Categories

اعلان

Loading…

برېښنايي (الکټرونیکي) تذکرې، کله؟ |عبدالباري جهاني

د روان ۲۰۱۸ کال د مې پر دریمه د افغنانستان د اسلامي جمهوریت جمهورریس ډاکټر اشرف غني د برېښنايی تذکرو وېشل اعلان کړل او لومړنۍ تذکره یې پخپله او دوهمه یې مېرمني رولا غني ته واخیستله. په همدغه ورځ ماپښین اجراییه ریس عبدالله عبدالله خبري کنفرانس جوړ کړ، یوه له مخالفو احساساتو ډکه وینا یې وکړه او وې ویل چي د دې کار عواقب به ښه نه وي او یو بحران به را پیدا کړي، او له وینا څخه یې خپګان او حتی خبرداری له ورایه ښکارېدي.

ډاکټر عبدالله وویل چي موږ باید لومړنیو کارونو یا اولویتونو ته توجه وکړو او د دوهمي او دریمي درجې اهمیت لرونکي کارونه خپل وخت ته پرېږدو. عبدالله وویل په داسي حال کي چي په ملک کي بې امنیتي ده، اداري فساد روان دی  تقریبا دوه میلیونه انسانان بېکاره دي، موږ د برېښنايي تذکرو موضوع را منځته کوو او ګواکي خلک په زور اختلاف ته را بولو. دا کار جنجال زیاتوي او موږ په لوی لاس بحران ایجادوو. ده وویل چي دغه ګړی په دای چوپان کي حکومتي قواوي، له څو ورځو راهیسي محاصره دي او د ژغورلو لپاره هیڅ کوښښ نتیجه نه ده ورکړې او تر دغه ګړیه پوري اتیا تنه عسکر وژل سوي دي. موږ په دغه ډول حالت کي څرنګه د تذکرو موضوع راپورته کوو او نوی جنجال پیدا کوو.

ډاکټر عبدالله وویل په هر هغه تصمیم کي چي د ملي وحدت حکومت اتفاق ونه لري هغه مشروعیت نه لري . ده وویل زه مخالف یم او دا تصمیم ځای ته نه رسېږي. ده وویل زه پوښتنه کوم چي تذکره اتفاق راولي او که بې اتفاقي او دا کار له ملي امنیت سره څه مرسته کوي. دا پروسه په هر صورت ناکامه ده.

ډاکټر عبدالله په افغانیت او د افغانستان په تابعیت افتخار وکړ او په زړه پوري خبره دا وه چي له قهر او غوسې څخه ډکو خبرو څخه یې تر پایه پوري دا څرګنده نه سوه چي د اوسنی برېښنايي تذکرې د متن له کوم ځای سره دونه اختلاف لري چي د ده په قول خبره یوه ملي بحران ته رسېدلای سي.

له ډاکټر عبدالله څخه دا پوښتنه څوک وکړي چي د اووه لسو کالو بې امنیتیو، اداري فساد، دوو میلیونو ځوانانو د بېکاریو، د مهاجرینو د بحران، د مخدره موادو د تولید د پرله پسې زیاتېدلو او د څه باندي دریو میلیونو معتادینو مسولیت د چا په غاړه دی.

ډاکټر عبدالله وايی چي په دای چوپان کي یوه حکومتي قوه د مخالفینو په محاصره کي ده او د راخلاصولو لپاره یې ټول اقدامات ناکام سوي او تر اوسه پوري اتیا تنه عسکر وژل سوي دي، د ټپیانو شمېر خدای ته معلوم دی او دا لا نه ده معلومه چي نور به څونه وژل سوي وي. د دې وژل سویو عسکرو بازخواست به له چا څخه کېږي؟ په دې کي شک نسته چي حکومتي قواوي به دا مخاصره نن یا سبا ماته کړي مګر ستونزه کشکي یوازي په دای چوپان کي وای. د اوروزګان، هلمند، کندوز، کنړ او… وضع یو تر بل خرابه ده.

ډاکټر عبدالله وايی که په تصامیمو کي د ملي وحدت د حکومت اتفاق موجود نه وي هغه فیصله مشروعیت نه لري. کوم ملي وحدت؟ د دې حکومت خښته په بې اتفاقي ایښودله سوې ده. تاسي د بشر په تاریخ کي داسي حکومت لیدلی دی چي دوه مشران دي په مساوي صلاحیتونو پکښي ناست وي او دواړه دي یو د بل پر ضد فیصلې او دسیسې کوي او نوم یې هم د ملي وحدت حکومت وي. دا نوم پخپله یوه غم لړلې ټوکه نه ده؟

تاسي چی د مشروعیت نوم اخلی نو له اولسونو څخه نه شرمېږی؟ یو حکومت چي د هیواد د اساسي قانون په خلاف او پردیو بادارانو په امر جوړ سوی وي هغه څرنګه د مشروعیت نوم پر خوله راوړلای سي. په اساسي قانون کي نه اجراییه ریاست وجود لري او نه د اجراییه رییس د واک او وظایفو یادونه سوې ده. تاسي د کومي قانوني لایحې په اساس اجراآت کوی؟ که سبا د جمهوری ریاست لپاره انتخابات کېږي دا انتخابات به د کوم قانون پر اساس وي. او د پخوا په څېر به د جمهوري ریاست د مقام لپاره څوک کاندید وي او که به د اجراییه ریاست لپاره هم څوک کاندید ورکوي او که احیاناً د اجراییه ریاست لپاره څوک ځان کاندیدوي، دا به په اساسي قانون ملنډي نه وي؟ تاسي څرنګه د قانون او مشروعیت خبري کوی. دلته به بده نه وي چي د برېښنايي تذکرو، چي نن ورځ یې بیا جنجال را پیدا کړی دی، د سابقې یوه لنډه یادونه وکړو.

د برېښنايی تذکرو کار د مخکني جمهورریس حامد کرزي په زمانه کي پیل سوی وو او ماته د دې پروژې افغان قراردادي، د ۲۰۱۲ کال په اوړي کي، په کابل کي، وویل چي د کال تر پایه پوري به د تذکرو کار بشپړ سي او لومړنۍ تذکره به جمهورریس ته ورکړي. له دې خبري څخه تقریبا درې کاله وروسته زه د وزیرانو په شورا کي ناست وم چي د مهاجرینو د چارو وزیر عالمي بلخي پېشنهاد وکړ چي بهتره به وي چي د استقلال د ګټلو د ورځي له مراسمو سره د تذکرو وېشل پیل کړو. د وزیرانو شورا دا پېشنهاد  ومانه او دوې ورځي وروسته د کابینې د غونډي په وروستیو شېبو کي د مخابراتو، اجل نیولي، وزیر وحیدي د برېښنايي تذکرو موضوع راپورته کړه خو جمهورریس اشرف غني په داسي لهجه ورباندي په قار سو چي د ګوتي ښورول او د سر خوځول یې ټولي کابینې ولیده. زه چي نیژدې ورته ناست وم نو د جمهورریس ټولي قهرجني خبري مي واورېدي او په پای کي یې د مخابراتو وزیر ته لا دا هم وویل چي زه خبر یم چي وزارت دي له سره تر پایه په فساد کي ډوب دی زه ستا سره کار لرم. کابینه پای ته ورسېده. زه اوس هم نه پوهېږم چي په دې پېشنهاد کي د مخابراتو د وزیر ګناه څه وه؛ ځکه چي هغه بېچاره خو د وزیرانو د شورا د فیصلې سره سمه خبره را منځته کړې وه. که د وزیرانو شورا دونه بې صلاحیته وه چي جمهورریس یې فیصله په اورېدلو نه ارزول نو بیا په هفته کي یو ځل د ټولي کابینې وخت ولي ضایع کېدی او په کابینه کي عبدالله ولي څه ونه ویل، ځکه دا فیصله خو د وزیرانو په شورا کي د ده تر ریاست لاندي سوې وه.

له دې پېښي څخه تقریبا یو کال وروسته، په داسي یوه ورځ چي اولسي جرګه دوې ورځي وروسته تعطیلېدله، د اولسمشر غني په امر د کابینې فوق العاده غونډه دایره سوه. زما په شمول، د کابینې اکثریت وزیران د غونډي د پیل تر شېبې پوري د فوق العاده غونډي په موضوع نه وه خبر. اولسمشر پېشنهاد وکړ چي د برېښنايي تذکرو متن دي، چی د ده د دوهم مرستیال سرور دانش په شمول، قانوني او قضايي مقاماتو مفصل بحثونه ورباندي کړي دي، سبا پارلمان ته وړاندي سي. دا ځل اجراییه ریس ډاکټر عبدالله اعتراض وکړ او وې ویل چي د دې موضوع لپاره وخت په کار وو. ولي لږترلږه دوې هفتې مخکي رامنځته نه سوه، چي اوس یو ناڅاپه د پارلمان د رخصتېدلو په درشل کي را منځته کېږي. فوق العاده غونډه ، لکه څرنګه چي انتظار یې ایستل کېدی، بې نتیجې پای ته ورسېده. البته ډاکټر عبدالله تر پایه ونه ویل چي د الیکټرونیکي تذکرې د متن پر کوم ټکي اعتراض لري.

څه موده مخکي د پارلمان ځینو وکیلانو پېشنهاد  وکړ چي د تذکرو څخه دي د افغان کلمه لیري کړه سي، او یوه لویه هنګامه یې جوړه کړه. البته هغه هنګامه لکه څرنګه چي پیل سوې وه هغسي ختمه سوه. درک معلوم نه سو چي دا هنګامه اصلا چا پیل کړې او د چا په وسیله پای ته ورسېده. او اوس دا دی بیا د برېښنايي تذکرو موضوع را پورته سوې ده او درک معلوم نه دی چي د ډاکټر عبدالله د مخالفت او اخطارونو سره سره به بالاخره پروسه کله او څرنګه بشپړه سي. بیا هم  دا معلومه نه ده او عبدالله هم نه دي ویلي چي د برېښنايی تذکرې له کوم ټکي سره دونه مخالف دی چي د هغې توزېع کېدل د یوه ملي بحران پیلامه بولي. ځکه د ده د ټل ټول مشران د افغان له کلمې سره مخالف دي او په زغرده یې ویلي دي چي دوی افغانان نه بلکه افغانستانیان دي. کشکي عبدالله هم تر غاښ لاندي خبره نه کولای او هر څه یې پر سپین میدان ویلای.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *