي لنګه غوا، ده کله غوښتل چې د ډالرو دا چينه پرې بنده شي.

شوروي اتحاد له يوې خوا په دې پوهېده چې يو پلو ته مسکو دی او بل لوري ته ټول لوېديځوال او عربي هېوادونه او له بلې خوا کې – جي – بي هم د قرآنکريم هغه نسخې په ازبکستان کې ترلاسه کړې وې چې په ازبکي ژبه ژباړل شوې وې.

آی – اس – آی د سي – آی – اې په مالي مرسته په ۱۹۸۵ کال له شمالي افغانستان نه پنځه زره نسخې د شوروي له پولو نه تېرې کړې وې.»[1]

د تلک خرس کتاب ليکوال ډګروال يوسف هم دا مني چې د سي آی اې مدير رابړت ګېټس هم د دې خبرې پخلی کړی دی چې افغان باغيانو د ۱۹۸۵ کال په لومړنيو مياشتو کې په شوروي اتحاد کې د ننه عمليات پيل کړي ول.

ګورباچف دغه ټولې هر اړخيزې ستونزې په سترګو ليدلې نو ځکه خو يې د افغانستان جګړې ته «د خونړۍ» جګړې يانې د زخم خونين نوم ورکړ.

خو بل لوري ته جنرال اختر عبدالرحمن بيا د جنرال ضياء په څېر د افغانستان جګړه بيا د خپلو موخو يوه غوره ستراتېژي بلله. له يوې خوا يې غوښتل چې خپل تاريخي دښمن افغانستان کمزوری کړي او له بلې خوا د هندوستان هېواد په اسلامي بنسټپالو وګواښي.

خو د آغا شاهي په څېر دېپلومات بيا د جنرال ضياءالحق دغه سياسي چلن له اور سره لوبه ګڼله. نو ځکه خو نوموړي د اسلامي کنفرانس په غونډه کې چې د عربستان په طايف کې جوړه شوې وه، ده په افغانستان کې د يوې ائتلافي ادارې د جوړېدو چې د افغانستان د خلک دموکراتيک ګوند استازي به هم پکې وي وړانديز وکړ.

د اکونومست د څرګندونو له مخې چې نوموړی له طايف را وګرځېد. «د ملګرو ملتو په ماڼۍ کې ده وويل: د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت مقام ماته داسې غوږ وهنه وکړه چې ګني هغه څه چې ما وکړل د دوی خوښ نشول.»[2]

لکه د مخه مو چې وويل، ښايي د اغا شاهي دغه تګلاره پدې منطق ولاړه وه، نه چې پاکستان د شوروي او امريکا د سيالۍ او رقابتونو ډګر وګرځي او يا خو د سي – آی – اې او آی – اس – آی له پټو پروګرامونو نه پاکستان د بهرنيو چارو وزير خبرتيا نه درلوده.

د بېلګې په توګه C.I.A په ۱۹۸۵ کال په دې لټه کې وه چې په افغانستان کې د ننه د خپلو فعاليتونو لپاره يو قانوني… حيثيت ترلاسه کړي، پدې مانا چې مجاهدين د امريکا او پاکستان په پوځي مرستو يوه انتقالي اداره د افغانستان د سياسي جغرافيې د ننه په يوه برخه کې اعلان کړي.

دې موخې ته د رسېدو لپاره يې په ۱۹۸۴ کال د يوې پر مختللې پوخي تکنالوژي، لکه توغندي او چاودېدونکي توکي، اسلامپالو بنسټپالو ته په واک کې ورکړل، چې له يوې خوا د جنګياليو روحيه پياوړې کړي او له بلې خوا د افغان حکومت مورال وځپي.

امريکا په ۱۹۸۵«فريډ آیکل» د وسلو د کنترول او د بې وسلې کولو د ټولنې مدير وټاکه. د ده په مرسته د ده مرستيال «فيلسبري» د NSDD-166 يوه مسوده د ريګن د لاسليک لپاره هغه ته وړاندې کړه. د دې مسودې موخه دا وه چې مجاهدين د شوروي پوځونو پر وړاندې په سياسي او پوځي ډګر کې پياوړي کړي.

«د همدې کال په مارچ کې ولسمشر ريګن افغان چريکانو ته «د امريکا پراخه شوې مرسته» تر سرليک لاندې NSDD-166پټ لارښود لاسليک کړ او په رسمي توګه يې له شوروي سره په افغانستان کې د امريکا د پټې مقابلې د کړنلارې ژبه واړوله. د نوموړي ملي امنيت سلاکار، «رابرټ مکفارلن»، دا خورا پټ ۱۶ مخيز مل لاسوند لاسليک کړ، چې له هغه سره د افغانستان په اړه د سي – آی – اې لپاره د نويو ګامونو د پورته کولو پر لور لار هواره شوه.»[3]

د امريکا او پاکستان تر مينځ په ټوله کې کومې استخباراتي هلې ځلې چې متحدينو د شوروي پر ضد پيل کړې وې، ښايي آغاشاهي له دې څخه بشپړه خبرتيا نه درلوده. نو ځکه خو «ريچارد بروت» د یوې مرکې په ترڅ کې ډاګيزه کړې ده، ماته د مارچ په مياشت کې ريګن وويل :

«نپوهېږم چې د کارتر په وخت کې څه ډول تصور شتون درلود، ولې موږ په اغاشاهي بشپړ باور نلرو…؟ موږ هر څه د اختر عبدالرحمن له لارې جنرال ضياءالحق ته ډاګيزه کړي دي.»[4]

د شوروي نوي ولسمشر ګورباچف هوډ درلود چې د خپلو ژمنو د عملي کولو لپاره بايد د افغانستان د سياسي کشالې د حل لارې چارې ولټوي.

شوروي اتحاد په افغانستان کې په پوځي او اقتصادي بوختيا کې دومره ښکېل وه چې نوموړی هېواد يې په نړيوال ډګر کې بې باوره کړی وه د ګيا Gia له انده «هاريسون د شوروي د يو شمېر پوځي او سياسي کسانو د څرګندونو پر بنسټ کښلي دي: «د افغانستان جنګ يوه تياره تونل ته پاتې کېږي… جنرال والنتېن وارنيکف، مارشال نيکلای اورګارکف او مارشال سرګي آخرو ميف د هغو کسانو له ډلې څخه و چې د شوروي له يرغل (۱۹۷۹ کال)، يانې برژنف سره يې مخاللفت درلود.

اوستينوف د ۱۹۸۱ کال په پای کې له جنرال تپ ګريګوريانت نه وپوښتل: داسې وګڼه چې زه وزير نه يم، ايا زموږ جنګ به په افغانستان کې پايته ورسېږي؟ وايي ما ورته وويل: ناممکن دی چې موږ د جنګ له لارې د افغانستان ستونزه حل کړو. يواځنۍ لار د يوه ائتلافي حکومت جوړول دي.»[5]

آغاشاهي هم د اتلافي حکومت خبره کړې وه، خو د جنرال ضياءالحق له غبرګون سره مخ شو.

ضياء چې له امريکا نه د پوځي مرستې د غوښتنې په موخه «شاهي» امريکې ته واستوه. نوموړي د پاکستان په ناپېلتوب ټينګار کاوه. ولې د امريکا د بهرنيو چارو وزير الکساندر هيګ د افغانستان د سولې په تړاو چې د ملګرو ملتو له لارې د حل لارې چارې ولټول شي مخالفت وکړ.

په امريکا کې د پاکستان سفير هومل چې دی هم شيعه وه د سعودي عربستان په پرتله يې ايران غوره ګاڼه ده د اغاشاهي په اړه ويلي دي چې ده نه غوښتل دومره ډېر له واشنګټن سره نږدې شي چې د مسکو د خوابدۍ لامل شي.

همدا لامل وه چې واشنګټن په شاهي بې باوره شو بيا يې وغوښتل له پوځي لارې په سر کې د ضياءالحق سره نېغ په نېغه اړيکه ټينګه کړي، په پاکستان کې د C.I.A استازي «جان ريګان» دا خبره کړې چې موږ اغا شاهي ته اړتيا نه درلوده.

«موږ ټول په دې پوهېدو چې دی غواړي د افغانستان سياسي کشاله، له دېپلوماتيکو لارو حل کړي…»[6]

 که څه هم نوموړي د ملګرو ملتو په سرمنشي کورت والدهايم فشار راووړ چې د افغانستان مسئله د ملګرو ملتو له لارې حل شي او هغه هم خپل مرستيال «خاوير پرزدکوئيار» وګماره چې کابل، اسلام اباد او تهران ته لاړ شي. ولې بيا هم کومې پايلې ته ځکه و نه رسېد چې جنرال ضياءالحق او ريګن غوښتل د دوی په خوښه کار وشي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير وليدل چې د ده دېپلوماتيک رول کمزوری دی او نشي کولای له ضياءالحق سره مقابله وکړي نو په پای کې اړ شو چې له دندې ګوښه شي. ده په ډې اړه داسې ويلي دي:

زه مجبور شوم، د دې لپاره چې واشنګټن ته غېږه پرانيزم نو غوره مې وګڼله چې امريکا ته په خپل لاس څنډنه ټکان ورکړم. نو په پای کې مې استعفا وکړه.»[7]

شوروي اتحاد له يوې خوا د امريکا او د هغوی د متحدينو اوسپنيز دريځ ته ګوته په غاښ وه چې په افغانستان کې د دوی د پوځونو پر وړاندې ټينګ ولاړ وو او له بلې خوا دوی واک ته رسولی کارمل د دې جوګه نه ګاڼه چې په کوم داسې سياسي او پوځي نوښت لاس پورې کړي چې افغانستان له روان کرکېچ نه وباسي.

ببرک کارمل په خپلو شوروي دوستانو دومره ډاډه وه چې ده فکر کوه، که روسي سرتېري، د ده د واک لپاره خپله وينه تويوي او که افغان سرتېري، خو د ده سياسي ژوند بايد له هرې بلا نه وژغوري.

دا چې ولې د ده سياسي ناروغي دومره پرمختللې وه چې دی به لکه برژنف غوندې د ژوند تر پايه د ټوپک په زور حاکم وي؟ ښايي يو لامل به دا وه چې ده په شوروي چارواکو احسان کاوه او دا د ده له هغې وينا څرګندېږي چې ده د K.G.B په کليزه کې په ۱۹۸۵ کال په ډاګه وويل:

زه په دې وياړم چې په افغانستان کې لمړی تن وم چې د دې سازمان د غړيتوب وياړ مې ترلاسه کړ.» ولې بيا هم دی په دې نه پوهېده چې له برژنف نه وروسته د ګورباچف سياسي پاليسۍ څومره بدلون موندلی و؟

د ويکتور ګريګوريچ کورګون د څرګندونو له مخې: «کارمل لا په کاڼه خوب ويده و او د ۱۹۸۵ کال په سپټمبر کې اعلان وکړ چې دولتي ارګانونه نشي کولای له ګوندي لارښوونې پرته ان يوه خورا مهمه ستونزه هم هواره کړي. مانا دا چې نوموړي غوښتل پر هېواد د ا – خ – د – ګ سياسي انحصار د پخوا په شان واکمن وساتي. خو له «لسوتېزسونو» او يوه څه نورو ګامونو پرته رښتينی واک وېش ته د هغه نه چمتو والی نوموړي ته په خورا ګرانه بيه ولوېده.»[8]

ببرک کارمل واک ته له رسېدو نه وروسته تر هغې چې له واک ګوښه کړی شو يو شمېر کارونه ترسره کړل چې موږ يې د ساري په توګه يادونه کوو:

۱- يو روسي څېړونکی «م.ف.سلينکين» د کارمل واک ته د رسېدو کيسه داسې کوي:

«ببرک کارمل په ۱۹۷۹ کال د ډسمبر په ۱۴ نېټه خپلو ملګرو نور احمد نور، اناهيتا راتب زاد او اسلم وطنجار سره يو ځای په پټه له تاشکند نه د بګرام هوايي ډګر ته را واستول شو. خو د همغې ورځې په ماښام نوموړی په ډېرې بيړې تاشکند ته ولېږدول شو. دغه کسان بېرته د ډسمبر په ۲۷ نېټه بګرام ته راوستل…»[9]

ببرک کارمل د ګوند عمومي منشي، د انقلابي شورا رييس او د حکومت صدراعظم وټاکل شو.

په ټولو برخو کې د خلقيانو په پرتله د پرچميانو ونډه په ګوند، انقلابي شورا، په حکومت او دولت کې ډېره وه.

د مثال په ډول: په مرکزي کمېټه کې ۶۱.۴ سلنه پرچميان او ۳۸.۶ سلنه خلقيان ول چې نږدې دوه برابره پرچميان د واک او ځواک څښتن وو.

ببرک کارمل دولتي او ګوندي چارې د شوروي اتحاد له سلاکارانو سره په سلا مشوره سر ته رسولې.

«ده تل کوښښ کاوه چې د هېواد چارې د شوروي پوځونو پر مټ حل و فصل کړي. نوموړي د افغان پوځ په پرتله شوروي پوځ ته ډېر ارزښت ورکوه.

کارمل په شوروي مشرانو (لکه اوستينوف او سوکولف) فشار راوړ چې د مخالفينو پر ضد جګړه سخته کړي…»[10]

۲- ببرک کارمل د جدې په اتمه (۸) نېټه (۱۳۵۸ کال) خپله تګلاره اعلان کړه خو د نور محمد تره کي او حفيظ الله امين له تګلارې سره بشپړ توپير نه درلود. يوازې د «پلار وطني» ملي جبهې په نوم يې يو غولوونکی سياست را د مخه کړ چې ګني د دې بنسټ په نوم به د ولس او سياسي شخصيتونو ملاتړ ترلاسه کړي. ده داسې انګېرلې وه چې په دغه جبهه کې به پراخ ټولنيز سازمانونه، سياسي هېواد پال ګوندونه او د مطبوعاتو ارادې ته لاره پرانېزي، خو داسې ونشول.

۳- کارمل د شوروي سلاکارانو په مشوره چې ګني د دوی شتون ته يوه قانوني بڼه ورکړي د افغانستان د دموکراتيک جمهوريت د «اساسي کرښو» په نوم د يو قانوني لاسوند په غونډه کې چې د يوې «جرګې» بڼه يې ورکړه د ګډونوالو رايه ترلاسه کړه.

په اصطلاح د دغه بنسټيزه کرښو په يوولسمه (۱۱ ماده) کې داسې په ګوته شوې وه چې د شوروي «لږ شمېر» پوځونه د افغانستان لپاره ډېر ارزښت لري.

همدا راز د «اصولو پنامه» د دغې ليکنې په «څلورمه (۴) ماده کې داسې راغلي ول چې د ثور د انقلاب د دندو او موخو د پلي کېدو پرلپسې والی دا ټاکي چې د انسان لخوا د انسان زبېښاک نه خلاصې، د نوې ټولنې په جوړولو کې د افغانستان د ټولو خلکو د هاندو هڅو لارښوونه کوي.»

۴- ببرک کارمل چې وليدل تر شا يې د «ستر شوروي» سور پوځ شتون لري نو د پاکستان پوځي مشر جنرال ضياءالحق يې وګواښه چې د مجاهدينو له ملاتړ نه لاس واخلي.

د پاکستان يو شمېر سياسي ګوندونو په سر کې د پاکستان د «خلکو ګوند يانې پيپلز» د ضياء مخالف ول او دی يې د ذولفقار علي بوټو قاتل ګاڼه.

همدا لامل وه چې د شورويانو له بريد نه لا ډېر وخت نه و تېر شوی چې په ۱۹۸۱ ز کال د مارچ په دويمه نېټه د پي آی اې ملکي الوتکه د بوټو زامنو مرتضی بوټو او شهنواز بوټو چې ۱۴۸ سورلۍ يې هم لېږدولې د کابل په هوايي ډګر کې راښکته کړه.

کارمل په دې کار ډېر خوشاله شو او دا يې د خپل بري يوه پيلامه ګڼله چې ګني اوس به د جنرال ضياء واک ته يو ستر ګواښ پېښ کړي. هغه مهال داسې اوازې ګډې شوې چې کارمل خپله لور شهنواز ته په نکاح کړه. ولې دا رښتيا نه وه.

د بوټو زامن پاتې شول او الوتکه له يوې نيمې اونۍ وروسته دمشق ته لاړه. د بهرنيو چارو د يوه مامور او د پرچم ګوند غړي فصيح الدين په تړاو داسې انګېرنې تر غوږو شوې چې د نوموړي دوه لوڼو (فوزيې او ريحانې) له مرتضی او شهنواز بوټو سره واده وکړ.

په کابل کې د بوټو زامنو له اجمل خټک سره په ګډه کار کاوه چې د جنرال ضياء الحق پر وړاندې سياسي او پوځي ستونزې را مينځته کړي، خود پام وړ کوم بری يې ترلاسه نکړ او په پای کې له کابل نه ووتل. ولې د بوټو يو زوی په ناڅاپي توګه د فرانسې د کان په ښار کې ومړ.

۵- د شوروي له يرغل نه وروسته د دې لپاره چې چارواکي وښيي چې له «انقلاب» نه افغان ولس خپل ملاتړ اعلان کړی دی د «ملېشه وو» پنوم يو پوځي ځواک ورغول شو، چې لومړۍ د «جوزجان» ملېشې پنوم يو ځواک را مينځته شو چې مشر يې رشيد دوستم وه. ور پسې د عصمت مسلم په نوم يوه بله ملېشايي ډله چې ګڼ شمېر جنګيالي يې «اڅکزي» وه جوړه شوه. نوموړی کارمل ته دومره نږدې وه چې، زړه يې څه غوښتل هغه يې کول.

د اسمعيليانو په نوم يوه بله وسلواله ډله هم ورغول شوه چې مشري يې د «سيدکيان» د کورنۍ په غاړه وه او دغه جنګيالي بيا د «نادري سيد کیان ملېشه» پنوم ياد شول. بيا هم دا داسې هڅې نه وې چې کوم بنسټيز بدلون ته دې لاره پرانېزي او د دې لامل دا وه چې له يوې خوا د افغانستان ګوندي او دولتي چارواکي د دې جوګه نه وو چې پخپل نوښت سره يو خپلواکه دريځ خپل کړي او له بلې خوا شوروي سلاکارانو هم د دوی هڅې له خنډ او ځنډ سره مخ کړې وې، يا بايد ووايم چې دوی يې لټ، تنبل او مفت خوره کړي ول. د مثال په ډول له شوروي يرغل نه وروسته د افغانستان په ګوندي او دولتي چارو کې د پنځه زرو تنو په شاوخوا کې شوروي سلاکاران په دندو بوخت ول.

دا چې د څرنګوالي او څومره والي له مخې په دې شمېر کې د يوه بهرني هېواد سلاکاران په ملکي، پوځي، حکومتي او ګوندي چارو کې ښکېل وي، نو د کوربه هېواد مامورينو او چارواکو ته به د کوم ځانګړي نوښت چانس برابر شي؟

هغه د سلينګين خبره چې، ده پخپله هم د افغانستان د خلک دموکراتيک ګوند د مرکزي کمېټې د نړيوالو اړيکو په څانګه کې د سلاکار په توګه دنده درلوده، ليکلي دي چې موږ په کابل کې د شوروي سفير په ګډون حکومتي چارواکو ته د ويناوو متنونه چمتو کول… ان پيغامونه او د ښه راغلاست ويناوې به مو ورته ليکلې.

«د امين له را پرځېدو وروسته د کارمل لومړيو راډيويي وينا ګانو متنونه هم د مسکو په دفترونو کې جوړ شوي وو…»[11]

که څه هم دی ځان سلاکار نه ګڼي خو ويکتورګريګوريچ کورګون پخپل کتاب (۲۱۱ مخ) کې دی يو مشاور ور معرفي کړی دی.

سلينګين کښلي دي: «د يادونې وړ ده چې ما په افغانستان کې د سلاکار دنده نه درلوده خو بيا هم د ستر پوخي سلاکار پوليانيچکو په سپارښتنه مې په ۱۹۸۸ کال د مې په پيل کې د ولسمشر نجيب الله د وينا په ليکلو کې ونډه درلوده.»[12]

شوروي سلاکاران نه يوازې په پوځي او سياسي چارو کې ښکېل ول بلکې د افغانستان په اقتصادي او ټولنيزو چارو کې هم فعال ول.

شوروي چارواکو دا کوښښ هم کاوه چې افغانستان په خپلې سياسي او اقتصادي نړيوالې سيمه ييزې ولکې کې ور ګډ کړي. د ساري په ډول لکه د اقتصادي همکارۍ په شورا کې د کتونکي هېواد په توګه او د «اوليانو فسکی د هڅو له بابته په سوسيالستي هېوادونو کې د سياسي لورېينو د هېواد په حيث و بلل شو.

خو د وېکتور ګريګوريچ په اند: «بيا هم کارمل رژيم نا خپلواکه او د هغه لاسپوڅي دريځ، د هغه سياسي او وسلوالو سيالانو ته، پراخه دليلونه په لاس ورکول چې د هغو په مرسته مسکو د افغانستان پر نيواک، د ناپېيلتوب او بې پلوۍ، له دريځ نه بې برخې کاوه.»[13]

دغې جګړې په ټولو ډګرونو کې وړونکی او بايلونکی نه درلود دواړو لورو ته، روانې جګړې قرار دادي بڼه خپله کړې وه. ولې بيا هم دېر زيان يې افغانانو ګاله، خو د شوروي اقتصادي او سياسي ستونزې هم دومره ډېرې شوې چې په پای کې يې د هغه هېواد ملا ماته کړه.

د افغانستان او شوروي روان کړکېچ شوروي چارواکو په سر ګورباچف ته نور د ځغم وړ نه و، نو ځکه خو دواړه لوري پرته له کارمل نه دېته ژمن شول چې د افغانستان کړکېچ ته د حل داسې سیاسي لارې چارې ولټول شي چې شوروي ځواکونه له افغانستان نه ووځي.

نو پايله دا شوه چې ببرک کارمل د شرايطو قرباني شو او نجيب الله د هغه د ځای ناستي په توګه د سياست ډګر ته را ودانګل.

که څه هم د کارمل او نجيب د فکر او اند سرچينه يوه وه خو بيا هم نجيب د پلار وطني ملي جبهې سره په لږ توپير د ملي روغې جوړې تګلاره را دمخه کړه. که څه هم کارمل په سر کې يو شمېر نامتو کسان را وبلل چې په دې غونډه کې برخه واخلي لکه عبدالهادي داوي، جنرال نذير کبير سراج، فتح خان فرقه مشر، روان فرهادي، عبدالرحمن پژواک (چا چې د خبرو وخت ورنکړ له غونډې ووت)، فاروق اعتمادي او يو شمېر نورو برخه اخستې وه. ولې ډېر زر ولس په دې پوه شو چې دا د شوروي اتحاد په سپارښتنه يو غولوونکی سياست دی. دا ځکه چې شوروي اتحاد له دويمې نړيوالې جګړې وروسته په ختيځو اروپايي هېوادونو کې دغه ناکامه هڅه کړې وه.

 



[1] – سټيو کول ۱۴۸ مخ.

[2] – Interview, New York, February 3, 1981.

[3] – سټيو کول ۱۸۱ مخ.

[4] – Interview, Washington, D.C. March8, 1981.

[5] – ديه ګوکور دووز سليګ اسږ هاريسون ۷۶ مخ.

[6] – همدغه اثر ۷۸ مخ.

[7] – Interview, OX for, England, June 24, 1995.

[8] – ويکتور ګريګوريچ کور ګون، افغانستان… د محب الرحمن ژباړه ۲۱۴ مخ.

[9] – همدغه اثر ۲۰۶ – ۲۰۷ مخونه.

[10] – محمود قارييف پروفيسور (ګارييف) افغانستان ۴۰ مخ.

[11] – سلينګين م. ف «افغانستان» د مقالو جونګ ۱۷ مخ.

[12] – ويکتور ګريکوريچ همغه کتاب ۲۵۱ مخ.

[13] – همدغه اثر ۲۱۲ مخ.

14 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

1 comment

  1. ع شريف زاد Reply

    سلام
    د پاکستان لپارہ د افغانستان بحران او لانجہ د لنگی غوا نہ ھم اخوا وہ ۔ ضیا الحق یو فوخی سری وہ کا شکی ھغہ دومرہ پوھہ در لودای او پہ نریوالہ سطحہ یی زموڑ مشکل تشخیص کری وی
    فوخی حکومت افغا نان د جنرال اختر، تورن عبدالرحمن ، متقاعد حمید گل، ای اس ای دلی پہ اوو تنظیمونو جلا کر و دغہ خلک کور پہ کور ھغو افغا نا نو پسی گرخیدل چا بہ چی د تنظیم د غریتوب کارت درلود او د بی بی سی لخوا ورتہ القاب ورکوں کیدل چا بہ چی کارت نہ درلود نو لہ پورہ جئجال سرہ مخامخ کیدہ
    د پاکستان سیاست پہ دی کی وہ چی د جھاد سیاسی اھمیت د صوبہ سرحد نہ د باندی نوری ھیوادونو تہ لکہ خنگہ چی لازمہ دہ ونہ ووخی
    دای اس ای پہ زور عبدالحکیم کتوازی ووڑل شو مجروح یی ھم پہ تورو تیارو کی پہ بیرحمانہ دول لہ مینخہ یور ای ای اس د انگریز انو ناولی ھیلی ور پورہ کری تول قومونہ یو دبل پر ضد ولمسول
    خو بیا ھم د ضیا مرینہ زموڑ لہ خوا پہ شور او خوگ تر گورہ د پروفیسورانو لخوا ولمانخل شوہ
    دروس او امریکا سیاست خیرل چپیانو تہ : پرچمی او خلقی دروند بار وہ ھغوی د احسا سا تو پہ برا سونو کی ورک ول ھغوی لہ خپلی کورنی پہ پتہ لینن پرستش کاوہ حیف د تاریخ چی پر ھغو بحث وشی ھغوی امپریالیزم تہ بد ویل خو اوس د امپریالیزم دا لری اخلی او پہ ھمدی دستر خان دودی خوری ستر مثال یی سور پرچمی پہ ملگری ملتو کی دا فغانستان پخوانی استازی : ظاھر طنین چی لہ دی مخکی یی د بی بیدی در پروگرام کی کار کاوہ وایی چی:
    سگ زرد برادر شغال است کمو نیرم ، امپریالیزم ھردویش کما کان جا معہ را بہ تباہی و افراط می کشا ند
    پہ ھر صورت استاد ستا یاد ونہ تاریخی بنہ لری
    زموڑ ناکامی پہ دی کیدہ چی خپل وڑنو پردے ساتو دسیاست ، تنظیم، او شخصی گتو لپارہ د ھیواد ملی منافع لہ مینخہ ورو د علم او عرفان ، لہ تکمیل کتاب نہ چی قرآن کریم دہ پ عین الیقین علم الیقین او حق الیقین استفادہ نشو کولای ھغہ اخلاقی تھذیب چی لہ پاکی ، جھان بدینی پہ داگہ بحث کوی نہ شو عملی کولای
    کہ موڑ واقعا د خیر او فلاح لارہ غورہ کری وای نو د چپیانو د تیروتنو قربانی نہ مو خلا صون موندہ اوھمدارنگہ لہ اماتورو زورواکانو سرہ مو مسلۂ حل کیدہ پہ کل توری لحاظ دیری موڑ پہ دی باور یوچی موڑ پہ ھرہ برخہ کی پوھیڑو خو لا مو کاروان شاتہ دی او ضرورت لرو چی پوہ شو

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *