Categories

اعلان

Loading…

آخربه د بوسو په تول کې لاړ شم |عبدالرووف لیوال

زه چې خپل تیرژوند ته ګورم ، هسې بوساړه به یم ، خویوارزښتمن کار به مې کړی وی، هغه دا چې د عبدالغفور لیوال په شان پنځه کلن ماشوم برخلیک به مې له تباهۍ نه ژغورلی وی.

کیسه داسې پیلیږی:

۱۳۵۳کال د حبیبیې لیسې یوولسم ټولګی کې یم، پلار مې مولوی علی محمد دکابل د خیابان په بازارکې (پلخشتی ته نږدې) دخیاطی هټۍ لری ، او زموږ دکلی میاخیل نورمحمد په لور مین شو ، دې همدې کال په پای (ژمی ) کې یې واده وکړ اوزموږ بد مرغی پیل شوه.

داوخت غفورلیوال یو کلن دی ، په کور کې هره ورځ ددو میندو تر منځ اخ او ډب شروع شو ، زما پلارخپلې معشوقې ته هیڅ هم نشی ویلای، خو زما مور به هره ورځ د کوتکو تر باران لاندې وه ، سختې ورځې وې، زه د مور د ننګې په خاطر څو وارې د ظالم پلار مخې ته ودریدم، خو یوه ورځ (۱۳۵۴) کال کله چې دحبیبیې لیسې په دولسم ټولګی کې وم له ښار نه کورته لاړم ، ګورم چې وړوکې خور مې په ژړا مخې ته راغله او راته یې وویل چې [زرجان آغا ! پلار مې مور جانه داسې ووهله چې وینې یې له خولې او سرنه رابهیږی او هلته په باغچه کې پرته ده] کله چې مې مور ولیده ، نو آسمان راباندې وڅرخید ، څه به موسر خوږوم، شپې او ورځې تیرې شوې، د۱۳۵۷کال په منی کې کله چې د کابل پوهنتون محصل وم تابیا مې ونیوله چې خپله مور، خویندې او ماشوم ورور کابل ته راولم، په یوه خټین محقر کور کې میشت شولو، یوازې دومره یو څه پیدا کیدل چې وچه ډوډۍ له اوبو سره غوړت کړو ، په کال ۱۳۵۹کې مې غفور جان په شهرآرا کې د اعتبارخان ښوونځی کې شامل کړ، له هغې نیټې تر اوسه عمرونه تیر او کښته او پورته راغلې.

اوس د غفور لیوال له احوال نه به ډیر خلک خبر وی، آن تر دې چې ورځنی مهالویش به یې دولت څاري، خو زه سوډر په هرات کې څه حال لرم. شکر دنده لرم، سوکړک رارسی خو د فاسد دولت ناکردې مې ځوروی، او د دې ناکردو له امله مې ژوند له ګواښ سره مخامخ دی، ځکه د مخدره موادو یو سمګلر زما د اوښي ګانو ځمکه په زور غصب کړه چې پولیس ورسره انډیوالان دی، دا سمګلر او زامن یې وسلې لری (۲۵حمل روز هرات) په جشن کې یې زرګونه کارتوس وډزول، زه یې ځکه بد ایسم چې ما مې دا دواړه اوښی ګان چې یو یې شل کلن او بل یې دوه ویشت کلن، نالوستی، بې ژبې، ډارن او بې کسه دی له ناحقه درې میاشتنی بند نه چې دې همدې سمګلر په چلوټه بندیان شوي ول له بند څخه را خلاص کړل، اوسمګلر له دې مرستې خبر شوی، هغه څو ورځې وړاندې کله چې ماشوم زوی مې ترلاسه نیولی وو او د ښوونځی په لورر وان وو، ګورم چې په نرۍ کوڅه کې یو موټرسایکل والا چې پوز یې په برګ دستمال تړلی، یوه پښه یې پر موټرسایکل او یوه پر مځکه، کله چې یې ولیدل، موږ پسې دوه درې تنه د کوڅې له کږ لیچ نه راښکاره شول، موټر سایکل یې چالانه او په یوه رپ کې ورک شو ـ ما دا کیسه بابیزه تیره کړه ، خو دا څو ورڅې را په دې خوا د تیمبوزکو والا موټر سایکل سورو له خوا څارل کیږم.

باور وکړئ چې دا څو کرښې د دې لپاره نه لیکم چې څوک را سره مرسته وکړي، ځکه مرګ او ژوند د الله په لاس کې دی، اندیښنه مې دا ده چې هرات کې داسې حالات وي، نو نورو ولایتونو ته دې خیر وی.

21 total views, 2 views today

1 comment

  1. zarigul Reply

    هدف مو غفوردی چې بی توپیره شوې که موږ چې په هیڅ خبرنه یو، اوکه تش په نامه حکومت دی چې باید یوڅه وکړي که څنګه ؟
    مطلب یوڅه باید واضیح ووایئ .
    درناوی
    زرین ګل اندیا

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *