Categories

اعلان

Loading…

څراغ او ملي هينداره/ نقيب احمد عزيزي

موږ ته هغه ماشوم غوږ نه نيسي چې تر ده مشره کيسه ورته کوو، نه هغه ځوانکی ورته تم کېږي چې کيسه ترې کشره وي. مشره کيسه هغه ده چې مخاطب ماشوم يې کرکټرونه نه‌شي درک کولای، کشره کيسه هغه ده چې مخاطب ته يې هره صحنه مصنوعي ښکارېږي. ارواپوهان ماشوم ته د کيسو د اورولو بېلابېلې زماني دورې په نښه کوي.

اوس به تاسې واياست چې کيسه خو له لويه سره مصنوعي شی دی، د دې ځواب دا دی چې که موږ په هنري ادبياتو کې د ذوق ځواب ووايو، پر مخاطب هر څه منلای شو. فرضاً موږ ښه پوهېږو چې ساينس د ستوريو د پلوشو ځل و بل ته خپل تحليل لري، ممکن د هوا او فاصلې اغېزو لاس سره ورکړی وي او موږ ته داسې برېښي لکه چې رپېږي؛ مګر په ادبياتو کې دغه پېښه علمي نه راوړل کېږي، هنري وي، خو سره له يوه مصنوعي منطقه موږ د خوند له سترګو پرې قانع کېږو. استاد پسرلی وايي؛

ډار هم د ژوند مالګه ده، بې‌خياله پراته مړي وي

سترګه مو د ستوريو غوندې تل له هر قدمه کړاى

دغه بيت راته وايي چې «ډار ژوند نمکين کوي، بد شی نه دی، بې‌خياله خو مړي پراته وي، کاشکې موږ هم د ژوند په سفر کې د ستوريو په څېر له هر قدم اخيستو يو څه سترګه کولای، یعنې پند مو اخيستلای، وېرېدای.»

کلونه وړاندې د اوړي په يوه تړمه شپه د شنه اسمان ستوري پړکېدل، موږ پر چوتره ناست وو، انا مې کيسه کوله؛

يوه ښځه په کور کې تنها وه، وېرېده، خوب نه ورته. نيمه شپه په نغري کې دربی شو. ښځه په ځای کې هېښه مېښه پاتې شوه، لاس و پښې يې نه‌ښورېدل، دربی وار په وار ډېرېده.

ښځې چې ښه غوږ ونيو، يو چا د نغري له لارې د تناره مورۍ سورۍ کوله. غږ وار په وار د خونې د تاوخانې خوا ته را نږدې کېده. د ښځې زبون وهل شوی و، ساه يې سمه نه تېرېده.

څو مداره چې ووتل، د تناره له خوا خونې ته غار را پرې شو، لوی جګ ځدراڼ سر را پورته کړ…»

دغه کيسه زموږ په ذهن کې حک شوه، وروڼو به زه او ما به وروڼه ورباندې وېرول، سره نارې به مو کړې چې «ځدراڼ درغی!» بيا به نو ټول پر دروازه يو تر بل ور مخکې کېدو. موږ نه پوهېدو چې ځدارڼ به څه معنا لري. په تياره کې دباندې وتلو خو د زمري زړه غوښت.

دې کيسې ولې پر موږ اغېز وکړ؟ ولې يې خوند او وېره دواړه لرل؟

دغه پوښتنې په مختلفو بڼو ځوابېږي. ممکن زموږ عمر او د اخذ قوه هماغه وخت له کيسې سره په توازن کې وه. ممکن زموږ د مرحومې انا د ارايې انداز صادقانه رنګ درلود، ممکن موږ ماشومانو د ډاډ په احساس کې د وېرې او ډار له کيسې خوند اخيستلای شوای.

منظور دا دی چې هغه کورنۍ کاميابې دي چې د ماشومانو تخيل وپاللای شي، تخيل په کيسه او شعر پالل کېږي. د انشټين دغه خبره د ده له ساينسي کرکټر سره جالب طنزي ټکر لري چې وايي “تخيل تر علم مهم دی.”

ځينې کورنۍ ماشوم يوازې له دباندې خوا پالي، ښه کالي وراغوندي، لمبوي يې او په غېږ کې يې ګرځوي، مګر ماشوم تر ابتدايي شعوري حالت وروسته رواني غذا او پالنې ته اړ کېږي. ماشوم چې د کښېناستو شو، يوازې بالښتونه مه ترې را ګرځوئ، مجلې او کتابونه هم شيندلي ورته پرېږدئ.

زموږ په کور کې غالباً د ۱۳۵۴ لمري کال د ښوونځي د نصاب کتاب دی، دغه کتاب د څلورم ټولګي ساينس دی، زه چې يې کله اوس هم پاڼې اړوم، ماشوم کوي مې. دومره مې تخيل پاروي چې د څو کاله وړاندې شېبې احساسوم.

داسې ځکه کېږي چې په دغه کتاب کې عکسونه رسم شوي او د رسام کمال دا دی چې خپل مخاطب ماشوم يې پېژندلی دی. په دغه کتاب کې د يوې کورنۍ درې کسه «پلار، مور او يو زوی» ډوډۍ ته ناست دي، پر مېز راډيو ورته ايښې او يو ګروپ بل دی، دغه قلمي انځور دومره خيال‌پاری دی چې ماشوم ته وزرې ورکوي.

زموږ اوسنی نصاب په لوی مصرف چاپېږي، مګر د ماشوم د ذوق او غوښتنې پر وړاندې مثبت ځواب نه‌شي ويلای، رنګه عکسونه لري، خو د خيال پارولو قوت يې کم‌رنګه دی.

نوې ارواپوهنه راته وايي چې د ماشوم د شخصيت د سازمان د سازېدو بنسټي موده د عمر لومړني پنځه کلونه دي. دغه وخت که ماشوم ته هر څه تلقين شي، ممکن تر مرګه يې له زړه رد نه‌شي کړای.

د ماشوم ادبيات تر ډېره فلکلوريک دي، په ولسي ژبه کې پراخ مثالونه لري. د کورنۍ مشران که ماشوم خلاق روزي، کيسې دې ورته وکړي او تر دې هم لازمه خبره دا ده چې په کيسو کې ښه غور او انتخاب وکړي او بيا يې ورته تېره کړي.

ځينې کيسې ماشوم تلولی او باوله کوي، دغه ډار په ماشوم کې نفوذ کوي او ممکن په تياره کې بلاوې ور ښکاره شي، دويمې خونې ته د زړه په زور هم ور نه‌شي. دغه شی په دوی کې ډيلوژنال اختلال پېښوي، بيا يې حواس په اشتباهي ادراک اخته کېږي.

موږ ته مور هيڅ وخت د ډار او ترهې کيسې نه دي کړې، دغه چاره زموږ د مورنۍ انا په غاړه وه. خپلې مور له موږ حتی هغه کيسې هم پټولې چې غمجن پای به يې درلود. زموږ ټولو په ياد دي چې څراغ ته به يې د ملي هيندارې نکلونه را اچول، مګر د نکل هر هيرو به پای ته پکې کاميابېده، طالب جان مړ نه‌شو، ادم خان کور جوړ کړ، رابيا د فتح خان شوه، شاترينه خشکيار تر شا سپره کړه…

خو بيا چې موږ د لوستلو شوو، و مو ليدل چې د ملي هيندارې د اکثره ميينانو هيلې نيمه خوا وې، د طالب جان د سترګو سپين په پردي جمات کې راغلل، ادم د درخو په اوربل سره لوېدلو شړکنده تورو وخوړ، د فتح خان پر جسد د رابيا پړونی هوار شو… يو مهال بيا ما له خپلې مور څخه وپوښتل، ځواب يې دا و چې ما ستاسې د خپګان په خاطر دوی کاميابول.

په ځينو لويانو کې د ساديزم يو ډېر بد ډول دی، ليدلي به مو وي چې په کليو کې به داسې سپين‌ږيري يا سپين‌سرې وې چې ماشومان به يې خوا ته نه ورتلل، دوی به ماشومان په ډول ډول لارو وېرول. چا ته به يې غوږ ورپېچه، چا ته به يې سترګې برګولې. که به دغو کسانو کور خپل ماشومان لرل، هغو ته به يې د ډار کيسې کولې او په عين حال کې به د وېرېدلې ماشوم حيرانو سترګو ده ته ډاډ ورکاوه.

د ماشومانو په هکله ويل شوي چې ټول شاعران/هنرمندان وي، مګر له لويېدو سره په ځينو کې دغه خاصيت پاتې شي او زياته برخه يې له تخيله ډېر را بېل شي. زما يوې وړې خور دوه/درې کاله پخوا راته ويل چې «سترګې پټې کړم، توره شپه را ښکارېږي.» دغه خبره بيا وروسته زما د يوه غزل بيت شوه.

په ماشوم کې نغښتی استعداد او ذوق شاړ مه پرېږدئ. ماشوم چې کله لوی شي د ژوند هغه يادګار کابو تر هر څه ورته خوږ وي چې ورته شوې کيسه پکې ور يادېږي. زما د خپل پلار له خولې د نخڅيرانو هغه کيسه تر هر ډول لنډې کيسې خوښه ده چې د زمري له مکالمې سره به يې غږ پکې ډډ کړ. غزل‌ستوری استاد پسرلی پر لښته د موټر په خيال د ګام اړولو شېبه را په يادوي او دغه شېبه نه هېرېدونکې هم بولي؛

نه ځي طفلانه خويونه کله تر زړښته ځي

لمر هم په دا دومره لويي سپور د نور په لښته ځي

د ماشوم ادبيات د پيداګوژي په ارتباط پنځول کېږي. که د ماشوم زماني محدوديت، ذوقي ماهيت، فکري قابليت او ښکلايز ظرافت په پام کې ونيول شي او ماشوم له ادبياتو سره وصل پاتې شي، ممکن له ژوند سره تر نور ډېر مينه‌ناک تړاو پيدا کړي او خشونت ته خو بېخي لاس وا نه چوي.

64 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *