Categories

اعلان

Loading…

پابسته ولاړ په غولي د قصاب يم | نجيب ننګيال

بېګا ناوخته يوه ښايسته ځوان چې له قوارې اشنا ښکارېده، سلام را وکړ. زه چې هره ورځ لږ تر لږه شل دېرش نوي پيغامه ترلاسه کوم، ډېر کله يې د کار او بوختياوو له امله ځوابول را ته ستونزمن شي. ځواب مې په وخت ورنکړای شو. پسې يې زنګ را وکړ. زنګ مې هم ځواب نکړای شو. سهار مې چې مسنجر ليده. را ته ليکلي يې و:

“سه شو یاره…خبر یی که نه…د خندق عملیات شروع دی..د ځان له پاره دی کومه خندق من دق  تیار کړی ده او که نه…“

حيران پاتې شوم. چې اخر د دې ملت په وګړو څه شوي. ښايسته ځوان به وي. د وطن د حورو به زړه پسې چوي. دی به له حماقته مفعول شوی وي، بيا طالب شوی وي، اخر کې چې له پيغورونو تنګ شي. ژوند ورته پېټی او د ګناه احساس يې ژور شي، خر ځانمرګی ځنې جوړ شي. غواړي دغسې د خپلې بدنامې او فاحشې ماضي جبران وکړي. بيا چې په وطن کې د عزت سړی ګوري. کومه خوشاله اروا او کوم د رڼا لاروی، دوی خندق ورته وباسي. وژني يې. کور يې ړنګوي. د يوه سره لس نور وژني.  هغه ورځ لس ژورناليستان شهيدان شو. ژورناليستان خو بختور دي، همکاران لري. راپورونه پرې جوړ شو. د کور، ماشومانو او ژوند کيسې يې رسنيو ته را ووتې. د هر يوه کيسه د محروميت، د بې وزلۍ او مظلوميت انتها وه. د کاڼي زړه يې اوبه کولو. يوه ته د معذورانو او نابينايانو کورنۍ ور په غاړه وه. بل اونۍ وروسته واده و. کوټه يې د واده له سامانه ډکه وه. بل ۷ مياشتې مخکې واده کړی و. د بل مور سرطان وه. له يوې بېچاره ښځې خو تی خوره ماشوم پاتې شو. د بل ښايست او ځوانۍ ته سړی ګوته په غاښ پاته کېده. د دې لس تنو کيسې راووتې. دا يې هغه شيک، په نس ماړه، د دفترونو نسل و. چې تر شا دومره غمونه، دومره بې وزلي او مجبوريتونه لري. حقيقت دا دی چې دلته هره ورځ يوه لويه تراژيدي وي. هره ورځ تر فاجعې کمه نه ده. د يزيدي امارت لارويان به د دې ملت زامنو ته هره ورځ په يوه نه يوه خندق کې ناست وي. يو نه يو ارمان به وژني.  

تر پرونه يې ويل، د مسلمان وژل نا روا دي. زمونږ په بريدونو کې که ملکي خلک وژل کېږي، له مجبوريته وژل کېږي. مونږ بريد په بهرنيانو کوو، دوی شاوخوا وي، نو اصل هدف خو بهرنيان دي. دوی چې پکې سهوا ووژل شي، شهيدان دي او که يې د خارجيانو پلوي په ژوند نه وي کړي، جنت ته به ځي. ښه پرون خو دا دليل و. چې هغه هم سوچه غلط او خر دليل و. خو نن خو يې سوچه عام وژنې ته کار ويلی. د عامه خلکو، د لارويانو، د مزدورانو، کراچيوانو، تذکرې ته په کتار کې ولاړو او يوې مړۍ ډوډۍ ته حيران خلکو په ډله کې ځان وژني. پرون خو دې دا هم ويل چې د ملي اردو د عسکرو وژل حرام دي، خو مونږ مجبور يو، دوی له بهرنيانو مخکې روان وي، لومړی بايد دوی ووژنو. نن خو بهرنيان هم په عملياتو، پوستو او لارو کې نه وي ولاړ. د بريدونو ټول فوکس دې په همدې مسلمانو ځواکونو ولې دی؟ چې يوه دقيقه له پوستې لرې شي، په اودس او لمانځه بوخت شي. تا بيا بريد پرې کړی وي. ښه ولې؟ وا سرکشه، ياغي، د خدای له لارې غير، مزدور، احمق او ظالم طالبه، اخر ولې؟ تر څو به د ځان په تباهۍ او د خپل خلکو په وژلو اخته يې؟ دا لاره د سړيتوب لاره نه ده. دا جګړه جهاد نه دی. دغه ډول جګړه تر ننه پيغمبر خو څه، صحابي خو څه، بني نوع انسان نه ده کړې. چې ماشوم وژنه، ناروغ وژنه، ښځه وژنه، په اورني کې تي خور ماشوم ته واسکټ ور اغونده، جوماتونه ړنګوه، په قران کې بم ږده. چنګېز په قبر کې خجالت باسي. هلاکوخان شرمېږي. پرنګي سر ټيټ نيولی. تا له ټولو وګټله. نه دې د مسلمانۍ کوم ارزښت پرېښود، نه د پښتو. پښتون به نره جګړه کوله. که به يې جهاد کولو هم ګولۍ به يې په سينه خوړله. په ملا لګېدلې مرمۍ به پښتانه ته پيغور و. ته خو لومړی د مقعد عمليات وکړې. بيا باروت پکې کېږې. بيا راشې ځان د بېچاره مسلمانانو په منځ کې والوځوې. دا جهاد شو؟ دا غيرت شو؟ اخر ننګ د دې شي نوم دی؟ څنګه شرم نه درځي. څنګه په خپل ناموس غيرت نه درځي؟ تېر له داسې ازادۍ چې مېرمن دې تر تا وروسته لسو نورو ته ور ودېږې او له يولسمه راتښتي. خبره تر ولايته ځي. چې زه د فلانکي طالب مېرمن وم. هغه والوت، بيا يې ملګري ته واده شوم، ملګري يې بل ته ورکړم، بل بل ته، تر لسم لاسه و رسېدم. دا دې بيا په دوهمه ورځ د سنګر د يارانو ځواني او همدا يې مسلماني وي. وا طالبه، شرم ولې نه درځي؟ وا د شرم لوښيه، وينه دې ولې جوش نه کوي؟ څوک وژنې؟ څه غواړې؟ د چا توپک دې پورته کړی. پوهېږې؟ همدا توپک د لاهور د فاحشه خانو په ماليو اخيستل شوی. همدا توپک اوس پيوتين درته را لېږي، هغه پيوتين چې ستا يو نيم مليون ولس يې وژلی. ستا د وطن هر جومات يې ړنګ کړی او ستا هر ارزښت يې بې ارزښته کړی. دا توپک اوس ايران درکوي. هغه ايران چې ستا پيغمبر جعلي بولي، ستا عمر او صديق ته کنځلې کوي، ستا عايشه رض اروپايي ډانسره (نعوذ بالله من ذالک) بولي. ته له هغه وسله اخلې. ما پرې وژنې؟ ما؟ چې مور مې نيمه شپه پاڅي، د تهجد لمونځ کوي. د برکت لپاره يې تلاوت را باندې جبري کړی او هره دقيقه له خدايه د وېرې او ښه سړيتوب تلقين را ته کوي.

چې نور ټول دليلونه در خلاص شي. لنډه يې را خلاصه کړې، مونږ جهاد (ههههههههههههههههه جهاد) ځکه کوو چې امريکايانو زمونږ حکومت ړنګ کړی. د طالبانو قانوني (!) حکومت. د امريکايانو زور له ما وباسې. په هغه دې زور نه رسي، ما وژنې. دا خبرې به نه افشاء کوو، چې همدا ته وې. همدا ستا د قطر دفتر و، چې امريکايانو ته يې په مراسلو کې ليکلي و، چې مونږ تاسې سره جوړېږو، مونږ ته حکومت وسپارئ. سوله خپله راځي. له هغه سره خو جوړ يې، ښه جوړ يې. چل دې ما ته جوړ کړی. چل دې د دې وطن د بنسټونو نړولو او د دې ملت وژلو ته جوړ کړی. ته يې احمق مونده کړی يې. ته يې خر کړی يې. له تا يې د خپلوۍ او د وينې د رشتې ارزښت اخيستی، له تا يې د وطن د مالکيت احساس وېستلی، ته يې بې شعوره کړی یې، داسې چې حتا د خپلې پښې ابلې مور، خپلې مېرمنې او خپلې بې وسې خور بې کسي دې سترګو ته نه درېږي.

خپلو ظلمونو او وحشت ته دې عجيب دليل پیدا کړی.  “امريکا ولې د طالبانو قانوني حکومت ختم کړ؟ “

ښه سړيه د طالبانو حکومت بيا قانوني کله شو؟ هغوی خو اساسي قانون کفر بولي. هغوی خو قانون مني نه، حکومت يې څنګه قانوني و؟ بيا په څه قانوني و؟ ټاکنې يې کړې وې؟ نړۍ سره يې رسميات درلودل؟ خو يوه نامنظمه ډله وه. په موټر سايکلونو سپاره راغلل. تر شا د کرنل امام له وسلو ډکې لارۍ پسې را ورسېدې. د بريتانيا پيسې شوې. د عربو وريژې او کجورې. نور نو په ځان نه پوهېدل. من و سلوا يې بلله. د خدای د نصرت نوم يې پرې کېښود. د تبليغاتو انډوخر جوړ و. خلکو ويل که دا به رښتيا ملايکې وي. حکمتيار ورته چهار اسيا پرېښوده، سياف پغمان او… مسعود چې لږ ورته پښه ټينګه کړه د ای ايس ای له ټول قوت سره يې يوه پنجشېر ولسوالي ځنې ونشوای نيولی. اخر يې د شنو باغونو وهلو، د مېرمنو تښتولو او پنجابي کرنېلانو ته په ودولو شروع ور وکړه. د عزت او پت خلک يې بې ابه کړل. لوی خان به و. له کلونو کلونو به يې په دې وطن کې د شرف ژوند کړی و. ده به قمچينه ورته بنده کړه چې هله ږيره دې ولې لنډه کړې، پايڅې دې ولې اوږدې دي، خولۍ دې ولې نه ده پر سر کړې. حکومت خو داسې نه وي. حکومت خو د خدماتو نوم دی. طالبانو کوم خدمت کړی؟ سړک يې نه و جوړ کړی. ښوونځي يې تړلي و. داميرالمومنين يې املاء نه وه زده. د روغتيا وزير يې ملاعباس ټاکلی و. د کرنې وزير يې ملا و، د بانک مشر يې ملا، د هوانوردۍ مشر يې ملا، د لوړو زده کړو وزير يې ملا… په کلتوري فعاليتونو پابندي وه. د بيان ازادي نه وه. رسنۍ نه وې. يوه مجله او يوه ورځپاڼه نه چاپېده. تلويزونونه ګونګ و، راديو شريعت غږ وه.  د استعدادونو مخه ډب وه. په سنګرونو کې يې لواطت برالا روان و. پنجابي کرنېلانو د سلام خانې مخې ته کرکټونه کول. ولږه حاکمه وه. د تاريخ بدترينه وچکالي روانه وه. اووه کاله ملت داسې وزبېښل شو چې په مخ يې ټکی وينه نه وه پاتې. 


وای امن و. کراري وه. سړيه ژوند يواځې د امن نوم نه دی. ثبات هم بايد ور سره وي. يواځې امن خو په هديرو کې ښه ډېر دی. هديره کې څوک ژوند کوي؟

بيا دا يې امريکا تجاوز کړی. دا يې مونږ اشغال. نو نامرده، ناځوانه طالبه. دې اشغال ته خو مونږ تا يواځې پرېښودو. ته خو مې حکومت وې. واکمن مې وې. هر څه مې ستا لاس کې و. ته خو په موټر سايکل سپور شوې، مګرم وزيرستان کې ځنې ښکته شوې. زه دې بم او بمبار ته يواځې پرېښودم. ناځواني او فرار تا وکړ. کافر دې زه کړم؟ د امريکا غلام دې زه وبللم. اقلا لږ خو به ټينګ شوی وې. لږ خو به دې سر قربان کړی و. لکه صدام او قذافي د ملاعمر مرګ خو هم بايد په خپل وطن وای. په مرموزه او ذليله ډول خو نه وای وژل شوی. قبر خو يې مالوم وای.

د تاريخ د ناځوانۍ او بې غيرتۍ مخ تا ته در اوړي. غلام ما بولې؟ وژنې ما؟ قصابي دې په ما روانه کړې؟ زه هيڅ نه وايم. زه دې مفلوج کړی يم. زه پوهېږم خدای صبر درته کوي. و مې وژنه، که زما په په مرګ په دې وطن کې اسلام نافذېږي او سوله راځي، خون مې درته بښلی. وصيت کوم، هيڅوک دې زما انتقام نه اخلي. خو تر وژلو مخکې، دا تضمين راکړه چې زما مرګ د اسلام په ګټه دی. زما تر مرګ وروسته به زما کورنۍ له اسلامه، له سپین کلامه نه زړه تورې کېږي؟ زما په مرګ به د هيرامنډۍ فاحشې رقص نه کوي او زما په مرګ به يهود غمجن شي. د دې څو ټکو تضمين را کړه، سبا مې خون در واخله.

دا جهان قصاب خانه کړه خدای و ما ته
پابسته ولاړ په غولي د قصاب يم

220 total views, 2 views today

3 comments

  1. تراب خان Reply

    واه ننګیال صیب
    په قلم دی برکت شه

    دی بی شرمو غلامانو ته دی ټکی په ټکی سمی خبری کړی
    خو که دوی احساس ولری، که دوی لږ شرم ولری

  2. ګ لب Reply

    دا د یوه اند خاوند دی

  3. نوری Reply

    پ قلم مو برکت ، ستا ددی لینکی ځواب نلری یوازی به یو څو پوچی ښکنځلی وکړی بس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *