Categories

اعلان

Loading…

افغان – چين ستراتېژيکه ملګرتيا او پر سيمه يې اغېزې

چين د سيمې هغه هېواد دی، چې په نورو هېوادونو کې استعماري موخې نه لري او له همدې کبله په ټوليز ډول د سيمې له هېوادونو سره دوستانه اړيکې هم لري. له تېرو څو کلونو راهيسې په ځانګړې توګه له ۲۰۱۴ راوروسته، چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو ډېره برخه ووتل، چين د افغانستان په لور پاملرنه زياته کړې ده؛ دغه راز په افغانستان کې د ملي يووالي حکومت له جوړېدو راوروسته افغانستان هم چين ته په خپل بهرني سياست کې ځانګړی ځای ورکړی دی.

په تېرو دريو کلونو کې د دواړو هېوادونو د جګ‌پوړو چارواکو سفرونه او ليدنې کتنې زياتې شوې دي، چې په همدې لړۍ کې د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار محمد حنيف اتمر هم تېره اوونۍ د چين د مرستيال ولسمشر په رسمي بلنه بيجينګ ته سفر وکړ او هلته يې د چين له جګ‌پوړو سياسي او نظامي چارواکو سره وکتل.

چين ته د حنيف اتمر سفر په اوسني وخت کې د نورو مسائلو ترڅنګ، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شته بې‌باوريو له منځه وړلو او د افغانستان په سوله او ثبات کې د پاکستان د صادقانه همکارۍ لپاره مهم ګڼل کېږي.

دا چې کابل-بيجينګ اړيکې په کوم لوري روانې دي او د افغانستان–چين ملګرتيا تراوسه پر کابل–اسلام‌آباد اړيکو څه اغېزې ښندلې؟ دا او ورته نورې هغه پوښتنې دي، چې دلته يې د ځوابولو هڅه شوې ده.

کابل-بيجينګ پراخېدونکې اړيکې

که څه هم دواړه هېوادونه د لرغونو اړيکو اوږد تاريخ لري؛ خو د ديپلوماتيکو اړيکو پر پيل يې ۶۳ کلونه اوړي، چې په دې ټوله دوره کې د دواړ هېوادونو اړيکې دوستانه پاتې شوې او دغه هېواد د افغانستان په لور منفي دريځ نه دی لرلی. همدا لامل دی، چې افغانان د چين په تړاو مثبت فکر او تصور لري.

له نورو هېوادونو سره د افغانستان په دوه‌اړخيزو اړيکو کې افغان-چين يوازېنۍ اړيکې دي، چې په تېره يوه‌نيمه لسيزه کې يې هم بې‌ثباتي نه ده تجربه کړې. د حامد کرزي د واکمنۍ په دواړو دورو او په ځانګړې توګه دويمه دوره کې د کابل-واشنګټن اړيکو د خرابوالي له کبله دا اړيکې تودې شوې؛ خو د ملي يووالي حکومت له راتګ سره يوه نوي پړاو ته داخلې شوې.

د ملي يووالي حکومت په درې‌کلنه موده کې چين د افغانستان په قضيه کې خپله ښکېلتيا زياته کړه. افغانستان ته د جګ‌پوړو چينايي چارواکو د سفرونو ترڅنګ يې، د افغان سولې بهير په څلوراړخيزو مذاکراتو کې برخه واخېسته، د افغان-پاک اړيکو د رغولو لپاره يې د بهرنيو چارو وزيرانو په کچه درې‌اړخيزې غونډې پيل کړې او له کابل سره يې په پوځي ډګر کې هم خپلې مرستې زياتې کړې.[1]

د ۲۰۱۷ کال په اکتوبر کې د چين د کمونست ګوند په ۱۹مه‌ کنګره کې د افغانستان او چين په ستراتېژيکه ملګرتيا کې نوی پرمختګ وليدل شو او دا ملګرتيا يوه نوي پړاو ته داخله وبلل شوه، چې له مخې يې په اوسني وخت کې چين هڅه کوي، افغانستان د سيمې او نړۍ د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاريو په مرکز بدل شي او په دې برخه کې د «يوه کمربند – يوې لارې» پروژه ځانګړی اهميت لري.[2]

په تېرو دريو کلونو کې د افغانستان او چين ولسمشرانو درې ځله سره کتلي او ترڅنګ يې په دې موده کې د افغانانو او چينايانو ترمنځ د افکارو تبادله او تګ راتګ هم په بې‌مخينې ډول زيات شوی دی. چين نه يوازې دا چې له افغان حکومت سره خپلې اړيکې پياوړې ساتلې، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د خلکو–خلکو او مدني ټولنو د اړيکو پياوړتيا ته هم زمينه برابره کړې او په دې توګه چين هڅه کوي چې په افغانستان کې خپل نرم ځواک زيات کړي.

په بل اړخ کې چين هغه هېواد دی، چې په افغانستان کې پراخ اقتصادي حضور لري. د مس عينکو کان د استخراج او د امو حوزې د تېلو را ايستلو د قراردادونو اخېستل، اقتصادي مرستې او د سوداګرۍ په ډګر کې پراخ حضور يې د يادولو دي. په دې برخه کې، د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه په ۲۰۱۵ کال کې تر يو مليارد ډالرو واوښته.[3] 

د چين زياتېدونکې لېوالتيا

د افغانستان او چين دوه‌اړخيزې اړيکې له ۲۰۰۱ کال وروسته تر يوې لسيزې پورې عادي وې؛ خو په ۲۰۱۲ کې چين او افغانستان خپلې «دوه‌اړخيزې اړيکې» «ستراتېژيکو اړيکو» ته پورته کړې[4]. که تېرو څو کلونو ته ځير شو، په افغانستان کې د سولې او ثبات په هلو ځلو کې د چين رول او ښکېلتيا زياته شوې، چې د افغانستان په لور د چين د زياتېدونکې لېوالتيا او پاملرنې ښودنه کوي او مهم لامل يې هم له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د ډېرې برخې وتلو او د افغانستان شمال ته د ناامنيو لېږد بللی شو.

چين له يوې خوا د افغانستان په شمال کې د ناامنيو له کبله د خپل داخلي امنيت او له بلې خوا په سيمه کې د خپلو سترو اقتصادي پروژو له کبله د سيمه‌ييز امنيت په اړه اندېښنې لري. له همدې کبله، چين له دوو اړخونو د افغانستان په امنيت او ثبات کې رول لوبوي. له يوې خوا پر پاکستان د خپل نفوذ له لارې او له بلې خوا له افغانستان سره د خپلو نظامي مرستو د زياتولو له لارې. همدا لامل دی، چې په بدخشان کې د يوه پوځي مرکز د جوړېدو ملاتړ کوي[5] او د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر هم بيجينګ ته په خپل وروستي سفر کې له هغه هېواد څخه د بدخشان د غرنۍ لېوا د تجهيز غوښتنه وکړه.[6]

په بل اړخ کې چين د افغانستان په لور د خپلې زياتېدونکې لېوالتيا له کبله غواړي، چې د افغانستان د سولې په بهير او بين‌الافغاني تفاهم کې هم رول ولوبوي؛ له همدې کبله چين په ۲۰۱۵ کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د ارومچي د غونډې کوربه‌توب وکړ او د اسلام‌آباد د مري په مخامخ خبرو کې يې هم د څارونکي رول ولوباوه؛ خو په څلوراړخيزو خبرو اترو کې کې يې خپل رول نور هم زيات کړ. په همدې موخه، چين له طالبانو سره هم نسبي تفاهم لري، د طالبانو جګ‌پوړو پلاويو څو ځله چين ته سفرونه کړي او دواړه د يو بل پر وړاندې نرم چلند لري. 

پر افغان-پاک اړيکو د چين اغېز

د افغانستان-چين-پاکستان درې‌اړخيزې خبرې اترې په ۲۰۱۲ کال کې پيل شوې[7]، چې د بحث اصلي اجنډا يې له هماغه پيله د سيمي امنيتي وضعيت و او دا تر ډېره په سيمه کې د چين د دوو سترو پروژو (يو کمربند-يوه لاره او د چين-پاکستان اقتصادي حوزې) د پلي کېدو په تړاو د چين د اندېښنو ښودنه کوي.[8]

د افغانستان-پاکستان ترمنځ د چين منځګړتيا او درې‌اړخيزې غونډې تېر کال (۲۰۱۷) په لومړي ځل د بهرنيو چارو وزيرانو په کچه پيل شوې، چې په اړه يې لومړی ځل د ۲۰۱۷ په جون کې د افغانستان او چين ولسمشرانو د شانګهای همکاريو سازمان د غونډې په څنډه کې پر دغو درې‌اړخيزو غونډو هوکړه وکړه او بالاخره د ډسمبر مياشتې په وروستيو کې په بيجينګ کې جوړه شوه.

له يوې خوا چين تېر کال رسما د افغانستان د سولې بهير کې د منځګړتيا او بين‌الافغاني تفاهم د اسانچارۍ لپاره چمتووالی وښود[9] او له بله پلوه افغان حکومت په دې نظر دی چې د افغان سولې بهير کې د پاکستان صادقانه همکاري اړينه ده. چين يوازېنی هېواد دی چې پر پاکستان فشار راوړلی شي؛ ځکه چين له پاکستان سره د ملګرتيا ژورې ستراتېژيکې اړيکې لري او د بيجينګ-اسلام‌آباد اړيکې په ځانګړې توګه له اقتصادي اړخه پراخې دي. يوازې په ۲۰۱۵ کال کې پاکستان ته د چين د ولسمشر په سفر کې ۵۱ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول، چې له مخې يې د پلي کېدونکو پروژو ارزښت ۴۶ مليارده ډالره کېږي.[10]

له دې سره سره، که په اوسني وخت کې د پاکستان او چين سياستونو ته وکتل شي، د دواړو ستراتېژيکو ملګرو سياستونه تر څه حده په ټکر کې دي. ځکه چين په نورو هېوادونو کې د لاسوهنې او له نورو هېوادونو سره د شخړو سياست پرمخ نه وړي، بلکې د اقتصادي سياستونو له لارې غواړي خپل ځواک پراخ کړي، چې په دې لړ کې يې تقريبا ۵۷ میلیارده ډالره يوازې په پاکستان کې پانګونه کړې ده. همدا لامل دی، چې د ۲۰۱۷ کال په وروستيو کې په لومړي ځل چين هم د پاکستان خلاف غږ پورته کړ او د ۲۰۱۷ کال په سپټمبر کې د برېکس سازمان په اعلاميه کې، چې چين يې مهم غړی دی، په پاکستان کې د وسله‌والو ډلو فعاليتونه غندل شوي وو.[11]

افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزير خاقان عباسي په وروستي سفر کې هوکړه وشوه، چې د دواړو هېوادونو د عمل پلان پر نهايي کولو به د بهرنيو چارو وزيران او د ملي امنيت سلاکاران کار وکړي. ځکه نو چين ته د افغانستان د ملي امنيت سلاکار د سفر موخه هم تر ډېره همدا وه، چې پر پاکستان د چين د فشار له لارې پر دغه هېواد خپلې غوښتنې ومني. دغه راز ټاکل شوې، د بهرنيو چارو وزيرانو درې‌اړخيزه غونډه هم په نژدې راتلونکي کې په کابل کې جوړه شي.

پوښتنه دا ده، چې تراوسه ولې په افغان-پاک اړيکو کې د ځواکمن چين منځګړتيا هغه څه لاسته نه دي راوړي، چې افغانستان يې په لټه کې دی؟ له يوې خوا حقيقت دا دی، چې پاکستان که څه هم د افغانستان په سوله کې رغند رول لوبولی شي؛ خو په ټوليز ډول دغه هېواد پر طالبانو هغسې کنټرول هم نه لري، چې دا ډله د فشار له لارې سولې ته اړباسي. له بلې خوا د افغانستان-پاکستان اړيکو کې بې‌باوري هم داسې کچې ته رسېدلې، چې په اسانۍ سره عادي کېدلی نه شي. 

سیمه‌ييز سياستونه

د افغانستان او چين د اړيکو غوړېدا او پياوړتيا ته په سيمه‌ييزه او نړيواله کچه په ښه نيت کتل کېږي، چې په دې منځ کې پاکستان په افغانستان کې د چين زياتېدونکي رول او ستراتېژيکې ملګرتيا ته خوښ دی؛ ځکه د پاکستان له نظره چين کولی شي په دغه هېواد کې د هند د زياتېدونکي رول او نفوذ ځای ډک کړي.

چين په نړيواله کچه د افغانستان په تړاو د امريکا او روسيې په تفاهماتو کې رول لوبولی شي او د سيمې په کچه د کابل-اسلام‌آباد اړيکو په رغولو کې مرسته کولی شي؛ خو بيا به هم پر پاکستان د چين فشارونه په يوازې سر ونه شي کړای، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوږدمهالې بې‌باورۍ ختمې کړي.

چين هم غواړي د خپلو اوږدمهالو ګټو لپاره د افغانستان په قضيه کې ځان ښکېل وساتي؛ خو په ټوليز ډول يې تراوسه د افغانستان په قضيه کې په خورا احتياط قدمونه پورته کړي دي.

[1] د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز، «افغانستان په تېره يوه‌نيمه لسيزه کې» څېړنيز راپور، چاپ‌کال: ۱۳۹۵ لمريز، مخ: ۱۱۲.

[2] د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز، «د افغان-چين دوه‌اړخيزو اړيکو د څېړنيزې غونډې راپور»، په افغانستان کې د چين د مرستيال سفير ژن زيکسين وينا، ۲۰۱۸ جنوري ۲۰مه: http://csrskabul.com/pa/?p=4057

[3] احمد بلال خليل، افغانستان او چين دوه‌اړخيزې اړيکې (۱۹۵۵-۲۰۱۵)، د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز، چاپ‌کال ۱۳۹۶ لمريز، ۱۴۷مخ.

[4] China Daily, >China, Afghanistan in strategic partnership<, June 8 2012, see online:

http://www.chinadaily.com.cn/china/2012-06/08/content_15489241.htm

[5] The Diplomat, >China’s Military Base in Afghanistan<, January 18, 2018, see online:

https://thediplomat.com/2018/01/chinas-military-base-in-afghanistan/

[6] Tolonews, >NSA Asks China To Help Establish A ‘Mountain Brigade’<, 21 April 2018, see online:

https://www.tolonews.com/index.php/afghanistan/nsa-asks-china-help-establish-%E2%80%98mountain-brigade%E2%80%99

[7] China Chairs the First Trilateral Dialogue of China-Afghanistan-Pakistan, 2012/02/29, see it online:

http://www.china-embassy.org/eng/zgyw/t910391.htm

[8] د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز، «افغانستان په تېره يوه‌نيمه لسيزه کې» څېړنيز راپور، چاپ‌کال: ۱۳۹۵ لمريز، مخ: ۱۰۹.

[9] د چين سفير له بي بي سي سره په مرکه کې: دوی چمتو دي چې د افغانانو د خپل‌منځي سولې آسانچاري وکړي.۲۰۱۷ جون ۱۲مه:

http://www.bbc.com/pashto/afghanistan-40241050

[10] د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز، «پاکستان ته د چين د ولسمشر سفر او پر سيمه يې اغېزې»، ۱۳۹۴ ثور ۶مه، آنلاين: http://csrskabul.com/pa/?p=898

[11] د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز، «د برېکس سازمان اعلامیه او پر سیمه یې اغېزې»، ۱۳۹۶ سنبله ۲۵مه، آنلاين: http://csrskabul.com/pa/?p=3777

103 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *