Categories

اعلان

Loading…

 پر امنیتي او دفاعي کړنلاره د بیاکتنې جدي اړتیا | ودان روښان

په دې وروستیو کې د هیواد په ځانګړې توګه د کابل ښار امنیتي حالت خلک اندېښمن کړي په تېره چې ترهګر او د هغوی ملاتړي اوس ان پر بې ګنا خبریالانو هم نه یوازې  رحم نه کوي بلکې هغوی ته د ګوته په ماشه غلیم په سترګه ګوري او د بهرنیو پوځیانو په شان یې په نښه کوي. د غوایي لسمې ځانمرګه ترهګریزو بریدونو وښوده چې خبریالان او د رسنیو کارکونکي ترهګرو ته تر ټولو ستر هدف دي نو ځکه خو یې د کابل ښار په شش درک سیمه کې د بې وسلې خبریالانو ډله په نښه چې ۹ خبریالان او فلم اخیستونکي په کې شهیدان شول. دا پېښه څو پیغامونه لري یو دا چې په لومړي ځل خبریالان په کې په نښه شوي، سره له دې چې پخوا هم خبریالان او رسنۍ له ترهګریزو بریدونو خوندي نه وې خو پر خبریالانو وروستی برید بې مخیني ګڼل کېږي او داسې ښکاري چې ترهګر او ملاتړي یې رسنۍ او خبریالان خپل هدف ګڼي. دا داسې مهال دي چې ترهګرو په پخوا کې لږ تر لږه  په ښکاره له رسنیو سره خپله دوښمني پټوله، پر خبریالانو او رسنیو یې د ډېرو بریدونو مسوولیت په ښکاره پرغاړه نه اخیست سره له دې چې ټول پوهېدل خو هغوی( ترهګر) لږ تر لږه په ښکاره منکرېدل خو اوس داسې ښکاري نور نه غواړي له رسنیو سره خپله دوښمني پټه کړي.

پر خبریالانو ترهګریز برید له بله پلوه هم ځکه د پام وړ دی چې په ډېره خوندي سیمه کې ترسره شو. په دغه ځای کې د ملي امنیت څو ریاستونه، د غوڅ ملاتړ ځواکونو قومانداني، لږ وړاندې د امریکا او څو هېوادونو سفارتونه او افغان حکومتي مهمې څانګې پرتې دي چې امنیت یې مضبوط شوی دی، خو بیا هم ترهګر وتوانېدل خپل کسان دغه ځای ته ورسوي او بریدونه وکړي چې دا په خپله د رسنیو او خبریالانو مقابلې ته د ترهګرو هوډ ښيي. خو دغه برید یو ځل بیا وښوده چې په امنیتي بنسټونو او د هغوی په تدبیرونو کې جدي تشې او چاودونه شته چې ترهګر له هغو په ګټنې سره ان خوندي ځایونو ته ځانونه رسولی شي. له دې سره سره چې اوس افغانستان شاوخوا ۳۰۰ زره امنیتي ځواکونه لري، شاوخوا شل زره نړیوال ځواکونه هم افغانستان کې دېره دي خو بیا هم ترهګر ځانونه تر ټولو خوندي ځایونو ته رسوي او له بې ګنا افغانانو قرباني اخلي نو ځکه خو ویلی شو چې یو ځای نه یو ځای ستونزې شته! اوس نو چې دا ستونزې او تشې چېرې او کوم ځای کې دي هرڅوک ورته له خپل لیدلوري ګوري.  

هغه ډلې او کړۍ چې امنیتي بنسټونو خپل میراث ګڼي او د قوالې دعوه یې کوي، سره له دې چې لا یې هم د امنیتي بنسټونو او په ټوله کې د دولت غوښنه برخه قبضه کړې او هغه خپل د پلار حق بولي خو بیا هم ځکه ګیله من دي چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمني پیر انحصار یې  یو څه کمزوری شوی او په دې غصه دي چې د خپلسري واک یې محدود شوی، نو ځکه خو یې سترګې پټې او خوله وازه کړې، نارې سورې وهي او په ډېره سپین سترګي دعوه کوي چې دولت تک قومي شوی، مجاهدین(ددوی ډله) څنډې ته شوي، کار د هغه اهل ته نه دی سپارل شوی، تجربه لرونکي او جنګي کسان له حساسو څوکیو لرې شوي… نو ځکه خو ددوی په اند امنیتي وضعیت خراب شوی دی. دوی همدا بدلې د ابا او د ادې په واده کې وایي. دې ډلې ته افغانستان یوازې یو دوه ولسوالۍ ښکاري نو که هر څه ددوی په لاس کې وو، بیا نو خیر او خیریت دی خو که له ځان پرته د نورو سیمو وطنوال یې پر څوکیو ولیدل بیا نو حکومت تک قومي او هر څه خراب دي. دغه کسان له خپلې سیمې او ډلې پرته نه بل څوک پېژني او نه بل چا ته په حق قایل دي دوی داسې ګڼي هغه ډول چې د بن کنفرانس کې د دفاع، کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونه ورکړل شول، د ملي امنیت ریاست او هغه نورې څوکۍ چې په بن کنفرانس کې یې په اړه پریکړه نه وه شوې په زور قبضه کړې، رادیو او تلویزیون او نور یې انحصار کړل په داسې بڼه چې د وخت د حکومت مشر(حامد کرزي) مهمې او رسمي ویناوې یې په اختصار هغه هم په رادیو کې خپرولې خو د خپلو جنګسالارانو بې مانا او بې ربطه شخصي  سفرونه او ویناوې یې په تفصیل د تلویزون له لارې څو څو ځله خپرولې، دوی غواړي هماغه امتیازونه ازلي او ابدي کړي نو بیا به حکومت پراخ بنسټه وي خو له دغه امتیازي حالته په کم څه نه قانع کېږي نو ځکه خو د امنیتي حالت خرابوالي لامل له واکه د خپلو ځینو سرلارو لرې کېدل ګڼي.

بل لید لوری بیا داسې اخیسته او انګېرنه ده چې د اوسني ناورین ریښه هماغه د بن کنفرانس غلطې او ناانډوله پرېکړې او د پخواني ولسمشر حامد کرزي بې کفایتي او یا هم لورېېنه کې ده چې لنډمهاله او منځمهاله ادارې خو پرځای پرېږده بلکې په دوه دورو انتخابي واکمني کې یې جنګسالاران دومره پیاوړي کړل چې اوس د ګډوډي جوړولو لا څه چې د واک غصبولو ګواښ توان پیدا کولو تر پولو وړاندې تللی شي. اوس نو که دغه توان لري یا یې نه لري دا بله خبره ده خو موږ تاسې ټولو ولیدل چې په همدغه ګواښ سره یې ولسمشري ټاکنو پایلې نه منلې او په ډېره سپین سترګي له ناقانونه لارې په واک کې شریک شول. دې ډلې چې د کرزي په ټوله واکمني کې د امنیتي بنسټونو په رګ رګ کې ریښې ځغلولي او د وینې سرطان په شان یې د امنیتي بنسټونو ټول بدن اغیزمن کړی، له یوې خوا خو دوی هسې هم په چور او چپاول کې رالوی  او چاغ شوي نو ځکه خو نه د خیر ظرفیت لري او نه د خیر نیت، اوس چې فکر کوي د دې مزو چړچو پیر په لنډېدو دی نو ځکه خو یوازې په چور او چپاول هسې ورځې تېروي او هغه د پېښوریانو خبره ټایم پاسوي او بس نور نو که غل غلا کوي دوی د بوبجۍ خوله ورسره نیسي، خپله ونډه ترې اخلي او د تېښتې لار هم ورښيي، که ترهګر له کومې سوړې ښار ننوزي هم دوی ځانونه کاڼه اچوي، یا هم پیسې ترې اخلي او مخه یې نه نیسي. هغه ډول چې د امنیتي بنسټونو غوښنه برخه له دوی سره ده که په ځینو حساسو برخو کې بدلون راغلی وي لومړی خو هغو بدلونونو کومه ګټه نه ده کړې ځکه چې بدل شويو ځینو لوړ پوړو چارواکو هم د واک په خامه تمه بیا هم هر څه د دوی په لمن کې وراچولي چې خپه نه شي. د بېلګې په توګه کله چې د امرالله صالح پرځای رحمت الله نبیل د ملي امنیت رییس شو تمه وه چې دی به نور په دې حساسه اداره کې د یوې ډلې او کلي انحصار پای ته ورسوي خو د تمې خلاف نبیل بیا د افغانستان ولسمشري ته پیاز په ګنډه وهلی و نو ځکه خو یې ان ووړ بدلون هم رانه ووست خو ځینې بیا وایي چې کرزي بدلونونو ته پرېنښود، هر څه چې و خو کله چې نبیل له دې ادارې رخصت شو لا یې هم د مسعود عکس په دفتر کې ځړېده. بله بېلګه یې له ایران په تورو کڅوړو کې د پیسو اخیستو دلال عمر داوود زی دی چې کله د کورنیو چارو وزیر شو نو ټول هغه غله او رهزن چې له ده مخکیني وزیر مجتبی پتنګ په ډېرو ستونزو له دندو پسې اخیستي وو، ټول یې بېرته له پخوانیو هغو پر لوړو څوکیو وګومارل او دا ځکه چې داوود زي ته هم افغانستان دومره خوار ښکارېده او لا ښکاري چې دی(داوود زی) یې هم د ولسمشري خوبونه ویني. اوس نو که په لوړه کچه کوم بدلونونه راغلي وي خو د هغوی ستونزه  داده چې په منځنۍ او لاندېنۍ کچه ټول د کرزي د واکمني پاتې شوني دي او دغه پاتې شوني له خپلو نویو مشرانو سره همکاري ته چمتو نه دي.

له بله پلوه نورو جنګي ډلو هم چې ځانونه د طالبانو غلیمان ګڼل او طالبانو پسي اخیستي وو، هغوی هم د کرزي لالا په واکمني کې خورا ښه ونډه درلوده او په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې یې خپلې خپلې له استحقاق زیاتې ونډې ترلاسه کړې وې.  هغه کسان چې ددې ډلو په استازولي رتبو او مقامونو ته رسیدلي وو ترډېره یې د افغانستان پرځای د خپلو ولینعمتانو(هغو کسانو چې دوی یې په لارښوونه ګومارل شوي وو) ګټو او قوماندې ته ژمن وو. په دې توګه امنیتي ځواکونه هغه د ټوکیانو خبره ترغاښونو پورې سیاسي شوي دي.     

دغو ټکو په کتو اړینه اړینه ده چې تر ټولو لومړی د ملي امنیت شورا، سرقوماندانۍ او په ټوله کې د دولت مشرتابه پلاوی امنیتي او دفاعي کړنلاره په خورا ځیرتیا له سره وارزوي او هغه تشې او درزونه په ګوته او د ډکولو او له منځه وړلو  په موخه یې اړین کوټلي او بېړني ګامونه پورته کړي.

ښایي، په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې د سمون او بدلون په اړه د ملي امنیت شورا،  دوسله وال پوځ سرقومانداني، د نظر درانه خاوندان او پوهان ګتور وړاندیزونه ولري خو زه هم په دې اړه خپل وړاندېزونه په لنډو ټکو کې وړاندې کوم:

– امنیتي او دفاعي ځواکونه دې  په ټوله مانا غیر سیاسي او د سیاسي ډلو له اغیز وساتل شي.

– د کابل ښار څندو او نورو زیانمنونکو سیمو کې دې استخباراتي پوښښ پیاوړی او ان د سیمې ټولو اوسیدونکو په اړه دې کره مالومات راټول، شکمن  او یادو سیمو ته نوي راغلي کسان دې په پر له پسې توګه په داسې بڼه تر جدي څارنو لاندې ونیول شي چې پر ځان پوه نه شي.

– د وسله وال پوځ لوړ پوړو، منځنیو او ټیټ پوړو کارکونکو ترمنځ دې اړیکه پیاوړې او د باور چاپیریال رامنځته او ټیټ پوړي کارکونکو ته دې داسې  انګیزه ورکړل شي چې خپله دنده د وطنپالنې په روحیه ترسره کړي، ددوی ژوند ښکه کولو ته دې ډېر پام وشي خو په همدغه وخت کې دې سخت دسپلین او انظباط پرې تطبیق شي. هغه کسان چې په دندو کې پاتې راغلي، غفلت یا خیانت یې کړی سخت مجازات شي.    

بله مهمه مسله داده چې د امنیت په ټینګښت کې د خلکو ملاتړ جلب شي او خلک هله د امنیت په ټینګښت کې ملاتړ او همکاري کوي چې پر خپل امنیت ډاډمن شي چې دا بیا خپله جلا بحث هم چې که ژوند و په راتلونکي کې به یې په اړه یوه جلا لیکنه ولرو.   

38 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *