Categories

اعلان

Loading…

څه ډول خلاق تجسم وکړو؟

ژباړه: حمیدالله حمیدي–

د خلاق تجسم او پر ځای پرېکړې اصلي بنسټ (مثبت فکر) دی. مثبت فکر تاسو په ژوند کې هغه څه ته رسوي چې هیله یې لری. د بېلګې په توګه: د موخې ټاکل، له بدو عادتونو څخه ځان ژغورل، د سيګرېټو پرېښودل، د خپلو احساساتو او عواطفو کابو کول، خوښ ژوند او پر ځان باور او داسې نور. خلاق تجسم هغه څه دی چې کولای شي ستاسو جسماني او په ټوله کې بدني کړنې تنظیم کړي.
خلاق تجسم هغه کار دی چې ډېر کله غیر ارادي او په خپل سر ترسره کېږي، خو په دې شرط چې مخکې له مخکې په خپل ذهن کار وکړی او دې ته یې تیار کړی چې په خپل سر سالمې پرېکړې وکړي. د بېلګې په توګه: په وروستي ځل چې تاسو په چرت او فکر کې غرق تللي وی، څه وخت و؟ تاسو هم کېدای شي د نورو کسانو په څېر یو ساعت مخکې په خیال کې تللي وی، ځکه (خیال) پخپله یو غیر ارادي شی دی چې په خپل سر ترسره کېږي او تر ډېره د هغه څه په اړه وي چې ذهن ورته دنده ورکړې وي.
کله چې تاسو په خیال کې ډوبېږئ، هغه شیان چې په ذهن کې یې لرئ له نورو سره یو ځای کېږي، کټ مټ لکه د خوب لیدلو په څېر. ډېر کله چې تاسو په خپل ذهن کې د یوې موضوع په اړه فکر کوی نو هیلې مو هم ور پسې ځي.

7 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *