Categories

اعلان

Loading…

د بیان ازادی مو حق دی او هیڅ چا ته یی نه ور کوو/ اکبر ایازی

د عمر اوه دیرش کاله می د ژورنالیزم په مسلک کی تیرکړل. دری کلونه د افغانستاان په رادیو کی، پنځه ویشت کاله په امریکا ږغ کی او لس کاله د ازادۍ په رادیو کی. زما د مسلکی ژوند د څه د پاسه اوه دیرشو کلنو تر ټولو د خوښی کلونه تیر ۱۷ کاله وه.

ځکه چه ما ته دا موقیع برابره شوه چه د افغانستا ن په لسګونو ګلالی ځوانان او پیِغلی وروزم او د ژورنالیزم مکتب ته یی راوبولم او دبیان د ازادۍ او د ژونالیزم اصول ور زده کړم او دا روحیه پکی وروزم چه ژورنالیزم یو مقدس مسلک دی،‌ ژورنالستان د ټولنی سترګی دی،‌ ژورنالییستان د ملت ژبه ده،‌ ژونالیزم د مدنی ټولنی اساسی بنسټ ‌دی، ژورنالستان روښانه راتلونکی ته درسولو لپاره د یوی ټولنی څراغ دی، ژورنالیستان حکومتونه د ملت محاکمی ته را کشوی، ژورنالستان د ټولنی د مختلفو سکتورونو تر منځ د مباحثۍ او تفاهم وسیله ده، ژونالستان د ټولنی د بی وسلو خلکو ږغ دی او بل اخره ژورنالستان د ټولنی د ازاد او‌ هوسا نفس اخیستلو وسیله ده. 

په وار وار می د خدای شکر کړی چه په افغانستان کی هم بلاخره د نورو مدنی ټولنو په شان د ځوانو ،‌هوښیارو او مسلکی ژورنالستانو بهیر روان دی. او دا بهیر په سیمه کی د ترټولو ښه ژورنالیزم نمونه کرځیدلی. دا می خوب او ارمان دی او په دی ډاده یم چه د مدنی ټولنی دا مهم رکن به بلاخره یوه ورځ خپل ملت د دی ناخوالو راباسی او د ښی راتلونکی پر مستقیمه لاره به یی برابروی.
دا می سوچ هم نه کاوه چه د دی کړیدلی ملت دښمنان به دومره ‌ذلیل شی چه د ژورنالیست په جامه کی به راځی او ژورنالست به قتل عام کوی. دا سوچ می نه کاوه چه دښمن به پر ملت داسی توره ورڅ راولی.
خوا دا سوچ می کړی او په دی ډاده یم چه د ملت دښمن به هیڅکله دا څراغ مړ نه کړی، دښمن به د بیان د ازادۍ کوتره هیڅ وخت ونه ولی. پرونۍ پیښی نوره هم د بیان ازادۍ ته د ځوانانو تنده زیاته کړه. دښمن د خپل بم په لمبود نهو ځوانو ژورنالستانو په شهیدولو د ژورنالیزم د مسلک ډیوه نوره هم روښانه کړه. اودښمن به دا منی چه د هغوی دا کار ښیی چه نور نو ناکامه دی او بری د ملت په برخه دی.
د نهو ژورنالستانو اود پیښی نوروشهیدانو روح ته دعا کوم او د فغانستان د ژورنالستانو هر فرد په تیره بیا د ازادۍ رادیو د کابل د ددفتر همکارانو ته چه لس کاله می ورسره تیر کړی او هر یویی زړه ته را نژدی دی تسلیت وایم .
پرون د نهو ځوانو ژورنالستانو وژل نه یوازی د افغانستان بلکه د نړۍ د هر هم مسلکه په زړه کی داغ ایښی دی. راځی یوار بیا ملت او نړیوالو ته دا ثابته کړو چه همداسی چه په دی څلویښتو کلنو کی مو د ملیونونو شهیدانو غم تیر کړی،‌ دا به هم تیر کو خو د بیان ازادی به څوک را نه وا نه خلی. دا زموږ حق دی او دا حق به اخلو او ساتو به یی.

231 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

 تر استقلال وروسته په افغانستان کې اقتصادي او عمرانی چارې…

د افغانستان د خپلواکۍ د ترلاسه کولو د سلمې کلیزې په مناسبت: پوهاند محمد بشیر دودیال مقدمه خپلواکي  یواځې د هغې د معنوی…

 تر استقلال وروسته په افغانستان کې اقتصادي او عمرانی چارې او ریفورمونه

21 Jul 2019 خپلواکي کالمونه مقالې تاند Comments (1)

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

پاچا امان اله، د دوه ښکېلاکګرو هېوادونو په مينځ کې

ستادشهسوارسنګروال برېتانیا له یوې خوا پدې پوهېده چې اوس یې به نورو ستونزو او وسوسو سربېره په سیمه کې افغانستان ته…

پاچا امان اله، د دوه ښکېلاکګرو هېوادونو په مينځ کې

15 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند Comments (1)

نور

په افغانستان کې له خپلواکۍ وروسته اداري ریفورمونه او نور…

پوهاند محمدبشیر دودیال سریزه    په ۱۹۱۹م. کال کې  افغانستان د  امان الله خان تر مشرۍ لاندې، د افغانستان د زړور ملت په…

په افغانستان کې له خپلواکۍ وروسته اداري ریفورمونه او نور مترقي پروګرامونه

16 Jul 2019 ټولنیز علوم خپلواکي کالمونه تاند No comments

نور

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: تاند ته د ارګ یوې مؤثقې سرچینې د ورکړیو معلوماتو په اساس د کابل شهر…

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن وځنډاوه

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

حکومت د خپلواکۍ سلمه کلیزه په ۳۸۴ میلیون افغانیو نمانځي

تاند نیوز ډیسک: افغان حکومت مالیې وزارت ته امر کړی چې د خپلواکۍ د بیا ګټلو سلمې کلیزې نمانځنې لپاره…

حکومت د خپلواکۍ سلمه کلیزه په ۳۸۴ میلیون افغانیو نمانځي

24 Jun 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (2)

نور

خپلواکي او ازادي (Independence and Freedom)

 اسدالله نورزی     هر کال چې د خپلواکۍ د لمانځلو ورځ رانږدې شي نو په ځوانانو کې په پراخه توګه بحثونه…

خپلواکي او ازادي (Independence and Freedom)

19 Aug 2018 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي او ترشا یې لوی مکتب | سیف بېژن

شاه امان الله له هغې ورځې چې د افغانستان خپلواکي یې له انګلېس څخه د سختو جګړو او مبارزو وروسته…

خپلواکي او ترشا یې لوی مکتب | سیف بېژن

19 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2