Categories

اعلان

Loading…

گړنې او څرگندنې (محاورې او اصطلاح گانې) پوهانددوکتور م.ا. زيار

The Idioms&Expressions

لاس تر زنې اېښوول-کښېناستل، ترگوتو کول، سراخېستل، لور په لوټه تېره کول، سترگې پرلار، گوته پرغاښ، د گيدړ واده، د بوډۍ ټال، گونگه روژه، چوپه خوله، بدځناور- توره غاړه- توره ټوخله،

د مېلمه سترگه- د ماښام سترگه…

موږ په ورځنۍ گړنۍ پښتو کې داسې توکي ښايستهډېر کاروو چې ښکاره جوله يې يوڅه وي او مانا يې بل څه، بې له دې چې پوره ورته ځيرشو. د بېلگې په توگه وايو او اورو: خوب مې وتښتېد، وياله بهېږي)، دا لارغره ته خېژي، ورته پرگونډو شو. زما او ستا سره نوره ونه شوه يا وشلېده، زلمي زمري ته گوته پرغاښ کړه- گوته پرغاښ شو-غاښونه وچيچل-غاښ چيچی وکړ… .

 په دې مانا:

د (خوب رانغي) پرځای (خوب مې وتښتېد)، ورځ ترشا پاتې شوه، شپه مخې ته راغله، د (په وياله کې اوبه بهېږي) پرځای (وياله بهېږي)؛ د (دا دغره لاره ده) يا غره ته د ختو لارده) پر ځای (دا لار غره ته ختلې)؛ د (ورته پر زاريو شو) پرځای (ورته پرگونډو شو)؛.د (زما او ستا دوستي نوره پايته ورسېده)  پر ځای (زما او ستا سره نوره ونه شوه- وشلېده)؛

د (زلمي زمری وگواښه -گواښ  يې پرې وکړ) پرځای (زلمي زمري ته گوته پرغاښ کړه- گوته پرغاښ شو- غاښونه يې ورته وچيچل- غاښ چيچی يې ورته وکړ- تور برېښ يې پرې وکړ) وايو….

چاته څه ورتلل (د چا يو څه زده ول)، لکه: ماته گډا، لمبا، انگرېزي ژبه… لوست نه راځي (نه زده).

که نالوستي کليوال، کروندگر، د لويديزې نړۍ د هغو په گډون، د خپلو خبرو د اغېزمنتيا لپاره د فولکلوريکو پېيلو ناپېيلو بېلگو ترڅنگ متلونه، گړنې او څرگندنې ډېرې کاروي، زده کړه وال،شاعران، ليکوال او رسنوال، هم پرخپل وار د ليکلني- ادبي شعر پربېلگو او د لويانو د ورم و وراشو، اخېستنو(اقتباسونو) او لاسوندونو ترڅنگ پرگړنو او څرگندنو زور اچوي او د پرتلې له لارې يې ورځ تر ورځې اگاهانه او نيم اگاهانه نوې نوې راپنځوي، هغه هم ړومبی ← څرگندنې چې له  پرلپسې پېچلتيا سره تر ډېره پرگړنو اوړي (← د گړنو او څرگندنو راخپلول؛ اوهمدا راز( پښويه (۳۲۳).

د نورو ژبو د ويونکيو په څېر موږ هم د خپلې مورنۍ ژبې په ورځني- گړني  بهير کې بېلا بېل توکي، يا په نوې نومونپوهنه (ترمينالوجۍ) غږيز سېمبولونه کاروو چې هر سېمبول له درې اړخيزوالي(دال-مدلول-دلالت) سره ژبنۍ، په نورو ټکو،د وبله پوهاوي اوخبراوي (کمونيکېشن) دنده پرځای کوي. خو په همدې بهيرکې لږو ډېر داسې وييغونډونه (فقرې، عبارتونه) هم کښته پورته کېږي چې هر يو يې د جولې، په بله وينا، د ټولمنلي تړوني غږيز سېمبول پرخلاف مانا نه ښندي او يا خو د ټاکلې ((حقيقي)) مانا ترڅنگ يوه بدله ((مجازي)) مانا هم رانغاړي؛ لکه څنگه چې په ماناپوهنه (۹۳-۹۰). کې يې يادونه شوې، دغلته له دنني يا ٌمفهو مي ٌ دلالت پرځای له بهرني ٌ مصداقي ٌ  دلالت سره کار لرو.

نوي وييونه او وييغونډونه او په دې لړ کې گړنې او څرگندنې  چې(د← برسېرنو رغښتونو په توگه) د بېلابېلو ويونکيو له خوا د ټولنيز ژوند و ژواک په بهير کې له پېړيو پېړيو راهيسې په ناگاهانه ډول له ځانگړو جولو او  ماناوو سره رامنځته کېږي يا رغول کېږي او په ورځنيو خبرو اترو پرکار اچوي چې په دويم پړاو کې يې ليکنۍ ژبې راگډېږي.

هر گوره، گړنې – څرگندنې د نورو ژبنيو توکو په تو پير وار له وا ره تړوني ځانگړتيا نه ترلاسه کوي او تر يوه مهاله يې کارونگ هم په هماغو يوگړو يا وگړډلو پورې لنډ تنگ (محدود) پاتې کېږي. خو همداچې په اړونده ژبنۍ يا گړدودي ټولنه کې ټوليز دود ومومي، نو بشپړ تړوني آروآړ (اصل وشرط) راخپلوي او په گردې ژبنۍ ټولنې اړه پيداکوي، په نورو ټکو، په گړني او ليکني او ان شعرو ادب ته

لاره مومي.

موږ په وړکينه کې تر۵-۶ کلني منگه، لومړی ((تود)) د(گرم، داغ) او(سور) د ( سره رنگ) په مانا زده کړی،خو روسته مو د يوه غونډاوغونډلې په ترڅ کې د خوراک،  څښاک پر مهال د مور يا بل کورغړي له خولې اورېدلي: (پام چې سور دی، خوله دې و نه سوځې!). مانا يې دا چې د اور غوندې ډېر تود دی. تر شپږ کلنۍ، په بله وينا، پر مورنۍ ژبه تر بنسټيز لاسبري راروسته مو دغه راز  نور ډېر بدلمانيز وييونه، په نورو ټکو، غونډونه (عبارونه) په ورځنيو خبرو اترو کې پرلپسې له يو بله اورېدلې، لکه: تاوده يې مه خوره، زويه درنه سپېينلی شم، سور اور يې يا د اور ټوټه يې لږ غلی کښېنه، ستا له لاسه مې زړه اور واخېست، ترور دې راغلې سر مې غواړي (کوي يا راجوړوي)… همداراز←(Eng.Idioms 12)

په دويم ژبټولنيز چاپېريال (ښوونځي)کې مو ښوونکي ته د ليکدود(املا) پر وخت ناببره له خولې وتلي: (استاده ودرېږه!)

که هغه د ټوکو لپاره له ځايه اوچت راپاڅېدلی، نو  هله پوه شوي يو چې (درېدل) مو په دويمه يا بدله مانا(صبرکول، وروکېدل) کارولي دي!

پېژند او نومَونگ (تعريف و تسميه)

د گړنې عربي انډول (محاوره) او د څرگندنې(اصطلاح) ده؛ انگرېزي idiom له يوناني idios (خپل،ځانتنی، شخصي) څخه سرچينه اخلي؛ الماني يې په يوناني idiomaپسې وړي چې مانا يې(ځانگړتيا) راځي او هغه په idios (خپل، ځانتنی، شخصي)  پسې،چې دIdiom ترڅنگ خپل انډول Redewendung(وينا اړونه) او Redensart (ځانگړی ويناتوگه)رادود کړی دی  زموږ (څرگندنه) د انگرېزي idio- matic expression  او يا تش expression انډول ده او  په دې ډول د expression  پښتو انډول هم(څرگندونه)ده  او هم (څرگندنه)؛ همداراز(. Wahrig, De.Wb).

په دې توگه موږ دنورو دوديزو پښتو- عربي ترمونو په لړ کې ورسره ((محاورې او اصطلاحات)) ، نه جوليز اړخ لگولای  شي او نه منځپانگيز، نو دېته اړوتو چې د جاج، مانا او موخې له مخې (آيډيم ) پر (گړنه) او(اېکسپرېشن) پر (څرگند نه) را واړوو.

الماني ژبپوهنيزسيندگی.(Ling.Grundbegriffe گړنه د وييونو يوجوت (ثابت) او بد لمانيز(مجازي) جوړښت راښيي، الماني بېلگه يې، لکه: يو څوک پر خورما ورخېژول  له (پارول،قارول) جاج سره…

اکسفورډ سيند Oxford Dic. گړنه د وييونو يوه داسې  ټولگه راپېژني چې رامنځته کړې گډه ((مجازي)) مانا يې د بېلابېلو وييونو ښکارندويي نه کوي، انگر ېزي بېلگه يې، لکه: چاته سپوږمۍ ورکول (د چا هيله، غوښتنه ترسره کول).

– گړنه يامحاوره idiom  د دوو ياڅو وييونوا وييکو يو داسې نانگېرند(مجرد) غونډ phrase  (فقره، عبارت) دی چې په گډه يو يوازېنی جاج او مانا رامنځته کوي او له دې سره يې هر غړی ويی خپله مانا له لاسه ورکوي Seidl&Mac-   (König&Werner) (Mordie11-12  

د يوه ژبني توک په تو گه هرغونډ phrase ، لکه چې وويل شو،د پښوييزچار (گرامري نقش)  له پلوه د وينا او غونډلې يوخپلواک او لږ تر لږه له مانيز پلوه، ناشننوړ جوت يوون constituent په نورو ټکو، جوت وييغونډ (syntagma) دی او گډه مانا يې درغنده ټوکو(- ا)جزاوو) ښکارند ويي نه کوي؛ ان د وييرغاونې په لړکې  هم هر (نحوي) تړنگ (ترکيب) دغونډلې دننه ورته يوون بلل کېږي او لا کېد ای شي، هممهاله لږوډېر د← گړنو يا څرگندنو ځانگړواله هم ولري.

درې اړخيزه اړوندتيا

گړنې او څرگندنې د نورو ژبو په څېر د پښتو ژبپوهنې له درو څانگو سره اړاو تړاو لري: (۱) د غو نډلو (جملو) دجوتغونډونو (ثا بتو عبارتونو) په توگه له غونډ له پوهې (نحوې)، (۲) دوييرغاونې او وييزېرمې له پلوه له وييپوهنې ا و(۳) د  اد بي رنگينۍ او خوږلنۍ له پلوه له سبکپوهنې سره ټينگ او ترينگ اړاو تړاو لري.؛ او هله بيا د ژبنيو انځورونو په توگه له شعري انځورونو سره اړخ لگوي.

تواوړوني (گرداني)  بڼوسره له پوښتنې سره مخامخېږي او په ښکاره يوازې د پښوييز چار (نقش)  له پلوه د جوتوالي آرو آړ (اصل و شرط) را خپلولای شي؛ خوکه ورته ښه ځيرشو، د يوه  يوه يوازېني کړ بېلابېلې گرداني بڼې د هماغه يواز ېني کړن ښکار ندويي کوي او په دې توگه يې دجاج و مانا له پلوه  د مانيز جوتو الي دفاع هم کېدای شي؛

او (۳) بدلمانيزوالی، د گړنې- څرگندنې درېيمه پېژندنښه بلل کېږي، داسې چې اړوند غونډ (عبارت) بايد د سيده وييزې (لغوي) مانا پرځای يوه ناسيده يا بدله مانا وښندي، لکه مجازي،  تشبيهي، استعاري،کنايي، تشخيصي (personi- ficational)،انطاقي (animational)…او سېمبوليکه مانا ولري.

آر او آړ (اصل و شرط) گڼل کېږي.

داچې ديوې  گړنې او څرگندنې لومړی جوليزآړ(شرط) غونډيزوالی دی، په نورو ټکو، يو يوازېنی ويی، يووستوی، بېلښتي(اشتقاقي) ياتړښتي (ترکيبي) چې له دوه يازياتووييواووييکو هم رغېد لی وي او انځوريزه يا مجازي مانا هم ولري (د← جوړه تړنگو يا ټاکنتړنگو په استثنأ)، بيا يې هم يوغونډ او بيا گړنه ياڅر گندنه بللای نه شو، لکه اور(داغ)،اور پکی(شرير)، وري غوږ،خرغوږ( بوټي)، تور غوږی (بازيگوش)، لمرمخی، سترگوليدلی،زړه بايللی، ږيرخرېيلی(شرمېدلی)؛ بلکې اړينه ده چې←  نومواله يا کړواله غونډيزه (عبارتي) بڼه ولري اويا په غونډ له کې دکړ يا وييکي په ملتيا دغه خپلواکه بڼه راخپله کاندې.

د پوهاوي لپاره يې سم له لاسه  پر يوه بېلگه((زمری)) بسنه کوو او نورې بېلگې يې ← ((ډېرمانيزونو)) ته پرېږدو، په آره بڼه:

که فلک دې د( زمري په خوله کې ورکا- د (زمري) په خوله کې مه پرېږده همت…

په استعاري بڼه : زه يم (زمری) پر دې نړۍ له ما اتل نشته…

هو، که آره بڼه يې هم په کنايي جاج وکارول شي، نو انځوريزه ځانگړتيا راترلاسه کولای شي.

هسې خو، نه يوازې بېلښتي (اشتقاقی) او تړښتي (ترکيبي)، بلکې يووستوي وييونه هم ،له کړ سره د ←کړوالې اوله ستاينوم، تولنوم ، شمېرنوم ياد څيزنوم بل ټاکندوی سره د چورليځ (محور) په توگه ، بې نور څه پردازه نوموالې گړنې، په تېره څرگندنې  رامنځته کوي، کړوالې بېلگې يې، لکه: ما سړی کړې، اوس مې سيوری په کاڼو ولې؛ نوموالې هغه يې، لکه: سر(لومړي،لوی، مشر)، زمری (مېړ نی)، گيدړ (بې زړه)،مرچکی (توند) ، کدو (بې مغزه، ناپوه)، سنډا يا غويی (پلو نډاوبېکار)… ؛

مړزگه (لټ،سست؛ مردنی) چې مړزگه له آره هم د (ډنگر) او (لاش) په ماناوو يو غبر گمانيز ويی دی اود(پق) له درېيمې پارسي (مردنی) مانا سره د (لټ، سست) هممانيز هم دی. که نه، هسې خو روږدی ويی د نورو توکو په ادلون بدلون او پرد از سره  چور ليز ( محوري) چار پر غاړه اخېستای شي، لکه: له چا سترگه نه سو ځل، له چاسره سترگې جنگول، لور په لوټه تېره کول، هرگوره، دغلته (سترگه، سترگې، لوريا لوټه) چورليځوالی (محوريت) راخپلوي… .

چورليځ (محور)

د يوې گړنې يا څرگندنې چورليځ (محور) هماغه ژبنی توک دی، چې د يوه گړنيز يا څرگنديز غونډ نور توکي ترې راڅرخي،يا په ساده ټکو،يوه غونډ د هغه  په شتون سره پر گړنه يا څرگندنه اوړي؛داسې چې په اړوندغونډکې يې بل توک ځايناستی کېدای نه شي، که څه هم له پښوييز چار له پلوه ورسره يوراز وي او په يوه ټولۍ (مقولې) اړه ولري؛

د بېلگې په ډول دواړه نومونه وي، لکه په (لور پر لوټه اچول يا تېره کول) څرگند نه کې چې (لوټه) چورليځ دی، نه (لور)، ځکه لور خو د دود له مخې په تيږه، بير جۍ يا سوان تېره کېږي، نه په لوټه. نو همدغه ناوړې او نادودې وسيلې  بدله يا (څر گنديزه) مانا رامنځته کړې ده. اړوند متل يې هم په همدغه لوټه (متل) شوی چې وايي: د لوگري چې لو له لاسه نه کېږي، لور پر لوټه اچوی يا تېره کوي.

د غونډيز او بيا غونډله ييز يوون (فرازيولوجېزم) په توگه

دا چې گړنې اوڅرگندنې د جوليز رغښت له مخې غونډونه بلل کېږي او په دې ډول يوه گړنه يا څرگندنه دغونډلې(sentence) دلويترين غږيز- مانيز يوون رغنده ټوک  ←(- constituent)،په نورو ټکو، د يوخپلواک اوجوت وييغونډ (syntagma)- په توگه يې يوخپلواک گړيامورفيم (نوم،کړ) زړی (هسته) يا چورليځ (محور) رغوي اوناخپلواک هغه ځنې  راچورلي؛ او له دې سره د يوې څه ناڅه خپلواکې سترې ژبپوهنيزې څانگې ((غونډپوهېphraseology) په چوکاټ کې ټيکاو مو مي.نو په همدې لاسوند داړوندو يوونونو(واحدونو)،په نورو ټکو، مورفولو جېزمونو phraseologisms  په نامه هم تر څېړنې لاندې نيول کېږي او لا ځينې ژبپوهانو گړسره يوه خپلواکه  پښوييزه او ان ژبپوهنيزه څانگه راپېژني.

هو،د جاج ومانا له پلوه گړنې-څرگندنې،لکه وارله مخه چې ورته نغوتې وشوې، که څه هم د بشپړ ويناييز يوون (غونډ لې) په توپير تر ډېره کومه سمه سهي خپلو اکه مانا نه  ښندي، خو د غونډلې د يوه خپلواک رغنده توک (constituent)، ياپه لاسهي نومونه،جوت وييغونډ (syntagma -) په توگه د در ستې غونډلې موخه او مانا تر خپلې واکمنۍ لاندې را ولي او د اورېد ونکي په ذهن کې د يوه متل هومره، هغه هم له اړوندې پېښې، کيسې او شانزول سره يوارت وبيرت جاج را ټوکوي، يا را تداعي کوي.  نو همدغه جاج يې منځپا نگه رارغوي او پر ډول او څرنگوالی يې غږېږو.

د گړنو- څرگندونو درېگوني پېژندنښې

(۱) غونډيزوالی:  داسې چې يو غونډ (عبارت) وي، نه يوستوي، بېلښتي يا تړ ښتي وييونه، که څه هم بدله يا مجازي مانا ولري (۲) جوتوالی: داسې چې له

جوليز-پښوييز او ماناپلوه  ناشننوړ وي؛ هرگوره، ←نوموالې هغه د دغو درو

 واړو اړخو له مخې جوتې وي، خو ←کړوالې د نوموالو په پرتله له ډېرو ارتو بير

تواوړوني (گرداني)  بڼوسره له پوښتنې سره مخامخېږي او په ښکاره يوازې د پښوييز چار (نقش)  له پلوه د جوتوالي آرو آړ (اصل و شرط) را خپلولای شي؛ خوکه ورته ښه ځيرشو، د يوه  يوه يوازېني کړ بېلابېلې گرداني بڼې د هماغه يواز ېني کړن ښکار ندويي کوي او په دې توگه يې دجاج و مانا له پلوه  د مانيز جوتو الي دفاع هم کېدای شي؛

دويمه پېږندنښه يې د مرکزی يا چورليزو(محوري) توکو(نوم او کړ) جوتوالی او نه ځايناستوالی دی، يانې، بل ناهممانيز نوم ياکړ يې ځايناستی کېدای نه شي. د ساري په توگه،که (سرغړول) پر(سرخوړل)،(سرټکول)،(سرټيټول) واړول شي او يا يې د (سر) پر ځای يو بل نوم (لاس، غوږ، خوله،.زړه…) ځايناستی کړو، ښايي، گړ نيزه يا څرگنديزه ځانگړتيا له لاسه ورکړي  او ياهم بېلابېلې گړنې اوڅرگندنې را منځته کاندې.

بلخوا دگړنې او څرگندنې ځانگړوالی بيا په دې کې هم نغښتی چې نه يوازې يې يوه يواز ېنۍ گډه مانا، د کوم رغندو توک ښکارندويي نه کوي، بلکې هماغه گډه مانايې هم سم له سمونې د اورېدونکي يا لوستونکي ذهن ته نه راځي؛په بله وينا، وار له واره ترې هماغه ټکي پرټکي(تحت اللفظي) مانا اخلي او روسته ترې هغه دويمه  يا اوښتې مانا، او له دې سره يې يوه نا سيده، بدله،انځوريزه يا مجا زي، تشبيهي، کنايي، استعاري… مانا له نورو غونډونو څخه راځانگړوي.

په دوديزه پښويه او ادبي فنونوکې، له دې سره سره چې دواړه يوونونه يې د ((محا ورو)) او((اصطلاحاتو)) په نامه راپېژندل،خو بې له دې يې چې له مانيز پلوه د غو نډلو (جملو) دجوتو يوونونو( ثابتو واحدونو) په توگه  سم سهي پېژندوتوپير (تعر يف و تفکيک) وړاندې کړي؛ دغونډلو دننه يې هم هرگوره، زياتره(اسمي ترکيبو نه)، ( توصيفي ترکيبونه)،(اضافي ترکيبونه)…نومول، نه محاورې اواصطلاحات؛ ان استاد محمد گل نوري په جلاسيندگي کې هم دواړه توکه سره توپيرکړي او نو مېرلي  نه دي(← څېړنيزه مخينه).

که څه هم  ډېری گړنې- څرگندنې، د متل  پر خلاف، د بشپړ ويناييز يوون (غونډ لې) په توپيرکومه بشپړه خپلواکه مانا نه ښندي، خو د غونډلې د يوه  خپلواک رغنده توک (constituent)، ياپه لاسهي نومونه، جوت وييغونډ(syntagma) په

توگه د درستې غونډلې موخه او مانا تر خپلې واکمنۍ لاندې راولي او د اورېد ونکي په ذهن کې د يوه متل هومره، هغه هم له اړوندې پېښې، کيسې او شانز ول سره، يو ارت وبيرت جاج راټوکوي،تداعي کوي،نو له دغه پلوه يې منځپانگه هم هم نومېرلای (تشخيصولای) شواو بيا يې پرڅرنگوالي غږېدای شو. په نورو ټکو،  هماغه څه پکې موندلای شوچې داړوندو ويونکيو د سوليز-انديز(عقلي-فکر ي) رواني، ټولنيز شعور،اوگر دو ارزښتونو ځلندويي کوي.

له گړنې تر څرگندنې

دادواړه رغښتونه د ژبې د غږيزو پيلامونو(سېمبولونو) له جوتو(ثابتو) ټولگو يا وييغونډونو څخه گڼل کېږي، خو له مانيز پلوه گړنه زياته انځوريزه او بدلمانيزه ده او د شعري او هنري  انځور په څېر کېدای شي، ورتني (تشبيهي) اوسي، کنا يي، استعاري، سېمبوليک، اسطوره يي يا داسې نورې بدلې ماناوې راونغاړي، خو څرگندنه دومره نه. په نورو ټکو، څرگندنه د گړنې يوساده ډول دی. داسې چې د جاج ومانا له پلوه دگړنې په پرتله دومره انځوريزه او پېچلې نه ده او له دې سره يې پوهېدنه هم دومره ځنډ ولارغه نه غواړي.

داسې  يې هم سره توپيرولای شو چې ناپېچلې يا لږې پېچلې گړنې، د څرگندنو ځانگړتيا راخپلوي. گړنه، لکه: د چا په سترگو کې ننوتل، پرمخ د سپي پوستکی راکښل، سپين سترگي، لاس ترزنې، د بوډۍ ټال …،او څرگندنه، لکه: لاسته را وړل، ترگوتو کول، پر يوڅه سترگې پټول  (د چا ملا تړل) له واره (دچاملاتړ کول) سره هممانيزوو؛

ياله ويناييز بهير په هر ډول ، خو له غونډلې رابهر، بې له کومې نغوتې قرينې يو گڼ شمېر نوموالغونډونه،لکه:اوږه پراوږه ،دانځرگل،د ړندې سترگې اوښکه او داسې نور له کنايي او تشبيهي ماناوو سره  راته بې لارغې (مکثه) د پوهېدا وړ پرېوځي.

يوه ساده بېلندويه نښه يې داچې د گړنې ټوليزه  مانا له جلا جلا رغنده توکو څخه راجوتېدای نه شي او د څرگندنې دا څه ناڅه راڅرگندېدای شي او له همدې پلوه مو په دغه نامه نومولې ده.

که څه هم وارله مخه يې له لويه سره رڼاوی و شو، خو دلته  په د واړو بدلمانيزو توکو پسې د ښه ترا توپير په موخه د اروپايي ژبو بېلابېل فر هنگونه غواړو:

په دغو ژبو کې له گډ لاتين  expression ويي څخه دآرې مانا (څرگندونې)  تر څنگ د گړنيزې څرگندونې idiomatic expression مانا اخلي.

په نورو ټکو، داسې يو نومَونه چې زموږ (څرگندنه -اصطلاح)  او(گړنه- محاوره) او (څرگندنه) دواړه رانغاړي، خو په کړن کې يې له (idiom) سره توپيروي: هماغه چې پوهېدا يې اسانه ده، ورته آيديوماتيک اېکسپرېشن وايي او هغه چې مانا يې پېچلې ده او پوهېدا يې يوڅه ځنډنه ده، (ايديوم) يې بولي؛

الماني چې تر ډېره يې لاتين وييپانگه او بيا علمي، فرهنگي او تخنيکي نومو نپوهنې راژباړلې،(expression) پر(Ausdruck  (څرگندونه، اظهار) راړولی ياور انډول کړی، او idiomatic expression پرRedensart (وينا ډول،طرز اظهار) چې زموږ له څرگندنې (اصطلاح) سره ښه ترا اړخ لگوي او Idiom يې له ورته انگرېزي  پېژند سره سم د feststähende Redewendung (ناشننوړ ټينگ وينا اړونگ) په بڼه راخپل کړی دی. پر مخنيو اخځونو سربېره:

.(Wahrig Deutches Wörterbuch) &.(Col.Dic.expression;idiom).

Take care of the child! (پرکوشني پام پام ساته ياپاملرنه کوه!) يوه انگرېزي څرگندنه ده، خو کله چې چاته په مخه ښه(خدای په امانۍ) کې وويل شي take care! (ځان ته دې پام اوسه!)، پر يوه رښتينه گړنه(idiom) اوړي؛که څه هم سيند ونه (ډېکشنرۍ) دواړې نومو نې سره سمې سهي نه تو پيروي.

د پښتوگړنواو څرگندنو په ترڅ کې له داسې بېلگو سره هم مخ کېږو چې جوليز تو پير سره دومر ه نه لري، خو د جاج و مانا، او ورسره ورسره د اسا نتيااو پېچلتيا له پلوه هم يوراز نه وي. څرگندنه،لکه اړخ لگول (سمون خوړل يا درلودل) او اړخ بدلول (بدلون راوستل)،د ساري په ډول:

. خوب نه راته او هسې مې(اړخونه بدلول رابدلول)، کټ مټ، لکه (اړخ پر اړخ اوښتم رااوښتم) څرگندنې دي؛ خو که ووايو: بادوباران سره اړخ يااړخونه بدل کړل، وختونو سره اړخونه بدل کړل، بيا يې نو گړنې بولو.

(پرهواتلل) له آره دژبې د يوه آر(تړوني) غږيز سېمبول په توگه له مرغانواو همدا رنگه لاسرغوليو وسيلو(بالون، الوتکو، چورلکو،تشيال بېړيو…) سره راځي، خوکه ووايو: گاډی پرهوا ځي او موخه مو(داربو-ټايرو هوا) وي، نو يوه څرگندنه شوه، او که موخه مو( چټکتيا ياد چلوونکي ناپامي، مستي، بېباکي…) وي، نو يوه گړنه بلل کېږي. په دغه شعري بېلگه کې همداسې دوه غبرگ چارونه(نقشونه) سره توپيرولای شو:

گاډی که څه هم،

– په ښکاره ډول-

پر ځمکه ځي،

خو، له آره،

  • بياهم-

پر هوا ځي

.(پوهه او گروهه۱۱۴)

گړنه او څرگندنه سره داسې هم توپيرولای شو چې گړنه د  څرگندنې پر خلاف ديوې گړنې مانا له هېڅ يوه رغنده توکه راڅرگندېدای نه شي،لکه:د(لاس ترزنې کښېناستل،لاس ترزنې کېدل، لاس ترزنې لاندې نيول يا لاس ترزنې لاندې اېښو ول) له درو ماناوو (هېښېدل، اريا نېدل)،(بې خياله- بې توپيره کېدل) او  پر دې سربېره دانگېرنې ياشگوم له مخې له کنايي دلالت سره د (خوارۍ او بدمرغۍ منځته راتلل) په جاج، لکه په دې لنډۍ کې:

لاس دې تر زنې لاندې مه ږده

ستا به عادت وي، ما به ورک له ملکه کړېنه.

يا په اوړوني (گرداني) بڼو، لکه: پزه يې راپرې کړه(شرم يې راواړاوه يا راپېښ کړ)، خپل ښه يې راته د پزې پېزوان کړل يا يې په سترگوکې راننه اېستل((نيکي يې را زباده يا راياده کړه)، پرتوگ يې ښوی شو يا پرتوگاښ يې وتښتېد(رسوا يا بدنام شو)، پرتوگ يې ورته وکړ( پردۍ يې وکړه)، زړی يې زرغون شو(دزوی خاو ندشو)… گړنې دي؛

پروړاندې يې:

پوهه او ناپوهي سره هېڅکله اړخ نه لگوي ياسره نه جوړېږي  يانې (سره اړخ نه لگوي) او (سره نه جوړېږي)، دواړې څرگندنې دي، ځکه سيده او ساده  ژبنی انډول يې بڼې (سره يوڅيز نه دي) راځي، همداسې په (سر جوړول يا خرېيل) کې ٌ وېښته ٌ پر ٌ سر ٌ  بدلول د څرگندنو دريځ راخپلوي چې په ډېرو لرې نژدې ژبو کې ٌ سرٌ نه، بلکې ٌ وېښتهٌ کاروي، نو په دې توگه ، که لومړی (گږنې) وې، له ډېر دود سره پرڅرگندنو راوښتې دي.

د دوديز (علم بيان) د (ظرف و مظروف) مجاز څرگنديز هومره مانا رانغاړي او په ورځني ژوند کې د چا خبره پر روږدو يا عادي ژبنيو توکو اوښتي دي، نورې بېلگې يې لکه: وياله بهېږي، دا لار غره ته تللې يا ختلې، پلانی دومره نسور دی چې په يوه دېگ نه مړېږي، د چا پر خوله باور په کار نه دی… .

دڅرگندنو  يوڅو نورې ساده  او څه ناڅه پېچلې بېلگې، لکه:

وخت گوډول يا اړول (دفع الوقتی يا وقت گذرانی کردن)، گرېوان څيرول (فرياد کول)، تڼۍ شکول(بي شرمي اچول)، توده يا تاوده خوړل(يې صبري کول)، له چا سره يو دوه نه کېدل (له چاسره د غږېدا ناشونتيا)، څوک په يوه کې هم پرېښوول (هېڅ چانس نه ورکول)، (را-در-ور) برگېدل (- پارېدل، قارېدل)،(را-در-ور) غبر گول  (-ځوابول، تکرارول).؛

پريودوه نه پوهېدل،  له چاسره پر خبره نه پوهېدل)يو دوه نه کېدل)،له چاسره روغ رنځور يا مړ و ژوندی نه کول)،يانه پالل،له ښې توښې وتل-اېستل يا له کاره وتل- اېستل، له چا سره يوڅه سپينول ،يا يې سپينې ته رسول-اېستل( باکسی تصفيۀ حساب کردن)، پرچا د چا باور خامېدل(ياخامباوری کېدل ( بې باوره کېدل ، ناو يسا کېدل)،پرچايې درانه خرڅول (لږ څه پرچا ډېر زبادول)او داسې نور.

زموږ په شمال ختيزه پښتو کې لا د ښځمنو ترمنځ (( سرغوښتل)) بيا پر گړنه او ښتي، ځکه د  بشپړ ډېری پښتنو غوندې ځنې د (غوښتل ) زړه مانا (لټول) هېره شوې او پر يوه زړويزي (ارکاييزم) اوښتی، په نورو ټکو،  د(خواستن) مانا يې ځايناستې شوې ده، که څه هم ځنې ((په وېښتو کې خځنده لټول)) جاج اخېستل کېږي؛ نو همدغې ټوليزې پېچلتيا څرگندنه، پر گړنه راړولې ده!

عادي کړغونډونه ياغونډيز(عبارتي)کړونه verbs    چې گډه مانا يې له رغنده توکو راڅرگندېدای شي، په نورو ټکو، له يوڅه پېچلتيا سره سره انځوريز يا مجازي رنگ و نه لري، هم زياتره څرگندنې رامنځته کوي.  پېچلتيا يې هم د نا خپلواکو گړونو (مورفيمونو)، لکه سربلونو، وستربلونو او غبرگبلونو او پردې سربېره له سمتي مخکړونو يا پلوي وييکنومځرو (را-در-ور) سره  رامنځته کېږي (← وييکوالې گړنې- څرگندنې)

پارسي،  من هنوز کارهايم رابه انجام نه رسانده ام، او مشکلات خود را به رويم ميکشد يا برايم مطرح ميکند؛

(انگرېزي، لکه off  The plane took الوتکه جگه شوه)، She opened her

suitcase and packed all the clothes in. (J.Seidl).     

(هغې خپل چمدان پرانېست اوټولې جامې يې پکې کېښووې.)

انگرېزي څرگندنې heavy rain, strong spice  په هرډول خو (hit-run-death) گړنه يې پر پښتو(دخرپ و ترپ جنگ) او پارسي  (جنگ حمله وگريز) څرگندنه اوړي ، (جنگ گوريلايی) بياهم څرگندنه راځي چې گړنيز انډول (تېر آشکا نی).

 دغه راز پښتو څرگندنه (ښځه کول)  دپارسي(زن گرفتن) انډول په توگه چې کونړيان  يې هم(ښځه اخېستل).وايي او انگرېزي to marry چې له (واده کول) مانا سره  يې کړند (فا عل) هم نرينه کېدای شي،هم ښځينه؛ همداسې يې په نو رواروپايي ژبوکې هم درواخله.

په دې تړاو چې د گړنې پرخلاف د څرگندنې گډه مانا له اړوندو رغنده توکو را څرگندېدای شي، د پوره رڼاوي لپاره دا بېلگې هم وړاندې کوو، لکه: (اريان، هېښ يا هک پک پاتې کېدل) چې گډه مانا (اريانېدل) يې له بنسټيز يا مرکزي .توک (اريان، هېښ، هک پک) راجوتېدای شي او دويم څېرمه توک (پاتې کېدل يا پاتېدل)  تړښتي کړ(غونډيزکړ) يوه لږه کۍ غوندې پېچلتيا راښيي.. (پښويه

-درېيم چاپ ۳۲۹-۳۲۴).

دويمه برخه درو واړو ووبپاڼو ته

په هره توگه  بياهم په پښتو کې دلته او هلته د دواړو ځانگړو غونډونو ترمنځ  کو مه سره کرښه راکښلای نه شو. يو شمېرداسې پخې استعاري او سېمبوليکې گړ نې هم شته چې له سراسري کارونگ سره يې پېچلتيا نوره له لاسه ورکړې او له دې  پلوه د څرگندنو په څېر له اورېداسره پرې هرڅوک ژر پوهېږي گوندې اغلې او.ښاغلي سيندکښان، ژباړن، رسنوال، ويناوال، ليکوال او شاعر ان او نور مينه وال يې دوړاندې شويو څرگندونواوبېلگو په مټ سره بېلتون ونومېرن (تشخيص) وکړای شي.

د زېږ(توليد) سرچينې

دگړنو اوڅرگندنو آره سرچينه لومړۍ (و)گړنۍ ژبه او بيا يې ادب دی د وينااو

ليک په بهير کې متلونه پرگړنيزو او څرگنديزو غونډونو اړول کېږي ، لکه  واخلې، د خولې، ژبې، زړه او نورو غړيو له اړوندو متلو څخه:

له  ((خولې ډېرې- خبره يوه، خبرې ډېرې- سر يې يو…))

په (و) گړنۍ ژبې او ادب يا فولکلور روسته دگړنې اوڅرگندنې په رغښت کې بېلابېلې طبيعي سراو بيا پو هنيزې، فر هنگي، تخنيکي، ټولنوټيز (اجتماعي-اقتصادي) پديدې، سرچينې،پيداوار، کاراوزار او د ټولو په سر سرکې بيا هم د نژدېو الي  او ډېرپېښۍ (بسامد، فرېکوېنسۍ) له پلوه هر چا ته خپل پژني غړي ( سرو سترگې، لاس وپښې، سروسترگې، خوله او شونډې، ژبه ، مخ، غاښونه، غوږونه، زړه او ځيگر … د دغو بدلمانيزو توکو پرگڼو او رنگارنگو چورليځونو اوښتي او لا اوړي. (←۳-څپرکی)  

داچې زېږ (توليد) يې هم په ځانگړو ويونکيو اړه لري، نو کله يې چې موږ راټولو نې ته اړتيا پيداکوو، ړومبنۍ سرچينه يې (و) گړنۍ ژبه ده، هغه هم له بېلابېلو گړدودو سره) او دو يمه يې ادب (فولکلور) له اړوندو ځېلو نو سره. چې متلونه يې د ژبې او فولکلور دگډځېل يا مال په توگه، وار له مخه رامنځته شوی زېرمتون  اوسر چينه بلل کېږي.

په  ورځنيو خبرو اترو، ليکنو، او بيا شعرونو کې (دمدعاو مثل،ارسال المثل او ارسال المثلين په بڼه) چې د هندي شعري سبک له نومېرلو خيالي انځورونو څخه بلل کېړي،  ښايسته ډېر متلونه د غونډلو دننه د جوتغونډونو په توگه له هماغه انځور سره کارول کېږي ، هغه هم تر ډېره په کنايي توگه پر سملاسي گړنو يا څر گندنو اوړي.

د رحمان بابا په دې شعرکې چې (تر پردي آسه خپل ټټو ښه دی) متل دگړنې(د بل آس و خپل ټټو برابرول) په بڼه داسې را نغښتی دی:

که څوک تله دانصاف په لاس کې درکړي

دبل آس و خپل ټټو به برابرکړې

تر متلو روسته لنډۍ، سروکي او نور(و)گړني شعرونه چې ډېری انځورونه يې له گړنواوڅرگندنو سره  زيات اړاوتړاولري، تر هر راز ليکني- ادبي او ژبني متنه سو چه نږه(و)گړنی زېږنده بلل کېږي، په دې لاندې تاريخي لنډۍکې چې سمته ړومبۍ مسره، پر متل او هممهاله پرگړنه اوښتې، هغه هم د مرستيالکړ ٌ دیٌ  په غورځن سره:.

چېرته لندن چېرته چترال (دی)

بې ننگي زور شوه، پرنگيان چترال ته ځينه)

هرگوره، په دغه لنډۍ کې (بې ننگي زور شوه) څرگندنه له بېلابېلو ځېلونوسره  وار له مخه شته وه. رحمان بابا بياد(چېرته) پوښتوييکی،اړيکوييکي او هممهال د وييکوالې څرگندنې چورليځ، په کارونه د ورته مخاوي يا کونټرست په موخه  له ٌ چيرته ٌ سره يو بشپړ غزل انځورلی دی چې دلته يې پر روستي بيت بس راو ړو:

نه شي د خانانو-ملنگانو سره کلی

چېرته عزيز خان، چېرته ملنگ عبدا لرحمان

((کلي سره نه کېدل))  بيا يوه گړنه ده چې پرخپل وار يې د يوه  انځور هومره راکښون وربښلی دی.

هسې خو دپاسنيو شعري صنعتونو بېلگې له ستر خوشاله  تر شمس الدين کاکړ، په تېره حميد مومند پېخر پېخر راخېستي دي.

د توپير په جاج له ٌ چېرته ٌ سره  بيا داسې نور راز راز څرنگيز څومره ييز، تو نيز،  مهاليز، اړيکوييکي، کړولونه او بشپړنونه (متممونه) رغېدلي او رغېدای شي.

د وييزېرمې اووييرغاونې له پلوه

گړنې او څرگندنې نه يوازې د وييپانگې يوه بشپړانده برخه رغوي،بلکې د ويير غاونې يوه بډايه زېرمه او سرچينه  هم ده او خورااړين نويزونه ترې لاس ته راځي. نوموالې هغه خو تيارپر تياره  رغاونې دي او له متنه يې تش د يووستوو يا مر ستيالکړونو (استل- ول، کول-کېدل) په غورځن، تر گوتو کولای شو، هغه هم له بېلا بېلو پښوييزو(نوميزو،ستاينوميزو،کړوليزو، بشپړنيزو) چارونو يا نقشونو سره، لکه:  غاښ چيچی، سترگې پرلار(منتظر)، لاسرسی (لاس رسېدل)،.لاسلگی (لاس لگول)، پلنيوی (د چاپل نيول د پيروۍ په مانا)، ملاتړ ( دچاملاتړل)… .

لکه څنگه چې په دويم څپرکي (←گړنې راخپلول) کې ورته نغوته شوې، يو مهال اروا ښاد  پوهاند الهام د پارسي (دستاورد) په پېښو له (لاسته راوړل) څخه ((لا سته راوړنه)) رارغولې او له دې ناخبر چې پښتوقاموس (۱-ټوک ۱۳۳۰) يې تيار يو وستوی انډول (بريا) له دويم بېلښتي هممانيز (برياينه) سره   لږ تر لږه پېنځلس کاله وار له مخه له گړ نۍ پښتو راخوندي کړی وو.

له بده مرغه دليکوال له ټولوهڅو سره سره هغه انډول تراوسه دهغه (غلط مشهور) خپللاسي انډول ځايناستې شوې نه دی، له بد بتره يې لا دا چې  (بريا) د((بري)) د همما نيز په توگه دود موندلی دی!

بله بېلگه (بې سروبې پښو) يا (بې سر او بې پښو) د پارسي(بې سروپا) بېځايه ټکي پر ټکي ژباړه ده چې  نږه(ولسي) انډول يې(بې سروبوله) شمال ختيځ خواته پوره دود لري.

د وييرغاونې کړنوميزې بېلگې بيا له ورته پښوييزو چارونو او تر ډېره څرگنديز ماناونج سره، هغه هم تر ډېره د آروکړونو په غورځن ياويلونگ له متني سرچينو څخه لاسته راوړای شو، لکه:  له (خپرول) څخه (خپراوی)، له (سرگرول) څخه (سر گراوی)، له (غوږ تاوول) څخه (غوږتاوی: سزا)، له (غوږرپول، د بې توپير کېدل په جاج) څخه (غوږ رپاوی)، له (پامل يا پام لرل) څخه (پا ملرنه)، له (سر ټکول) څخه (سرټکونه)، له (پښه نيول) څخه (پښه نيوی)، له (مخه نيول) څخه (مخنيوی)، له (سرماتول) څخه سرماتی ، له ( پرچا لاس پاکول) څخه (لاس پاکی) ، له (لاس ترزنې کښېنا ستل-ول-استل)  څخه (هېښ؛ بېکاره؛ بې توپيره)؛ له (لاس رسېدل) څخه لاسر سی، خو (پريو چا يا څه لاس رسېدل) څخه بيا (لاسبری) شونی دی، له (لاس پر سرکېدل) څخه لاس پر سر(منصرف)،. ..

له نويو دودو او رغوليو بېلگې يې: (له سره تېر ېدل) نه (سرتېر؛ سرتېری)، له (له ځانه تېرېدل) نه (ځانتېری)، له (وخت -سات تېرول) نه (وختېری -سا تېری)، له (ښکېلول) څخه (ښکېلاک)، له (زبېښل) څخه (زبېښاک)، له (نيول) څخه (نيواک)،

له (لاس پرلاس کېدل) څخه (لاس پرلاس کېدا)، له (لاس وهل) څخه ( لاسوهنه: مداخله) ، له (چاته  گوته څنډل) څخه (گو تڅنډنه) يايې بل ځېل (گوته نيول: گو تنيوی)… او همداراز د ← بدني غړو په تړاو نورې گړنې او څرگندنې (وييپوهنه، بېلنگونه)؛ 

په دې لړکې له (ورځ گرځېدل: بدمرغه کېدل) غوندې کمپېښې گړنې نه (ورځگر ځی) يوه په زړه پورې نومواله گړنه رامنځته کولای شو.

نوې پرتليزې څرگندنې، لکه: لاسليکول  بيا سرچپه له مخکينيو رغولو نومکړ تړنگونو (لاسرسي)، برلاسي او ( لا سليک)  څخه رامنځته شوي دي؛ لاسليکی بيا د (دستنويس، نسخۀ خطی) هم همداسې وگڼه!

په همدې ترڅ کې مو.له ورته پرتليز ياقياسي(انالوجيکال) آر سره سم ، ان له((لاس تر زنې لاندې نيول)) گړنې څخه څو څرگندنې  رادودکړې دي، لکه: ترغور-څېړنې – ځيرنې- سپړنې- شننې- نيوکې- اښتنې پوښتنې يا پوښتنې گرويږنې… لاندې نيول، يوڅه د چا په واک کې ورکول، يوڅه ترولکې لاندې راوستل، يو هېواد تر نيواک لاندې راوستل، يوڅه په بل څه کې نغښتل، ټيکاو(قرار) موندل،.له يوڅه په گټه اخېستنه ياد استاد صميم( په گټنه) او داسې نور.

له خورا ساده ←نوموالو گړنو او بيا څرگندنو څخه، لکه سپين ټکی(شودې)، تريخ چای يا ترخې چايوې… (چې د خوراک څښاک دست لپاره ويل کېږي)، يا د (پياوې) غوندې خوار خوراک لپاره گڼ هممانيزونه (ساړه تاوده،تاوده ساړه، تور تاوده…) ، کور اور (د کورنۍ په جاج)، کورجونگړه، کورکوډله (دکور په جاج)، غواخوسی(څاروي)، خور لور(چې زياتره د واده او ولور په تړاو ويل کېږي)، دو ستي تربگني(دوستي او دښمني)، خوري وروري حساب تر منځ او داسې بې شمېره بېلگې د پښتني ژوند و ژواک ، اندوژوند، انگېرنو او کږنو يو په زړه پورې انځور مو سترگوته نېغ دروي او ډېرڅه راسېمبولوي..

پارسي له دغه پلوه تر پښتو وړاندې ده او د بېلابېلو نوښتگرو ليکوالو، رسنو الو او پوهانو، او له لويه سره د آر تاريخي- جغرافيايي ټاټوبي (ايران) د دولتي بنسټو نو، په تېره د څه باندې اتياکلن ((فرهنگستان)) له خوا د پرلغښتو رغاونو (دانشواژه ها) په لړکې څرگندنې هم ورځ  تربلې پر پخو تړنگونو اړول کېږي. پر (دستاورد) سر بېره يې د روستيو څو کلو بېلگې، لکه:( راه اندازي) له ( راه اندا ختن)، (پيگيری، پيگرد) له(پی گرفتن)، (برپايی) له(برپاکردن، منعقد نمودن)، سرگيری له (از سر گرفتن)، به خاکسپاری از (به خاک سپردن)… ؛

ٌدرخششٌ  له (خوب- درخشيدن) څخه هم له هغو تازه پارسي څرگندونو څخه ده چې موږ يې کړوال انډول (ښه ځلېدل) له اړوند گردان  (ښه- وځلېد، ځلېدلی…)، او کړنومونو (ځلښت، ځلېدا، ځلېدنگ…) سره رادود کړی دی، (و) گړنی انډول (نوم کښل، اوڅارېدل، مشهورېدل) وو خو دسبکي رنگا رنگۍ له پلوه يې  پليو ني په زړه پورې برېښي؛ (( سرورکول، سرښندل، له سره تېرېدل، ځان بلهارول…)) چې نن سبا سره مو د پارسي او ځينو نورو لرې نژدې ژبو تر اغېز لاندې ٌ ورکول ٌ ورسره را دود کړی، هم همداسې درواخله:  (( زموږ ملي اتلانو ډېرې بلهاۍ يا قر بانۍ ور کړې دي))؛

هو که چورليځ (سر، سرونه) وي، يو بشپړن يامتمم (د ازادۍ لپاره) يا (د هېواد په لار کې) سرونه ورکړي او يا (سرونه بايللي دي)، ورسرباري کول په کار دي…

له   ٌبرېښناٌ سره  د پارسي (روشن کردن) او (گل کردن) په پېښو (رڼاکول، روښانول) او (گل کول)  څرگندنې ځکه له پښتو سره اړخ نه لگوي چې وار له مخه يې پېړۍ پېړۍ له ورته اوزار ٌ اور ٌ سره (لگول) او (مړکول)  کارولي دي، د (مړکول) تر څنگ هممانيز(وژل) هم دومره نادوده نه برېښي، هماغسې چې تخنيکي نومونې ٌ اور وژنه، اووژونکیٌ  هم رادود شوي دي؛

استاد حمزه د کوم  شعري مخاوي (تقابل) له مخې (شمې يا ډيوې گل شوې) د ((کابلۍ پښتو)) پېښې کړې دي!

ٌسپينولٌ  پر مجازي ماناوو ( روښانول، هوارول، تبريه کول)  سربېره د جوارو له وږيو نيولې، تر ميوو (ناکو، مڼو، کېلو )او سبو(کچلو، کدو توريو)  پورې تر پارسي ٌ پوست کردن ٌ اغېز لاندې (پوستول) جاج و مانا کورټ پر بله اړوي او په دې ډول، په  ← ناخپلېدونکو او نابښنوړو پېښو کې راځي؛

په زړه پورې داچې (څکول، کښل، اېستل، باسل) د پارسي(کشيدن) انډول دی، خو له پخوا راهيسې له (تمکو،چرسو …) سره يوازې (څکول) دود لرلی دی، په دې  ډول که کوم کابل مېشتی لوستی پښتون ووايي: چېلم، سگرت…) مې وکښل، واېستل يا وباسل، نو نابومه او پارسي پېښې اېسي، نه يوازې پښتوپوهانو، بلکې درستو نالوستو کليوالو پښتنو ته!

داهم د يادونې وړ ده چې (يووستوي، بېلښتي يا تړښتي) انځوريز(مجازي) وييو نه دانځور يزو غونډونو(گړنو او څرگندنو) پر خلاف، مخکې له مخکې کوم جوت او ټاکلی شتون نه لري، بلکې د يوه شته دود تړون له مخې د وينا په بهير کې مټې د غونډلو دننه دعادي نگېرندو (محسوسو)وييونو له اړونې راړونې رامنځته کېد ای شي. لکه (سټه)، چې له (ونې، بوټي) پرته د انسان يا يوه  بل څيز او پد يدې لپا ره پرکار واچول شي.

ليکزيکوگرافيکي (قاموسي)خوندېينه

د پوهې-فرهنگ له پلوه په پرمختللو ژبو کې گړنې او څرگندنې پر دې سربېره چې د نورو وييپانگيزو ډولونو په څېر دځانگړوسيندگيواوسيندونو په بڼه  خپرېږي، په لويو سيندونواوسمندرونوکې د ټو ليزې وييپانگې ترڅنگ هم راخېستل کېږي.

په نورو ټکو،د دغوسترو ډېکشنريو (سمندرونو) دنده داده چې د ټوليزو دودو وييونو تر څنگ د هرې يوې علمي- تخنيکي سکالو نومونه اونومونې (تر مينالو جۍ)  او پر نړيوال کچ تر اوسنيو او او زړو جغرافيا يي- تاريخي او ان اوڅا رو (مشهورو) وگړنومونو او ځاينومونو پورې بايد له آرې سرچينې او نېټې او بيا وييپوهنيزو (لېکز يکولوجيکي)، سيد کښيز( لېکزيکو گرافيکي)، آر پوهيزو (اېتېمولوجيکي)، گړنيزو (ايديوماتيکي)، ادبي- فرهنگي، ماناپوهيزو (سېما نتيکي) ځېلونو (هممانيزونو، څومانيزونو …) اوپښو ييزو(گرامري) ځانگړتياوو سره راخوندي کړي ،او ورسره ورسره يې کارو نځايونه په غونډلوکې ښه ترارو ښا نه کاندې.

په پښتو سيندونو  کې لږ تر لږه د گړنو او څرگندونو د خونديينې دود محمدگل نوري رانښلولی، هغه هم د پښتو ټولنې په نامه په خپل دوه ټوکيز پښتو- پارسي قاموس کې چې بيايې په يوه جلا سيندگی هم خپرې کړې دي.

هرگوره، د اکادېمۍ په څو ټوکيز (پښتو- پښتو تشريحي قاموس کې پر هماغو بسنه شوې  او کومه زياتونه پکې نه تر سترگو کېږي، نورې وييپانگې ته يې هم دومره پاموړه پراختيا نه ده ورکړې؛ پر وړاندې يې د مشواڼي يو ټوکيز هغه لا ترې يو څه غځېدلی او کره برېښي.

گوندې، زموږ دغه څانگپوهيز نښير چې هممهاله دگړنواو څرگندنو سيندگی هم دی، د راتلونکې پښتو سمندر(فرهنگ محيط وجامع) لپاره د يوه تيوريکي اخځ  اولارښود په توگه، له يادشويو اونورو زياتونوسره پرکارواچول شي.

دغلته،دا  هيله يوځل بيا راغبرگوو، گوندې د نوې پښتو ژبپوهنې د تيوريکو ليکنو څېړنو په لړکې زموږ دغه ارزښتمن نښيرهم دزده کوونکو اوښوونکو، ليکوالو، رسنوالواوپه پايله کې به يې د راټولوونکو ښه تراراڅکونه اوگټنه دازړه غټاوی راوبښي چې د پښتو علمي-فرهنگي سيالۍ په موخه تر لاس لاندې يو شمېر نور اړين نښيرونه هم تر يوځايه ورسوو

له شعري انځورو سره پرتله

له څه پاسه نيمه پېړۍ مخکې چې د ژباړې ماشين  رادود شوی وو او د روسي، انگليسي، فرانسي او جرمني ژبو تر منځ يې د سياسي ويناوو په اړونه راړونه کې د ژباړن  دنده تر سره کوله، ژبپوهانو منښته کوله چې نه يوازې ادبي-شعري ژبه، بلکې د گړنو او څه ناڅه څرگندنو په ژباړه کې يې هم ستونزې لري..

د تېرې پېړۍ څلورمه ( ربع) مټې تېره وه چې کمپيوتر ترانټرنېټه پرمختيا وموند له او دادی، څو  کاله وړاندې يوه جاپاني ((ويند ربوت))، ((مېس ربوت)) … هم را منځته کړل، خو بيا هم دهغې ربړې هواری لاهغسې يو ارمان پاتې دی.

په دې توگه به، پېړۍ نيمه بله واخلي چې په لومړي گام کې د ژبپوهانو په مټ گړ نې- څرگندنې او په دويم گام کې  د اد بپوهانو او ژبپوهانو په گډ کار ناپېيلې (منثوره) ادبي اوبيا لا لوړه پېيلې (شعري) ژبه د ويند ربوت د سهنې (هضم) جوگه شي. د زيات پوهاوي لپاره← له ژباړن ماشينه تر ويند ربوته،zyar.net

په هر ډول داسې برېښي، تر هغې له مخه چې په ژبه کې په ځانخبرې (اگاهانه توگه (و) گړنی شعر وادب رامنځته شي،  له ډېر پخوا راهيسې انځوريز او سېمبوليک غونډونه (گړنې – څرگندنې)رازېږېدلې اوکارېدلې. په تېره گړنې چې ډېرې بېلگې يې د شعري- ادبي انځورونو هومره په زړه پورې برېښي که څه هم له شعري انځو رو  سره دڅرگندنواوگړنو دا ځانگړتيا شريکه ده او دواړه ډوله ورته بدلمانيز وييو نه اوغونډونه(phrases) دي.

خو بيا يې هم ((ژبني انځورونه)) بولو اوهغه هم په دې چې شعري انځورونه او سيمبولونه ورسره ، نه يوازې له څومره ييز او څرنگيز، بلکې نور توپيرونه لري،  لکه په لاندې ډول:

(يو) گړنې-څرگندنې د يوشمېر ناڅرگندو ويونکيو له خوا نيم اگاهانه رامنځته کېږي، وخت پر وخت ټوليز ژب-تړوني دريځ راخپلوي او د ويناييز بهير يوه (ځا نگړې) برخه گرځي. خو شعري-ادبي انځورونه د ژبې د خورا ځانگړو او څرگندو ويونکيو(شاعرانو) له خوابشپړ اگاهانه راپنځول کېږي او کارونگ يې هم يوازې په همدوی او مينه والو اړه پيدا کوي، بې له دې چې د ژب-تړوني دريځ په را خپلولو ټوليز ژبني سېستم ته لار ومومي.

هرگوره، ساده (و) گړني- شعري دايې د ژبې پخپلوځانگړو پنځگرو (ولسي شا عرانو) او مينه والو، په تېره سندرغاړو پورې اړوند پاتې کېږي ، او پېچلي ليکني- شعري، په تېره ذهني  دا چې دبېلابېلو شاعرانو د اندو واند (خيال و انديشه) يوه خپلخوښې او بشپړه اگا هانه فردي پنځونه بلل کېږي، يوازې د پنځگرو او نورو شاعرانو اومينه والو لنډه تنگه کړۍ رانغاړي.

(دوه ) د گړنو-څرگندنو په توپير د انځورونو  ترشا، نه کوم ټاکلی ټوليز تړون شته او نه پر يوه بڼه او رنگ پاتې کېدای شي. که نه خپل ار زښت له لاسه ورکوي او کليشه کېږي، د چا خبره په هسې بې انځوره  وييلوبه (لفاظۍ) او (( قافيه سازو ناظمانو)) اړه پيدا کوي.

(درې) په انځورونو او په تېره ذهني هغوکې هر راز څرگندونه شونې ده، که هغه له ژبني رغښتيز او پښوييز دوی (قاعدې سره سمون ولري يانه،او له بهرني- ژبني واقعيت سره اړخ ولگوي يانه، خو له هنري گوټپېره په ټوله مانا لوړ ارزول کېږي.

په دې کې هم څه اړنگ نشته چې په ليکنۍ ژبه کې شعري انځورونه هم راگډېږي او کېدای شي، له مهال تېرېدنې سره د نويزونو په څېر (و)گړنۍ ته هم لار ومومي.

خو دا د هرې ژبنۍ ټولنې په څرنگوالي اړه لري  چې پرمختيايي يون يې څومره گړندی دی چې کله دغه ټولمنلي ارت وبېرت ژبني- فرهنگي پړاو ته رسي.

(څلور) گړنې او څرگندنې تر هرڅه له مخه، د اړوندو سراسري غږېدونکو له ژب- انديز ټو لنيز شعورسره  تړاو لري او شعري انځورونه يې پر دې سربېره له ژب- ښکلا ييز، په نورو ټکو،د ښکلاييز ذوق او هممهال يې دخړوبونې له هغه سره هم. اړاو تړاو پيداکوي.

په پای کې بياهم  خپلې خبرې ته راگرځوچې د گړنواوڅرگندنو په نامه  ژبني انځو رونه له خيالي(هنري) هغو سره يوځای شعرو ادب ته پوره رنگيني او خوږلني ور بښي.

همدا نږه پښتو گړنې او څرگندنې وې چې د متلونو، ورمو وراشو او نورو نږه توکو ترڅنگ يې د پښتو منځني ادبي پېر د سترو ويناوالو شعر ته له پار سي انځورونواوپيلامونو (سېمبو لونو) سره سره يو په زړه پورې پښتنی رنگ ور بښلی او دخوشال، رحمان، حميد … اوان د شيدا غو ندې  ټينگ و ترينگ پليو ني يې، د خپلواو پردو له گوتنيونې او ټاپې لگونې راژغورلی دی، که نه دادومره

ستر وياړونه به مو له کومه کول!

د دې لپاره چې يوخوامو د ژبنيو انځورونو(گړنو او څرگندنو) اوبلخواد ساده (و)

گړني-ادبي او او لوړو هنري ليکني-ادبي انځورونو ترمنځ څه ناڅه بېلندويه کر ښې راکښلې اوسي ، له(و)گړني-ادبي او بياهنري  انځورونوسره يوه دوه اړخيزه پرتله وړاندې کوو.د ساري په توگه، (گل غوړېدل) يوه څرگندنه او(غوټی گل کېدل) بيا يوه گړنه ده؛

همداراز (شمه گل کول) په دې جاج چې کله  مري، لکه گل يوه وړه لمبه کوي. د ٌ ٌگل کېدلٌ   بېلگې،لکه:

څانگه به نن سباکې گل شي

مايې په سرکې سرې غوټۍ ليدلې دينه

يا: سپرلی به نن سباکې گل شي

مايې په سرکې سری غوټۍ ليدلې دينه

سپرلی راغلی ونې گل شوې

اوس به خزان تالا والا کړي زېړگلونه

سپرلی راغلی، نوبهار دی

خوشال ماليار دی، غوټو وسپړل گلونه

غوټۍ چې گل شي،بيارژېږي

زما جانان د گل غوټۍ، ورژېدنه

سترگې دې بيا د گل غوټۍ کړې

باڼه دې پورته کړه چې وسپړي گلونه

يوه  سمته سېمبوليکه لنډۍ، لکه:

پاس پر کمره ولاړه گله

نصيب دچا يې، اوبه زه درخېژومه

ملنگ جان (۳۰۷) ځنې دا ذهني انځور رغولی:

نوی موسم نوی بهار دی

سينې مې وسپړل گلونه

رانه جدا دمينې يار دی

ځکه مې ځي پر مخ رودونه…

خو رحمت شاه سايل  ورسره لاپسې يو غوړېدلی او پسوللی شاعرانه انځور راپنځولی دی::

چې پرخنداورته د خوږ زړه پرهارونه نه شي

چېرې دې هم ستادښايست غوټۍ گلونه نه شي.

د استاد حمزه دغه لاندې شعري انځور له يوې کنايي دلالت سره بيا سياسي رنگ راخپل کړی دی:

زلفوته گورم د سپين مخ په تمه

زه له هندوانو نه کشمير غواړم

گړنې بېلابېل گڼ  رغاونيز ډولونه لري. يوه گړنه کېدای شي، يو پردوی(قاعده) برابر يا نا برابر، او ان ناسم پښوييز رغښت ولري. په نورو ټکو، اړينه نه ده چې د مانا څرگندتيا يې تل له ((پښوييز  سموالي)) سره غوټه کړو. دې لاندې څو بېلگو ته به يې ځير شو:

۱)  هغه چې بېدويه يا نادويمنه(بې قاعده) ده او مانا يې روښانه ده، لکه: (و)لاړه، راغله ( هرڅه چې ول، پر پخپله مخه ولاړل) يا (هرڅه پايته ورسېدل، هرڅه له لاسه ووتل) ؛ هرگوره، سوليز(منطقي) اوډون يې(راغله، ولاړه)  سم راته.

۲) هغه گړنه چې دويمنه (با قاعده) ده، خو مانا يې ناڅرگنده ده، لکه: زمر شونډې وچيچلې، يا يې غاښونه وچيچل ( پر قهر شو).

۳) هغه چې جوله يې نادويمنه (بېقاعده)  ده او مانا يې هم ناڅرگنده، لکه: تور مار يې  په ساکې واخېست (څښاک يا خوراک يې پر وچه مرۍ ولاړ.). (انگرېزي گړنې ۱۳).

لاسوهنه اوسمونه

داسمه ده چې پاسنۍ بېلگه ((ولاړه، راغله)) بايد((راغله ولاړه)) وای، خو ښايي، د اړوندې پېښې او شانزول  له مخې يې ړومبی د متل اوبيا دڅرگندنې او گړنې بڼه همداسې راغلې وي. سره له دې ليکوال نه يوازې پر منطق د برابرونې، بلکې له راپېښ اکربکر او همداراز د پښېلې(قافيې) اواهنگ په پار په دوو شعرونوکې له روستۍ بڼې سره کارولې ده، بې له دې چې په موخه، جاج و مانا کې يې بدلون راوستل شي.

په يوه څلوريزه (۱۳۵۱ل)کې: …ساز ناسازې زما نې سره به نه شم- څه پروا،که راغلم راغلم،لاړم لاړم. اود يوه مونډي شعر(۱۳۵۴ل) په پای کې: پس له عمرو ځنې راغله لاړه- په رپ د سترگوکې بس راغله لاړه

په دې توگه دغه جوليز اوډون اوسمون کومه ((نا بښنوړه گناه)) بلل کېدای نه شي او هغه داچې د جاج و مانا له پلوه،((وگړنی امانت))  خوندی پاتېږي!

هرگوره، لکه د ( زېږ سرچينې) په برخه کې چې يادونه وشوه، په ويناييز بهير کې د متلونو رانغښتنه(تضمين) د گړنو او څرگندنو يوه دوده او روا رغاونه ده، که څه هم دغه يو سملاسي او يوگړيز(فردي) کار بلل کېږي؛ نه  د آرو هغو غوندې ټو ليز او پاينده دود مومي او نه يې په زېرمه کې کوم زياتون راولي.

دانگرېزي بېلگو غوندې له پښتو  دېو هم را جوتېږي چې ډېری گړنې په دويمه ډله کې راځي. په بله وينا، له پښوييز پلوه پر دويه ( قاعده) برابرې دي او له مانيز پلوه پېچلې او ناڅرگندې.

هر گوره، په دې ډله کې ځينې تر نورو يوڅه زياتې څرگندې دي. د ساري په توگه: (چاته زرغون څراغ ښوول) سړی کولای شي، مانا يې(چاته د يوڅه کولو يا پيلولو اجازه ورکول) و انگېري. د ډېری نورو ماناوې په دې اټکلېد ای نه شي چې د بېلا بېلو رغنده توکو يا وييونو  له آرو ماناوو سره بلون( تداعي) نه رامنځته کوي. بېلگې يې، لکه:

لاسته راوړل، تر گوتوکول، تر بسه  ډوډۍ خوړل (ځان پوره مړول)، چاته غاښ غاښونه يا شونډې چيچل(قارېدل)… .

له نورو ژبو سره همرنگي او ناهمرنگي

ورم و وراشې يا پند وحکمت، وجيزې يا د لويانو خبرې يا انگرېزي saying, anecdote . او پارسي پندوحکمت، گفته، وجيزه…هماغسې چې له متلو سره ټکر پيداکوي  او پرځای يې کارول کېږي، له څرگندنو سره هم لږوډېرې اخښل کېږي، راخښل کېږي. تردې چې د ځينو ژبو ترمنځ گډون لري او د آرې او پوربڼې توپير يې هم نه شي کېدای، لکه پښتو لوړې ژورې يا لوړې ځوړې، پارسي فراز ونشيب يا فرازو فرود،عربي عروج ونزول؛ انگرېزي up and down, ups and   downs او همداسې يې نور ورته اسيايي او اروپايي انډولونه درواخله.

په اروپايي ژبو کې زموږ د آريايي او آرياني د((څو کلن يې؟)) څرگندنې پر وړا ندې (ته څومره زوړ يې؟) وايي، لکه انگرېزي: ( how old are you?)، الماني:

(wie alt bist du?) او داسې نورې ژبې.

هو، که  دلته د ژبپوهنيز منطق پر ځای  له استدلالي منطقه وگورو، زموږ تر دې اروپايي دا کره راځي او هغه داچې تر زېږېدا روسته هرڅومره وخت، له سانيې او دقيقې نيولې تر کاله پورې د هر چا له ژونده راکمېږي، په نورو ټکو، همدومره زړېږي؛  په دې توگه دانو ده چې موږ هسې بېځايه خپلې کاليزې نمانځو!

زموږ د دوه گونو توکو او په تېره  بياد(څرگندنو) په تړاو د دغو ژبو ډېرې څرگند نې يا اېکسپرېشنونه سره تر هرڅه له مخه ډېر ورتوالی لري، د ساري په توگه: انگرېزي غونډيز کړ take place (تر سره کېدل) چې پارسي يې( ښايي د فرا نسي) په پېښو(صورت گرفتن) راژباړلی،الماني statt finden ياانگرېزي out break

اوالمانيausbrechen (د ساري ناروغي،اور،اورشيند يا جنگ پيلېدااو خپر ېدا)،انگرېزي take away (له ځان سره وړل)،الماني wegnehmen، انگرېزي look after ( پرچا پام ساتل) الماني nachschauen

 داسې څرگندنې هم کمې نه دي چې د يو لړ ژبو له هغوسره بشپړه يا برخيزه همر نگي لري. دغه  ښکارنده پرخپلوانوياهمريښه cognate ژبو سربېره د داسې نا

خپلوانو ژبو ترمنځ هم ليدل کېږي چې جغرافيايي، فرهنگي يا ديني اړيکي سره لري. موږ دخپلې څلورگوني(آريايي، تورک-مغولي، سا مي، دراويدي) ژبتو کميزې ټولنې په ټولو ژونديو دېرش څلوېښتو ژبوکې،  دا ټولې بېلگې لږوډېرې موندلای شو. ځکه څنگ ترڅنگ سره اوسېدلي او له کيسو،افسانو، بدلو، متلو او نورو فولکلوريکو توکو نيولې تر ژبنيو،ادبي او ديني هغو پورې مو سره ډېرې راکړې ورکړې شوې او په دې لړ کې ترگړنو، د څرگندنو برخه بيا زياته غوښنه ده.

دې لاندې پرتلې ته ځير شئ:

پښتو: مخ يې (له شرمه) سورواوښت؛ پارسي: رويش از( شرم)سرخ گشت؛رنگ يې والوت(رنگش پريد)؛(ما مه تنگوه (مرابه تنگ نکويا به تنگ نساز… .

 کوزه خوا له پښتو سره گاونډې ژبې(اردو، هندکو…) د(مه تنگوه) انډول(تنگ نکرو) او داسې نور وايي. د لومړۍ څرگندنې انډول ان د انگرېز شاعر(لارد بايرن 1788-1824) په لومړي سپين شعر کې وينو چې د ښوونځي پر درېيم کال يې د ښو ونکي له غوښتنې سره  شراب داسې ستايلي ول:(( شراب له آره تکې سپينې اوبه وې، خو چې خدای ورته وکتل، رنگ يې سور واوښت.)).

پارسي د پښتو پرخلاف  زياتره څرگندنې دسربلونو په ملتيا رغوي، لکه: (از) نل آب محکم گرفت،از پدرش حمايت- ديدن- دفاع- ستايش، يادآوری- استقبال… کرد.  له همدې کبله پارسي ځپلي پښتانه وايي او ليکي: له کابل څخه ليدنه- يادونه- ملاتړ-دفاع- ستاينه- هرکلی… وکړ. له بده مرغه زموږ ډېری پارسي ځپلو ليکوالو او رسنوالو، زموږ له نيم پېړييز  ٌ يو- کره ليکنی ٌ غورځنگ پرلارښوونو

غوږونه کاڼه کړي او سترگې پټې کړې دي! همداسې يې دويم پارسي څوچاری  وييکی((تا)) درواخله چې ډېری پارسي ځپلي پښتو ليکوال يې پر کړول سربېره له (علتيه، بيانيه…)  چار سره هم (څو_ ترڅو) ته راړوي!

په دې لړکې پښتو دا پر هېوادني کچ نه يوازې له همريښه(هندوايراني) ژبو، بلکې له ناهمريښه هغوسره دگاونډيتوب،همفرهنگۍ او همگروهۍ پربنسټ هم نومېر لای شو. په دې ترڅ کې له داسې بېلگو سره هم مخامخېږو چې په اسانه دا نه شو جوتولای، لومړۍ آره او سرچينه يې په کومه ژبه يا سيمه اړه لري.

نو که د پرتلې خبره شي، هغه راکړې ورکړې يا همرنگۍ چې په دغه تړاو د اروپا يي ژبو ترمنځ ليدل کېږي، زموږ  د(سوېل- لويديزې) اسيايي برخې د اړ وندو ژبو ترمنځ نه ليدل کېږي. لاسوند يې هرگوره، همدا کېدای شي چې اروپا يي، په بله وينا، لويديزې ژبې سره د خپلو ويونکيو په څېر له انتيک يوناني او په تېره  رو مي مهالپېر راهيسې له تاريخي-فرهنگي پلوه ډېرې ټينگې او ترينگې پاتې شوي دي؛ عامر(←) ورته ٌ مذهبيٌ نومونه کارولې ده.

دوه مخيزوالی

لکه څنگه چې په گړنۍ ژبه کې ليدل کېږي، بشپړ ډېری  گړنې او څرگندنې له بېلابېل مهال وچاپېريال سره په اسانه ،) پر آرو يا عادي غونډونو بدلېدای شي. په بله وينا، اړولې(مجازي)ماناوې يې آرې (وضعي) ماناوې راخپلوي. دبېلگې په توگه،که (توده خوړل) د خوراک پر مهال په غونډلوکې وکارول شي، هما غه آره ما نا ځنې اخېستل کېږي، خو په يوه بل مهال و چاپېريال کې، لکه پر يوه  ربړه، ستو نزه خبرې اترې کېږي، نو بيا دويمه (گړنيزه) يا (څرگنديزه) ما ناراخپلوي.

نارښتيني گړنې او څرگندنې

په ورځنيو خبرو، او له جوتپوهيزو(سايتيفيکو) ليکنو څېړنو پرته نور په ټوليزو ليکنو،شعروادب او بيا گړنو-څرگندنوکې يو لړ نومونه او نومَونې او څرگندونې کاروو چې طبيعي څيزونه او ښکارندې (پديدې) په رښتينه (واقعي) نه، بلکې په اوړېدلې بڼه راځلوي، خو ذهنونه مو ورسره د زاړه ناپوهنيزو اندودونو، کږنو او انگېرنو له لامله دومره روږدي شوي دي چې گړسره راته نارښتيني جوړ ښتونه نه برېښي.

بېلگې يې، لکه: دېو و پېری، ښاپېری او ښاپېرۍ، روې، شيشکه، خپسکه يا خپسه (خپه سا)…، همدا راز هسک- اسمان، لمر، سپوږمۍ  او ستوري ختل او لو ېدل پرېوتل،د اسمان نيمايې ته رسېدل،( په کال کې د لمر(د ځمکې پرځای) دوه ځله گرځېدل،تورېدل،تندرنيول … يا لمرخاته،لمر لوېده، پرېواته،دبخت ستوری،  دفېلم ستوری…؛ او د زړې ستور پوهنې پربنسټ له بېلابېلو نومونو سره داسمان ددولس برجونو له مخې دکليزو(کالښودونو).اوډنه او رغاونه.

په لنډيو کې لکه:

اسمان مې ولاړی، اسماني شو

اسمان چې ځمکې ته راځي، قيامت به وينه

اسمان کې ستورو روغبړ وکړ

ماته بې ننگه اشنا لاس نه راکوينه

اندېښنو زور راباندې وکړ

چې لمرخاته او لمرلوېده نه پېژنمه… .

په دې توگه، نه يوازې په کارونگ کې له رښتينو ژبنيو توکو سره نه توپيرېږي، بلکې دگړنو او څرگندنو او بيا شعري اوادبي انځورونو، سېمبولونو او اسطورو په رغاونه او ننداريزونه (تمثيل) کې ترې له پېړيو پېړيو راهيسې گټه هم اخېستل شوې او لااخېستل کېږي.

(پرچاپېريان کښېناستل)، پېريان پاڅول، (څوک پېريان نيول)  يا(پېريانی کېدل) بياله آرې مانا سره په ورته بېلگوکې راځي، خوکه په بدله مانا (پارېدنه،قهرېدنه) وکارول شي،نوڅه ناڅه رښتينواله (واقعيت)راخپلوي، په نورو ټکو،د نوروگړنو په توپير يې تر آرې، همدامجازي ماناله نومو لي ((مدلول)) سره ښه ترااړخ لگوي.

د پېريانو تنور،پېر يان اوبه (سراب)،پېريان کټ (څلورگوټه توره تېږه)،پېريان گل (يوبوټی)، پېريان وړولۍ ياپېريان ډولۍ (يوبوټی)،او ((د پېريانو جنگ)) د يوې تازه نومونې او د اړوند کښلي کتاب تر نامه، رغو لی جوت غونډ يانحوي تولتړ نگ (اضافي ترکيب) يې بياپه← نوموالوگړنو او بيا ټاکنتړنگوکې را ځي. په دې لړکې د(د بو ډۍ ټال)  غوندې نوموالې گړنه بيا د يوه رښتيني نومولي(مدلول) يو انځوريز نوم (دال) بللای شو.

له متلونو سره اړاو تړاو

لکه وړاندې چې ورته نغوته وشوه، گړنې او څرگندنې په ژبه کې له متلونو، غورو ويناوو، ورم و وراشو سره د جوليزې ترينگلتيا اوسپما له پلوه يوه ډله رغوي او ورته لرغونوالی لرلای شي.  په ترڅ کې داهم له څېړنواوشننوجوته شوې چې ډېرو متلونوله ورځنيو پېښواوکيسو آره اخېستې اويوې کمې برخې يې له خپل، اوڅه ناڅه د نورو ژبنيو ټولنو له شعرو ادب، او بيا ديني سرچينو څخه.

په دې کې هم اړنگ بړنگ نشته، لکه له مخه چې وويل شول، د نورو ژبو په څېر گڼ  پښتومتلونه له غورو ويناوو يا ورم و وراشو سره اخښلون مومي او بيا له داسې بېلگو سره چې له عادي او ساده ژبنيو توکو سره يې سم سهي توپير نه کېږي او په دې ډول له نورو ډېرو ژبو سره گډون لري ، لکه: ښه کوه چې بد  نه وينې، ښه کوه، بد مه کوه ، خپل عمل د لارې مل او په دې لړکې يو لړ څرگندنې، لکه لوړې ژورې، سړې تودې او داسې نورې.

.بلخوا  لکه څنگه چې وار له مخه ورته نغوته وشوه،  گړنې او څرگندنې تر ډېره دغونډلو د نچوړليو غونډونو په توگه  په لومړي گام کې د متلونو نچوړلې بڼې دي او متلونه د ټوليزو غو نډلو غوندې د پېړيو په  پوړيوکې لږو ډېر غورځون ellipse لنډون مومي او په دې لړکې کړونه او نور پښوييز توکي، يا له لاسه ور کوي او يا پکې بدلون راولي،  په نورو ټکو، پر← لنډکيو غونډلو اوړي، په تېره پېيلې (منظومې) هغه (پښويه۲۵۴). کله چې متلونه بيا په ويناييز بهير کې د ټو ليزو(عامو)  غونډلو دننه کارول کېږي، نو بيا گړسره پر گړنيزو اوڅرگنديزو غونډ ونو اوړي.

دا هم څرگنده ده چې که ډېری متلونه پر خپل وار د پېښو او کيسو زېږنده ده او ترشا بېلا بېل شانزولونه لري، نو په ورته کچه ځنې را زېږېدلې گړنې او څرگندنې  هم په نا سيده ډول هماغه پېښې، کيسې او شانزولونه رانغښتای يا تداعي کوای شي، هغه هم په لا نچوړلې او کالبي جوله او جامه کې. که څه هم په ليکنۍ او بيا شا عرانه ژبه کې تر هرڅه له مخه په ستايلېستيکي(سبکي)او اېستېتيکي (ښکلا ييزه) موخه کارول کېږي ، خو په ورځنۍ گړنۍ هغې کې يې دکارونگ اورغونگ انگېزه زياتره دوخت وزغم سپما ده؛ ځکه گړېدونکي، د چا خبره تل په منډه کې وي.

داسې بېلگې چې متلونه پر لنډکيو يا مونډيو غونډلو اوړي او هغه بيا له لا زيا تې نچوړتيا سره پر گړنو يا څرگندنو، ښايسته ډېرې نومېرلای او موندلای شو:

(دايې هم په انارو) متل چې د بېدانه اناروله پلوه يې له نومورې سيمې(تگاوه)  سر چينه اخېستې ده: يوچا پراناروباندې په سودسلم پيسې اخېستې او نورې هم ترې غواړي، نو لنډ گنډ ورته وايي،( دايې هم پر انارو) او په دې ډول يو متل او هممها يوه څرگندنه را منځته کوي او راروسته د نورو ويونکيو لپاره پر بشپړه گړنه او ړي. (سل پر لالي پور، دايې هم پر بنگړو) هم همداسې درواخله. يوه تيپيکه دوه اخيزه بېلگه يې، لکه ←وړه خوله، لويه خبره.

د ډېر زېږو توکو په توگه

ښايي، ډېر داسې وانگېري چې د بلې هرې ژبې په څېر په پښتو کې متلونه او بيا گړنې او څرگندنې له پخوا راپاتې دي او د رغېدا او ورسره ورسره د کارېدا بهير يې، که يومخ درېدلی نه دی، وروشوی خو هرو مرو دی. بياهم ترکوځايه چې جوته شوې ده، په (و)گړنۍ پښتو کې په هر ډول، د ليکنۍ-ادبي پښتو له پرلپسې پرا ختيا او پرمختيا سره دغه بهير خپله چټکتيا له لاسه ورکوي ؛ کټ مټ، لکه د و ييونو او متلونو د رغون او زېږون په برخه کې، خو  له متلو پرته د وييونو او بيا گړنو او څرگندنو دا ليکنۍ-ادبي پښتو بيرته راسکيندوي(جبرانوي) او لا ښه ترا وده وش وربښي.

په گڼمېشتو کليوالو سيموکې  د داسې خولورو، ژبورو اوخبرلوڅو کمی نشته  چې ناځا نخبره(نااگاهانه) له هر راز پېښو اوکيسو نه پرلپسې نوي نوي متلونه او همز مان گړنې او څرگندنې جوړوی او دودوي يې. د بېلگې په توگه وايي: ((ته لکه ميری په وياله کې شولې نالوې!))

بل يې چې ترې واوري،ورځ دوې روسته يې (په وياله کې څوک شولې نه نالوي) متل ځنې جوړوي او بيا ترې(په وياله کې شولې نالول) څرگندنه، او که بلې سيمې ته دا څرگندنه ورسي چې نه پکې (شولې نالول) دود لري او نه داکړوالغونډ ياتړ ښتي کړ (phrasalverb)، نو پر يوه بشپړه(گړنه) اوړي.

د جهاد د مهال بېلگه  چې کله افغان روښاندان پرلپسې په پېښورکې ترورېدل ، يو چاليکلي ول: (له بارانه را وتښتېدئ، تر ناوې لاندې مو شپه شوه)؛ روستۍ بېلگه  يې داچې کله په افغانستان کې د امريکا په سروالۍ د اتلانتيک پوځي ټلوالې د سرتېرو مرگ و ژوبله زياته شوه، رسنيو (څه چې کرې، هغه به رېبې) متل داسې وکاراوه: (څه مو چې کرلي، هماغه به اوس رېبئ)!

څومانيزوالی اوهممانيزوالی

په پښتو کې د بشپړو يا ورته غبرگمانيزو او ډېرمانيزو گړنو لږوډېرې بېلگې سهي کولای شو:

(۱)څومانيزې گړنې

– سترگې پټول،وېدېدل؛ مړل؛ له ساختو سره د چا سترگې پټول، ځان ناگارول، گنا ختا پټول)؛

– په ساوهل، پروچه(تنفسي) يا ساه لاره(قانقُرتک) اوبه، څښاک… تلل: زمر اوبه په سا ووهلې؛

– سا نيول يا سانيولی کېدل، ښې يا بدې پېښې، نندارې… ته له ډېرې تلوسې سا بندول يا قيدول: تور د زمر راتلو ته ساونيوله يا سا نيولی شو؛

– مار په سا(خوله)کې الوځول يا اخېستل، له وېرې ترهې سخت تلولی کېدل: زمر (په لوی لاس) مار په سا(يا خوله) کې والوځاوه يا واخېست.

څومانيزې گړنې اوڅرگندنې چې دڅومانيزو وييونو غوندې تريوې زياتې (بشپړې ياورته) ماناوې هم راونغاړي، لکه: (يوڅه يا چاته گوته پر غاښ کېدل) او (گوته پر غاښ کول) د (هېښېدل او هېښول) او(قارېدل او قارول)؛ يا لکه پاس يادې شوې درې هممانيزې گړنې(لاس تر زنې کښېنا ستل،لاس ترزنې لاندې نيول-اېښوول) له دروماناوو سره: هېښېدل؛ په چورت واندېښنه کې کېدل؛ (د بد شگوم يا کږنې له مخې) د خوارۍ او بدمرغۍ رامنځته کول.

(۲) هممانيزې گړنې

(دچا) سترگې له خوبه ډکې ډکې، پټې پټې يا مرغۍ مرغۍ کېدل. همداسې( تڼۍ شکول-گرېوان شکول، شلول يا څيرول) د (شور و غوغا يافرياد کول؛ بې شرمي يا ناړامي کول) په جاج چې (بده ورځ اچول) يا (بدې ورځې کول)  هم ويل کېږي.

ان داسې وړ گړنې هم شته چې هممهاله، هم څومانيزې او هم هممانيزې دي ، لکه  ← (سترگې پټول) چې له (سترگې وروستل) سره هممانيز کارول کېږي؛ پريوڅه سترگې پټول (چشم پوشيدن يا اغماز کردن) او د(مړل) په مانا په (و) گړنۍ پښتو، پارسي… کې هم کارېده، خو بياهم موږ  ورته اوس اوس د پارسي (چشم از جهان پوشيدن) په پېښو (له نړۍ سترگې پټول) ادبي بڼه ورکړه.

په همدې لړکې که(له لاسه ورکول) هوبهو په گړنۍ او وگړنۍ پښتوکې ونه مومو، له لاسه وتل)خو به ومومو. ليکوال په خپل سيمييزگړدوداونوروکې زياتره د(لاس) (لاس)  پرځای(گوتې) د داسې څرگندونو د زړي يا هستې په توگه کارول کېږ ي، لکه: (له گوتو وتل)، (تر گوتو کول). په دې ډول(لاسته راوړل)- (ترگوتو کول)، (له لاسه ورکول)، يا دارواښاد دوست  دخبرې پرخلاف (لاس له لاسه ورکول) څوک نا پښتو بللای نه شي!

هسې خو د نورو غړيو په څېر له(لاس) سره نورې گڼې څرگندنې او گړنې هم په گړ نۍ پښتوکې سهي کولای شو، لکه: له… څخه لاس اخېستل، لاس پر سرکېدل، لاس تېرول، لاس مينځل، لاس اچول، لاسلگول، لاس تړل، لاس يوکول، لاس کول ، پرچا لاس پاکول، لاس چاته اوږدول يا غځول، لاس پورې کول،لاس مښل لاس  يا لاسونه مروړل… او دا راز نورې بېلگې د هممانيزو يا ورته مانيړو وييونو په څېر له بېلا بېلو گړدودونو له بېلابېلوجولو سره ليکنۍ ژبې ته پرلپسې راگډېږي.

څېړنيزه مخينه

د پښتوگړنواوڅرگندنو تشه ټولونه له پښتوسيندکښنې سره هممهاله له شپېتو اوياکلو راهيسې پيلېږي.که څه هم کېدای شي، د ختيځپوهانو دخورو ورو څېړ نو پلټنو او وييزېرمو په ترځ کې يې هم لږوډېر څرک هم ولگي. هرگوره پخپله د پښتنو ليکوالو او سيندکښونکيو په لړ کې يې جوته پيلامه له محمد گل نوري سره رانښلي. دغه ليکوال هم د پښتو دوه ټوکيز او دوه ژبيز(پښتو-پار سي)، په نورو ټکو، پښتو قاموس(۱۳۳۰-۱۳۳۷ل) په ترڅ کې او هم په يوه سيندگي وزمه کوشنوټې ټولگه (پښتو محاورې اواصطلاحات)کې يو شمېر بېلگې له ابېڅې اوډ(الفبايي رديف) سره راخوندي کړې دي.

ليکوال (ز.)  دغه رغښتونه له ۱۳۶۰ ل راهيسې د دود پوهنتوني نصاب له مخې

دپښتو پښويې په دروگونو چاپونو، په تېره په روستي(۱۳۸۴ل) هغه کې ، د غو نډله پوهې(نحوې) د يوې برخې په توگه څېړلي اودلوست توکو په توگه يې شاگر دا نو او مينه والو ته وړاندې کړي دي.  همداراز د ((انگرېږي- پښتو سربلونو-وستربلونو او گړنو-څرگندنو سيندگي ۲۰۰۰ ز)) ردواخله. 

خو دا ړومبی ځل دی، چې  د غونډله پوهې (نحوې) ديوې پاموړې څانگې  (غونډ پوهې phraseolog) په اډانه (چوکاټ) کې دننه د يوه خپلواک ځانگړي  نښير (اثر) په توگه چاپ ته سپارو. داسې چې نه يوازې د پو هنتوني لو ستليکي (تکسبوک)  يا لوست مرستيال (ممد درسي)، بلکې د ليکو الو، شاعرانو او نورو مينه والو د يوه ټوليز اخځ په توگه گټور پرېوتای شي.

بر او لر (له شمالي تر سوېلي پښتونخوا) پورې له  استاد ٌنوريٌ پرته، دزاړه پښت ليکوالو او څېړنوالو دغه په زړه پورې ژبني توکي  يا رغښتونه د متلونو يا نورو ژبنيو او ادبي ليکنو څېړنو په ترڅ ترڅ کې په خورا لنډ او څېرمه ډول راپېژندلي دي. خو د نوي  ځوان اکادېميک پښت د نورو ژبو، په تېره د انگرېزي هغو تر اغېز لاندې پوره ور ځير شوی او په هماغه پليونۍ يې پرې خپلواکې ليکنې څېړنې کړي او ځينو بيا په کتابي بڼه چاپ او خپراوي ته سپارلي دي.

په دغه لړکې بره خوا، تر ليکوال راروسته د استاد محمد آصف صميم ٌ د لرغونې شاعرۍ گړنې ٌ  او لندن مېشتي ليکوال پيرمحمد باوري زما په هڅونه او لارښو ونه له تېرو څو کلو راهيسې د کندهار او په ځاگړي ډول د خپلې ارغنداو سيمې د گړنو او څرگندنو راټولولو ته اوږه ورکړې چې تراوسه يې تر دوه- دوه نيم زرو رسولې او د يوې غوښنې برخې ړومبی ټوک يې له چاپه راېستلی دی.

هرگوره، د نورو يادو ليکوالو په څېر له دغه ډېرکاري ټولوونکي او خپروونکي څخه هم د يوې بشپړې څانگپوهيزې،  ژب-پښو ييزې(لنگوېستيکي-گرامري) شننې اوځيرنې تمه ځنې دومره کېدای نه شي.

محب سپين غر لومړی  پښتون دی چې پر ۲۰۱۰ ز.کال يې تر ٌ کوټلي گړنيز کا لبونهٌ  نامه لاندې خپل اسپيرانتوري تېزس دفاع کړی دی (← د زيارکره کتنه)

پوهنيار شاه محمود کډوال ((گړنې، څرگندنې او نومونې))  زموږ د ليکنو څېړنو او نومَونو په رڼاکې څوکاله وړاندې  دننگرهار پوهنتون له لارې خپرې کړې دي چې له يوې لنډې کرونې سره د يوه په زړه پورې  مرستيال لوستليکي (ممد در سي) هومره ارزول کېدای شي او د پو هنځيو او ښوونځيو پرشاگردانوسربېره ترې  نور مينه وال هم ښايسته ډېره گټه اخېستای شي. همداراز د پوهنيار داود وفا او احسان وفا لږوډېرې ليکنې څېړنې هم درواخله.

تر کرښې ور اخوا، تر کوم ځايه چې راته پته لگېدلې،  د شمالي پښتونخوا د بر سوات رښتپوه خيرالحکيم حکيمز ي  شل- پېنځويشت کاله مخکې يو لړ گړنې ديوې وړې ټولگې په بڼه خپرې کړې او څو کاله وړاندې  بيا د سوېلي پښتونخوا د (لورلايي) هڅاند ليکوال او څېړنوال عبدالکريم عامر په يوه پنډ وپېړ نښيرکې ښايسته ډېرې گړنې رانغښتې او د يوه گڼ شمېر تيوريکي اخځونو لاسوندونو په مټ يې تر نورو  ښه ترا ځيرلې او راپېژندلې دي.

اړتيا او گټورتيا

دابه ومنوچې دغه بدلمانيز ژبني توکي يا وييونه او بيا گړنې او څرگندنې لومړۍ پلا د يوې ځانگړې ډلې له خوا رامنځته کېږي او راروسته دټولمنلي تړون  وړتيا مومي، او هله له آرو هغوسره لږوډېر دکارېدنگ جوگه کېږي. خو له دې سره داپو ښتنه رازېږي چې د کومې اړتيا له مخې رامنځته کېږي او گټه يې څه ده؟

د دې ځواب له دې پوښتنې سره پتليسووچې ولې انسان ښکلاييزڅوب(ذوق) لري او د دې لپاره يې((هنر)) له دومره رنگار نگيو سره رامنځته کړی دی؟  

او موږ يې د غبرگون لپاره فرويدېزم راننگوو چې وايي: وگړي دادب و هنر په مټ خپله ((سرباري انرجي)) ويلوي  اوتمبول شوي ارمانو نه ورسره خړوبوي.

که څه هم  زموږ ترڅېړنې لاندې ژبني انځورونه، لکه ورزش د هنر يوه ساده بڼه بلل کېږي او له همدې لامله يې ترڅنگه (و)گړنی ادب يا فولکلور راپنځول کېږي او بيا پسې خبره ليکني  هغه ته غځېدنه مومي.

سبک وسپما

گړنې او څرگندنې د کېښکلتيا، سپما له پلوه له ورمو ورا شو، غورو ويناوو، او بيا متلونو سره په يوه ډله کې ټيکاو مومي او له عربي ((قَلّ و دَ لّ)) جاج سره سم په((لنډواو پخو ويناوو))، يا په پارسي نومونه ((سخنان قصار و بليغ)) کې راځي. داهغه څه دي چې د يوې ژبې ادبي- معياري ، په نورو ټکو، بد يعي سبک وسټا يل (rhetoric style) لپاره بنسټيز ارزښت لري. لکه واخلې په ارو پايي او څه ناڅه په عربي ،پارسي او ځينو نورو ختيزو ژبو کې.

په هره توگه، گړنې(محاورېidioms) او څرگندنې(اصطلاحات- expres sions)  د هرې ژبې، په تېره کره ليکنۍ ژبې له سپمايي، ادبي او سبکي (ستا يلېستيکي) له ځانگړتياوو او اړتياوو څخه بلل کېږي. په گړنۍ ژبه کې نه دومره د وخت د سپمااو نچوړ تيا(فشرده گۍ)خيال ساتل کېږي او نه د ادبي او سبکي ښکلا؛ دارغښتونه له آره ژبني انځورونه دي او لکه شعري انځورونه د ژبې ښکلا ييز اړخ سمبالوي. هرگوره، دشعر په ذهني انځورونو کې بيا هر راز څرگندونه شو نې ده، که هغه له ژبني، په نو رو ټکو، له رغښتيز او پښوييز دوی (قاعدې) سره سمون ولري يانه او هم له بهرني واقعيت سره اړخ ولگوي يانه!

له بده مرغه په پښتوکې  د ليکني- ادبي سبک دومره څرک ځکه نه ليدل کېږي چې تراوسه يې لا له بېشمېرو سيمه ييزو او ټبريزو گړدودو څخه ((يوې– يوازېنۍ کره ليکنۍ پښتو)) ته لوړتيانه ده موندلې (د زيات پوهاوي لپاره پښتو سبکپوهنه او ليکلارښود)!

هر گوره،گړنې(idioms) اوڅه ناڅه څرگندنې(expressions)،دکېښکليو نچوړ ليو يا (فشرده) ژ بنيو توکو په توگه د نورو توکو په توپير، لکه شعري انځورونه او سېمبولونه له څه زياتو مجردو ماناوو او بديعي پردازونو سره،  په لنډه تنگه جو له کې ډېرڅه را نغښتلای شي. دا چې د ويناد لويترينو يوونونو،غونډلو دننه نا شننوړ او ناونجوړ(غير قابل تجزيه او غير قابل تعويض) جوړښتونه او بيا قا لبي رغنده توکي(stereotypes) او ژبني انځورونه گڼل کېږي، نو په ليکنۍ- اد بي ژبه هم اړه پيداکوي.

له همدې گوټپېره يې ليکوالو، شاعرانو، رسنوالو او ان څانگپوهيزو څېړنوالو ته د يوه پښتو (( ادبي سبک و ستايل)) د رامنځته کولو او رادودولو په موخه د کار ونې سپارښتنه  هم کوو چې بې اړنگ بړنگه زموږ د((يوې-کره ليکنۍ پښتو)) غور ځنگ د نيم پېړ ييز بشپړتيايي بهير يو زرين څپرکی رانغاړي.

رواني اغېز منتيا  

گړنې او څرگندنې، پر دې سربېره چې  د شعري- ادبي ژبې، بلکې د ټوليز ژبني سبک وستا يل په لوړوالي اوکره والي کې يوه غوره ونډه پرځای کولای شي..د پوهې،  فر هنگ تخنيک او بيا انفارماتيکي تېکنالوجۍ له پلوه غځېدلې او غوړېدلې ژبې له بېلابېلو لارولېلو، سبکونو سره، که په رسنوالي او ليکوالي ډگرکې کارول کېږي، يا په سياسي او رسمي، اقتصادي… ډگرکې، تر هرڅه له مخه له همدا وړ ځانگړو ژبنيو توکو ډېرکاراخلي. سوداگري انگروزې اوانگرو زي (تبليغات واعلا نات) خو لا پرځای پرېږده چې داغېزمنتيا په موخه تر بلې هر ژبني سبکه پر وييلوبه يا لفاظۍ (verbalism) زياته ډډه لگوي.

ناکره

۲=څپرکی

د پژنيو غړيو گړنې-څرگندنې

د غه څپرکی مو د پژنيو(جسمی) غړيو اړوندو گړنو او څرگندنو ته ځانگړی کړی، هغه هم په دې لاسوند چې په ورځنۍ ژبه کې تر ټولو زيات کارونگ لري.

بلخوا هم څنگه چې په لومړي څپرکي کې  يادونه وشوه، د نورو هغو په څېر د دغه راز بېلگو ړومبنۍ سرچينه هم له بې شمېرو ټبريزواوسيمييزو گړدودو سره بډايه (و)گړ نۍ پښتو ده، دويمه يې متلونه، لنډۍ او نور فولکلوري ځېلونه او درېيمه يې ليکنی-ادبي زېرمه ده. په دې توگه مو تر روستي بريده هڅه کړې، دهرې گړنې او څرگندنې  د ښه ترا پوهاوي، او هممهاله د مينه والو د راڅکونې لپاره له همد غو په زړه پوريو زېرمو څخه بېلگې را واخلو.

په لنډيوکې يې بيا ډېرپېښي(بسامد) تردې بريده رارسي چې په يوه يوه کې څوڅو غړي، لکه سترگې، غوږونه، سر، لاس،پښې، ژبه  سره يوځای راپېيل شوي دي، لکه:

په سر سرتور، پړی پرغاړه

راځه چې دواړه د حضرت روضې ته ځونه

په سر سرتور، په زړه غمجن يم

پرتا مين يم، تندی تل درته وهمه

په سر سرتوره، په پښو پښې ابله

بېلتون دې سر کړم پر دا چولې بيابانونه

++++++++++++

لاس پرنامه(نو) د خپل اشنا سلام ته ځمه

په غوږو کوڼ، په ژبه گونگ شې

په سترگو ړوند شې چې ارمان درته درځينه

په سترگو ړوند، په غوږو کوڼ شې

په ژبه گونگ شې چې ونه وايې حالونه

هرگوره، دگړنو او څرگندنو په رغاونه کې د بېلابېلو غړو ونډې سره يو برابرې نه دي، د ساري په توگه په بهرنيو کې د  سر، سترگې- لېمه،لاس، خوله، مخ، او په دنننيوکې د زړه دا له نورو سره هېڅ د پرتلې وړ نه دي. ژبه،خوا،شونډې،وروځې،  باڼه، بارخو-اننگي، شا- څټ ، ملا،ورمېږ، پزه، پښې، گوتې، گورت، غاړه، غا ښونه، غېږ، غوږ،تندی-ټنډه، سينه- ټټر،گوگل،ستونی، مرۍ، اړخ، اوږه، مټ، لېڅ، زنگون، ينه-ځيگر… نرينه او ښځينه نوږيز(جنسي) غړي ښايي دو يمه کچه را خپله کړي. نور څېرمه اوکوشني هغه،لکه نوک،وو رۍ،هډ- هډوکی،سپوغزې، پښتور گی، تريخی، لړمون، وېښته، څڼې، کوڅۍ، پېکی،وربل، وربوز، ږيره، برېت،کو لمه، پونده، پنډۍ، پله، پوست،ککره،کوپړۍ، مرکنډۍ، کوټی، ما غزه،وينه، ور ون، پتون، ډډه، ډو ډه، ښنگری، اته، ورغوی،وچولی(د تندي-ټنډې د هممانيز په توگه)،منگول،مړوند، تالو، ژبۍ ، چنغړک… .

۱= اړخ- اړخونه ax-axúna(پهلو، بغل، جنب، جانب، بُعد )

لږو ډېر له (خوا، څنگ، ډډه،گوټ) سره هممانيز کارول کېږي. د اړخ  بېلنگونه: اړخی(د غره ډډه يا لمن)،اړخيز،اړخک( اړخک کول)، نوې نوموال تړنگونه:يواړخيز-وا لی، دوه اړخيز-والی، څو اړخيز- والی، نيم اړخيز-والی، هراړخيز-والی، اړخ پراړخ (اخ پاړخ)… .

* اړخ اچول څنگ اچول.

* اړخ لگول- لگېدل، پر (څنگ اچول، لگول… ) څرگندنو سربېره سمون، همغږ ي(تطابق، هماهنگي ) درلودل(گړنه) هم رغوي:  د زمر او تور اندوژوند، اندوواند، کړه وړه…سره اړخ لگوي، يا يې سره اړخ لگېږي.

*  اړخ يا اړخونه لگېدل، ډډه يا ډډې لگېدل اړخ لگېدل- له (لگول) سره پر پا سنۍ گړنې سربېره  ځانته يوه بله (بې غمه کېدل،ډاډه کېدل) مانا هم ښندي: (له ډېر و ستونزوڅخه) د توراړخ (مټې) ولگېد).

* د خبرې اړخ لگېدل، خبره جوړېدل يا سمېدل، جوړجاړي يا هوکړې ته رسېدل: (له ډېرو تاويلو ماويلو روسته مټې) د خبرې اړخ ولگېد.

* له ( شپېني) خوبه پر ښي اړخ پاڅېدل، د هغه چا په تړاو ويل کېږي  چې کومه ورځ خوښ خوشال، ورينی يا خوږاروا (خوش اروا) وي او له نورو سره يې چال چلند په زړه پورې: زمر(نن).له خوبه پرښي اړخ راپاڅېدلی دی.

* له خوبه پر کيڼ اړخ پاڅېدل،د پاسنۍ گړنې د منفي ځېل په توگه، په نورو ټکو، د هغه چا په تړاو ويل کېږي  چې کرۍ ورځ بوڅ موڅ،گوزموز، تريو تندی او بد چلندی وي: تور(نن) له خوبه پر کيڼ( گڅ ،چپ) اړخ راپاڅېدلی دی() او يودوه ور سره نه کېږي).

* پر اړخ اوښتل،له يواړخه پر بل اوښتل اړخ بدلول، پرڅنگ- ډډه اوښتل.

* اړخ پراړخ اوښتل،کول- ېدل،اړول يا اړول راړول، دڅرگندنې په توگه:يوڅوک د درد و رنځ، غم اندېښنې پر کټ، بستر… يا ژوی، څاروی له ناروغۍ ،زېږون… کله  پر يو اړخ کېدل، کله پر بل؛ د گړنې په توگه: اړخ پر اړخ يا اړخ پاړخ اړول(راړول) (سخت وهل ټکول): تور اړخ پراړخ اوړي؛سنک ببری اړخ پاړخ واړاوه (راواړاوه)، ، همدارازاړخ بدلول، پر اړخ اوښتل.

* اړخ بدلول، له پا سني غونډ سره توپير يې زيات انځوريزوالی او ټوليزوالی دی،  په نورو ټکو، هغه څرگندنه ده او داگړنه، لکه چې وايي: وخت ژرژر اړخ بدلوي؛ وريځو اړخونه بدل کړل، اکربکر(حال احوال)…اړخ بدل کړ او داسې نور.

* اړخک کول، دام ته د مرغيو راړول، لکه يوبل ته چې وايي: مرغۍ را اړخک که(کړه).

* اړخک وهل، په پاسنۍ مانانا، لکه چې وايي: اړخک ووهه چې مرغۍ تلکې ته راسي.

اړخيزه خبره کول،دوه اړخيزه يا دوه مانيزه خبره کول، لکه چې وايي: ستاخبره اړ خيزه ده يا اړخيز خبره دې وکړه؛ (اړخيزه خبره) د نوموالې گړنې په توگه  د پارسي (گپ يا سخن پهلودار) انډول راځي.

۲=اوږه oğá, wəğá, uğá (دوش، شانه، کتف)

دغلته يېد اوږد-و(o) گړدودي ځېل کره برېښي، خود درېواړو ځېلونو ډېرگړې اوړې او اوښتې بڼې(اوږې، اوږو) را ځي. ولی wә́lay(د دواړو اوږو ترمنځ هډوکی چې ښۍ او کيڼه اوږه سره بېلوي) هم څه ناڅه  له (اوږې) سره هممانيزکارول کېږي، لکه په متل کې: خپل عيب د ولو منځ، پردی عيب د کلومنځ ؛ وچولی(تندی) يې هم يوه تړښتي رغاونه ده او همدا راز په راتلونکو گړنواوڅرگندنوکې.

د اوږې اړوندجوتغونډونه ، لکه: داوږو بار(کېدل)؛داوږوکېښکل، کښېمنډل، اوږه اوښتل يا بېځايه کېدل يا پرځای کول؛ اوږه يي غاړه هغه گرېوان چې د گروې (طوقک گردن) پرځای پر اوږه باندې پروت وي؛ اوږه يي توغندی (را کت يا مو شکِ سرشانه يی). بېلنگ، لکه اوږه ور(چارشانه)، ښايي(اوږۍ). هم  د (اوږې) يو بېلنگ(مشتق) اوسي!

* (يوڅه د(بل) پر اوږو ياوليو اچول يا اېښوول، خپل کار پر بل تپل ياتاوانول:

د څرگندنې په توگه:

تاته چې زما(يوڅپيز) پېغور بد ښکاري

زه مې بوړی پر اوږه ږدم،وطن پرېږدمه

بوړی دې ډک پر اوږوکېږده

دښمنان ډېر دي چې ډاډه درپسې ځمه

*(دچا) پراوږه-اوږو- ولي-وليو اېښوول- سپرول ،.يو ماشوم، بار، ټوپک… پر اوږو-وليو اېښوول- اخېستل –سپرول د( له اوږو-وليو اړول) بډ يا سرچپه:

تاله چې زما پېغوربد ښکاري

زه مې بوړی پراوږه ږدم، وطن پرېږدمه

* پر اوږه کول د تېر په څېر.

له هممانيزو(ولو) سره (څرگندنه)، لکه:

ټک مې دملاپيوندو وکړ

چې مې جانان پر ولوکېښوول لاسونه

ټوپک دې بيا پر وليو سپورکړ

لکه پر لوړ چينارچې واچوې ټالونه

همداراز دنده، پازه(مسؤوليت)…  پر(خپلو) اوږو اخېستل ياد چا پراوږو اېښوول- اچول،هم نن سبا په ليکنۍ-ادبي پښتو کې د نورو ژبو پرپليونۍ نوي رادود شوي دي، که څه هم دغلته د(اوږو) پرځای (غاړه) زيات نږه برېښي؛ له(اوږې-اوږو-وليو) سره:

:د گړنې اوشعري انځور په توگه، لکه :

ښکاري پر مينه مې باور نه لرې

داچې ږدې ژمنې د سبا پر اوږو(ساندې ۳۲)؛

ياپه سپين شعرکې:

له نارينه سره به

د ښځې د برابرۍ خوب

هله رښتياشي

چې داهم،

     – لکه چرگه –

. خپله زېږنۍ دنده

د ماشين پراوږوکښېږدي (پوهه۱۱۰)

په نمنځ سربه د مزدک سپېڅلي لمرږدم

چې تابوت د شپې پر ولو د سهر ږدم (د مرجانونوڅانگې۲۴).

*بار له اوږو يا وليو اړول-اوښتل يا کوزول-ېدل، د (اوږو سپکول-ېدل) په جاج، لکه:

که يووار زموږ پرکلي واړوې

د غم بار به مې له ولي واړوې

(استاد داوی، ښکلي شعرونه۱۳۴۰).

* (څوک د چا) د اوږو بارکېدل، ول- استل ، ← د اوږوبارکېدل، خپل بار د بل پراوږو اچول-اېښوول، څوک چاته ترغاړې کېدل

دومره دې مينه کې خوار زار هم نه يم

چې شمه بار د نن سبا پر اوږو(ساندې ۳۳)

* اوږه پر اوږه(سره) کول-ېدل، پرمخ وړل ،ول- استل، يو کار، سيالي… يو برابر او هممهاله کول يا(سره) په گډه پرمخ وړل؛ يا په يوه کار، سيالۍ… کې(سره) خوا پرخوا ول- استل: تور و زمر هرکار (سره) اوږه پر اوږه کوي يا پرمخ وړي؛ تور و زمر(سره) په هرکار( همکارۍ ،سيالۍ …) کې اوږه پر اوږه دي؛ همداراز:

 يوڅه څنگ پر(تر) څنگ(سره) کول، پرمخ وړل-بيول يا ترسره کول.

* اوږې نېغول يا نېغې نېغې، پورته پورته اچول،  موږد پژ ژبې(body language) د يو توک په توگه د  لويديز کولتور تر اغېز لاندې راخپل کړي او موخه يې منفي  يا بې توپيره غبرگون دی. که څه هم پارسي له پخوا راهيسې(شانه خالي کردن) گړنه کاروي، خو ويونکيو يې زموږ په څېر دغه کلچر تازه له اروپايانو څخه له (شانه را بالا انداختن) گړنې سره يوځای  راپورکړی ؛ نو موږ يې هم پرخپل وار پاسني درې څلور رازه ورانډولولای شو، لکه: تور له زمر پور وغوښت او هغه اوږې نېغې کړې.يا پورته واچولې.

* (د چا) پېټی پر اوږه، اوږو اخېستل،مرسته کول: زمر د هرچا پېټی پر اوږه (اوږو) اخلي يا اوږه ورکوي؛ پرغاړه اخېستل، اوږه ورکول..

* د چا مرستې ته اوږه ورکول، لکه پاس.

*يوه کار ته اوږه ورکول، د يوه کار کړن ته مټې رانغښتل، چمتوکېدل يا له يوه کاره غاړه نه غړول: تور هر سخت کارته اوږه ورکوي.

* (دچا ياله چاسره) اوږه يا اوږې سپکول-ېدل. ول-استل، له چاسره په يوه کارکې لاس مرسته کول يا يې کار وراسانول؛ له يوه کار يا دندې څوک گوښه کول-کېدل: زمر د تور اوږې سپکې کړې يا د تور اوږې سپکې شوې، او يا د تور اوږه په زمر سپکه ده؛ چارواکو  د زمر اوږې له دندې سپکې کړې؛ له اوږو يا وليو اړول.

* اوږه کښل، له يوه کاره ځان کښل- بچول- گوښه کول: ځير له کاره اوږه کاږي.

* اوږه يا اوږې کښېښکل(کېښکل)، کاروزيار پرمخ وړل: زمر اوږه کېښکاږي؛ ځان کښل يا اېستل.

* اوږه لگول-ېدل، وروړل، ورکول، نيول يااړمېدل، ول- استل- يوه(سخت) کار ته چمتو کېدل؛ لاس مرسته کول: ځير يوه(سخت) کارته اوږه لگولې (وروړې، نيولې، ورکړې، اړم کړې)، يايې ورته اوږه لگېدلې؛زمر له تور سره په کارکې اوږه…ورکړې ده اوږه ورکول، اوږه ور سپکول.

* اوږه لگېدل، د تېرې گړنې دغه نالېږنده(لازمي) بڼه د(يوه کارته) پر (توان لرل) سربېره(لېوالتيا لرل) جاج هم رانغاړي، لکه: د زمر هرکارته اوږه لگېږي يا نه لگېږي؛ د ننگرهارخواته زياتره(ډډه لگېدل) دود لري.

* اوږه له يوڅه سره لگول-ېدل، اړخ لگول، سمون خوړل يا لرل: د زمر او تور خبرې سره اوږه لگوي، يايې خبرې سره لگېږي.

*اوږې (سره) جنگول- جنگېدل، دا څرگندنه د ننگرهار خواته لږو ډېر د زور ازما ينې په جاج دود لري: زمر او ځير سره(خپلې) اوږې و جنگولې يا يې اوږې سره وجنگېدې.

* (يوڅوک) پر اوږه گرځول، يو څوک ډېر نازول؛ د چاخدمت، پالنه… په ښه ډول کول؛: زمر تور پر اوږه گرځوي؛ په غېږکې گرځول؛ يوڅه (له بدوردۍ) پر ولي گرځول،لکه په متل کې:

کلي پر کلي، ډانگ پرولي

او پر بنسټ يې رغېدلی شعر:

د سنډا لکۍ پر ولي گرځوې چې

د وزې په لکۍ خدای که جنت وکسې…

درنه نجونې، ژڼي دلته پاتې نه شول،

نو به حورې غلمان هلته بيا ونه کسې!

(پوهه او گروهه ۱۰۹)

اوږې سولول-ېدل، لگول-ېدل، ډېر پېټي پنډونه د چا اوږې سولول ياژوبلول يا ترې سولېدل، ژوبلېدل: ډېر پنډونو پلنډونو د تور اوږې سولولې ياځنې سولېد لې دي؛ همداراز.اوږه لگول-ورکول… .

۳= بارخو bārxú-bārxwān (باړخو- باړخوگان)

–  اننگي- غومبري( رخسار، عذار)  يې هممانيز دي چې له دغو ځېلوڅخه(اننگيو) له استاد حمزه سره په شعري ژبه کې زيات دود موندلی دی.

* (چاته) اننگي په خوله کې ورکول

ستا اننگي پېړې د کوچو

موزي له ی خوله کې ورکوې، سنډا دې کنه

*پر بارخو خوله لگول، د بارخو ښکلولو يو ښنديز ځېل:

پر مناسب دې نه پوهېږم

وايه پرکوم بارخودې خوله ولگومه  

۴= پزه-پزې za-pázeáp/ پوزه-پوزې póza- póze

پېزه يې ناکره گړدودي ځېل دی. پزول-ېدل (بو يو ل) ځنې رامنځته شوی کړ او پزی pazáy(شم، شامه) نوم دی؛ (پزېدل) د( اېشېد ل، جوشېدل) او( ټپي کېدل) په مانا وو بيا ښايي ورسره همآری نه اوسي او يا هم له پارسي(پخت و پزسره) تړاوولري (پق)؛ يوې نيمې گړنې يا څرگند نې په رغاونه کې له(وربوز) سره هممانيز هم کار ول کېږي؛ پيت پزې يا پلن پزی، خړم پزی (سخواړ)، پزپرېکړی… يې ستاينومتړ نگونه دي؛ په(پېزوان، پېزوانی) کې يې سټه له کرلاڼۍ (پېزه) سره همغږي لري او له پارسي(پوز) سره يي (پوزه)  نژدې برېښي او هغه داچې په (پوزکوه، بينيچۀ کوه) کې هرگوره، له(وربوز) سره انډولېږي د کندهار پارسي آرې (سرپوزه) هم همداسې درواخله چې نږه پښتو انډول يې (د غره ور بوز) او(ورسک) دی؛ تمبو زک(پوز بند) هم له پزې او پوزې سره همآری اټکلولای شو. پزيز(انفيnasal) نويزی د هغه غږ يا اواز ستاينوم دی چې په پزه کې ادا کېږي، لکه/ م/ او /ن/ چې گڼسي او غُنه يی يې هم بولي.

دادی، په لاندې ډول له دواړوگړدودي ځېلونو(پوزې-پزې) او په ترڅ کې يې  اړوندو پسولونو(پېزوان- نتکۍ…) سره تړلې گړنې-څرگندنې وړاندې کېږي:

* پزه پر هوا نيول، ښاڅل،غاورېدل: زمر پزه پر هوا نيولې، چاته گړسره نه گو ري، وربوز پر هوا نيول.

* پزه پرېکول-کېدل، شرمول-شرمېدل: زمر د خپل ټبر پزه پرې کړه، د زمر پزه پرې شوه..

* پزه تروه کول-ېدل، مرورېدل : زمر ببري ته پزه تروه کړه يايې پزه ورته تروه شوه؛ شډل ځېل يې(کونه تروه کول-ېدل) راځي..

* چاته د خميرې پزه جوړول، د چا شرم پټول يا سکينده(جبيره) کول: زمر سنک ته يوه د خميرې پزه ورجوړه کړه.

د يوڅه-يوڅه ته د خميرې پزه جوړول-اېښوول، يوازې د يوې نيمگړتيا(سکينده کول) جاج ښندي.

*  پزه نه درلودل، شرم و حيا نه لرل: زمر پزه(شرم) نه لري.

* پزه وتل يا خوله وتل،تبخال ختل يا اېستل: د زمر پزه وتلې ده ،.

* پزه ټکوهل، پزه سوڼل يا سوڼول: زمر (خپله) پزه ټک وهله.

* پزه پر دېواله پاکول،بېوزله ول:  ببری پزه پر دېواله پاکوي.

* په پزه کې غږېدل-خبرې کول، گړنسي ول، دهغه چا په تړاو ويل کېږي چې  په ارثي ډول، او ياد والگي، سېنوزيت… له کبله روان و روښانه نه غږېږي: ببری په پزه کې غږېږي.

* پزه ټکوهل،پزه سوڼول، لکه: زمرک ټک وهله( پزه سوڼ کړه).

پزه نېښ کښل ياوهل،ډېرډنگرېدل، لکه چې وايي:( له ډېرې ډنگرتيا) د زمر پزې نېښ کښلی يا وهلی دی.

* تر پزې ډکېدل، ډېر مړېدل يا موړ- ول: زمر تر پزې ډک شو يا تر پزې ډک دی

*نر مچ پر پزه (مخ) نه پرېښوول، د(پزه پر هوا نيول) يو ښنديز ځېل، غاورېدل؛ بوڅېدل؛ شوخ کېدل -ول: زمر نر مچ  پر پزه نه پرېږدي.

* له پزې نيول او ساختل، ډېر ډنگر او کمزورۍ -ول: زمر دومره ډنگر وکمزوری دی چې له پزې يې ونيسې، سايې خېژي؛ سترگې کولکيو ته لوېدل.

*د پزې خت کښل،توبه کښل، توبه گارېدل: زمر (پر) ببري د پزې خط وکېښ چې نور به بد کارونه نه کوي.

* :شرم د چا تر پزې رسېدل، ډېر شرمېدل: د زمر شرم تر پزې يا پوزې رسېدلی دی؛

د نوښاري ولسي شاعر(فريحان شيدا) پر پليونۍ:

په تندرونوکې د وږو سترگو،

لکه هوسۍ چې ترهېدلې ښکاري…

چې يې رانغښتې د ټيکري په وله کې،

((حيا يې پوزې له راغلې ښکاري))! (اندوواند ۱۹)

*  پزه نه وينې کېدل،څوک هېڅ نه ژوبلېدل: په جنگ کې يوه) پزه هم د چا وينې نه  شوه.

* (له چاسره-څخه) تر پزې يا سپږمو رسېدل، (له چاسره- څخه) پرتنگ راتلل- پکو کېدل: زمر له سنکه يا د سنک له لاسه پزې، تر پزې  يا پزې ته رسېدلی دی ترسپږمو يا سونگو رسېدل..

* د پزې پر بريد تلل ،سم له سمونې نېغ تلل يا روانېدل: زمر د پلار په بولۍ هر کار ته د پزې پر بريد روانېږي.

*  چاته د اوړو پزه جوړول، د چا يو څه پرده کول دخميرې پزه جوړول.

* د خپلې پزې د پاکولو توان نه درلودل، ډېره پژني يارواني کمزوری لرل: زمر له ډېرې بېځواکۍ- بېواکۍ- تنبلۍ- ناغېړۍ خپله پزه پاکولای نه شي.

* په پزه کې غوښه شنه کېدل، دغه نوې څرگندنه د پزې په طبي څانگه اړه لري، داسې چې دچا په پزه کې سرباري غوښه را شنه کېږي او زياتره په سوځنه  له منځه ځي ، نو په غونډله کې يې داسې کارولای شو: د سنک په پزه کې غوښه شنه شوې وه او ډاکتر ور وسوځوله.

په دې ډول (د پزې د غوښې سوځل) يوه بله نوې څرگندنه را دودولای شو.

*(دچا) پزه پرېکول-ېدل، شرم اړول- اوښتل: سنک د تور پزه پرې کړه يا پرې شوه؛ سر خريل-کلول-ېدل ( په لومړي جاج).

*.(يوڅه، څوک) د چا دپزې پېزوان کول-ېدل، تور و پېغور پورې کول يا تپل: لويديځوالو راته بنسټپالي يا بنسټپال د پزې پېزوان کړي دي.

*  يو پسول پر پزه(پوزه) کول- سپرول، پزه په پېزوان، نتکۍ يا بل پساله پسولل

تا چې پر پوزه سور(سپور) پېزوان کړ

د عاشقانو ژوند دې تريخ تر زهرو کنه

پېزوان يې بيا پر پزه سپورکړ

لکه کوتره پر هوا چورلک وهينه

– – — – — – — – –

د لوی پېزوان پتري مې شونډې غوڅوينه

پېزوان دې پاس پر شونډو سپور کړ

لکه ښامار د خزانې له پاسه وينه

* پېزوان- نتکۍ-چارگل  پر پزه کول-اېښوول-گرځول، لکه:

تاچې ټوپۍ پر وروځو کېښووه

زه به نتکۍ په پوزه لکه گرځومه

پېزوان پر پوزه کړه خدای ياد کړه

چېرې نصيب دې له سپايانو سره شينه

* پېزوان  له پزې-پوزې لوېدل-پرېوتل- ورکېدل…په لنډيو کې:

پېزوان زما له پزې پرېوت

ته راپسې وې، دا به تا اخېستی وينه

پېزوان مې شرنگ له پزې ولوېد

ته راپسې وې، دابه تا اخېستی وينه

پېزوان مې شرنگ له پوزې پرېووت

ته غلی غلی راپسې وې، پټ دې کنه

پېزوان زما له پزې ورک شو

اوس  به تپوس  ته زرگرانو کره ځمه

پېزوان مې خړو اوبو ډوب کړ

په سپينه خوله به لامبوزن ورکوزومه

پېزوان مې خړو اوبو يووړ

په غم شريکه ياره نيسه گودرونه

…………………….

د کونډې زويه ورته ونيسه ورخونه

پېزوان مې سپينو اوبو يووړ

زه ميرې مور ته  به اوس څه ځواب کومه

له (کوزول) سره، لکه:

پېزوان دې کوز له شونډو نه کړې

چې مينان دې په رڼا گوري خالونه

*پېزوان جوړول،لکه:

پېزوان مې ښه جوړ کړه زرگره

يارمې زلمی دی، د پېزوان په رڼا ځينه

پېزوان به نوی درته جوړ کړم

ته خپه نه شې، زه هم ستا لپاره يمه

پېزوان په کورمه کې جوړېږي

د کندهار زرگره مات دې شه لاسونه

پېزوان دې جوړ دبوډۍ ټال دی

زما نصيب پرې زنگوې بېار به شينه

پېزوان مې تورو ستگو وخوړ

زه د نشتر(نښتر) تاويز پېزوان له جوړومه

* پر پوزه مات پېزوان راوړل، دا څرگندنه هله پر شعري انځوراوړي چې د(شرم-پېغور) په جاج وويل شي:

پېزوان دې مات پر پوزه راوړ(و)

لکه سپاهي له جنگه ماته نېزه وړينه

* پوزه(پزه) بې چارگله زړېدل، پزه تر پايه بې چارگله بې برخې کېدل-ول-استل

په سره قرآن به دې غوڅ نه کړم

که لکه پوزه بې چارگله زړه شومه

* پر پيته پوزه شرمېدل، داچې پيته پزه د ملنډو-پېغور موخه-پلمه کېږي، نو هم پرې پخپله پيتپزی شرمېږي او هم يې پرې کورني غړي- يارودوست:

پر پيته پوزه دې شرمېږم

د خدای لپاره خميره کېږده مينه

۵= پښتۍ pәx̌ tә́y

(پوښتۍ)  يې يو گړدودي ځېل دی، پارسي يې(قبرغه) بولي، ديوه دننني پژغړي په توگه نه يوازې د زړه، ځيگر، سږيو، نس، گېډې… د ساتنوالۍ او پاسوالۍ دنده پرغاړه لري، بلکې رابهرهم دگرد پژي- ځاندرې(وجود) په ټيکاواو غښتلتيا، په تېره ورزشي وړتياکې، له کړاو(تمرين) سره د پېړو پياوړو مرغېړو(عضلو) په مټ و مرسته په زړه پورې ونډه پرځای کوي، ان تردې چې په سياليو کې پرې له پاسه خښتې-کاڼي ماتېږي اويا گاډي پرې تېرېږي. نو که( لاسونه) له بهره د پژي په سا تنه او ژغورنه کې دبلهارۍ (ماتېدنې) تر بريده پازه سرته رسوي، دايې له دننه، ورته چاره پرمخ وړي.  په دې ډول د گړنو او څرگندنو په رغاونه کې لږوډېره برخه اخلي. سرپښتي (سرسينه) ښايي يوازېنۍ وييرغښتي او بيا تړښتي بېلگه اوسي.

* پښتۍ ماتېدل، په يو سخته چاره کې سخت ژوبلېدل-رنځېدل:

پښتۍ مې ماتې په يارۍ شوې

مورته  نارې وهم چې برېښ کوي مينه

پښتۍ مې ماتې شوې يارۍ کې

مورته بانه کړمه چې برېښ کوي مينه

(پښتۍ دې ماتې شه!) يې دښېرايوه بڼه ده.

۶= پښه- پښېpx̌e-px̌a

ناکره(شمال ختيز) ځېل (خپهxpa ) يې پر (خ) د( ښ) داوښتنې( اوړن(قلب) او وږي ماتونې disclusteralisation پايله ده؛ ( پل)،(تله)، گوټ او(ښڼه /خڼه) يې  هم په ورته مانيزو کې راځي. سر ترپښو(سرترپايه)، بې لاس و پښو يا بې لاس و بې پښو چې پښتانه يې له آره د(معيوب او ناتوانه) په ماناوو کاروي، خو ليکوال يې نن سباد پارسي دنوموالې گړنې (بې سروپا) د  انډول په توگه هم کار وي، په داسې حال کې چې نږه پښتو انډول يې((بې سروبوله)) دی. ( پښه) پر خپل وار د پژنۍ دندې او ارز ښت په پرتله (تناسب) يو لړگړنې او څرگندنې را منځته کړې چې يو شمېر لاسته راغلې بېلگې يې  دلته وړاندې کېږي.

*پښه نيول يا پښه نيولی کېدل

چې په تلو تلوکې پښه نيولی شوله

بېرته کاته يې درضا نښه ده (راديويي مشاعره ۱۳۳۸)

*پښه ارتول-ارتېدل يا خلاصول-خلاصېدل،هلک ته تر کوژدې روسته د نجلې د ليدااجازه ورکول يا اجازه موندل چې نن سبا همدغه څرگندنه  روغتون ته د ناروغ او زندان ته د بندي ليدلو اجازه هم رانغاړي او پښه ارتی px̌a ártay(پايواز) او پښه ارتی px̌a artáy(پايوازي) مانا لري: زمر پښه ارتی شو، يايې پښه ارته شوه او خپله نجل ليدای شي: زمر چې بندي وو، نه يې پايواز درلود او نه يې څوک  پايوازۍ ته تلل..

*پښه يا پل اخېستل،کوشنی نوی پرگرځېداراتلل؛ پر لار چټک تلل: د تور زوی (نوی) پل اخلي.

* پښه پر پښه اړول يا يوه پښه پر بله اړول، ارام، وزگار يا بېغمه کښېناستل: زمر پښه پر پښه يا يوه پښه پر بله  اړولې ده.

* پښه يا تله پر… تېرول، پر يوڅه سترگې پټول؛ يوکار په پټه کول: تور پر خپله کړنه، تېروتنه… پښه يا تله تېره کړه.

* (د هلک) پښه تر کنده وراېستل- هلک ته کوژده کول: زمر د خپل زوي پښه تر کنده واېسته.

* پښه ټولول ياپښې اېستل (،له کاره ورو ورو ځان اېستل، ډډه کول يا پلمه کول:

* پښې اېستل يا سپکول، پر پاسنۍ مانا سربېره د کړي جرم يا تور تومت له کبله د چا (توره) تېښته راڅرگندوي:  ببري پښې واېستې يا سپکې کړې؛ ځان کښل يا اېستل، اوږه کښل يا اېستل.

* پر پښو گوډېدل

پر پښو چالاکه اوښه گوډشې

د يار ديدن به مې کاوه،تېره دې کړمه

* پښې پرېوتل

پر بلۍ ورو ځه، پښې دې پرېوځه

د پيکړې شڼا دې کلي خبرونه

* (درسته )  نړۍ،سيمې، هېوادونه… ترپښو اېستل- ډېر يونونه (سفرونه) کول: زمردرسته نړۍ،ډېرې سيمې، هېوادونه… تر پښو اېستلي دي.

* پښه نيول-  په تلو تلوکې ناڅاپه ځای پرځای درېدل، تمېدل ؛ پښېمانېدل: زمر(په تلو تلوکې) پښه ونيوه يا پښه نيولی شو؛ تور(نوره له هرڅه) پښه ونيوه يا لاس پر سرشو..   

*لاس تر( له) پښو نه ختا کول، واروپار نه ختا کول يا له لاسه نه ورکول- د يوې ناڅاپي پېښې يا دچا په ناببره ليدو سره خپله وارختا يي پټول، ځان (ور نه) ارورتر  ښوول: سنک لاس تر پښو ختا نه کړ

* لاس پښې تړلی څه کېدل

پر چاچې سين د مينې واوړي

لاس پښې تړلی ډوب شي،  ځي، سېلاب يې وړينه

* د چاپښې يا لاس و پښې نيول، د بښنې ياد بل هرڅه د غوښتنې لپاره چاته زارۍ جگۍ کول:

خلک د پير لاسونه نيسي

ما د شين خالې ليلا پښې نيولې دينه

خلک د پير لمنه نيسي

ما د کمکوټې نجلۍ پښې نيولې دينه

*  تر پښو لاندې کېدل، لکه:

جانانه جگه درته نه شوم

پر(تر) پښومې لاندې شول د زلفو تنابونه

* له پښو لوېدل، غورځېدل ، پرېوتل يا پاتېدل – د هغه چا په تړاو ويل کېږي چې د ژوبلېدنې، ناروغۍ يا زړ بوډۍ له کبله يې پښې خوځښت (حرکت)  له لاسه ور کړي، پرځای پروت وي اونور يې د کار توان له لاسه ورکړی وي: سنک(نور) له پښو لوېدلی دی؛( له لاسو پښو لوېدل) يې بيا ښنديز انډول دی، خو له مرستيا لکړونو(ول- استل) سره يې اړوند نوموال انډول(بې لاسو پښو) د هغه چا په تړاو ويل کېږي چې په لوی لاس او له لټۍ تنبلۍ له کارو زياره ډډه کوي ، لکه: سنک (ډېر) بې لاسو پښو يا بې لاس و بې پښو دی؛ چاروال ځېل (غورځول، پرېستل).يې هم همداسې درواخله.

* پښې ماتول-ېدل، لکه ← له پښو لوېدل-غورځول-ېدل، خو، ماتول-ېدل د گو اښ او ښېرا لپاره زيات کارول کېږي، لکه چې وايي: اوس به دې پښې ماتې کړم، يا پښې دې ماتې شه!←  پښې پرېوتل، له پښو لوېدل.

* دپښې ځای نه ول_ استل، زياتره (له گڼې گوڼې) او توني کړول(مکاني قيد) سره راځي، لکه چې وايي: له ډېرې گڼې گوڼې پکې-هلته د پښې ځای نه وو- نشته؛ پر سرو سره ختل.

*  پر پښو درېدل يا ولاړ- ول، پرځان بسيا يا تکيه ول، لکه په لنډۍ کې:

اندېښنو لوی غرونه چپه کړل

شاباس پر ما چې زه پر پښو ولاړه يمه

* (د چا) پښې-تلې (په سترگو) ښکلول،. د ډېرې مينې او درناوي څرگندونه او زبادونه، لکه په لنډۍ کې:

بېلتون دې قدر پر ما زيات کړ

تلې د پښو به دې په سترگو ښکلومه

* د پښو تلې تڼا کېدل،له ډېر تگ مزله پښې له کاره لوېدل، لکه په لنډۍ کې:

تلې د پښو مې شوې تڼاکې

اوس سرې منگولې لگوم، يارته ورځمه

* د پښو تڼاکې اوبه کېدل

د پښو تڼاکې مې اوبه شوې

نصيبه مه مې گرځوه پر وطنونه

* زولنې پښوته راتلل يا پښوته زولنې لوېدل- زولانه کېدل؛ له تگه لوېدل، لکه په لنډۍ کې:

چې د اشنا کوڅې ته راشم

شنې زولنې مې غيابانه پښوته راځينه

* پښې په کونده کې کښېستل يا کښېباسل، پرنه تگ سخت بنديز لگول،ل

پښه په کونده کې ته کښېباسه

د بې لباسه مه اخله لاسونه*

* پښې ماتول-ېدل له پښو غورځول- لوېدل: د درو مخنيو لازيات ښنديز ځېل)

* پښې په نکريزو ول-استل ( له ناغېړۍ او لټۍ له ځايه نه لټېدل)، لکه يو  بل ته غږ کړي، اوبه راته راوړه او په غبرگون کې ورته ووايي: ولې ستا پښې په نکريزو دي يا دې پر پښو نکريزې اېښې دي چې له ځايه نه شې ښورېدای؟

*بوټ، څپلۍ، موزې، جرابې… پر پښو يا په پښو کې کول، لکه:

تا د سفر موزې پر پښو کړې

د ژيړو گلو باغ پر چا سپارې مينه

۷= پل- پلونه-plúna pal

پښه او همداراز گام- قدم ورسره هممانيز کارول کېږي. پارسي همريښه انډول يې (پی) دی او پښتو پل د پورويي په توگه د(سراغ) په مانا له پی- نقش قدم- سره هممانيز کاروي په دغه مانا موږ هم (پل) کاروو چې ترڅنگ يې کرښپل  د سوېل لوېدځ خواته ويل کېږي(آرپوهيز سيندگی). پليونی (لاروی، پيرو)، پلې لار يا يې کره بڼه (پللار) د(پياده رو) له نويزونو څخه دي.

*پل پټی کول، د پښو پل يا خاپ پټول؛ ويار ياعيب پټول؛ له رښتيا يا حقيقته تېرېدل يايې پټول: زمر د خپل غله ورور پل پټی کوي يا پل ور پټوي.

* (چېرې) پل(نه) اېښوول، چېرې روانېدل، لکه يوبل ته چې دگواښ په توگه وايي: که بيا دې دېخواته پل اېښی وو، پښې به دې ماتې کړم، لکه په يوشعرکې چې(پل نه اېښو ول) له←(پل اخېستل) سره يومخاوی رغولی دی:

وابه نخلم پل پر هغه لاره زه

چېرې چې رقيب ناولی پل اېښی

* پل اخېستل، لکه پل اېښوول(چېرې خوځېدل-روانېدل) مانا ښندي چې منفي ځېل يې پاسني بيت په لومړۍ مسره کې راغلی دی.(څانگې ۵۶)

* پل پر پل اېښوول، په چا پسې تلل، پېښې يا پليوني کول): تور د زمر پر پله پل ږدي يا اېښی دی.

*د چاپل په توره وهل، له چاسره سخته دښمني کول: تور د زمر پل په توره وهي.

*پل اخېستل(پښه اخېستل)، پل ور وړل ياوروستل. د غله يا بل مجرم پل تر…  تر يوځای رسول يا پل پسې اخېستل-

تعقيبول: څارندويانو د غله… پل تر کوره (پسې) اخېستی- ور رسولی- وروړی -ور وستی دی.

* د چا پل سپېره-شوم ول- استل، د چا راتگ بد شگوم بلل: د سنک پل سپېره وو- دی:

چې ستا د شومو پلونوگرد پرې پرېوت

شوې ترمې ترمې يومخ

د چمبېليو باغچې…(نوې نړۍ۳)  

* د چا د پله يا پښو خاورې د سترگو رانجه کول، له ډېرې مينې او گرانښته د رنجو پرځای د چاد پله يا پښو خاورې په سترگول:

زما ړانده کسي به جوړ شي

که يې د پل (پله) خاورې رانجه د سترگو کړمه

۸= ترخ-ترخونه trәx-trәxúna

پارسي انډولونه يې (بغل، کنار،آغوش)) دي او(تخرگ) يې هم يو زوړ کوشيننوم. لږوډېر له (غېږ)،(اړخ)، (څنگ)،( او(خوا) سره هممانيز يا ورته مانيزکارول کېږي او پارسي انډولونه يېراتلای شي، خو څنگه چې د کوشيننوم تخرگ اودرې-څلور  ورته مانيز يې زياتره ځايناستي کېږي، نو کارونگ يې لنډگنډ پاتې شوی دی.

* يوڅه په ترخ کې نيول- ول-استل، يوڅه په ترخ يا غېږ کې اخېستل-لېږدول:

سالو پر سر، منگی په ترخ کې

د مازيگر گودرته ځي، رنځور يې کړمه

* (څوری يا بل )څه ترخ( څنگ) ته اچول، زياتره  له څوري-کوري سره ويل کېږي  چې (د يانه-سفر تياری نيول يا تلل) جاج ښندي ، لکه د خرښبون بابا په شعرکې:

ځمه ځمه چې اوږد يون مې دی و مخ ته

د يانه څوری به اچوم و ترخ ته (پټه خزانه ۲۰)

۹= تريخی- تريخي tríxay-tríxi (تلخه، زهره، مراره)

* پر ينه تريخی(نه) درلوول-درلودل)، ننگ و مېړانه لرل: تور پر ينه تريخی نه لري.

* د يوه څيز يا کار تريخی نه لرل، وړتيا يا جرئت نه لرل: سنک د مشرۍ تريخی نه لري يا د سخت يا سترکار تريخی نه لري؛ زړه نه لرل؛ مثبته بڼه (د يوکار تريخی لرل) هم کېدای شي، لږو ډېر دود ولري.

۱۰= تن- تنونه tan-tanúna

داويی هم له خپلوانو ژبو سره گډون لري زياتره د (تنه)، (ځان)، پژي(بدن) د ورته مانيز په توگه کارول کېږي،هغه هم، لکه پخپله(تن) غوندې له پارسي هغو سره څه نا څه شريکې گړنې او څرگندنې رغوي.  د تن- تنې اړوندې گړنې-څرگندنې هم يو ځای وړاندې کېږي.

* (يوه څه ياچا ته) تن اېښوول،قانع کېدل ، منل): تور ځير يا د ځير خبرو) ته تن اېښی، کښېښووه يا ږدي؛ (تن ورکول) يې تر ډېره هممانيز کارول کېږي.

* تن پر(ې) اېښوول،څوک په ورته ښوچارو کې خپل سيال گڼل: تور پر ببري تن اېښی دی

* تن پر… اېښوول(څوک په سول، پوهه، زړورتيا… کې د ځان سيال گڼل)، تن ورکول(برخه او رښته ورکول تن اېښوول-ورکول

* په تن  يا ځان کې وينه وچېدل، له ډېر او سخت کاروزياره  له لاده باده لوېدل: (له ډېر او سخت کاروزياره) د تور په تن کې(بېخي) وينه وچه شوه.

*له خوښۍ په تن کې جامې نه خايېدل، ډېر خوښ ځوشاله ول-استل: (له خوښۍ خوشالۍ)د تور په تن کې جامې نه ځايېږي؛ بل ځېل يې ( له خوښۍ نه په  جاموکې نه ځايېدل) راځي.

* جامې، ختې-کالي پر تن کول، جامې يا هر پوښاک اغوستل: ببري نوې ختې يا خت پر تن کړ.

 * د تن جامه کول-ېدل -ول-استل

تومت زما د تن جامه ده

د تن جامه خلک پخپله زړوينه

* سر پر تنه ول-پاتېدل، ژوندی ول:

چې سر يې وي په تنې پورې

خوشې امېد يې د اشنا د ديدن وينه

له شعري انځور سره اخښلون:

گوره په زړه کې دې څه ونه گرځي

لا پر تنه باندې مې سر پاتې دی(گلکڅونه۴)

* سر له تنه جلا کول-ېدل سر پرېکول-ېدل.

* سر له تن – تنې جلا کول-ېدل سر پرېکول-ېدل:

سرمې له تن څخه جلا کړئ

که مې پگړۍ د بې ننگۍ تړلې وينه

تلوار په کار دی، رارسېږه

نن مې دا ستا په تومت سر جدا کوينه

*په جامو کې تن اور اخېستل يا په تن کې جامې سوراورکېدل، ډېر بېتاب و توانه کېدل؛په يوه لنډۍ کې(جامې په تن کې سورانگار کېدل) راغلي چې ښايي، ولسي آره ولري:

جامې مې تن کې سور انگار شي

خطا مې وار شي، چې له تانه جداشمه

پر هر گړۍ چې را پر يادشې

کميس لمبه شي، تن مې اور واخلي مينه

*  تن په تنهايۍ کېدل (هر څوک) په خپل ځان کې کېدل.

* پر تن اور لگېدل ، په تن  اور يا لمبې پورې کېدل يا تن اور اخېستل- ډېر ناخواله او خوشينی کېدل:  (له ډېرو غمونو، کړاوونو) د زمر پر تن اور ولگېد يا يې تن اور واخېست.

* تن خاورې کېدل يا خاوروته تلل- مړل، گورته تلل:

له خپله حاله خبر نه يم

چې به مې تن د کوم وطن خاوروته ځينه

* کفن پر تن کېدل يا يوڅه د تن کفن کېدل-

که په خپلو وينو نه وم لمبېدلی

ستا پړونی دې زما د تن کفن شي(همېش خليل)

* تن پر تن جنگ د پارسي (جنگ تن به تن) د انډول په توگه، يوه نومواله څرگندنه ده چې په غونډله کې (تن پر تن جنگ کول) يا(تن پر تن جنگېدل) کارول کېږي.

پر تن()تور) چېنجی اخته کېدل- ډېر درد و رنځ او کړاو گالل: د سنک پر تن چېجی اخته شو؛ لنډۍ:

پر تن مې تور چېنجی اخته شو

  زړه ترې ساتم چې پکې ستا مينه لرمه

۱۱= تندی- تندي tandáy-tandí(پيشانی، ناصيه)

(ټنډه- وچولی) يې گړدودي ځېلونه، په نورو ټکو، هممانيزونه دي. هرگوره، د تندي دوه  نور همجوليزونه(متشابه وييونه) او ماناوې(د ژوي، څاروي تيخوری بچی، لکه(تندی خوسی)؛ نوی راټوکېدلی يا تېغ وهلی کښت) دغلته پاموړ نه دي.

نوموالې رغاونې ، لکه: (د) تندی ليک (برخليک)، د تندي خال، ورين تندي، ارت تندی، روڼ تندی پراخه ټنډه… ؛ هرگوره، د تندي درېيم هممانيز (وچولی) يو تړښتي رغاونه (وچ+ولی) ده.

* تندی تريوول ياتريو نيول، دچا د نازغموړ کړن، پوښتنې اښتنې ستغې سپورې … په غبرگون کې قار، اندېښنه، ناخو ښي يا بدنيت  څرگندول يا ورته بوڅېدل ځان يا شونډې بوڅول يا نيول : ځير د تور پر غوښتنه،پوښتنه يا غبرگون تندی تريو کړ- تريو ونيو يا.ټنډه تروه کړه.

* تندی سره تلل، تندی غوړېدل يا روڼېدل، خوشالېدل يا خوشالي څرگندول: د ببرک تندی سره ولاړ يا وغوړېد.

* پراخ – ارت- واز تندي- ورين تندی- وچولی لرل – نيول، د پاسنۍ گړنې د يوه مثبت ځېل په توگه.

* په تندي کې رڼا ښکارېدل يا ځلېدل، د تېرې گړنې پر ماناوو سربېره دنېکمرغۍ يا زبرگۍ(روحانيت) ماناوې هم رانغاړي: د زمر په تندي کې رڼا ښکاري يا ځلېږي.

* د چاروڼ(راڼه) تندي ته کتل،  په مېلمستيا يا بل ورته ژوند ژواک کې د چاښه نيت و اخلاص  په پام کې نيول، نه تشلاسۍ-بېوزلۍ ته، لکه په متل کې:

تالي ته مه گوره، تندي ته گوره

په شعرکې:

ستا راتلل ښادي ښادي ده، که قبول کړې سوکړک سپور

زما روڼ تندي ته گوره، که خالي وي زما شکور(سلمی شاهين۸۲)

* يوڅه په ورين- روڼ(راڼه)- ارت- پراخ -واز تندي وچو لي- پراخه ټنډه… منل-کول، يوڅه په خو ښۍخوشالۍ منل: تور د زمر هره خبره، غوښتنه، مرسته… په ورين تندي مني، يا: مرسته کوي.

* د تندي خال ښه اېسېدل، لکه:

په لنډۍ کې:

د تندي خال دې داسې زېب کا

 لکه پر سپينه واوره کاغه ناسته وينه

* تندي غوټه کول تندی تريوول.

*پر تندي مالگه-مالگې-مرچ دوړول، د(تريوول- غوټه کول) يو ټينگاري ځېل: تور پر تندي مالگه، مالگې يا مرچ دوړولي دي؛ د پېښوريانو(د مرچکيو پر څټه کېناستل) يې هممانيزېدای شي.

* تندی داغل يا ماتول، په دې کږنه انگېرنه چې  ښه يا بد، نېکمرغي يا بد مرغي وار له مخه د وگړو په تندي کې ليکل شوي يا ليک دي، نو يو نيم ځنې سرټکوي او وايي: زه دومره بدمرغه يا خواروځار يم چې غواړم تندی مې داغ يا مات کړم، يا مې تندی د داغلو، سېزلو، ماتولو… دی؛ په يوه لنډۍ کې وايي:

تنديه داغ به درله درکړم

تا پر خپل ژوند باندې زه ډېر ستومانه کړمه

همداوړ  له(بخت په ټنډه دی، نه په منډه،روزي په منډه نه ده، په ټنډه ده) متلو څخه رامنځته شوې نومواله گړنه، لکه ورسره رغېدلی شعر:

اوس ژوندون بويه په پوهه،

په هاند هڅه او په منډه…

د هغو برخه ده خواره،

چې گروهېږي لا پر ټنډه!

* تندي ته تيږه نيول تندی ماتول.

* تندی سوی ول، په ورته جاج، لکه:

تندی مې سوی دی عالمه

ځکه جانان راځنې واخېستل لاسونه

* تندي ته ټس ورکول، له يوې ناببرې پېښې سره د هېښتا ، خواشينۍ، نهيلۍاو ارمان غبرگون ياڅرگندونه چې څوک يوې گټې يا بري ته کلک په تمه وي او ناڅاپه د بل چا په برخه شي، خپل تندي ته په لاس يو ټس ورکړي، د بېلگې په توگه زمر چې تور ورځنې په سيالۍ يا گټه وټه کې  مخکې شو، نو(خپل) تندي ته يې (يو) ټس ورکړ.

* د اسمان هر کاڼي ته تندی نيول،هرې پېښه، ناخواله، بخوله، ناورين، خواري سختي زغمل يا ورته چمتو ول- استل: تور  د اسمان هر کاڼي ته تندی نيسي.

* تندی سولول-ېدل- د هغه چا په تړاو ويل کېږي چې ډېر لمونځغاړی وي: سنک په ډېرو لمنځونو(خپل) تندی(بېخي) سولولی دی.

* تندی د چا په در(وره) کې سولول، مينې يا کوم لوی يا بډای ته ځان لاسکتوی يا مريی ښوول: سنک د… په درکې تندی سولوي؛ دا گړنه ښايي له شعروادبه آره اخېستې وي، لکه اقبال فناچې وايي: تنديه ماتوم دې، ټيټومه خو دې نه/ پر در د سنگدلانو سولومه خو دې نه… همدارنگه له(لگول) سره يې د پېښاوو(جهاني) دا:  خالق مې ککرۍ سجدې ته نه ده پيداکړې/ تنديه ماتوم دې، لگومه خو دې نه (بد لمېچ۴۲۵).

* په تندي کې کښل يا کښل(نويشته) کېدل ياکښلي(ليکلي) ول- استل،ښه يا بدوار له مخه (له ازله) د چا په برخه ول او نه بدلېدل، لکه ملنگ جان چې وايي:

دادی ليک د ازل

څوک بې نه کا بدل

که لقمان يې شي مل

هوو- هوو… ماملنگ جان ته يې ليکلې بېماري

* پر تندي د چاد وينوخال  اېښوول ( وهل)، د ډېر ښاڅ ،وياړ او پاس څرگندول ، لکه په دې رزمي لنډۍ کې چې (تندی) پکې پټ (مضمر) دی:

خال به د يار د( له)  وينو کښېږدم

چې شينکي باغ کې گل گلاب وشرموينه                       

* د چا د تندي خال کېدل، له چا سره د مينې او پيوستون (وصال) څرگندول، لکه چې وايي:  کاشکې ستا د تندي خال شم.

* تندی وهل، له غم، خواشينۍ…  سر پر دېوال، په لاسونو وهل؛ له بده بخته سر ټکول او ژړا فرياد کول(تندی داغول…): سنک( له ډېرغمه خپل) تندی وهي- لکه په لنډيو کې:

تندی وهه کوڅۍ وکاږه

کوڅۍ به بيا وشي، اشنا به خاورې شينه… .

تندی مې سوی دی عالمه

ځکه جانان راځنې واخېستل لاسونه

تندی وهم په وينو ژاړم

خلکه گرم نه يم، له جانانه جدا شومه

په سر سرتور، په زړه غمجن يم

پرتا مين يم، تندی تل درته وهمه

تندی وهم پر ژړا ژاړم

يار مرور اوږ سفر له ماکوينه

– – – – – – – – – –

يار مرور دی پر سفر له ما نه ځينه

*سر(و)تندی وهل، سخت کارو زيار يا خواري مزدوري پرمخ وړل ياکول: ببری (اوړی ژمی)سروتندی وهي، لکه:

تابه سرتندی واه پراوړي ژمي

د ملک خان په چوپړ به دې ساتلم(سوزون او سازونه ۳۹)

په دويمه مانا، لکه په لنډيو کې:

بېلتونه دادې څه انصاف دی

چې ستا له لاسه مدام سرتندی وهمه.

خزانه خدای دې ځوانيمرگ کړه

بلبلان ستا له لاسه سرتندی وهينه

* يوڅه(درد،تاو، تودوخه…) تندي ته ختل، پر ډېر درد و رنځ يا سخته تبه کېدل، لکه چې وايي: ځان مې دومره خوږېږي چې درد مې تندي ته وخوت، په يوه لنډۍ کې بيا (درزونه)  د يوه ښکلي انځور د منځتوکي په بڼه راغلي دي:

بېلتون مې زړه ته پانې ورکړې

د غم درزونه مې تندي ته وساتنه

* لمر پر تندي راتلل، ورځ نيمېدل يا نيمايې ته رسېدل، (پر دوبي) ټکنده غرمه کېدل، لکه په لنډۍکې:

لمر پر تندي راغی غرمه شوه

ورځ مې کږه شوه، جنۍ خوله نه راکوينه

سترگه دلمر پر تندي راغله

ورځ مې کږه شوه، جنۍ خوله نه راکوينه

سترگه دلمر تندي ته راغله

ورځ مې ښه نه شوه،ليلا خوله نه راکوينه

دغلته (دچا) ورځ ښه نه کېدل- ورځ کږېدل- گرځېدل-بدېدل، بياد ( بدمرغه کېدل) په جاجه غبرگې گړنې دي.

* لاس پر تندي کول-ېدل، اېښوول  يا لاس پرتندي درېدل-ولاړ ول-استل، سلام و هرکلی کول ، لکه په لنډۍ کې:

لاس پر تندي درته ولاړ يم

زه سلامي له يوسفزو راغلې يمه

په يوه بدله کې:

زه وړه جلکۍ کله ياري کوم

لاس به پر تندي کړم

پاک الله ته به زاري کوم

* منگولې ير تندي اېښوول، په ماناکې له پاسنيو بېلگو سره اړخ لگوي او په جوله کې له دې لاندې بېلگې سره:

که دې زما پر سلام ښه شي

زه به داسرې منگولې تل پر تندي ږدمه

* (چاته) لاس پر تندي(سينه، نامه-نو) درېدل يا ول-استل، د چا د هرکلي- درناوي لپاره لاس پر تندي درېدل-ولاړول، ول-استل:

لاس پر تندي درته ولاړ يم

زه سلامي له يوسفزو راغلی يمه

* وربل پر تندي يا مخ راخپرېدل يا خپور(خور) ول-استل،وربل.

د تندي اړوندې نوموالې او کړولي رغاونې:

*(ټيک-ټيکه، روپۍ… پر تندي-ټنډه ول، لکه

ټيک پر تندي، پېزوان پرشونډو

اوږۍ پر غاړه د نجلۍ مزه کوينه

ټيک پر تندي چارگل پرپوزه

پر لنډه زنه دې شين خال مزه کوينه

ټيک پر تندي پېزوان پر پوزه

سېکان دې بوځه، زه دې روغ لېونی کړمه

ټيکه دې پاس پر تندي خوند کړي

لکه سپوږمۍ چې پر اسمان پړکا کوينه

* نومواله رغاونه(لغړې ټنډې) په يوه لنډۍ کې داسې کارېدلې:

سلام سلام تورو پيچکو

لغړو ټنډوته څوک نه کړي سلامونه

۱۲= تی-تي- تيونهtay-ti,tayúna  (پستان)

(غولانځه) هممانيز يې د ژويو او څارويو هغه ته ويل کېږي او ښځمنو ته د کنځا او سپکاوي له مخې، چې ستا ينوم يې(غولا نځوره) راځي. تيور د پارسي (پستا ندار)  په څېر د اړوندو ژويو لپاره يوه نوې رغولې ستاينوميزه نومونه(تيور ژوی- ژوي) برېښي؛ ښځينه اېلڅارويو ته چې ښې شودې کوي،( پيوره پيورې) ويل کېږي.

د تي يو بېلنگ()تيي) د پارسي(دايه)  انډول دي؛ (د) تي مور يا تيمور (مادر رضاعی)، تيخوری، وچموری(شيرسوخته)، تيخورتون (شير خوارگاه)… يې هم زاړه او نوي تړنگونه دي له چاسره تی روول.

په ورځنيو خبرو اترو کې يې پر ځای((سينه-سينې)) کارول کېږي او له((تي)) سره زياتره شډلې څرگندنې دود لري او په لنډيو کې ورسره تر ډېره شعري انځورونه رغېدلي، لکه:

سينه دې تخت د پاچاهۍ دی

دادواړه تي دې شاهزادگان حکم کوينه

*  (بچي ته)تی ورکول، (بچي ته) شودې(پۍ) ورکول: زرينه خپل کوشني ته تی ورکوي.

* تی رول، شودې رول، لکه په متل کې چې وايي: ماشوم چې ونه ژاړي، مورتی نه ورکوي؛ دغلته تر(شودې ورکول)  څخه(تی ورکول) څرگندنه زياته کارول کېږي، بې له دې چې شډله ونگېرل شي.

* له تي پرېکول- شکول – غوڅول، جدا يا جلاکول، تيخوری ماشوم د مور له شودو جلاکول- نور تی نه ورکول: ځينې ميندې په درېکلنۍ کې خپل بچي له تي پرې کوي يا غوڅوي.

* تی گوډېدل -په تي کې شودې وچېدل: د زرمينې تی گوډ شوی او کوشني يې له شودو بې برخې شوی دی؛ وچموری (شيرسوخته) هم همداسې چاته ويل کېږي چې  په لومړي وختو کې يې د مور د تي له گوډېدو سره له شودو، او همداراز له وچو يا پوډري هغو بې برخې پاتې شوی وي او دچاخبره نروچکی اويا زېړ زبېښلی برېښي.

*  له چاسره تی روول، له چاسره(له يوې موره) يوځای  شودې روول اوسره رضاعي ياد تي ورور-خور، خويندې يا ورونه کېدل: زرينې له زمر سره تی روولی يا زرينې او زرين سره (يوځای تی رولی (او له دې پلوه، سره خور ورور شوي او واده سره نه شي کولای) .

د عربي(رضاعي) انډول نورې پښتو نومونې، لکه:

(د) تي مور- تيمور(رضاعي مور) چې کېدای شي تيي(دايه) هم وبلل شي.

(د) تي ورور و خور( ورونه او خويندې)؛

(د) تي ميندې، بيا دهغه چا په اړه  ويلای شو چې د يوې پرځای يې د څو ميندو تی روولی اوسي.

په دې توگه د اړوندې تيمور هماغه هلک يا نجلۍ نه، چې يوځای او هممهاله يې تی ورکړی وي، بلکې د هغې گرد نرينه او ښځينه بچي د هغه (پردي) هلک- نجلۍ خور و ورور، په نورو ټکو، خويندې او ورونه بلل کېږي.

* پر تي چونگاښ دانه-مرداردانه ختل، تی په چونگاښ(سرطان) اخته کېدل: نن سبا په لويديځ کې د تي چونگاښ دانه -چونگاښ ډېر شوی دی..

* (له يوڅه) تی ياد تي سر- څوکه راوتل يا ښکارېدل چې ترڅرگندنې يې شعري انځوريز رنگ زيات برېښي، لکه په لنډيو کې:

کميس زرغون تی ترې ښکارېږي

لکه گلاب چې تربلگو ښکاري مينه

کميس د تي پر سر سوری دی

لکه غاټول چې له پردې وتلی وينه

* د مور تی، يوه نومواله څرگندنه ده چې سوېل-لوېديځ خواته د مور له ښکنځاوو څخه بلل کېږي، لکه چې يو بل ته وايي: د مور دې تی څنگه يې…!

* تی(نه) بښل-بخښل ، يوه نيمه مور د(پيو- شودو) پرځای لور-زوی ته وايي: تی مې دربښلی(نه) دی.

۱۳= ټټر- ټټرونه aár- ṭaṭarúna

تر ډېره يې له پارسي او نورو نژدې خپلوانو ژبو سره گډ(سينه siná) هممانيز دود لري..ټټرۍ(واسکټ، سدرۍ)، ټټری ( ښځينه سينه بند) نويزونه يې تازه رامنځته شوي دي، په هر ډول، ددواړو هممانيزونو گړنې-څرگندنې سره يوځای وړاندې کېږي.

* ټټرول-ېدل، ول- استل← ټټر ياسينه نيول- نيول کېدل، په برېښ (سينه وبغل، گريپ) اخته کول-ېدل، ول- استل:  يخ ژمي زمر ټټرکړی، سينه يې ورته نيولې يا ټټر دی.

په ټټر اخته کېدل ټټرېدل.

* ټټر يا سينه (را-در-ور)  نيول- نيول کېدل، د تېر په څېر جاج، خو تر ډېره يې د کړند( يخ ژمي…) پرځای نومځری(( يې)) کارول کېږي، لکه: د تور ټټر يې نيولی دی؛ او د (تور) پرځای هم د درېيم وگړي پلوي نومځری(ور) کارول کېدای شي، په دې ډول د لومړي وگړي پرځای (را) او دويم پرځای (در)  هم همداسې درواخله: ټټر يې رانيولی، ټټر يې در نيولی دی.

* پر روغ ټټر مالوچ پخته) اېښوول، بېځايه يا بې گټې کار يا احتياط کول: ببری پر روغ ټټريا سينه مالوچ (پخته)ږدي.

* (چاته) ټټر يا سينه ټپول يا وهل، چاته د مرستې چمتووالی ښوول يا ډاډ ورکول: زمر تور ته سينه يا ټټر و ټپاوه يا وواهه.

* ټټر سوری کول-ېدل

سترگې مې ډېرې وليدلې

د نجلۍ سترگې مې ټټر سوری کوينه

* لاس پر ټټر-سينه اېښوول، چاته درناوی کول،لکه:

چېرې نه شي راپسې پښتنې سترگې

ورته سر نه ټيټوم، لاس پر ټټر ږدم سترگې.

* (چاته) ټټر(سينه) ټپول يا وهل، چاته د يوڅه کار يا مرستې ډاډ ورکول يا چمتو والی ښوول: تور ځيرته د(هر راز مرستې) ټټر وټپاوه يا وواهه

*.(يوڅه) پر سينه زنگېدل ، پسول-ټال خوړل، امېل-لونگين- گلونه… پر سينه زنگېدل- ځړېدل-ټال خوړل، لکه په لنډيوکې:

سپرليه ستا له برکته

د جينکو پرسينه زانگي زېړ گلونه

ټيک دې پادشاه ، خال دې وزير دی

تورلونگين دې پر سينه وهي ټالونه

* سينه خامېدل ( سينه تخريشېدل). سينه مې خامه شوې ده.

* دسينې په زور جگېدل پاڅېدل يا تلل ( به زور سينه  حرکتی کردن، رفتن…)، دا دهغه چا له خوا ويل کېږی چې له ناروغۍ ياد پښو کمزورۍ  له ځايه په اسانه خوځېدای يا تللای نه شي.

* (پرچا) د سينې زور کول، دچاپرسينه د خپلې سينې زور اچول، لکه په لنډيو کې:

دسينې زور راباندې مه کړه

سينې مې نوي غندل کړي مات به شينه

کلکه مې مه نيسه په غېږکې

………………………………………………

يا په کنايي توگه:

سينه دې وخورې سينه ورې

پردی دېوال دې په سينه ونړاونه

* سينه ډال کول، په مېړانه او سرښندنه جنگېدل او دفاع کول، لکه په لنډيو کې:

سپينه سينه مې ورته ډال دی

اشنا گوزار د خونړو سترگو کوينه

سينه دې ډال کړه زما ياره

پر ټال به خېژو، د سينو جنگ به کوونه

* سينې جنگول-لگول، له مينې نه سينې سره لگول، د روستۍ لنډۍ د دويمې مسرې ترڅنگ دانورې بېلگې:

راځه چې دواړه ټال کې کښېنو

ټال به بانه کړو، د سينو جنگ به کوونه

راځه چې دواړه ټال کې زانگو

– – – – – – – – – – – – – –

يو وارې جوخته سينه راکړه

لکه ترکاڼ چې خولۍ تير له ورکوينه

* سينه ټکورول يا د سينې ټکور کول،له والگي- ټټرېداسينه په تودوخه-مالوچو، پټخول… تودول-ټکورول:

په دروازه کې راته پټ وې

ما دسينې ټکور کاوه، ودې ليدمه

* پر سينه ځای نه ورکول، د هغې مينې په تړاو څرگندنه چې له يوې لويې اوږۍ –غاړه کۍ سره يې پر سينه لونگين((مين))  لپاره نور ځای پاتې نه وي:، لکه:

تور لونگين پر ژړا راغی

سپينه اوږۍ پر سينه ځای نه راکوينه

*(دچا) پر سينه سراېښوول يا خوب کول،ويدېدل، لکه:

نور به ارمان راپاتې نه شي

که مې داستا پر سينه وکول خوبونه

تومت دې ټول زما پر سر شو

پر نارنجي سينه دې بل وکړه خوبونه

* پر سينه ښويېدل، د مينې پر سينه د مين غځېدل

له پاولو ډک کميس مې وليد

زه وارختا شوم، پر سينه( ور)وښويېدمه

* د سينې يا ټټر ټکورول، له والگي يا بلې ناروغۍ له کبله سينې- ټټرته ټکور ورکول:

په چوڼياڼۍ کې راته پټ وې

ما د سينې ټکور کاوه ودې ليدمه(چوڼياڼۍ- تشناب)

*  (څوک د چا)پر سينه پرېوتل- څه کېدل- څملاستل،د کوروالي په موخه يو پربل پرېوتل:

پر سينه غلی راته څمله

غږبه و نه کړم، که ورسته درلاندې شمه

پاس پر سينه باندې راپرېوځه

که چا پرې مړ کړې، ځوانان تل پر سينه مرينه

* (چاته)لاس پر سينه(تندي، نام-نو) درېدل يا ول-استل، چاته د درناوي لپاره لاس پر سينه درېدل يا ول-استل،لکه:

لاس پر سينه درته ولاړ يم

سلام مې واخله، زه پردېس راغلی يمه

۱۴=  چنغړک (حنجره،حلقوم، قانقُرتک، سيب آدم)

لږو ډېر له (ستوني، غاړې، غړۍ، مرۍ) سره هممانيز کارول کېږي او ورسره ورته گړنې څرگندنې رغوي؛ چنغړک لږو ډېر د ستوني د همانيز په توگه د ځينو غږونو وتوځی هم بلل کېږي، لکه عربي(ح-ع) چې (چنغړکيز) يې ستاينوم راځي.

* پر چنغړک يا په چنغړک کې اوبه تلل، د څښاک پر مهال د لمدې غاړې پرځای، پر وچه غاړه اوبه تلل: د سنک اوبه پر چنغړک ولاړې؛ همداراز مار په ساکې اخېستل.

* له چنغړکه نيول، له ستوني نيول يا زندۍ کول: زمر ببری له چنغړکه ونيو.

۱۵=ځان-ځانونهjān-jānúna  

هممانيزونه او ځايناستي يې: نفس، تن، بدن، جُثه، جسم، وجود( ځاندره-پژی) تر ټولو زيات بيادغبرگون نومځري په توگه  پاموړ دی چې پارسي انډول يې ((خود)) راځي او ترڅنگ يې، په تېره ليکنۍ-ادبي ژبه کې د  ورته (انعکاسي) چار لپاره کمزوري تولنومځري(ام-مان؛ات-تان؛اش-شان) زيات کاروي (کارم را کردم). په دې ډول(ځان)تر نوروغړيو ډېرې څرگندنې رارغوي چې کله ناکله ورسره ورته مانيز د پارسي انډول گډنومځري(خود) انډول (خپل) د ټينگارتوک (intensifier) په توگه هم ملگری کېږي،لکه:خپل)ځان ژوبلول، ځان وژل… چې له دويمې بېلگې يې بېلښتي او تړښتي رغاونې( او غونډونه) نوموالې څرگندنې تازه رامنځته شوې دي.

جوتغونډونه، لکه: په يوځاني ځان، په يوه ځان، ځان پرځان سودا،له ځانه بېځانه، ځانله ځاني،…؛ بېلنگونه، ځاني،ځانته،ځانتني،ځانلواله، ځا نگړی، ځانگړتيا، ځانگړواله…؛ زاړه او نوي تړنگونه، لکه ځانځاني، ځانساتنه،ځانساتی، ځانژغور نه،  ځانسپا رنه(تسليمېدنه)… ، ځانوژنه،ځانمرگی(په دويم خج: خودکش)،(په سر خج: خودکشی)؛ غونډونه: ځانمرگی بريد، ځانمرگی بريدگر… .

* (په زوره) ځان ځايول، دا څرگندنه د هغه چا لپاره راځي چې په يوه تنگ ځای يا گڼه گوڼه کې ځان ته ځای پيداکوي او زياتره ورسره ټينگاري کړول(په زوره) مل کېږي: زمر په گاډي کې(په زوره)ځان ځای کړ.

* ځان څرگندول ياځان زبادول ، خپله توره،مېړانه، پوهه… په کړن کې ښوول:

که مېړنی يې ځان څرگند کړه

ستا پر کوڅه مې لاس تړلې تېروينه

*ځان ايغر يا غرگڼل، ځان لوی گڼل: زمر ځان اېغر يا غر گڼي؛ ځان من من کول، ځان پړسول، ځان ورکول(ورک کول).

* ځان غټول لکه پاس..

*ځان نېغ نېغ کول، څوک په بريد ياجنگ گواښل، ننگول: تور (زمر ته) ځان نېغ نېغ کوي.

*ځان سپمول، له مرستې ځان ژغورل خوداری کردن، درېغ کردن؛ همداراز  (هر څوک) په خپل ځان کې کېدل؛ همداراز: څنگ کښل،  پر څنگ کېدل، ډډه کول، ځان کښل…

*(له چا) ځان خلاصول، په دروغو دربو، چل ول ياپلمه د چا له اښتنې پوښتنې يا غوښتنې ډډه کول: زمر له سنکه ځان خلاص کړ؛ ځان تېرول، ځان ژغورل ، ځان سپمول،گپ ورکول… ..

ځان تېرول، لکه پاس.

* ځان بچول- ژغورل، له يوه له يوې شخړې ،خطر، لانجې، مرگ،…ډډه کول ،  : زمر له يوه تړلي(تيار) مرگه ځان بج کړ يا وژغوره.

* ځان ساتل، لکه پاس ، خو هممهاله  له نورو(ټولنيزو، سياسي…) کارونځايو نو،لکه: له تاو تريخو الي، نويوالي، پرمختگ، ادلون بدلون …ځان ساتل يا پکې نه ښکېلول، چې له(لرې)  يا(خوندي)کړولونو سره ټينگاري ځېلونه رغوي: زمر له هرې شخړې… ځان( لرې، خوندي) ساتي، ترې رارغول شوی ستاينوم(ځانساتی) د( زاړه پال اومحافظه کار يا کنسرواتيف). په ماناووپق راخېستی او  رادود شوی دی.

 له يوڅه ځان لرې) يا(خوندي) ساتل، د (ځان ساتل) يو ټينگاري (تاکيدي) ځېل دی..

* ځان ته يوڅه ويل، ځان ته يو ارزښت ورکول: زمر ځان ته يوڅه وايي.

* ځان په سړيو کې شمېرل، ځان د نورو سيال گڼل يا انگېرل: سنک(هم) ځان په سړيو کې شمېري؛ همداراز ځان ته يوڅه ويل.

* ځانته ژړل

په لارکې ناسته، ځانته ژاړم

خدايه د لارې مل مې راولې چې ځمه

* ځان پړسول يا غټول، ځان لوړ و لوی ښوول،کبرو لويي کول: تور ځان پړسوي يا غټوي.

* (له يوڅه) ځان کښل-اېستل،له يوې ډلې، جنجال ياکاره ډډه يا تېښته کول چې شډل ځېل يې (کونه کښل-اېستل) راځي،لکه: تور ځان له… وکېښ

(ښکارندوی( پخ ۵۶) پخپله نامي بولـله کې وايي:

  زمری کله کاږي ځان له يرغلگرو

څو يې نه کا مات مټونه ورمېږونه

* ځان له اوله اېستل،سرغړول؛مغرورېدل: تور ځان له اوله اېستلی يا باسي.

*ځان پورته پورته کول، اچول يا ښوول-ساټې باټې وهل: زمر (هسې خوشې) ځان پورته پورته کوي، اچوي يا ښيي.

ځان نېغ نېغ کول، پر پاسنۍ مانا سربېره، يوڅه( پلندۍ، جنگ…) ته د چارابلل يا راننگول: سنک تورته ځان نېغ نېغ کوي.

* ځان پل کول، د ژرندې(دلاندېني) پله غوندې هرڅه پر ځان- زړه تېرول- زغمل: تور (هرې ستړې، ستونزې…ته) ځان پل کړی دی.  

*ځان خوږول،خواخوږي او مر سته کول: تور(پر هرچا) ځان خوږوي.

* ځان (د يوڅه يا چالپاره) زهيرول، (د يوڅه يا چالپاره)  پر ځان زيار زحمت منل يا ځان ستومانول: زمر(د هرڅه يا چالپاره) ځان زهيروي.

* ځان (چاته )کم نه راوړل، خپله پړه، کمزوري، تېروتنه پټول ياځان تېرول: زمر په منډه کې روسته پاتې شو، خو پر ځان يې رانه وړه.

* ځان تېرول، يو بد چلند يا کړه وړه د نورو له پامه پټول يا يې د تېرېستلو هڅه کول: د زمر پښه زما پرپښه ولگېده، خو ځان يې تېرکړ او يوه بښنه يې هم ونه غوښته.

*په بدرگه-بدرگوځان تېرول، له يوه ځايه بل ته دغلو-شوکمارو… له وېرې په بدرگه تلل، يوه څرگندنه رارغوي، لکه په دې لنډۍ کې:

داخپل ښايست راپورې اور شو

لکه پردی په بدرگو ځان تېرومه

*ځان خوندي کول، ځان گوښه کول؛ سرپنا پيداکول، سر پرسيورې کول: زمر له بادوباران(يا بلې پېښې) ځان وساته يا وژغوره؛ کور اور يې نه لاره، يوه سرپنا يې ځانته پيداکړه.

* ځان (پر يوه کار )کتل، په يوه کار کې خپل زور يا وړتيا ازمايل، زمر پر ورزش ځان وکوت (وازمايه)، خو دومره بری يې په برخه نه شو.

*پرځان وړل پرځان تېرول.

* (پريوڅه) ځان… وژل، پر يوڅه ډېره خواري کول؛ پر يوڅه يا چاځان بلهارول: زمر پر کښت وکار ځان وواژه؛ بري  پرانگورو (بېخي) ځان وواژه.

*  (يوه گران کارته) ځان تريخول، يوه گران کارته اوږه ورکول يا ورته هوډ کول: زمر (هر گران کار ته) ځان تريخوي(ترخوي).

* ځان کوڼ اچول، ځان ناگاره اچول ، غوږونه کڼول يا غوږونه کاڼه اچول..

* (يوڅه) پرځان منل (يوڅه ته) غاړه اېښوول

* ځان لرې اچول ځان غلی نيول.

* ځان  ناگاره- بې خبره اچول-کول ناگارول، پر يوه پر بوه خبره، پېښه، سکا لو…  له خبرېدا سره سره ځان ناخبره اچول، پارسي يې پر وړاندې(تجاهل عارفانه کردن، دانسته خود را نادانسته نشان دادن، خود را به کوچۀ حسن چپ زدن) کار وي:  ځير ځان ناگاره واچاوه يا ناگاره کړ؛ نور هممانيزونه يې: ځان تېرول ،ځان کوڼ اچول ،← غوږونه کڼول يا غوږونه کاڼه اچول؛ د يوه سمت غزل د لړ(رديف).په توگه، لکه:

لمر د ورځې په وژون کړ ځان ناگاره

هسک د شپې پر زړه چاودون کړ ځان ناگاره

د سپېدو د سپېدارو تورو بلوسگرو

پر رڼوب د سباوون کړ ځان ناگاره…() ساندې او سندرې ۴۳).

*( يوڅه) پخپله پر ځان کول، يو څه په خپل لاس-په لوی لاس(قصداٌ) ځانته زيان- تاوان رسول:

دامې پخپله پر ځان کړي

يارمې خپه کړ دسنگسار لايقه يمه

* له ځانه تراشل  يا رااېستل ، له خپل انده يو څه بېدويه يا بېدوده رامنځته يا رامخته کول چې د نورو لپاره د منلو جوگه نه وي، د چا خبره خپللاسي(مصنوعي) بڼه ولري: سنک هرڅه له ځانه تراشي يا راباسي.

* ځان ساټ و باټ کول ځان يو غوړوپ کول.

* ترځان لوی بار وړل يا اخېستل، تر توان و وړتيا پورته يا زيات څه کول: تور تر ځانه لوی بار وړي يا اخلي..

*ځان ټل کول،له چاسره په يوه کارکې ځان شر يکول: زمر له ببري سره په کاروبار کې ځان ټل کړ.

*ځان له چاسره په جوال يا خلته کې اچول، د چا په داوه دنگله، يا جنجال کې ورگډېدل  ياځان ښکېلول: زمر له تور سره ځان (په زوره) په جوال کې واچاوه؛ (ځان په زوره يا په لوی لاس په لېټۍ ککړول) هم ورته جاج ښندي.

*ځانته تېشه يا رمبی وهل،دخپلې گټې لپاره دبل په تاوان  يوڅه کول: تور په هر کاروبارکې ځانته رمبی وهي.

* پرځان تېرول -وړل، لکه (ځان پل کول) زغمل،گالل: تور هرکړوکړاو پرځان تېرکړ.

* ځان جوړول،ځان سينگا رول يا سمبالول؛دب کول: تور د هرجا پر وړاندې ځان جوړوي؛ ملنگ جان وايي:

ځان جوړوي- ځان جوړوي

بيا د زړونو ښکار پسې ځي

  عاشقان الالوي (وژني عاشقان!)…

لنډۍ:

پر کوټه سر کړه رادننه

دا پېغله نجل په لونگين ځان جوړوينه

پر کنډوگي مې ځان ورهسک کړ

د کونډې لور، لکه سپاهي ځان جوړوينه

په سيخکو به ځان سينگار کړم

که موټر وان لالی مې سېټ ته خېژوينه

* پر ځان گوتې وهل(ځان جوړول،سينگارل يا رازل: تور پرځان(ډېرې) گوتې وهي.

* ځان يوغوړپ (غړپ) کول، ډېر ځان سينگارول: تور ځان يوغړوپ کوي.

ننگرهاری انډول يې (پرځان ډېره خواري کول) راځي.

* په ځان ورکول، يوڅه چاته په ملکيت کې ورکول يا(جنساٌ) بښل: زمر تورته په ځان ورکړل.

*  ځان ويلې کول،ځان ډنگرول-خوارول: تور په ډېرکاروزيار(کې) ځان ويلې کړ.

* ځان مېښه کول، دغه کړنه د پښتونخوا لوري ته له دې متله رازېږېدلې چې وا يي: (پېښې ته ځان مېښه کړه) يا(چې درته شوه پېښه، ورته ځان کړه لکه مېښه)، مانا يې داچې هرڅومره غم يا ستونزه درپېښه شوه، ځان يا زړه ورته د مېښې هومره لوی کړه او ويې زغمه.

*(د يوه کار لپاره)ځان(نه) زهيرول، زيار گالل – زيار پرځان منل، لکه پارسي (خودرا زحمت- تکليف دادن): سنک په هر کارکې ځان (نه) زهيروي.

* ( پرچا-دچا لپاره) ځان(نه) زهيرول، دچادگټې-پالنې-څارنې… لپاره زيار گالل:

بری د زمرک لپاره-پر زمرک ځان(نه) زهيروي.

* ځان په غم، سختۍ، خوارۍ… کې ورکول، غم، سختي، خواري منل اوگالل: ځير ځان (په لوی لاس)په… کې ورکړ.

* ځان((په لوی لاس) په غم، جنجال… ککړول يا اخته کول، په لوی لاس يا بېځايه ځانته… پيداکول: تور  ځان په… ککړ کړ.

* ځان ته غم کرل د تېر په څېر.

* په ځان کې (څه) متره نه ليدل، ناتواني يا نه وړتيا نگېرل(احساسول): زمر په ځان (خپل)کې (څه) متره نه ويني.

* ځان(پخپله) په گير (ولکه)کې يا پر لاس ورکول، داڅرگندنه زياتره د(بل چاپه تړاو ويل کېږي ،لکه چې وايي. زمر تور دپوليس، دښمن.. په گيرکې ورکړ يايې ور.پر گوته کړ، پر لاس وکړ او يا ور وسپاره

* په خپل ځان کې کېدل د بل په سوچ ياغم کې نه ول،ځانځاني ژوند کول: سنک په خپل ځان کې دی؛ ← (تن په تنهايۍ کې کېدل)، (هر سړی په خپل ځان کې دی) يې ورته ځېلونه دي.

* په ځان پسې (نه) گرځېدل، د خپل ځان خيال ( نه ) ساتل، يا د خپل ځان په اړه بې توپيره ول، لکه د روغتيا، خوراک، پوښاک، هوسايۍ، ډول و ډآل او نورو اړتيا وو له پلوه: ببری (تل) په ځان پسې گرځي يا(هېڅکله، دومره) په ځان پسې نه گرځي..

* په ځان ياتن کې وينه وچېدل، له ډېر او سخت کاروزياره  له لاده باده لوېدل: (له ډېر او سخت کاروزياره) د تور په ځان کې(بېخي) وينه وچه شوه.

*ځان پر يوه او بله کول ياځان پر يوه خوا بله خوا، يوخوابلخوا، اخوادېخوا، دورې دورې… کول، په نه څه پلمه له يوه کاره ډډه کول: تور له هرکاره ځان پر يوه او بله… کوي.

* ځان پرچاتلَل يادرانه خرڅول(به رويش آوردن)، څوک پاسلل،پرې منت بارول: تور يې پر هر چاتلي يا زبادوي.

* ځان ته د سر سيوری پيداکول← ځان خوندي کول، سر پر سيوري کول، سرپنا پيداکول يا موندل: زمر ځان ته د سر سيوری پيداکړ

*ځان خوړل زړه خوړل.

* (له يوڅه-چا-لپاره) ځان ځارول- جارول- وژل- حلالول- بلهارول- قربانول،(له يوڅه-چا-لپاره)  د ډېرې مينې او لورېينې پاس پرځای کول:

ځان به داستا پر مينه جارکړم

لکه پتڼ چې د ډيوې په مينه مرينه

ځان خو به ستا پر يادو جار کړم

لکه پتنگ چې دډيوې په مينه مرينه

سر مې وتاته قرباني دی

ځان به قربان کړم، که وصال مې نصيب شينه

که سړی ځان ورته حلال کړي

نه منظورېږيماشوقوته خذمتونه

* (خپل) ځان غولول، دا دهغه چا په تړاو ويل کېږي چې ښه پوهېږي چې څه پرلاس نه ورځي يا موخې ته نه رسېږي،خو بياهم په يوه خوشې ياتوزنه هيله ځان تسلوي؛ ← زړه غولول

* ځان زمری زمری کول، په لاپو شاپو ځان زورور او باتور ښوول: تور ځان زمری زمری کوي.

* ځان هېرول،د يوه چا  لپاره له خپلې ځانگړې گټې تېرېدل:

که ځان مې هېرکړ، تابه هېرکړم

جې دواړه هېرشو، نوربه يوشی شو مينه

که ځان په يادو دچا هېرکړم

اشنابه هم راڅخه هېر په يادو شينه

که ځان مې هېرکړ ستا په يادو

په ډېرو يادوبه تاهم هېرکړم مينه

که ځان مې هېرکه، ترې وېرېږم

نه چې دا هېر صورت به بيا را پر ياد شينه

که ځان مې هېرکړ، ته به راشې

که ته مې هېرکړې،نوربه ځان وپېژنمه

ځان و جهان مې واړه هېر کړل

مينې دې داسې پر ما زور وکړ مينه

ځان و جهان که دواړه هېر کړې

دا هېرېده د يار پر ياد همېشه وينه

ځان خو مې هېر، ته مې پر زړه يې

د بل وطن جانانه تل دې يادومه

(يو څه- څوک) هېرول-  هېرول، پرياد( نه) لرل ، د پاسنۍ گړنې پر وړاندې زياتره څرگندنې رغوي،لکه:

ستابه زه ياد يابه دې هېريم

زه چې قدم پر قدم ځم تايادومه

* ځان پېژندل، د پاسنۍ هغې سرچپه ماناوې رانغاړي، لکه چې وايي: تا تراوسه خپل ځان نه دی پېژندلی-له ځانه خبر نه يې…؛

يا ورته فلسفي رنگ ورکوي: ځان پېژندل، جهان پېژندل دي، که ځان ونه پېژنې، جهان به څنگه وپېژنې او له گروهيزليد سره، لکه: که ځان ونه پېژنې، خدای به څنگه وپېژنې؛ هرگوره، تصوف بيا (ځان هېرونه) د خدای پېژندنې شرط گڼي!

*ځان من بلل يا من من کول ياگڼل، ځان لوی او لوړانگېرل: سنک ځان من  بولي يا من من کوي.

* ځان ته غره کېدل يا ځان ور(ک)کول ، ښاڅل-غاورېدل-مغرورېدل: تور ځانته هسې بېځايه مغرورېږي يامغروره دی؛ په لنډۍ کې:

پام کوه ځانته غره نه شې

که ته چنار يې، زه د سبر ونه يمه

– – – – – – – –  – – – –

د دېواله د سر څپياکه دې گڼمه

په قد بالا، په حسن پوره

پر ځان مغروره، چاته نه گوري مينه

همدارازځان اېغر اېغر کول، ځان من من کول، ځان ور(ک) کول، ځان پړسول، ځان غټول.

* يوه څه ته ځان نيول يا ټينگول، د يوڅه پروړاندې له ټينگار(مقاومت) څخه کار اخېستل، لکه په متل کې:

د پشۍ اول ټس ته څوک ځان نيسي؟

*ځان غلی نيول- اچول،د هغه چالپاره ويل کېږي چې که د تاوان په ځای کې غلی يا سترگې  پرلار پاتې کېږي ، نو دگټې په ځای کې بيا په دې ځان غلی نيسي چې نورو ته ځان کم رانه وړي يا وږسولی  ښکاره نه شي: زمر ځان غلی ونيو(وگړنی پارسي انډول يې: چوپ يا خپِ خوده گرفتن)، همداراز ځان لرې نيول، ځان نا گارول-ناگاراچول- ځان تېرول… .

*ځان(خېټه) پر چا تاوانول، يو څوک د ډوډۍ پرمهال چاکره تلل او ځان يا خېټه ورسره مړول: تور دغرمنۍ لپاره) ځان پر زمر تاوان کړ…

*ځان گول، ټگ يا پر ټگۍ اچول، لکه ځان ناگاره اچول يا ناگارول…: خپله کړې گناه ختا پټول (تجاهل عارفانه کردن): زمر پر خپله تېروتنه ځان گول… واچاوه..

*ځان مړاچول، د ځينو خوځنده وو، ياداسې وگړو په تړاو ويل کېږي چې دښمن يې  زخمي ژوبل کړي او د ژوندي پاتېدو په اسره، ځان مړ وښيي:گونگټ ځان مړ واچاوه؛ سنک (له ټپي کېدو سره) ځان مړواچاوه.

* ځان ويده اچول،د پلمې له مخې ځان ويده ښوول: ځير  ځان ويده واچاوه.

له ځانه رااېستل يا تراشل(له ځانه يوه ﻻره يا در وغ ودرب جوړول،بدعت کول: تور هرڅه له خپل ځانه راباسي؛ شړه يا شډله بڼه يې (له خپلې خېټې يا گېډې راباسي).

* د ځان لپاره يا ځان ته څا کېنل ،ځانته تاوان رسول: تور ځانته څا(کوهی) کني، کېني يا کاږي.

* ځان غورځول، په يوڅه پسې وردانگل؛ له کومې عصبي، عقلي ناروغۍ يا بلې ناچارۍ(په لوی لاس د ځان وژنې په موخه)  اور ،اوبو، کندې، گړنگ… ته وردانگل، لکه:

پورې کمره کې زېړه گله

يا به دې پرې کړم، يابه ځان وغورځومه

* ځان (چا-ځای-موخې) ته رسول،يو چا-ځای- موخې ته درسېدو بری ترلاسه کول:

د يار له دره نه صبرېږم

سربه پرې ورکړم،ځان به يارته رسومه

*ځان ته يوڅه ويل، له ځانه (ډېره)تمه لرل- ځان يوڅه گڼل يا ځان په سړو- مېړو … کې شمېرل: زمر(هم) ځانته يوڅه وايي،ځان لوړ گڼي يا ځان په يوڅه کې شمېري

* ځان سپينول، خپله بېگناهي زبادول: تور ځان(له گناه يا تورتومته) سپين کړ

ځان پټول، غيبول يا درغلول،د شرم، تور، پېغور، غچ، جزا… له وېرې پټېدل: زمر ځان پټ کړی يا درغل کړی دی.

* ځان سپکول، چې يو څوک د خپلې گټې په پار هرکس و ناکس تهخوله اچوي اويالوڅې پوڅې کوي: تور(هسې) ځان سپک کړ يا سپکوي.

* ځان ور(ک) ول-ېدل ځان اېغر اېغر گڼل، ځان من من کول.

* له ځان سره کرل او رېبل،په زړه کې يوڅه سنجول يا د يوې چارې، ربړې پر پايلو سوچ و غور کول: ځير د خپلې راتلونکې په اړه له ځان سره کري او رېبي؛ په زړه کې شاربل راشاربل.

ځان يا بل ته(په بد نيت) پام  يا مخ کول-ېدل يا ول-استل، ځان يا بل چا ته زيان رسول:

بېلتونه پام دې چاته مه شه

ځانته دې پام شه، له سيلۍ دې واېستمه

…………………………..

ماته دې مخ شو، له سيالۍ دې واېستمه

……………………………

ماته دې مخ شو، د دوهۍ ملنگ دې کړمه

* ځان شرمول، د هغه چا په اړه ويل کېږي چې دخپلې گټې په پارله هر بد چالچلند يا چل ول  څخه کار اخلي: تور(هسې بېځايه) ځان سپکوي.

* له ځانه دمچ شړلو توان نه لرل: تور له ناغېړۍ -کمزورۍ نه له ځانه مچ شړلای نه شي.. .

*ويې دې پرځان!، ديوې ننگونې په توگه يوبل ته وايي:که له دې کار ياچلنده ډډه ونه کړي،نو ويې دې  پرځان چې څه درپېښ شول، يا مې هرڅه درسره وکړل، له خپل ځانه به گيله کوې؛ په دې توگه (له خپل ځانه گيله کول) گړنه هم هممهاله همدلته کارول کېږي.

* پر ځان مين ول-استل، ځانخوښی يا ځانمنی(خودخواه) ول:

پر ځان مين يې، پر ما نه يې

ياري په داسې مينو نه کېږي مينه

* (يوڅه) په ځان پسې راکښل، يوڅه له شالوري لاسنيولي رالېږدول:

پلو په ځان پسې راکاږي

خاونده خدايه مېلمنه به دچا وينه

پلو دې ځان پسې راکاږې

زما گومان د مېلمنې درباندې شونه

* په مټه ځان ساتل مټ

*ځان بسياکول-کېدل، ول-استل، په پاسني جاج: تور ځان بسيا کړی يا پرځان بسيا دی؛ ځان بسيا(خود کفأ)، ځان بسياينه (خودکفايی) يې نوې نوموالې رغاونې دي.

* پرځان پېرزو- ول يا کول-ېدل، پر خپل ځان ښه يا بد لورول، په خپله گټه يا تاوان يوڅه راخپلول، لکه په لنډۍ کې:

دابه دچا پرځان پېرزوي  

چې تله واخلي، پردی غم ځان ته تلينه

* له ځانه بېځانه کېدل له لاده باده وتل.

*له ځان سره وړل يا بيول،داڅرگندنه هله پر گړنه اوړي چې د وړلو څيز نانگېروړ يا مجردوي، په نورو ټکو، انځوريزه يا مجازي مانا راخپله کړي، لکه د ارواښاد

ننگيال په روستي شعرکې:

يو باد رالگېدلی ما له ځانه سره وړي…

او يايې پر ليکه ويل شوې بېلگه:

اجل مې لاسنيولی، نن له ځانه سره بيايي…(ساندې ۶۷)

*له ځان سره سره غږېدل، لگيا يا گډ- ول، له له ډېر غم اندېښنې، سودا، بادسا رۍ – لېونتوبه څوک له ځان سره غږېدل: ببری له ځان سره غږېږي، لگيا يا گډ دی.

*له ځان سره خندل، داهم لکه (له ځان سره غږېدل) د هغه چا په تړاو ويل کېږي چې د ورته لاملونو له مخې له ځان سره پر خپل سر خاندي.

*نور په ځان پورې يا پرځان خندول، ځان شرمول؛ داگړنه د هغه چا په تړاو ويل کېږي چې بېځايه، خنداوړ  يا سپک ورک کارونه کوي: سنک نور په ځان پورې يا پر ځان خندوي؛ (پرځان درست جهان خندول) يې يو توند ځېل دی؛ د دواړو شعري بېلگې، لکه:

ما لېونی د مينې، مه بولئ گرم

لېونی چاوېل چې پرځان نه خاندي

چې په لوی لاس پرځان جهان خندوم

ولې دې ماباندې جهان نه خاندي

* ځان تېرول، له يوې غوښتنې، مرستې،خبرې… په چل ول يا پلمه ځان کښل- ناگارول…:  تور ځان تېرکړ.

په يوه متل کې له څه ناڅه ورته ماناسره وايي:

ياله کوڅې تېر کړه، خوند يې واخله رنگ يې هېر کړه

* ځان – څنگ، يا (د سپکاوي په گړدود) کونه کښل، ځان سپمول، ياډډه کول د(اجتناب، کنار رفتن) په مانا: تور له کار، مرستې…  ځان و کښه يا وکېښ..

همداراز(چې ځان نه وي، جهان دې نه وي)، (ياځان دی يا جهان)، ځانه ځانه، تر هرچا گرانه)، (ځان ځاني، خپله خواري)… متلونه د خبرو په بهير کې د غونډلو د جوتو(ثابتو) غونډونو په توگه تر ډېره پر گړنو او څرگندنو اوړي..

* له چاسره ځان برابرول، له چاسره سيالي کول: سنک له ځير سره( هسې بېځايه) ځان برابروي.

* ځان دبل چايا څوک د ځان په رنگ کول، يو رنگ يا يوشان کول، همرنگول، سيالي کول:  تور ځان د زمر په رنگ کوي؛ ببری سنک د ځان په رنگ کوي،لکه:

زه خو شرابي يم، شېخه څه راسره جنگ کړې

برخې ازلي دي، کاشکې ما د ځان په رنگ کړې (خوشال)

*  روغ ځان رنځورول، په لوی لاس ځان په ناروغۍ اخته کول:

په يارۍ روغ سړی رنځور شي

څه مې ضرور دی چې روغ ځان رنځورومه

* ځان رسوا کول-ېدل،رازاشواکول- راز اشواکولوته لار برابرول، لکه:

پر لوړه مه کښېنه مينه

ځان به رسواکړې، مابه ورک کړې له وطنه

* ځان لېونی کول يا ځان پر لېونتوب اچول، لکه:

ځان لېونی کړه، تر ما راشه

د لېونيانو لارې چا نيولې دينه

* ځان ملنگول- فقيرول،لکه:

ځان خو ملنگ کړه، ترما راشه

د ملنگانو لارې چا نيولې دينه

* ځان کترې کترې يا ټوټې ټوټې کول،

ځان به سل ځای کترې کترې کړم

وطنه، تابه له دښمنه وساتمه

* (له چا) ځان راټولول، له چاسره اړيکي پرېکول يا ترې گوښه کېدل، لکه:

ځان يې له خلکوځنې ټول کړ

ځکه کاغذد اشنا وکړه ديدنونه

*ځان  وژل يامړکول، خپل: خپل ځان پخپله وژل، ځانوژله(خودکشی، انتحار) کول:

زهر به وخورم، ځان به مړ کړم

د ډېرو خلکو منت کله قبلومه

* (د چا لپاره، د چا پر نامه) ځان خاورې کول-ېدل، له چا يا د چا پرنامه ځان بلهارول

که جانان مړشو، نوم يې شته دی

زه د جانان پر نامه ځان خاورې کومه

* له ځانه اور اخېستل، له ډېرې نهيلۍ او خواشينۍ سره مخامخېدل:  

له ځانه اور واخلې چيناره

مين پرما دی، خوب ترتا لادې کوينه

* (يوڅه) له ځانه ( را) چاپېرول يا راگرځول- د ځان ژغورنې يا خونديينې په موخه له ځانه يوڅه را تاوول،لکه:

بېلتون جگړې لره راغلی

ځان نه د وسپنې کلا چاپېرومه

…………………………

ځان نه د وسپنې کلا راگرځومه

* ځان سمبالول ، ځان سينگارول ځان جوړول:

د پسرلي پر بانډه راغلم

گلان غوړېږي، وختي ځان سمبالوينه

پر کلا دوې کوترې ناستې

يوه ويشتل کړي، بله ځان سينگاروينه

د پلي خانه، بد دې وکړل

خانان دې مړه کړل، ځان دې خپل کمزوری کنه

* ځان سوځل- سېزل:

پر ما کانې د ققنس وشوې

پر ميرو ډکي ټولوم، ځان پرې سېزمه

* ځان سيال- مخی کول-ېدل-ول-استل، دغلته سيال د(کفو) او مخی د جوگه (لايق) په  جاج کارول شوي دي، لکه په دې لنډۍ کې:

سيال خومې يې، مخی مې نه يې

ځان دې مخی کړه، بيا سيالي کوه مينه

۱۶=څانگ- څانگونه cāng-cāngúna

د (وزر- وازره- وزرونه) يې کمدودي هممانيزونه دي، هغه هم يوازې د ډېر گړي (جمع) په توگه، لکه په دغو روستو گړنو- څرگندنوکې

*(يو څوک ) مړاوي څانگونه ول، تلل…

…اشنا زما له غېږې ځي مړاوي څانگونه

* څانگونه نغښتل،دلېږد-کوچ تياری نيول، دا چې په لره پښتونخوا کې (کډې نغښتل) يې هممانيز دی، نو د شعري انځور خرخشه يې له منځه ځي، ملکنډي شاعر اکبر سيال (نورې کډې نغاړمه) هم له (گړنۍ)پښتو راخېستی دی،لکه:

:نن مې د زړه توتي خپه دی

څانگونه نغاړي، نا اشنا وطن ته ځينه

*خواره-خپاره څانگونه ول، د پاسنۍ گړنې سرچپه جاج رانغاړي:

سپرلی راغلی نوبهار دی

هرځای چغاردی، دبلبل خواره څانگونه

ربه دا پورې غر سوری کړې

چې ترې راووځي شنه توتيان خپاره څانگونه

* (له يوڅه)څانگونه سوي ول ،لکه په لنډۍ کې:

توتي پر وچه ونه ناست دی

د بېلتانه لمبو يې سوي دي څانگونه

پرچا څانگونه سيوری کول

اشنا مې پورې شاکې لو کړي

کوتره نه يم چې پرې سيوری کړم څانگونه

څانگونه پورته کول، د الوت په هڅه وازره(مخ پر هوا) پورته کول:

زړه مې هوا وخوړه خدايه

لکه هيلۍ چې له ډنډ پورته کړي څانگونه

* څانگونه ستړي کېدل، له ډېرې الوتنې د کوم الوتونکي ستومانېدل، لکه د بورا په اړه چې وايي:

مخ دې(يې)  د خدای له نوره ډک دی

په تلو راتلو د بورا ستړي شول څانگونه

۱۷= څټ چې آره مانا يې(د ورمېږ شا، د سر او وليو تر منځ برخه) يا پارسي(پسِ گردن) ده او انځوريزې(مجازي) ماناوې يې(د هرڅه شا)، بېرته،واپس) او( د هرڅه چپه مخ).

* څټ گرول،پلمه کول؛ ټکنی کېدل؛ ځان ناتوانه ښوول يا څرگندول؛ نټه کول ؛  شرمېدل؛ نهيلېدل: سنک(خپل) څټ وگراوه؛ په روستۍ مانا يې پارسي انډول (پشت را خاريدن) دی: تور (له شرم، دوه زړۍ، نټې…) څټ وگراوه؛ همداراز سرگرول.

* څټ کوزول، نا خوښمنېدل (ناراضي کېدل)؛ نه منل: زمر ځير ته څټ کوز کړ.

* پر څټ بارول-ېدل، يوڅه د بل پر اوږو يا غاړه اچول، پازوالول (مسؤلول، مکلفول): ځير د کور چارې د زمر پر څټ بار کړې يا د کور چارې د تور پر څټ بار شوې.

* څټ يا شاته ته اچول،← روسته کول، ځنډول: زمرخپل يون(سفر) څټ ته واچاوه.

* پر څټ تلل- راتلل، پر څټ وړل- بيول- پرمخ نه تلل،(مخ) پر شا تلل، وړل- بيو ول، نه پرمختگ کول: افغانستان پرڅټ ځي يادرومي او يا پر څټ بيول کېږي.

*پر څټ کول  يامخ و څټ کول-ېدل، ول- استل- پر بل مخ کول، چپه کول -ېدل- پر بل مخ کول-اړول يا چپه کول…، (مخ وڅټ کول) په بېوزلوکې زياتره هغه مهال کارول کېږي چې خت،کوسو(کوسی)،کنځول(چپن،کوټ)، ټټرۍ(واسکټ)…. يې مښو دی (مستعمل) شي، سپخي يې او پر بل مخ يې بېرته گنډي چې يوڅه نوی ښکاره شي: درزي د سنک کنځول (کوټ) پر څټ کړ يا مخ وڅټ کړ؛.تور خپل خت مخ و څټ کړ.

* پرمخ- ول- څټ گرځول، دغه غبرگې څرگندنې سره  د دغې لاندېه لنډۍ په دويمه مسره کې يو مخاوی(تقابل-کونترست) را منځته کړی دی:

د خدای ښه ډېر دې وي وطنه

لومړی مې مخ وو، اوس به څټ درگرځومه

* پرڅټ اغوستل، خت، پرتوگ… پر بل مخ اغوستل: سنک خت پر څټ اغوستی دی.

*(يوچاته) پوستين پر څټ يا چپه اغوستل، ډارول، تور برېښ کول: تور سنک ته پوستين پر څټ واغوست؛  له پوره انځوريزوالي سره د څټ په تړاو همدغه بشپړه (گړنه) بلل کېږي او نور بېلگې تشې (څرگندنې.)

*(را-در-ور) پرڅټ کول-ېدل، راستنېدل، بېرته راتلل: ببری له خوسته را پر څټ شو يا خونې(کور) ته ور پر څټ شو.

*(څوک) له څټه رانيول، څوک له تگه بيرته(پرڅټ) راگرځول، لکه بشرنويد چې کاږي: له څټه يې راونيو.

* په څټو الالول ، په ډېر کړاو او شکنجه الالول، وژل يا ځورول او زيانمنول ، په دې جاج چې د يوې چړې، چاکو يا بل کوم تېغ په تېره مخ، خوله يا (په تېرو) د يوه ژوی څاروی او بيا انسان الالول دومره گران نه پرېوځي، لکه په څټو: سنک خپل غليم په څټو الال کړ، يايې له زومه زښت ډېراو ملا ماتوونکی ولور واخېست.

* له څټه الالول،  چې څوک د ستوني يا غاړې پرځای  د چا پر څټ تېغ کښېږدي او په ډېر کړاو او سختۍ يې الال کاندې: زمرک سنک له څټه الال کړ؛ سخترين ځېل

يې(له څټه په څټو الالول) راځي؛ په يو شعرکې:

… هغه زوړ مکار غليم مې

  – له دې دومره نوو نوو جنگ اوزارو سره بياهم-

  لاهغسې د دين گروهې

په زړه او زنگوهلې پڅه توره

په څټوسره له څټه غوڅوي سر!(اندوواند۱۳۹)

له چانه پر څټ(ته) يا شا(ته) راتلل

که له دښمن نه پر څټ راغلم

بيامې پښتون د تيرا مه بوله مينه

د کوټې څټ کړکۍ ته راشه

يوڅو خبرې د گيلې درته کومه

که له ميدانه پرشا راغلې

کوردې ځای نشته، بل وطن ته ځه مينه

په بډه مانا بيا د څټ يا شا پرځای (مخ) راغلی:

که د دښمن مخ ته يې مخ کړ

سپينه خولگۍ به لکه څوری پسې وړمه مخ.

۱۸= څنگ-څنگونه -caƞgúna caƞg ( بغل،پهلو، کنار، طرف، گوشه)

د پژنوم يا زاتنوم(اسم ذات) او څه ناڅه، د مانانوم(اسم معی- اسم مجرد) په توگه)، په بله وينا، د آرې (وضعي) او انځو ريزې(مجازي) مانا) له پلوه، له (اړخ- ترخ -خوا-(ډډې) او يوڅه (پلو- لوري،-گوټ) سره ورته مانيز راځي او په دې ډول يې ورسره هممانيزې گړنې اوڅرگندنې رغولې دي،لکه څنگ پرڅنگ،  اړخ پر اړخ، خواپر خوا او داسې نورې.

له(پلو) سره د(څنگ)هممانيزوالی په دې بدله کې ښه ترا سهي کولای شو:

يوپلو مې يار، لونگين مې پر دا بل پلو

 لا وړوکي(-يه) دې پلو را واوړه

يا: نه ځم د کابل پلو) د يوې بلې بدلې سر!

بېلنگونه او تړنگونه يې:څنگرۍ(بغل: د يوه مېچ-مقياس په توگه،لکه يوه څنگرۍ واښه)، څنگۍ( دکاريز سنگچين)، څنگی(وندر)، څنگزن (گوښه گير)، څنگواښی (پشتي، متکأ)، څنگوښی(بند تفنگ)، څنگوېږدی(پشتي؛بند تفنگ)، څنگ پر څنگ؛ همداراز يې (څنگل) چې د يوه ارکاييک  کوشيننوم په توگه پر څيز نوم (آرنج) اوښتی او همداسې يې څنگل(د کېږدۍ-خېمې سکام) هم درواخله.

*  د چا تر څنگ، څنگ تر(پر) څنگ يا خوا پرخوا کښېناستل، له چا سره نژدې کښېناستل، لکه په لنډۍ کې:

راشه زما تر څنگه کښېنه

که تماکو غواړې، لونگ به درکومه

……………………..

زوی مې څوک نه دی چې به تا ولاړوينه

………………………

که ته شرمېږې، لاس به زه درواچومه( لاس)

* پرڅنگ کول – څنگ- ډډې، يوخوات ته کول، بڅول- ژغورل: ځير خپل کتابونه پر څنگ يا بچ کړل.

*(له يوڅه نه) پرڅنگ کېدل ياڅنگ کول، له پاسنۍ  او ( ډډه کول)

سره څه ناڅه په ورته جاج، لکه په لنډيوکې:

له تورو څنگ مه کړه لاليه

ځوانان پر سرو تورو ورځي، نجونې گټينه

پر مورچل نېغ ورځه، ټيټ نه شې

ښايسته زلمي له مرگه څنگ نه کړي مينه

* (سره) څنگ پر(تر) څنگ کېدل، ول، (سره) نژدې يا مل و همکارکېدل؛ يو برابر کېدل-ول: تور له زمر سره څنگ پر څنگ شو يا څنگ پرڅنگ دی؛ همدارنگه:

اوږه پر اوږه(سره) کول-ېدل، پرمخ وړل ،ول- استل؛ د پارسي(همتا) او انگر ېزي(کونتر پارت) لپاره(همڅنگ) نويزی هم په ورته جاج رادود شوی دی؛ څنگزن (فرعي؛ سطحی)که څه هم ولسي آره لري، خو(څېرمه؛ سرسري) ترې کره ارزول کېږي.

* (دچا) تر څنگ يا په څنگ کې (پرخوا، په خواکې) درېدل،پلوي، ننگه يا ملاتړ کول، زمر د ځير ترڅنگ ودرېد يا ولاړ دی…

د پاچاهي داوه به وکړم

که بې پروا د چا تر څنگ ودرېدمه

پر څنگ  اوښتل، ← اړخ بدلول، پر اړخ اوښتل، پر ډډه اوښتل..

پر گډېدو راشه سردارې

پر څنگ راواوړه چې دې شرنگ دبنگړو شينه

* څنگ اچول يا اېښوول، چې په (لگول) کې ورسره بيا( اړخ) او(ډډه) هممانيز( تکيه کول) کارېدای شي، لکه: زمر پر څنگواښي(څنگواښتي) يا څنگوېږدي(بالش، پشتی، متکأ) څنگ اچولی، اېښوولی يالگولی دی.

* يوڅه څنگ ته اچول، لکهترخ ته اچول، يو څوری-کوری د يانه(سفر) په موخه له ځان سره اخېستل، لکه د يوه کامه وال په دې طنزيه ټپه کې:

تا د شړومبو کټۍ پر سرکړه

ما دسوکړکو کوری څنگ ته واچونه

* يوڅه څنگ يا ترخ ته اچول، کوم ځای، يانه (سفر) ته روانېدل:

تا د شړومبو کټۍ پر سر کړه

ما د سوکړکو کوری څنگ ته واچاونه

* څنگ کښلځان کښل، ځان سپمول، پر څنگ کېدل، څنگ کول، ډډه کول...

څنگ کول، لکه پاس، په دې بېلگه کې:

پر مورچل نېغ ورځه، ټيټ نه شې

پښتون زلمی له مرگه څنگ نه کړي مينه

* (سره) څنگ پر څنگ اچول، اړخ پر اړخ يا خوا پرخواکول، يوځای کول : زمر

دوې ربړې(مسألې) يا سکلووې(موضوع گانې) سره څنگ پرڅنگ اچولې دي.

* (له چا يايوه چاره) پرڅنگ کېدل،  له يوڅه ځان يوخواته کول يا ډډه کول چې پارسي انډول يې (کنار رفتن؛ پهلو تهی کردن) راځي او(کنار آمدن)  يا(باهم کنار آمدن) يې بيا په مثبته مانا له ←(څنگ پر څنگ کېدل) سره اړخ لگوي.

*(يوڅه، څوک) څنگ ته کول- يوخوايا ډډې،ته کول، له کتاره اېستل، هيسته کول؛ له پامه غورځول: زمر خپل گاډی يا سامان يو څنگ ته کړ.

. * پر(تر) څنگ ليدل- کاږه ليدل:

سترگې تورې، تر څنگ گورې

د سپوږمۍ خورې، په شغلو دې واخېسته

سترگې دې تورې پرڅنگ گورې

د نجلۍ سترگې مې له ملکه ورکوينه

……………………….

د پچا لورې مخ راواړوه چې مرمه( مخ)

. *څنگ ته راتلل- څوک د چا خوا يا لوري ته راتلل، د دې څرگندنې ناکره بڼې (څنگ څخه راتلل) او (څنگ سره راتلل) له لغمانه تر پېښوره لږوډېر ويل کېږي چې موږ يې په لنډيو کې يې يوازې د کره بڼې څرک لگولی دی،لکه:

څنگ ته مې مه راځه جانانه

سبا به بوی د لونگين درڅخه ځينه

*پر څنگ تلل يا پر ډډه تلل-  (له چاڅخه) پر څنگ تېرېدل يا له مخامخېدو ډډه کول:

پتڼ له شمې پر څنگ نه ځي

زه به ديار له غمه ولې پرڅنگ ځمه

. * پر څنگ تېرېدل، لکه پر څنگ تلل:

څنگه پرڅنگ رانه تېرېږې

ناترسه ياره لېونۍ درپسې شومه

*د چا له څنگه ياله خوا جدا کول-ېدل- څوک له چا بېلول-ېدل:

پا چايي تخت مې په کار نه دی

ما دې ديار له څنگه نه جدا کوينه

*(اغزی) تر څنگونو ختل- پاتې راتلل، نه بريالی کېدل،لکه:

بورا د گلو په(پر) بوی راغی

گل يې بوی نه کړ، خاريې وخوت ترڅنگونه

(څنگونه) کېدای شي، له آره څانگونه(وزرونه، لاسونه) اوسي!  

*يوڅه ته څنگ يا څنگونه ورکول- (څنگ پر څنگ کېدل)،(غېږ پر غېږ کېدل) او (غېږ ورکول) سره په ورته جاج:

پروسږ دا مهال ژوندی وې

سږ خو دې ورکړل تورو خاوروته څنگونه

* دواړه څنگونه خوړل، دالکه ځينې نور غړي(سر، سترگې…) چاته د ښېرالپاره کارول کېږي، لکه:

ټپوس کوتره پرخوله يووړه

شابازه وخورې مرکنډۍ، دواړه څنگونه

* سره همڅنگ کېدل، مل کېدل، يولاس کېدل، لکه:

سپک به د سپکو په دوستۍ شي

خس چې له باد سره هم څنگ شي، باديې وړينه

۱۹= څنگل-څنگلېcaƞgə́l-caƞgə́le  (آرنج)  

انگرېزي يې elbow,crazy-bone،)دلاس د پاسنۍ اوکښېنۍ غبرگېدونکې برخې،  په نورو ټکو، د(متې) او(لېڅې) په منځ کې د يوځای کېدنې خوځنده درېگوټ (زاوي) مخ و _څټ ته ويل کېږي، هغه هم زياتره شا ته وتلې(محدبې) برخې ته چې د سوک  غو ندې ترې د وهنې کار اخېستل کېږي- دننه ژوره(مقعره) برخه يې په يومتل (چېرې…،چېرې څنگل) کې له ښځينه نوږيز غړي سره ورته ښو ول شوی دی. له تاريخي – آرپوهيز پلوه هم د(څنگ) ووړنوم دی او د(څنگ) غو ندې  دومره گړنې يا څرگندنې لنډې تنگې دي.

× سر پر څنگل اېښوول

سر پر کږه څنگله کېږده

مخ مې راستون کړه، ښکلوه شينکي خالونه

سر پر نرۍ څنگله کېږده

تا د نرۍ څنگلې ډېر کړه ارمانونه

سر مې پر ښۍ څنگلې کښېږده

پر کيڼه لېچه مې بنگړي دي، مات به شينه

* (د چا )تر سرلاندې څنگل اېستل يا کول، لکه:

څنگل اوږده رالاندې باسه

مټ دې بالښت کړه چې پرې سر د يارۍ ږدمه

* (دچا) پرڅنگل خوب کول يا ويدېدل، لکه:

ځانله پالنگ ورته انگار شي

چاچې ديار پر څنگل کړي وي خوبونه

* څنگل يا څنگلې ماتېدل د ننگرهار خواته، هغه هم زياتره د ښېرا لپاره کارول کېږي، لکه چې وايي: څنگل دې ماته شه! څنگلې دې ماتې شه!

۲۰= خوا xwā-xwā́we

څنگ، اړخ، ، ډډه، پلو، لوری، زړه،خاطر،اشتها،هيله، ملاتړ…  ان (نس)، لکه په (خواگرځېدل، خواگرځن) کې يې هممانيزونه اوځايناستي راځي. په دې لړکې تر ډېره د(زړه)  له اړوندو گړنواوڅرگندنو څخه توپير نه لري. جوتغونډونه (د مړوخوا، يوخوا، بلخوا، هرخوا، له هرې خوا، لره خوا، بره خوا…)، بېلنگونه (خواگرځن، خواگرځی، خواگی، خواييز…)، تړنگونه ( پښتو نخوا،نيمه خوا، خواپرخوا، خوا ترخوا، شاوخوا، خواوشا، خواوخاطر، خواتورن، خوا توری، خوابدی، خواستغی،خواچپی،خواټول،خواټولی، خوا خپور، خواخپوری، خوا خوږی، خواخوښی، خواشينی،…).

نوموالې (اسمی) او کړوالې(فعلی) گړنې-څرگندنې يې په لاندې ډول گڼې  بېلگې وړاندې کېږي.

* خوابدول-ېدل (خپه کول-ېدل، خوابدی ياپيکه کول-ېدل (خپه کول- کېدل؛ زړه را جگېدل: زمر له توره خوا بده کړ، يې خوا ځنې بده يا پيکه شوه.  

* خواته کېدل يا زړه ته کېدل- يوڅه ته هڅه، ميل کېدل، اشتهاراتلل: د زمر خواته څه نه کېږي؛(خوا پوټه کېدل) ورته جاج رانغاړي.

* خواتورول-ېدل يا خوا تو ری کول-ېدل (له يوڅه يا چابېزارول-ېدل:  له ببري نه د زمرخواتوره شوه، يا: ببري له ځانه د زمر خوا توره کړه.

* خوا شنه کول-کېدل يا خواشينی کول-ېدل -خپه کول-ېدل: تور د زمر خوا شنه کړه، يا: له توره يا له تور سره دزمر خوا شنه شوه.

* خواپرخواکېدل يا ول-استل-ډېر نژدې کېدل: زمراوتور(سره) خواپرخوا شول يا ول-دي.

* خواگرځول-ېدل (کرکه کول، راتلل يابېزارېدل، گرځون  ياکانگې کول: زمر له توره خوا گرځوي، د زمر خوا گرځي

* په خوا (او) خاطرکې نه گرځېدل- بېخي هېرېدل يانه يادېدل: زمر د تور په خواخاطرکې نه گرځي (د ټينگار يا شدت لپاره، يا پر((خوا)) پياوړی خج راځي او يا تر وستربل روسته خجن((هم)) سرباري کېږي..

* له خوا خاطره وتل د تېر په څېر.

* خوا سړول-سړېدل، يخول-ېدل،بېلابېل کارونځايونه يې، لکه زړه سړول…):

بېلتونه ښه خوا دې سړه کړه

د غم گېډي راته تړه، زه به يې وړمه

ټوکر ټوکر مې کورته يوسئ

چې دملالو نجونو خوا راسړه شينه

ټوټې ټوټې مې ورته يوسئ

د لېونۍ  دمور چې خوا رايخه شينه

ذرې ذرې مې ورله يوسئ

چې د کاسيرې لنډۍ خوارايخه شينه

(روستۍ لنډۍ: سلمی شاهين ۲۳).

* له دوو-دواړو خواوو يوڅه کول، يو کار په گډه ترسره کول،لکه:

ټپ-ټک خو په دواړه لاسه کېږي

اشنايي هم له دواړو خوا(وو)مزه کوينه

* خوا (پر چا-چاته) پيکه کول-کېدل، خوا پرچا بدول-بدېدل: زمر ته(له قاره) د تورخوا بده شوه پيکه شوه؛(له خواخوږۍ)تور پر زمر خوابده کړه… .

* د چا خوا نيول، د چا پرخوا- په خواکې درېدل، د چاپلوي کول)؛ څوک په خوا پورې نيول ياپر چا پام ساتل يا ژغورل: تور د زمر خوا ونيوله…يايې وژغوره.

څوک خواته نژدې نه پرېښوول-له چا لرې گرځېدل يا بېزارېدل، تور زمر ځان ته نژدې نه پرېږدي يا ځنې لرې گرځي.

 *خوا مړېدل يا مړه خوا کېدل-ول-استل يا گرځېدل سترگې مړېدل، بې نيازه کېدل؛ بېغمه کېدل، لکه په لنډۍ کې:

که مې نصيب د بدو نه وای

ياربه مې يار وو، مړه خوا به گرځېدمه

* يوڅه يوخواته کول، د هيسته کولو يا بېځايه کولو په جاج:

پېکی دې يوخواته شانه کړ

د وروځو منځ کې دې شين خال راښکاره شنه

* خوا يا څنگ ته راتلل يا له خوانه تلل، لکه:

پرېږدې ده ناخوالې نور، راشه زما خوالره

نه لرم اسره بله، بې له تا بل چالره(گلکڅونه ۵).

* د چاخوا يا څنگ ته درېدل، د ځان ژغورنې  او پنا وړنې په جاج:

بېلتون دباب راباندې وکړ

زه ژړغونې د يار خواته ودرېدمه

*نيمه خوا کېدل،بې برخې کېدل،نهيلېدل

راشه چې سوله سره وکړو

عاقبت مرگ دی، نيمه خوابه شو مينه

ته په ځوانۍ کې ځوانيمرگ شې

ستا په يارۍ کې نيمه خواشومه مينه

 xwlə- xwle۲۱= خوله-خولې

ژبه، خبره، او مچې يې مجازي ځېلونه گڼل کېږي، هرگوره، د مچولو يا ښکلولو لپاره يې زياتره کوشينه يا تصغيري بڼه (خولگۍ) کارول کېږي؛ خو د(خبرې، وينا) په مانايې،له زړه سره د مخاوي (تقا بل) لپاره آره بڼه(خوله) راځي؛ په شعرو لنډۍ کې هرگوره، داتوپيرد تول وتال اړوندېږي. اړوندجوتغونډونه اوهمداراز بېلښتي او تړښتي وييونه چې په اسانه له کړ، په تېره مرستيالکړ سره پرگړنواوڅرگندنواو ړي:

وازه خوله( هېښ، بېځوابه← وازه خوله نيول يا پاتېدل)،کړشوپه خوله(بې غاښو، کنډاس)؛ خولور يا خوله ور، بې خولې، خولپوټی، خولبوری، پوچ خولی، وېړخو لی، وچخولی؛ ارتخولی، چينگخولی وازخولی، لوی خولی ( پق: د دغو پېنځو پر ماناسربېره،دهن پاره يا پوچخولی هم مانا کړی)، پټخولی،خولخوږی(گنده بغل)، خولخونده (مېوه)، خوله خندا،خولخوټکه(پوکڼۍ، کوبۍ ياحباب)،خوله پرخوله، خوله پرخوله -غاړه پر غاړه، خوله پر خوله -شونډې پر شونډو… .

*خوله خندا ته نه جوړېدل، (چاته له دردو غمه) خندا نه راتلل؛ خپه، خواشينی… ول: ( له ډېر غمه) د زمر خوله خنداته نه جوړېږي، په لنډۍ کې، لکه:

خوله مې خنداته نه جوړېږي

پر مخ څپېړې بېلتانه راکړې دينه

په دغه بله کې يې مثبت ځېل راغلی دی:

خوله هې خنداته جوړوله

هجران تر منځ شو، زه يې گير په غمو کړمه

* خوله پر خوله کېدل-ول، سره ستغې سپورې يا مناقشه کول ؛يوبل سره خولې ښکلول: ببری او سنک سره خوله پرخوله شول؛ زمرک او مکۍ سره خوله پر خوله شول دي ياول. د وييرغاونې له پلوه يې له (غاړه پرغاړه) سره جوړه تړنگ(ترکيب) بيا زيات دودلري،لکه چې وايي: دواړه سره خوله پرخوله او غاړه پرغاړه شول، شوي، ول يا دي؛← غاړه.

* خوله د خولې له پاسه اېښوول- له مانيز پلوه د← (خوله پرخوله کېدل) له دويمې مانا ( په خولو سره ښکلول، يوبل سره خولې ښکلول) سره سمون لري، خو له جوليز پلوه يې په دې لاندې  لنډيو کې سهي کولای شو:   

خوله دې زما پرخولگۍ کښېږده

ژبه مې پرېږده چې گيلې درته کوينه

خوله مې پر خوله کېږده هلکه

ژبه مې پرېږده چې گيلې درته کومه

خوله خو د خولې له پاسه خوند کا

لکه برغولی پر کټوئ مزه کوينه

دابله يې له نټې سره:

خوله مې پرخوله مه ږده جانانه

لاس مې پر زړه کښېږده چې زړه مې کلار شينه

* خوله اخېستل- ښکلول، مچول، لکه په لنډيو کې:

خوله به  په زور درڅخه واخلم

وړوکی نه يم چې زاري درته کومه

خوله به په زوره درنه واخلم

يو مې همزولی، بل زاري درته کومه

خوله مې په بيړه بيړه واخله

شکره نه ده چې په تول به کمه شينه

خوله مې دڅټ له لورې واخله

چې خماري سترگې پرڅنگ درواړومه

خوله مې له دواړو خواوو واخله

منگی مې ولې ښوروې، لمده دې کړمه

خوله مې تر زنې لاندې واخله

مورمې ميره ده، بند پر بند مې لټوينه

خوله يا خولگۍ (مچې) غوښتل اوورکول ، لکه ستر خوشال چې وايي:

زه خوشال کمزوری نه يم چې به ډار کړم

په ښکاره نارې وهم چې خوله يې راکړه

په لنډيوکې، لکه:

خولگۍ دې راکړه، پر خندا شوې

زه دې له خولې نه پر خندا خوشاله شومه

خولگۍ دې راکړه، موړ دې نه کړم

ته مړه مه شې د دنيا په نعمتونه

خوله مې واړه هلک ته ورکړه

زړگی مې رېږدي، چېرې حال به ووايينه

خوله دې له دواړو خواوو راکړه

يو دې همزولی، بل زاري درته کومه

خوله دې په خپله خوښه راکړه

بيادې نارې کړې چې لړم چيچلی يمه

په خپله خوله چې سوال ونه کړې

په هغه دغه خولگۍ کله درکومه

راشه راشه چې خوله درکم

بېگا مې مړ پر خوب ليدې، زهيره ومه

رادې وستم، خوله دې را نه کړه

جانانه دادې مناسبه نه وينمه

په وربش لو کې دې خوله راکړه

په غنم لوکې به گېډۍ درسره وړمه

خوله تر مماڼې لاندې راکه

خلک به وايي، تور سېرلی دی، پاڼې خورينه

زما په تشه خندا مسته

که خوله درکړه، لېونی به شې مينه

خوله مې دې غوښته، رادې نه کړه

تشه خندا خو دې اوس اور رالگوينه

زما په تشه خندامسته

که خوله مې درکړه، لېونی به شې مينه

د خولې غوښته مې په تا پورې

تېر مې بېلتون کړ، خوله مې ډکه له گردونه

خوله مې ترې غوښته، غېږ يې راکړه

خدايه خيالي ليلا ته ورکړې جنتونه

په سپينو غاښو راته خاندې

مابه د تور ټوپک په خوله ورکړې مينه

راځه چې شرع په ملاکړو

پور پر ابا دی، خوله له ما غواړې مينه

ملا داخپل سېرلی مې راکړه

داستا په کوډو ليلا خوله نه راکوينه

ملا دمينې تاويز وکړه

په شکرانه کې سپينه خوله به درکومه

خولگۍ دې راکړه خپله ياره

سخته جگړه ده، د مورچل پر لوري ځمه

د جنازې بازو مې نيسه

چېرې به ما په راستۍ خوله در کړې وينه

…(پښتو لنډۍ ۱۳۶۱-۱۳۶۵)

*خولې ته سوړ اسوېلی راتلل- خواشينی کېدل، لکه په لنډۍ کې:

خولې ته مې سوړ اسوېلی راغی

زړگيه ستابه اشنا بيا ياد شوی وينه

* خوله خنداته نه جوړېدل

خوله مې خنداته نه جوړېږي

پر مخ څپېړې بېلتانه راکړې دينه

خوله مې خنداته جوړوله

هجران ترمنځ شو، زه يې گير په غمو کړمه

* په ډېرو ويلو خوله ستړې کول-ېدل، دا څرگندنه د هغه چا له خوا کارول کېږي چې اورېدونکی يې خبره نه مني او ډېر ورته غږي، لکه چې وايي: پلاني ته مې په ډېرو ويلو يا وينا خوله ستړې کړه يا ستړې شوه(خو و يې نه منله).

*(يوچاته) خوله اچول ياپرچا خوله يېله کول، پرې خوله راپرانېستل، يا پرچا

خوله  خلاصول، تر يا دخولې تېری کول – يو څوک کنځل، رټل يا پرچاژبنی تېری کول: زمر (بېځايه) تورته خوله واچوله يا يې  پرې خوله يېله کړه؛ دغه غونډ له آره له سپي سره تړاو لري او د انسان لپاره له سپکاوي کارول کېږي، لکه چې وايي: سپي سوالگرته خوله واچوله(حمله وکړه)؛

*خوله چينگول ،چينگه (وازه،ورانه، وېړه، ويته، خلاصه) نيول يا پاتېدل – شرمېدل، بې ځوابه پاتېدل، سوال کول: زمر خوله چينگه کړه يا چينگه ونيوله، د زمرخوله چينگه (وازه) پاتې شوه؛ (خوله وېړه يا ويته نيول) پر پاسنيو ماناوو سربېره (بېځايه خندل)، همداراز(پر خپله پړه منښته کول) او( په خبرو کې بېځوابه پاتېدل) جاجونه هم رانغاړي.

*خوله ورانول ( ورانېدل)- څه ناڅه په پاسني جاج: د زمر خوله ورانه شوه.

*(خوله ورانه ورانه کول) ورته  کړن د(پرلپسېوالي) له جاج سره راڅرگندوي..

*چا ته په سوال يا غوښتنه خوله ورانول- له چا په ټيټو يا نه سترگو يو څه غوښتل : تور زمر ته (د يوې مړۍ ډوډۍ) په سوال يا غوښتنه خوله ورانه کړه.

*خوله کږول يا خوله کږه کږه کول د پاسنيو گړنو په ورته جاج.

*د چاله خولې چونگ، سوڼ يا سپڼ نه ختل يا خبره نه وتل-  پر پاسني جاج سربېره، (کو رټ چوپ پاتېدل) مانا هم رانغاړي: دزمر له خولې يو چونگ (هومره) و نه خوت يا نه خېژي، يا يې يو سوڼ، سپڼ، خبره له خولې ونه وتل يا نه وځي.

* خوله پرېکول يا نيول- خبره پرېکول،هېڅ نه غږېدل: تور(خپله) خوله پرې کړه.

* خوله په مومو وهل-  د پاسنيو گړنو سپڼ يا سوڼ نه کول، خوله چوله کول-ېدل ، بېخي چوپېدل اوڅه نه ويل، په ورته جاج.

* خوله پر جوپه تلل، لکه پاس.

*.خوله وازه وازه کول- کېدل- په پرلپسې ډول غځونې کول، ستوماني، ارږمۍ ياارږمي (کهالی، فاژه، خميازه) کښل، اېستل، خوب راتلل يا خوبولی کېدل:(له ستومانۍ يا خوبه) زمر خوله وازه وازه کوي، يا يې خوله وازه وازه کېږي، غځونې کوي يا ارږمي کا ږي.

* (خوله دوه جريبه وازول يا خلاصول) د پاسنۍ گړنې يو سخت و سپک ځېل دی.

* (چاته)خوله وازول يا خلاصول- کنځل، ستغې سپورې يا بدردويل؛ ښېراکول:  مېرمنې مېړه ته خوله وازه يا خلاصه کړه.

* ترخولې تېری کول- بلوسل، تېری يا تجاوز کول، سپکې سپورې ويل: زمر تورته تر خولې تېری کوي چې له نوي جاج سره (د خولې تېری کول) هم دود شوي دي، پارسي انډول يې(تعرض زبانی کردن، زور گويی کردن) راځي.

* خوله له خنداډکه ول-استل- خوښ خوشاله ول-استل، لکه په لنډۍ کې:

که خوله مې ډکه له خندا وي

چې را پر ياد شې، پر ژړا، پر ناروشمه

* خوله نه درېدل يا نه پارچاوېدل- پرلپسې غږېدل او چاته وار نه ورکول ياد اورېدونکيو د زړه تنگۍ خيال نه ساتل، لکه چې وايي: د سنک خوله نه درېږي يا نه پارچاوېږي او يايې درېدل او پارچاوېدل نشته، او لا کله وايي: د سنک خوله لکه ماته ژرنده پرلپسې کړنگېږي يا گړبېږي….

* د خولې جلو سستول_ېدل- گډې وډې، بې ادبه يا بې سروبوله غږېدل: سنک د خولې جلو سست کړ يا سست شو.

* خوله ستړې کول- له ډېرې غږېدا او خبرلوڅۍ په جاج: سنک(خپله) خوله ستړې کړه.

* خوله وېښتان کول- ډېر او بېواره او بېځايه غږېدل: د سنک خوله وېښتان کړي دي.

*خوله له واکه وتل يا بېواکه کېدل، ول-استل، په پاسنيو جاجونو.

* پر چا خوله راخلاصول- څوک بېخرته کنځل، نتل، رټل يا سپکه سپانده کول: زمر پر سنک خوله راخلاصه کړه؛ کله ناکله پرې داهم ورزياتوي: او سخت  ردبد يې ورته وويل؛ نور(اوږده او توند) ځېلونه يې: (سترگې يې پټې کړې او خوله يې پرې راخلاصه کړه)، (سترگې يې پټې کړې او څه چې يې پر خوله راتلل يا راتلای شول) هم ويل کېږي يا(سترگې يې پټې کړې او هغه څه يې ورته وويل چې بل چا کله نه دي ويلي) او داسې نور؛ همداراز: ← تر خولې تېری کول،  خوله اچول، خوله ايله کول.

* دخولې خوند بدول، پيکه کول يا خرابول – له هر لگه او لوگه، سړي نه سړي سره  غږېدل، يا ځنې پوښتنه غوښتنه …کول چې د چا خبره، په خبرو نه ارزي: زمر(له توره د پور په غوښتنه هسې) د خو لې خوند بدوي.

* خوله خلاصېدل- روژه يا دروژې مياشت پايته رسېدل: د  تور خوله (نوره) خلاصه شوه، يا د خلکو خولې خلاصې شوې.

* له چاسره د خولې خندا يايوه خوله خندا درلودل- له چاسره يوه(تشه) سلام اليکي لرل: زمر له تور سره(يوه تشه د) خولې خندا لري؛ (د خولې خندا) د نوموالې گړنې په توگه پر دغه جاج سربېره(ظاهري يا لباسي او رياکارانه خندا) مانا هم رانغاړي؛ (خولې خوند) بياد لومړۍ يا څرگنديزې مانا (مزۀ دهن) تر څنگ گړنيز جاج (خور منځ، سليقه) مانا هم ښندي؛ خولخوند يا خولخونده (مېوه)، خولوېش (د يوې پلرگنۍ د غړيو تر منځ د ځمکنۍ يېبرې يا حاصلاتو وېش) هم د ورته نوموالې لړۍ بېلگې بللای شو تولپېر(ټاکنتړنگونه).

* خوله وازه نيول تلل يا ختل- يوه کارته هېښ يا ناتوانه پاتېدل:  ببري خپلو زده کړو ته خوله وازه ونيوه يا يې خوله وازه ولاړه (وخته).

*خوله لگول-  په خوله ژوبلول؛ سخت ښکلول؛ باد، سيلۍ،  ساړه يا ناروغي رامنځته کېدل: زمر د تور پر لاس خوله ولگوله؛ سنک د  زرمينې پر مخ خوله ولگوله؛ په ژمي کې باد، سيلۍ…(بېخي) خوله لگوي؛ په لنډۍ کې:

کميس مې لنډ ونيسه مورې

وطن پردی دی، بوټي خوله رالگوينه

کمکۍ نجلۍ پر يارۍ پوه شوه

لکه لړم پر دېوالو خوله لگوينه

راشه يو نوی کفن راکړه

کفن مې زوړ شو، چينجي خولې رالگوينه

*خوله چاته اړول، گرځول يا مخ چاته اړول- يوڅه له چا غوښتل، يا هيله غوښتنه کول: زمر تور ته خوله يامخ واړاوه.

* خوله مسکول- مسېدل، موسکی کېدل يا موسکا کول : زمر خوله مسکه يا موسکه کړه، ومسېد ياموسکی شو.

* خوله (خوراکوړ څيزته) نه درېدل يا نه ټينگېدل- د يوڅه خوراک ته تلولی يا بې زغمه کېدل:  سنک روښې(حلواته) نه درېږي؛ يا په يوڅه سخت گړدود: په رسيو نه ټينگېږي.

* غوټه په خوله پرانېستل يا خلاصول- يو اسان کار په لوی لاس ځانته گرانول چې له (غوټه چې په لاس خلاصېږي، په خوله يا غاښو يې مه خلاصوه) متله يې سر چينه اخېستې ده؛ د دغه متل بل ځېل: د لاس غوټه په خوله يا غاښ مه خلاصوه؛ هر گوره، پر گړنو او څرگندنو د نورو اوښتو متلو په څېر دغه گړنه د گړهار په بهير کې سبکي ادلون بدلون مومي، لکه چې وايي:  د لاس غوټه په خوله يا غاښ خلاصول په کار نه دي يا څه په کار دي.

 * خوله پر غلطه ښورول يا خوله ناسمه ښورول(خوځول)- سمه خبره نه کول: ځير خوله پرغلطه ښوروي يا سمه نه ښوروي؛ (خوله سمه ښورول) زياتره د گواښ لپاره راځي، لکه چې وايي: خوله سمه ښوروه يا خوځوه!

*خوله اسمان ته ختل- هېښ   پاتېدل: د ځير خوله اسمان   ته وخته.

* خوله وتل- پر خوله   تبخال ختل: د تور خوله   وتې ده.

خوله اړول يا ژبه اړول – خبره ياسکالو بدلول: تورخوله… (بلې خواته) واړوله يا ژبه، خبره بدله کړه.

*خوله گرځول- رښتيا نه ويل،  نټه کول: ځير خوله وگرځوله.

* پرخوله نه راوړل- ټپ منکرېدل د (د چاله خولې چونگ، سوڼ يا سپڼ نه ختل يا خبره نه وتل) گړنې يو ټينگاري بڼه: سنک (ټکی) پر خوله رانه وړ..

*خوله پريوڅه پټول- پر يوڅه منکرېدل، هېڅ نه ويل: زمر پر خپله تېروتنه خوله پټه کړه

*خوله  پټول -پټېدل، ټپول-ېدل، تړل، پورې کول-ېدل- د پاسنۍ مانا تر څنگ (ساختل،مړل) مانا هم ښندي: زمر خوله  پټه کړه، يا يې خوله پټه، ټپه، پورې يا وچه شوه.

* خوله وچېدل- خبرې بندېدل، په خبرو کې ټکنی کېدل(خوله وچه وچه کېدل، خبره په خوله کې ژوول)؛له تندې يا نارو سورو په خوله کې لاړې وچول-ېدل؛ مړل يامړکېدل: د سنک خوله وچه(پټه، ټپه، پورې) شوه.

* خوله وچه وچه کېدل- په خبرو کې ټکنی ټکنی کېدل: د سنک خوله وچه وچه کېږي؛(په لومړۍ مانا) ←ژبه وچېدل، غاړه وچېدل، ستونی وچېدل.

*خوله په مرگ ټولول_ېدل- د ښېرالپاره کارول کېږي، لکه چې وايي: خدای دې په مرگ خوله ټوله کړه ياخوله دې په مرگ ټوله شه!

* د چا خوله پلټل، لټول، بويول، سپړل د چاله خولې خبره اخېستل او يا خبرې کښل، اېستل – په چل ول  له چاخبره اخېستل، څوک پټ او نا سيده په اښتنه پوښتنه پر خبرو راوستل: تور د زمر خوله وپلټله، ولټوله يا يې ځنې خبره واخېسته.

خاورې پرخوله کېدل، ډېر تاواني يا دېوالي کېدل؛ مړل: د سنک خاورې پرخوله شوې.

* خاورې په خوله پورې مښل، ځان تشلاس ، نېستمن او بېوزله ښوول يا د چا خبره (اقتصادي رياکاري) کول: ببری په خوله پورې خاورې مښي؛ همداراز د(بد مرغه کېدل) او (مړل) په ماناوو هم دود لري.

* خوله اسمان ته نيول،ډېر بېوزله، بې رزمنې يابې نفقې کېدل: تور خوله اسمان ته نيولې ده…. .

* خوله د ماتولو ول-استل، دا گړنه د لومړي وگړي(متکلم) له خواډېره کارول کېږي او هغه هم پر خپلو کړو خبرو د پښېمانۍ پر وخت: خوله مې د ماتولو ده.

* خوله په سوک ماتول-ېدل يا خولې ته سوکان نيول- دا گړنه پرخپلو خبرو د پښېمانۍ يا د بل چا پر خبرو د قارژلي غبرگون  په موخه کارول کېږي چې په لنډۍ کې له شاعرانه انځورسره غاړه غړۍ شوې ده:

خولگۍ د مرگ په سوک ماتېږي

زه پټه خوله د مرگ له غمه گرځومه

*په خوله کې خبره وچول، د چا خبره ناببره پرېکول: زمر د تور په خوله کې خبره  وچه کړه.

* د چا په خوله (نه) ول يا استل- چې زياتره له(نه) سره راځي، د چا خبر ه منل يا نه منل): تور د زمر پر خوله نه وو يا نه دی.

د چا په خوله پياز نه خوړل- چاته يا د چا خبرو ته څه ارزښت نه ورکول: زمر د تور په خوله پياز(هم) نه خوري.

* خبره په خوله کې ژوول-سمه سهي ياسپينه خبره نه کول: زمر خبره په خوله کې ژوي؛ يا دپارسي متل او گړنې  په پېښو(شپ شپ کوي او شلتالو نه وايي) شونډې زبېښل…

*خبره په خوله يازړه کې نه ساتل يا د ساتلو توان نه درلودل- راز نه ساتل يا يې د ساتلو توان و ججوره نه درلودل_ ببری يوه خبره په خوله(زړه) کې نه ساتي، نه شي ساتلای يا يې د ساتنې ججوره(وړتيا) نه لري؛ خبره په زړه کې نه ساتل.

* پرچا خوله (راسپړل يا) پرا نېستل – چاته توندې تېزې ويل: زمر پر تور خوله را پرانېسته؛← خوله خلاصول، خوله ايله کول….

* (دچا)پرخوله يوڅه( او) پرزړه بل څه ول-استل- رښتينی نه ول، دوه ژبی ول ، په نوروټکو، په خوله يوڅه وايي او په زړه کې يې بل څه وي:

پر خوله يوه، پر زړه دې بله

مرگ دې مېلمه شه چې دې خلاص له غمه شمه

*خوله او زړه يو نه ول، يايوژبی نه ول زړه او خوله يو نه ول ، لکه پاس.

* يوه خوله ول- يو ژبی ول، پر يوه خبره ول يا درېدل: زمر يوه خوله دی.

* سره يوخوله ول- همژبی، همبولی ول: تور او زمر سره يوه خوله دي.

*  خوله(دچا) غوږته نژدې کول- يوڅه د چا په غوږ کې ويل، چاته يوه پټه خبره ويل يا رسول چې بل څوک يې وانه وري: زمر خوله د تور غوږته ورنژدې کړه يا په غوږ کې يې يوڅه وويل؛ ملنگ جان وايي: چا غوږکې راته وويل چې جانان مه يادوه…

* د يوڅه خواږه د چا له خولې(نه) وتل، يو چا په يوڅه کې گټه ليدلې وي او لايې ارماني: د تور له خولې د کاروبار، واک و ځواک…. خواږه لا نه دي وتلي(هدايت اله هميم).

* خوله پرېکول، هېڅ نه ويل، بېخي چوپېدل: زمر خپله خوله پرې کړه خوله نيول.

* خوله(ور) تړل، چوپېدل؛ بډې ورکول: زمر (خپله) خوله وتړله؛ بري د والي خوله وتړله.

* خوله ورډکول، بډې ورکول: تور د قاضي خوله ور ډکه کړه… .

* پر(خپله)خوله لاس اېښوول،چوپېدل، چوپ پاتېدل)؛ خبره پټ ساتل- نه اشوا کول،لکه چې وايي: (غماز راغی، پر خوله مې لاس کېښووه

په لنډۍ کې:

…غمازان ډېر دي، اشنا تېر به دې باسينه ( لاس )

* خوله نيول، لکه پاس.

* دچا پر خوله لاس اېښوول يا خوله ورتړل ياور ټپول(چوپتياته اړېستل):

سنک دببرک پر خوله لاس کېښووه.

* د چاخوله گنډل يا ورته کولپ اچول او ياپرې برغولی اېښوول ،د پاسنۍ گړنې يو توندوتېز ځېل دی او د يوچا له خواهله ويل کېږي چې څه ښه يا بد يې کړي وي او ټول ورپسې پرلپسې بدرد وايي، او غبرگون يې داسې کوي: پرېږده چې هرڅوک هرڅه وايي، د چا چا خوله به گنډم يا به ورته کولپ اچوم!

* خوله.پر خوله- خوله د خولې له پاسه (نه) اېښوول، ښکلول، مچول، لکه په لنډيو کې:

خوله مې پرخوله کښېږده هلکه

ژبه مې پرېږده چې گيلې درته کوينه

خوله مې پر خوله مه ږده جانانه

لاس پر زړه کښېږده چې زړه مې کلار شينه

خوله خو دخولې له پاسه خوند که

لکه برغولی پر کټوۍ مزه کوينه

خوله پرخوله، شونډه پر شونډه

ژبه مې پرېږده چې گيلې درته کوينه

خولگۍ دې پاس پر خولگۍ کښېږده

له جنجالي پېزوانه واخله جوابونه

* په خوله-خولگۍ څه نه ويل- ، د څه ويلو توان-کابو نه لرل، لکه:

په خوله ويلای درته نه شم

چې دې جفا رايادوم، ژړا راځينه

په خولگۍ حال ويلای نه شم

مينې دې پټ پر زړگي راکړه تور داغونه

په خولگۍ هېڅ ويلای نه شم

پټ په اشنا پسې رنځور له غمه يمه

* خوله په خوله کې اېښوول، د پاسنۍ گړنې يو ټينگاري ځېل، لکه:

خوله دې په خوله کې راته کېده(کښېږده)

ژبه مې پرېږده چې گيلې درته کوينه

*خوله له دواړو خواوو اخېستل، دوه ځلي ښکلول، لکه:

خوله مې له دواړو خواوو واخله

منگی مې ولې ښوروې، لنده دې کړمه

* خوله چوله کول_ېدل، هېڅ نه غږېدل- نه ويل: سنک خوله چوله کړه؛ د تور خوله چوله شوه؛ خوله پر جوپه تلل(په دويمه مانا).

* خوله پرجوپه تلل، بېخي چوپېدل يا له خبرو لوېدل: د زمر خوله پر جوپه تللې ده؛.خوله چوله کېدل، خوله گنډل، خولې ته کولپ اچول….

* خوله چړپول، په وږسولۍ يا بې ادبۍ يوڅه خوړل؛ پر يوڅه شخوند وهل: سنگ خوله چړپوي؛ پق: څه خوړل (خوراک کول).

* د چاد خولې پېښې کول، د سپکاوي په موخه د غږېدا پر مهال د چا د خولې له ښورېدو سره سم خوله ورانه ورانه کول

*د چا په خولې پورې خندل، دملنډو اوسپکاوي  په موخه، په خندا خندا د چا دخولې پېښې کول؛ په يوه متل کې وايي: زه دې مړی ژاړم، ته مې په خولې پورې خاندې!

* په گوړه گوړه ويلو- کولو خوله (نه) خوږېدل،دا گړنه له(گوړه گوړه کوه، خوله به دې خوږېږي) په نورو ټکو، (په گوړه گوړه کولو يا ويلو خوله نه خوږېږي) متل څخه آره اخلي او ورته شانزول راپرزړه کوي: يو چا د گوړې په ارمان گوړه گوړه ويل چې گوندې خوله يې خوږه شي.

* روژه پرخوله ول، روژه،روژه تي ول: زمر روژه پرخوله کارکوي؛ يا سنک روژه پرخوله او دروغ وايي.

* خوله (نه) خوځول،( نه) غږېدل چې زياتره په منفي ځېل چاته د چوپېدا گواښ  په توگه ويل کېږي، لکه: خوله مه خوځوه،(پام نوره) خوله و نه خوځوې، يا: که خوله دې وخوځوله، درماته به يې کړم!

* خوله خوځولوته نه پرېښوول،غږېدا يا خبرو ته څوک نه پرېښوول: زمر ببری خوله خوځولو ته پرې نښووه.

* خبره(دچا) په خوله کې وچول، پاس ورته يو ښنديز ځېل، چا خبره له پيلېدا سره وربندول او نوريې دکولو مخه ورنيول : ببري د سنک په خوله کې خبره وچه کړه، همدارازخوله-ستونی- غاړه وچول-ېدل.

* له چاسره خوله گډول،له چاسره خبره يا خبرې شريکول: لمر له زمر سره کوله گډه کړه

*خوله خوله کول_ ېدل، يو څوک د بېلابېلو خلکو له خوا په دک و دليل  گرمول کېدل او بېځوابه پاتېدل يايې خوله تړل کېدل: ځير ته ټول خوله خوله شول؛ په خولو کې لوېدل.

* خوله خوږېدل، څوک يو چېرې د يوڅه پر خوړلو روږدېدل او تل پسې ور تلل: د سنک خوله خوږه شوې ده (او تل د زمر کره ور روان وي).

*خوله غوږۍ کېدل، له نورو ځنې  په پټه خپل راز يوه چا ته ويل: ځير تورته خوله غوږۍکوي؛ (له چاسره غوږۍ غوږۍ کېدل) د(پس پس کول) په مانا ورته جاج ښندي(جانيخېل منگل).

* پر خوله نه راوړل، دا گړنه  پر (څه نه ويل، چوپېدل، نټه کول …)  جاج سربېره (چاته يوڅه نه  يادول يا يادونه نه کول) مانا هم رانغاړي.

. * پرخوله يا خولې ته څه راتلل، يوڅه پر ژبه راتلل يايې د ويلو توان لرل، لکه چې وايي: څه مې چې پرخوله راتلل، ورته مې وويل؛ په لنډۍ کې:

زړگی زما زخمي زخمي دی

ځکه مسرې په وينو سرې خولې ته راځينه

*(د چا) له خولې وينې تويول- تويېدل، غورځول يا خولې ته وينې راتلل- څو پر يوسخت کړاو اخته کېدل:

راشه د يار خبر دې واخله

پر غرمو(غارمه) پروت دی، ترخولې وينې تويوينه

راشه داخپل مين وگوره

زړه مې چاودلی، ترخولې وينې څڅوينه

پر هر ساعت چې راپرياد شې

پرځای کښېنمه، له خولې وينې غورځومه

(تر- له سترگو وينې تويول)

بل هممانيز ځېل يې (له خولې وينې څڅول) په دغه بله لنډۍ کې راغلی دی:

راشه، داخپل مين وگوره

زړه يې چاودل، له خولې وينې څڅوينه

* په خوله کې ژيړې اوبه درېدل، بدنامېدل، شرمېدل؛ تورنېدل يا گرمېدل؛ ډېر نېستمنېدل؛ سخت وږی کېدل: د تور په خوله کې ژيړې اوبه ودرېدې؛ (ترخولې ژيړې اوبه بهېدل) بيا يوازې(خورا کمزورېدل، ناتوانېدل؛ ډېر نېستمنېدل؛ سخت وږی کېدل) ماناوې ښندي.

* په خوله سره جوړول، دروغ(په وچ زور) رښتيا کول: ځير په خوله سره جوړوي.

*په خوله سره جوړېدل، په گړنۍ(شفاهي) توگه يوه جوړجاړي ته سره رسېدل: زمر و ځير سره په خوله جوړ شول.

* په خوله کې سره جوړول يا خوله يوڅه ته جوړول: زمر(يې) په خوله کې سره جوړوي.

* دچا پر خوله باور(نه) کول، پرچا يا د چا پر خبره باور (نه) کول، يا نه باورول: تور پرځير يا د ځير پر خبره باور(نه) کوي يا(نه) باوروي

* (يوڅه) په خوله کې تويول، ارمانېدل، خواشينېدل يا تأسف کول: تور(يې) په خوله کې تويوي.

* خوله ټولول، زياتره د گواښ او سپکاوي په توگه  څوک له غږېدا منع کول، لکه چې وايي: خوله دې(نوره)  ټوله کړه! خوله نيول ، پټول، ټپول، پورې کول…..

* په خوله کې سره توکل- سره همژبي کېدل: تور او زمر سره په خوله کې توکي يا توکوي.

* په خوله يوڅه په زړه بل څه کول (په ښکاره يوڅه ويل او په په پټه نورڅه):

په خوله به جنگ درسره وکړم

د زړه کوڅې به درنه ولې بېلومه

په خوله توبه توبه وباسم

پرتا مين زړگی توبه نه قبلوينه

په خوله خو غږ کولای نه شم

پرېږده چې غم دننه زړه کې وساتمه

* (چاته يوڅه) په خوله ويل ، يوڅه په ټينگار ويل: زمر تورته په خوله وويل چې نور له ماسره مه نښله.  

په لنډيوکې:

په خوله به نوم د وطن ناخلم

که پردېسۍ کې مې اشنا راسره وينه

په شعرکې

يوې ورځپاڼې رانه وغوښتل چې

د ازادۍ په باب يوڅه وليکم

ماورته تش دومره په خوله وويل

 چې ازادي نشته، نو څه وليکم (وينه او مينه ۲۵).

* په لويهغوټه خوله ويل- په زيات ټينگاري يا اخطاري گړدود چاته په څرگنده  څه ويل: زمر سنک ته په لويه خوله وويل چې دا کار وکړه يا مه کوه.

* په خوله نه ويل يا نوم نه اخېستل)  اوبياله تواني دود (امکاني صيغې) سره يو مخاوی(تقابل) رامنځته کوي:

په خوله مې هېڅ ورته ونه وېل

تر سره پېزوان لاندې دې وچيچل غاښونه

په خوله دې هېڅ راته ونه وېل

تر سترگولاندې دې باڼه ورپاونه

په خوله دې نوم اخېستای نه شم

پټ په زړگي کې وطنونه لټومه

……………………………..

پټه ژړا دې په ديدن پسې کومه

……………………………

پټې سلگۍ دې په ديدن پسې کومه

…………………………..

تر سپين پېزوان لادې دې وچيچل غاښونه

…………………………..

تر سترگو لاندې دې باڼه ورپاونه

……………………………

په تېغ د سترگو دې زخمي کړمه مينه

په خوله ويلای درته نه شم

چې دې جفارايادوم، ژړا راځينه

پر لاره ځم، توبې وباسم

ستا له يارۍ توبه مې خولې ته نه راځينه

همداراز په ژبه هېڅ ويلای نه شم

پټ په اشنا پسې رنځور له غمه شومه

* (څوک) د چا په خوله ول- کول، څوک د چا له خوښې-غوښتنې سره کول:

ته چې دا اوس د مور په خوله يې

زه خپلې تورې کمڅۍ چاته سپينومه

* وړه خوله او لويه خبره کول- دا  گړنه د نورو گڼو بېلگو په څېر هممهاله د متل او گړنې غبرگ کارونگ لري. او هغه چاته د خندۍ  او سپکاوي ، اريانتيا،گواښ يا نيوکې په توگه ويل کېږي چې پر ساټو باټو راشي او تر خپلې پوهې يا دريځه پورته يوه خبره کوي يا رامخته کوي، په نورو ټکو، د دې پرځای چې ورته ووايي، دا خبره ستا له(کچې(سويې) پورته ده، لنډپرلنډه يې په يوگواښنده او بيا هېښنده گړدودترغوږه ورتېروي: وړه خوله او لويه خبره!

*(يوڅه  ته) خوله نه درېدل- له ولږې او سراښتيا(حرصه) يوه خوراک ته ترور اوتلو لی کېدل: دببری خوله روښې(حلوا)  نه درېږي.

* واښه پر خوله رسۍ يا پړی پرغاړه داله غبرگو گړنيزو کړولو(قيدونو) رغېدلې غونډ او هممهاله جوړه تړنگ د(((ننواتو چاته يا چاکره ننواتې ورتلل)) جاج رانغا ړي چې د پښتونولۍ دکوډ يا دويغونډ(دقوانينو يانرخونو ټولگې)  يو رغنده ټوک بلل کېږي. دا وړ سختې ننواتې پخپله خوښه ياد ولس په سپارښتنه د يوې خورا سختې گناه، لکه وژنې، کور سوځونې… د بښنې په موخه ترسره کېږي چې ردول يې هم له دغه کوډه سرغړاوی بلل کېږي. غاړه.

*پوچه، بده ياسپکه خوله لرل يا پوچخولی ول- پوچه،بده، سپکه ژبه لرل يا بد ژبی ول خوله د چا  په واک کې نه ول..

* په خوله کې(را-در-ور) لوېدل- يوه خبره بيا بيا راغبرگول؛ د نورو په خبرو اتروکې ور لوېدل يا غوټه کېدل(مداخله کول: د واده خبره د تور په خوله کې لوېدلې؛ سنک د هرچا په خوله کې ورلوېږي.

* په خولوکې لوېدل، غورځېدل يا پرېوتل- يوه خبره، سکالو، پېښه… په خلکوکې خپرېدل، اوازه دروازه کېدل، گونگسه کېدل يا پرگونگوسو (افواهاتو) بدلېدل: د زمر مېړانه په خولوکې لوېدلې ده؛ (خوله پرخوله کېدل) هم ورته جاج  رانغاړي.

* په خوله کې وهل- په ځاځ  ياگواښ د چا خبره پرې کول، لکه خبره په خوله وچول: تور سنک په خوله کې وواهه.

* پر وچ هډوکي خوله وهل- يو بې گټې وټې کار کول: تور( هسې) پر وچ هډوکي خوله وهي.

* خولې ته سوړ اسوېلی راتلل يا له خولې سوړ اسوېلی وتل-اېستل- خواشينی کېدل:

خولې ته مې سوړ اسوېلی راغی

زړگيه ستابه اشنا بيا ياد شوی وينه

خولې له مې سوړ اسوېلی راغی

زړه ته مې بيا جانان له کومه پر ياد شونه

* تر خولې يا تر سر شنه دودونه ختل ( تر شونډو شنه دودونه ختل)

تر خولې مې شنه دودونه خېژي

زړگی مې سوځي د بېلتون په سره اورونه

تر(له) خولې وينې تويول يا وينې گرځول- پر سخت رنځ اخته کېدل:

پاس پر کمره ولاړې زرکې

يار مې رنځور دی، تر خولې وينې تويوينه

* تاو د زړه له پاسه تېرول- د زړه درد پرځان تېرول يا زغمل

تاو به د زړه له سره تېر کړم

بې درده يارته به و نه وايم حالونه

* له خولې وينې راتلل- سخت نولېدل:

تر خولې مې سېل د وينو راغی

د بېلتانه لړم پر زړه خوړلی يم

خوله خنداته نه جوړېدل- چاته له غم و درده خندا نه ورتلل:

خوله مې خنداته نه جوړېږي

پرمخ څپېړې بېلتانه راکړې دينه

……………….

بېلتون څپېړې پر سپين مخ راکړې دينه

خوله مې خنداته جوړوله

بېلتون ترمنځ شو، زه يې ښکېل په غمو کړمه

* کړشوپه خوله ول_ استل يا نيول-)بې غاښونو تشه خوله) چې يوازې کړشوپ هم(بې غاښو) ته ويل کېږي:  دسنک خوله کړشوپه ده يا کړشوپ دی.

* زړه خولې ته راتلل- ډېر تنگېدل زړه.

* خوله بېځايه ښورول يا خوځول-  بېځايه غږېدل: تور(هسې) بېځايه خوله ښوروي؛ (خوله مه ښوروه!)، (خوله وښوروه!) يې ورته امرو نهې دي.

*  خوله وتل پزه وتل- تبخال ختل يا اېستل: د زمر پزه وتلې ده يايې پر خوله (او يا پزه) تبخال ختلی دی.

* خوله د ماتولو-  استل – ول، دا دهغه چا په تړاو ويل کېږي چې پر کړو خبرو خورا پښمانه، په پښېمانو پښېمانه، يا په شډله بڼه(د غولو پرخوراک) وي، لکه چې وايي: خوله مې د ماتولو ده(چې هسې خبرې مې کولې).

* دچا په خوله (نه) کول-څوک د چا په امر يا غوښتنه يوڅه(نه) کول: ببری هر کار د زمر په خوله(نه) کوي.

* زړه خولې ته راتلل زړه

* خوله کږول يا کږه کږه کول- په ټيټو سترگو، په مات مخ… له چا څه غوښتل؛ همداراز چاته په سوال خوله ورانول.

* پرخوله يوه او پر زړه بله، د (دروغو) په جاج، لکه:

پرخوله يوه، پر زړه دې بله

مرگ دې مېلمه شه چې دې خلاص له غمه شمه

* په سپينه خوله يوڅه کول-ېدل يا ول، د سپينې خولې(په ورکړه) څوک يوه کار ته هڅول:

پېزوان مې خړو اوبو ډوب کړ

په سپينه خوله به لامبوزن ورکوزومه

په سپينه خوله لېوني مست دي

ځکه د تورو خولې ته غاړه غړۍ ځينه

* (يوڅه) د چا په خوله(نه) کول

د چا په خوله غولېدل، تېروتل- تېرېستل يا دوکه کول-ېدل

د چا په خوله چې دوکه نه شې

۲۲= خېټه-خېټې xéṭa-xée(معده-شکم)

ډېری پښتانه خېټه-گېډه-نس سره هممانيزکاروي او پق هم درېواړه(شکم، بطن) ژباړلي، خو داچې عربي پاسنۍ برخه (معده) بولي او لاندې برخه(بطن) او همداراز نورې ژبې، لکه انگرېزي هم  د دوو بېلابېلو فيزيولوژيکي برخو د توپير لپاره پر (stomach) او(belly) ويشلي دي، نو پښتو يې هم پر(نس -خېټه) يا لږه ادبي (نس-گېډه) سره وېشلای شي؛ هرگوره، د(خېټې) اړوندې گړنې او څرگندنې  بيا زيات دود لري. بېلنگونه او تړنگونه تر گېډې د خېټې او بيا نس ډېر مخې ته را ځي،لکه: گېډو، گېډور؛ خېټو،خېټور؛ نسو، نسور، نسواند، نس پړسی، نسخو ږی(پر دويم خج ستاينوم او پر روستي نوم)، نسگير(قبض، قبض) نس بهی، نس ناسته؛ نس تشول(ډکې متيازې کول)، نس(نه) مړېدل، له نسه کول-ېدل(اسهالول -ېدل)، د نس يا خېټې غم تر هرڅه زيات دی… .

* خېټه (پربل چا) اړول ياتاوانول- د هغه چا په تړاو ويل کېږي چې له کنجوسۍ  پرخپل کور يا په خپل لگښت څه نه خوري او د يوبل کره يا ديوبل په لگښت د څه خوړلو هڅه کوي- سنک(خپله) خېټه پر بل اړوي يا تاوانوي؛ ځان پر بل چا تاوانول، پر بل ډوډۍ اړول يا تاوانول..

* خېټه، نس يا گېډه ډکول- مړۍ خوړل، ځان مړول؛ بډې ورکول: تور(خپله) خېټه ډکه کړه؛ سنک د قاضي خېټه ډکه کړه.

* خېټه، نس تشول- ډکې متيازې کول: بې شرمه سړی (ځای بېځايه) خېټه يا نس تشوي

* خېټه کول- څربېدل، چاغېدل؛ بلاربېدل: ببري خېټه کړې ده؛ زرمينې خېټه کړې ده.

د مستې خېټې کار کول- بې له کومې اړتيا يو کارکول: ځير د مستې خېټې کار کوي؛ (د مړې خېټې پارسي ويل)  يې د يوې مانا له مخې هممانيزه راځي او دويمه يې مانا يې له دې رازېږي چې چا د خېټې ډکولو لپاره پښتو غږېده او چې موړ شو، پارسي يې راخپله کړه، يو شاعرځنې همدا مانا اخېستې او ويلي دي:

په نهاره دې خبرې په پښتو کړې

اوس پارسي وايې چې خېټه دې مړه شوه

* پر يوڅه خېټه اچول- يوڅه بلوسل(غصبول): تور د ځير پرځمکه خېټه اچولې ده.

* يوڅه ته خېټه په اوبوکې اېښوول- د يوڅه لاسته راوړلو په موخه کلک په تمه ول يا يې د بلوسې(غصب) لپاره کابو لټول: تور د نيکه پاتوړې(ميراث) يا سرکاري ځمکې ته خېټه په اوبوکې اېښې ده.

* له خېټې ( او خوټې) ځارول- د هغه چا په اړه ويل کېږي چې خپله شتمني (يو مخ) پر بېځايه  مزو چړچواو لوچگريولگوي: زمرک هرڅه له خېټې( او خوټې) ځار کړل يا يې ځاروي.

*هرڅه په خېټه خوړل، ورکول يا له خېټې ځارول- د هغه چا په تړاو ويل کېږي چې هره گټه وټه يا شتمني يوازې  يا زياتره پرخوراک(اوڅښاک لگوي: ببری هرڅه په خېټه خوري يا ورکوي.

* پر خېټه مين ول- په پاسني جاج.

خېټه ډکه، خوټه لکه ول- داغبرگغونډله که څه هم له آره متل دی، خو د متل په توگه جلادومره نه ويل کېږي، بلکې د گړنې په توگه د خبرو په بهيرکې ډېره ويل کېږي؛ هغه هم د داسې يو چا په تړاو چې له دغو دوو پژنيو غړو يا غريزو پرته ورسره بل سوچ و سودا نه وي؛ دا بولنه(مقوله) هم لږوډېره ويل کېږي: په ژوندکې يا خېټه ده يا خوټه، يا په نورو ټکو: په دنيا کې له خېټې او خوټې نور څه دي، لکه په دې طنزيه څلوريزه کې:

هغه خبرې مارکس و فروايد وکړې

چې وې له مخه له نورو پټې

د انسان آره اړه به څه وي

پرته له خېټې، پرته له خوټې (اندوژوند۷۹)

* له خپلې خېټې يا گېډې رااېستل له ځانه رااېستل، دا دهغه چا په اړه ويل کېږي چې بې دک و دليل يا اخځ و لاسونده پرکومه علمي،فرهنگي يا انفارما تيکي څرگندونې يا ليکنې څېړنې کوي، لا يونيم يې دغه کړن ته (گېډولوژي) وايي.

* (له ولږې) په خېټې پورې تيږې تړل-  سخته ولږه تېرول يا ډېر وږی ول- استل:  

سنک له ولږې په خېټې پورې تيږې تړلی، يا دومره وږی دی چې په خېټې پورې يې تيږې تړلې؛ داسې هم وايي: چې کار و نه کړم، په خېټې پورې خو تږې تړلای نه شم

* (دچا) پر خېټه ختل- دا څرگندنه يوبل ته د گواښ په توگه وايي: پر حېټه به دې وخېژم!

* خېټه نه ده،پېټی دی- داهم هغه ته له ټوکو ياسپکاوي ويل کېږي چې لويه خېټه لري؛ خېټه يا گېډه، لکه خيږ، جوال، گوډی… پړسېدل، لويېدل يا لويه ول- استل هم ورته کارونگ لري.

۲۳= ډډه- ډډې áa-e (پهلو، بغل، جنب، جانب)

زياتره له(اړخ) او(څنگ) او څه ناڅه(خوا) سره هممانيز کارول کېږي او له دې سره لږوډېرې  ورته گړنې څرگندنې رامنځته کوي.

* ډډه کول- يوڅيز-کار، مرسته…له چا درېغول يا ځنې(ځان) سپمول:

تور د زمر له مرستې ډډه وکړه.

* پر ډډه کېدل، اوښتل پراړخ- څنگ اوښتل.

* ډډه- اړخ اچول –  دغځېدل، پرېوتل، څملاستل) ورته جاج ښندي، داسې چې څوک پر(ډډه) پرېوځي، نه سم ستوني ستغ: زمر پر ارام څوکۍ يا توشک ډډه اچولې ده.

* ډډه  ياڅنگ لگول- تکيه کول، له تېرې څرگندنې سره يې توپير دادی چې هغه په ملاسته او دا په ناسته(تکيه کول) مانا رانغاړي: ځير څنگواښتي، ډډي يا سر وېږدي نه ډډه يا څنگ لگولی دی؛ له (يوڅه پر ځان منل)  يا (پرغاړه اخېستل) جاج يې له(اوږه وروړل-ورکول) سره په دويمو ماناوو  هممانيز کارول کېږي: ځير د زمر مرستې ته ډډه(اوږه، څنگ) ورلگولی يا وروړی دی.

* (يوه کارته) ډډه(نه) لگېدل، يوه کار ته هڅه-زړه(ميل) نه کېدل: د ځير کوم کارته ډډه نه لگي.

*ډډه يا ډډې لگېدل سولېدل، ټپي کېدل يا ورستېدل – دا څرگندنه زياتره له باري څاروي سره ويل کېږي چې بار يې يوه يا دواړې ډډې سولولې او پوستکی يې تور سره اوښتی او يا بېخي ټپي او ور شړولې اوسي؛ له يوه وگړي سره هله ويل کېږي چې له ناروغۍ نه ډېر مهال ځای پر ځای پروت وي او راجگېدای نه شي،لکه:

داوږدې ناروغۍ له لامله د سنک ښۍ، کيڼه يا دواړې ډډې لگېدلي دي؛ يايونيم وايي: برايي خوب نه راته،او له ډېرو اوښتو رااوښتو مې (بېخي) ډډې ولگېدې- پخوابه چې په روسته پاتې کليوالوکې پېړې او پستې توشکې نه وي او د رنځورا نو ډډې به و لگېدې يا وسولېدې، نو کورنيو به يې له وسې سره سم ډډو ته، يا تر ډډو لاندې وړۍ، پختې، پاغوندې يا ورته پاسته توکي وراېښوول.

* ډډه اړول- ډډه يوې خواته اړول يا گرځول او يا له يوې ډډې نه بلې ته کېدل: زمر دېواله ته ډډه واړوله.

* ډډه ورکول اوږه ورکول.

* پر ډډه اړول يا اوښتل

که مرچک خان ورسره نه وای

لاوڼ به څوک پر ډډه واړوي مينه

چې مابه څوک له مرۍ تېرکاندې مينه

319 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸