Categories

اعلان

Loading…

د الکترونیکي تذکرو اړتیا لومړیتوب دی | طاهر ساپی

نړۍ له ټکنالوژي سره هره ورځ مخکې روانه ده او د انسانانو ژوند هم د ټکنالوژي په راتلو سره هره ورځ تغیر کوي، په جګړو ځپلو هېوادونو کې چې تر اوسه پکی د ژوند ګڼ امکانات نشته مکلف دي د نړۍ سره د قدم وهلو لپاره هره ورځ یوه نوې برخه او نوی پړاو پیل کړي.


که چېرته هره ورځ ووایو چې دغه چاره به سبا ترسره کړي یوه ورځ که یوه میاشت وروسته یې ترسره کړي یوه میاشت او که کلونه نیسي نو کلونه به د نړۍ له پرمختګه وروسته پاتي وي.


د الکترونیکي تذکرو اړتیا زیاته ده یو خو افغانستان کې تر اوسه د دقیق او متوازن پرمختګ لپاره هغه سروې چې ددې ملت حق ده او له مخې یې ددوۍ لپاره دژوند امکانات دحکومت له لوري برابریږي.


منظم ډول باندې نه ویشل کیږي نو اړینه ده چې دیوې سیمې دقیق او منظم معلومات پیدا او له مخې یې د هغې سیمې لپاره د ژوند لومړیتوبونه وټاکل شي ځکه د ملي بودیجې په برخه کې چې څومره امکانات یوه ولایت ولسوالۍ او سیمې ته ورکول کیږي د هغې سیمې د نفوسو په تناسب ورکول کیږي.


په وروسته پاتې هېوادونو کې یو نفر بیخی تذکره نه لري خو بل نفر له څو تذکرو څخه په ګټه اخیستنه کولای شي جرمونه هم ترسره کړي چې دغه بیا په سیمه کې د ناامنۍ لامل کیږي متعددې تذکرې کولای شي سړی څو ځل او ځایه له امتیازه برخمن شي چې له مخې یې د نورو خلکو حقوق پایمال او یو تن کولای شي د څو تنو حقوق خپل کړي.


د ګڼ شمېر تحصیلي اسنادو په لرلو سره کولای شي په څو نومونو سره پردی اسناد هم په خپل نامه سره استفاده کړي او هغه اسناد هم استفاده کړي چې په ډیټابیس کې ثبت نه وي چې په تېرو وختونو کې موږ ولیدل چې په قصه خوانۍ کې جوړ اسنادو څخه هم ګڼو د امتیاز اخیستو لپاره استفاده وکړه.


د الکترونیکي تذکرې په لرلو سره یو تن نه شي کولای څو ځایه دولتی دندې واخلي چې هم د شغل مخه نیسي او خلکو څخه امتیاز هماغه یو نفر ته ورځي.


دغه راز افغانان چې تل په ټاکنو کې له تقلب ویره لري او سر ټکوي د الکترونیکي تذکرو په لرلو سره د تقلب مخه نیول کیږي او دغه مخنیوی کولای شي د ټاکنو پایلې د ولس په اراده ترسره شي او هغه څوک وټاکي چې ولس او د ډېرو رایو په بدل کې راغلی وي.

الکترونیکي تذکرو په شتون کې د خیالي پولیسو او خیالي ښوونکو او مامورینو مخه نیول کیږي چې په دې سره به په هیواد کې د سمون او بدلو نوی پړاو پیل شي نه به خیالي معاشونه د خاینینو لاسونو او جیبونو ته ورشي دغه چاره هغه څه دي چې په دې سره په هېواد کې د کارونو د زیاتېدو او په کورنو کې چې وړ او مناسب دي ددندو پرمهال دنفقې خاوندان شي.

د جرمونو د کمښت په برخه کي هغه چې جرمونه ترسره کوي یا د حکومت مخالفین دي هم اړ کیږي چې د هویت د څرګندولو لپاره تذکره واخلي که چیرته تذکره اخیستل غواړي نو باید له مسلح مخالفته لاس واخلي او که یې نه اخلي نشي کولای سفرونه وکړي یا پاسپورټ ترلاسه کړي. 

نو په پورته ټولو دلایلو سره تذکره د یوه ملت لومړنۍ اړتیا ده نو موږ مکلف یو ، چې د الکترونیکي تذکرو په وړاندې خنډونه له منځه یوسو او هر هغه څوک چې د تذکرو په وړاندې ستونزې جوړوي د سپر په شکل یې مخ ته ودریږو او دغه ملي پروسه د بریالیتوب تر سرحده ورسوو.

217 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

پاچا امان الله په ۱۹۱۹ کې د خپل پلار له وژل کېدو وروسته پاچا شو. پوځ، لوړ پوړو چارواکو او…

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه: د خلیفه برج څراغونه به نن…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: د متحده عربي اماراتو د خلیفه برج څراغونه به نن له ماښام وروسته د خپلواکۍ…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه: د خلیفه برج څراغونه به نن شپه د افغانستان په بیرغ ښکلي وي

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: تاند ته د ارګ یوې مؤثقې سرچینې د ورکړیو معلوماتو په اساس د کابل شهر…

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن وځنډاوه

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2