Categories

اعلان

Loading…

په افغانستان کې د کمپیوټري تذکرو وېش په رسمي توګه پیل شو

تاند – نن پنجشنبه /د می ۳مه/ د ولسمشر اشرف غني او لومړۍ مېرمنې رولا غني له خوا د کمپیوټري تذکرو په ترلاسه کولو سره په افغانستان کې د دغه مهم سند وېش په رسمي توګه پیل شو.‌

د ولسمشرغني او لومړۍ مېرمنې رولا غني تر څنګ د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش، د ولسي جرګې رییس عبدالرؤف ابراهیمي، د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار، د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجنیر محمدخان، حنیف اتمر، قیام الدین کشاف او یو شمېر نورو چارواکو هم خپلې کمپیوټري تذکرې ترلاسه کړې.‌

ښاغلي غني په دې مراسمو کې وویل، پخوانۍ کاغذي تذکرې به هم تر هغو د باور وړ او وېشل به یې روان وي چې د کمپیوټري تذکرو د وېش لړۍ ټول هېواد ته ورسېږي.

ولسمشر کمپیوټري تذکرې د شفافې حکومتولۍ، امنیت او نورو پرمختیایي کارونو او خدمتونو د وړاندې کولو لپاره مهمې وبللې او غوښتنه یې وکړه چې ټول هېوادوال دې یې واخلي.

د نړۍ په تقریبا ټولو هېوادونو کې وګړي کمپیوټري تذکرې لري چې د هغو په اساس یې نور اسناد هم جوړیږي، خو په افغانستان کې د وروستیو څلورو لسیزو جګړو د نورو تر څنګ د نفوسو د احوال ثبتولو پروسه هم له ستونزو سره مخامخ کړې وه چې ګڼ شمېر خنډونه یې رامنځته کړي ول.

183 total views, 1 views today

4 comments

  1. Alakozay Reply

    غنی صاحب دی سر لوړی اوسی چی دا نیک کاریی شروع کړ د افغانستان مظلوم اوولس ډیر انتظار وباسی او ددی مملکت دوست او دښمن هم معلوم شول او خپلی دا ناوړه څیر ی نوری هم بر بنډی کوی. دا یو د خیر کار او ددی بی قانونیو خلک د پزی رسیدلی اوس که څوک ریښتونی افغان وی اخلی به یی او که اجنټ وی ناری دی وهی. بریښنایی پیږند پاڼی د ډیرو بی قانونیو او جنایاتو مخه ډپ کولی سی د اوولس ملاټړ ډیروی.

  2. سلیمان زاهد Reply

    ټول افغان ولس ته د مبارک وی ، دافغانیت ضد کړیو او جنګ خوښو ، کینه کښو د تل مخ تور وی

  3. Dr. HamidUllah Zlrraver Safpiدکتور حمیدالله زړور. ساپی Reply

    سلامونه،
    آپرین د ولسمشرا شرف غني او لومړۍ میرمن (بی بی ګل غني) او ورسره لوړ پوړو چارواکو دې اصل او مدني افغاني ګام ته.
    زه فکر کوم د ولس غوڅ اکثریت چې څوک ځان افغان ګڼي حتماََ به کمپیوټري تذکره واخلي ؛
    او هیله ده چې ولسمشر هغو ملټیپل خرڅ شوي او فروخته سوي افرادو ته چې لکه هرې پرمختیايي پروژې سره آن د غازي امان الله خان او شهید داود خان او شهید نجیب الله خان له وختونو توره ارتجاع کړې ده، په سزاوو ورسوي.
    مضر احتیاط او سهامي شرکت ختم کړي. او هغوی چې یوازې یو جهنمي ډلګۍ او د وطن دښمنانو ته کار کوي خولې ې ورته په خاورو وموښي.آمین.

  4. صالحزوی Reply

    د افغانستان د اسلامي جمهوریت دا اقدام د قانونیت د تعمیل ، سولې ، ولسواکۍ او د هېواد د پرمختګ لپاره د ستایلو وړ دی. افغانستان هم د نورو هېوادونو په شان د مځکې د خاورینې کرې پر مخ یو هېواد دی. افغانستان یواځينی هېواد و چې دا مهم او ضروري سند یعنې برښنایی پېژندباڼه یې نه درلوده .پدې کار سره دا شرموونکې استثنی له منځه ځي .
    اوس چې د افغانستان ولسمشر ، دوهم مرستیال ، د اجراییه ریاست لومړي مرستیال او د ولسې جرګې او مشرانو جرګې رییسانو او د علماوو شورا رییس دا نېک اقدام پیل کړ مونږ یې ملاتړ کوو او هيله ده چې دا پروسه همداسې دوام وکړي .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *