Categories

اعلان

Loading…

ښکلا څه شی ده؟

د ښکلا لټه د انسان په خټه کې نغښتې ده. انسان تل په دې لټه کې وي چې خپله ښکلی وي، مېرمن یې ښکلې وي، اولادونه یې ښکلي وي. جامې یې ښکلې وي، کوټه یې ښکلې وي. له ښکلي طبیعت خوند اخلي او په ټوله کې هرڅه چې لري باید ښکلي وي. اوس پوښتنه دلته ده چې ښکلا څه ده؟ او تعریف یې څه دی؟
ټولو ته جوته ده چې اوبه خپل ځانګړی کېمیاوي فورمول لري (H2O)، خو د ښکلا لپاره هم داسې کوم فورمول شته او که نه؟ دا هغه پوښتنه ده چې تر اوسه ځواب شوې نه ده. ډېری کسان په دې اند دي چې دا پوښتنه ځواب هم نه لري. ښکلا هغه څه ده چې درک کېږي، خو توصيفېږي نه. په نړۍ کې ډېر داسې شیان شته چې انسان یې درک کولی شي خو تعریفولی یې نه شي. ډېر به په دې اند وي چې ښکلا مینه زيږوي، خو په اصل کې مینه ده چې ښکلا زيږوي. لیلا دومره ښکلې نه وه چې مجنون پرې مین شي، بلکې دا مینه وه چې لیلا یې ښکلې کړه او د ټولې نړۍ په کچه یې د مینې ریکارډ جوړ کړ. نو ویلی شو چې ښکلا داسې څه نه ده چې تعریف شي، خو کولی شو چې درک یې کړو. لیکوال: حمیدالله حمیدي

21 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *