Categories

اعلان

Loading…

طالبانو د غزني پښتنو ته ویلي چې تذکرې وانخلي

تاند- وسله والو طالبانو د غزني په قره باغ او یو شمېر نورو سیمو کې خلکو ته خبرداری ورکړی چې تذکره وانخلي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې طالبان د سیمې له هزاره ګانو سره کار نه لري خو پښتانه نه پرېږدي چې تذکرې واخلي.

د سیمې اوسېدونکو تاند ته وویل چې طالبانو ورته ویلي چې که یې تذکره واخیسته نو د دې ډلې له لوري به ووژل شي.

دا په داسې حال کې چې د غزني اوسېدونکي په ځانګړي ډول ډېر لېواله دي چې تذکرې واخلي څو د سږ کال د میزان په میاشت کې د ولسي جرګې او ولسوالي شوراګانو په انتخاباتو کې ګډون وکړي او استازي ولري.

د سیمې یو شمېر قومي مشرانو او سپینږیرو له طالبانو سره خبرې کړي چې دوی پرېږدي چې په انتخاباتو کې د ګډون لپاره تذکرې واخلي، خو طالبانو د دوی غوښتنه رد کړې ده.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې همدا اوس د قره باغ ولسوالي په هزاره مېشتو سیمو، همداراز په ناور، مالستان او جاغورو کې، چې ډېری اوسېدونکی یې هزاره دي، د تذکرو د توزیع پر مرکزونو د خلکو سخت بیروبار دی او څوک ورته څه نه وايي.

د ولسي جرګې د تېرې دورې په انتخاباتو کې د غزني پښتانه د وسله والو طالبانو له لوري بې برخې شول او د دې ولایت د ولسي جرګې ټول استازي د هزاره قوم په برخه شوې.

طالبانو په تېرو کلونو کې د غزني پښتانه له د خیریه ټولنو له مرستو، تعلیم او پرمختیايي چارو هم بې برخې کړي خو د همدغه ولایت له هزاره مېشتو سره کار نه لري.

د غزني ځینې پښتانه مشران وايي، داسې ورته ښکاري لکه چې د دوی او هزاره ګانو ترمنځ چې په پټه کومه معامله شوې وي چې له یو بل سره به کار نه لري.

30 total views, 4 views today

12 comments

  1. gul mohamad Reply

    خو له همدی پوره ښکاري چی داخلک افغانان نه دی داپنجابیان دی دپختنو جامی یی وراغوستي
    دادپښتنو تاریخی دښمنان دی افغانان دی نوردتالیب په خبرو نه غولیږي داخلک پښتانه نه دی دپنجاب دفوج عسکردی چی پښتویی ورزده کړی ده اواکثرجنګیالی یی دورځی پټ ګرځی
    نوهرافغان ته پکاردی چی هرچیرته دپنجابیانو مرکزونه وګوري اویا دغه شان اشخاص ګوري ژر دی له خپل حکومت سره مرسته وکړي

  2. Sohil Khan Reply

    They have been told to do so by their big boss across the boarder. so please wake up Pashtun and recongnize your enemy of eduction, progress and peace.

    Good luck to all Afghans.

  3. Afghan Reply

    دا هغه منافقان دي حی د ايران غولامي کوي، که پښتونو کې غيرت وي نو سر له همدا اوسه حق ترلاسه کړي له ، دا هرې ورځ چې وژل کيګو له دې نه ډا ښه ده چې دخپل حق غوښتلو په لاره کې پر ايراني طالبانو داسې وينې تويې کړو چې بيا د پښتون لو سوري نه زړه ټک ودريګي.

  4. تراب خان Reply

    ددوی رول لکه دسپو دی، چه صاحب یی ورته ووایی چه هله نیسی نو ورمنډه کړی او خلک چیچی. ځکه خو نشو ویلی چه شرم نه لری. بی غیرته خلک دپنجاپیانو او ایرانیانو سپوکله به انسانان شی

    دین، عزت او خاوره خو می دلاسه ورکړل

    تاسی اخوانیان، طالبان او په نوم مجاهدینو ته سپی ویل هم دسپو توهین دی
    ځکه سپی خو لږ شانته وفاداره وی

  5. Shinwari Reply

    په سوال مو څوک نه پریږدی توره تیره او ورته لاس کړی

  6. روښان Reply

    لعنت د پدې احمقو طالبانو شی چې د پښتنو تباهی پسې راخیستې ده، په همدغه غزنی کې هزارګانو د شیرآباد ځوانان او ماشومان شهیدان کړل او بیا هغو پښتنو په پارلمان کې نمایندګي ندرلوده او چیغو سورو یې ټوله دنیا نیولې وه چې مونږ نماینده نلرو چې آواز مو پورته کړي، بیا خو طالب کې دومره غیرت او همت هم نشته چې د شیرآباد د پښتنو بدل یې اخیستئ وه په هم هغه غزني کې … پښتنو وروڼو که د خپلې آیندې غم وړي یاست نو هیله ده چې طالب ته نه ووایۍ او زیات نه زیات خپل نمایندګان پارلمان ته کامیاب کړۍ، او نور پخپلو ځانونو ورحمیږۍ

  7. bashir sultan Reply

    طالب جان به نو چې دایران او پاکستان خوشحاله نکړي، څه وکړي؟

  8. داود Reply

    دغه د اسلام تر چتر لاندې د پښتنو دښمن په ګیله مانه باندې نه کېږي، بس کوتک ته لاس کړی

  9. بشرمل Reply

    باید دا د پښتون او هزاره له کشالو تیر شوو! څنګه چې زموږ وروڼو هزاروو د پردې غلامانو مخنیوی کړی دی، نو پښتون دې هم نر شي چې له خپله کوره، جوماته او مدرسې طالب وشړئ.

  10. افغان زمین Reply

    پښتانه خپل دښمن باید وپیژنی او پښتون تل دخپلی لمنی نه اور اخیستی
    طالبانو سره نه دپښتنو غم نه شته او هغه خلک د هم وشرمیږی چه طالبان پښتنو پوری تړی
    دوی یواځی خبری په پښتو کوی اعمال یی دپښتنو دتباهی ده
    بیلګه یی همدا دتذکرو خبره ده زما په اند قومی مشران پوهان او علمادی پر طالبانو فشار راوړی چه ټولو پښتنو ته په افغانستان کی اجازه ورکړی چه خلک تذکری واخلی او انتخاباتو ته ورشی نور بس ده پښتون سره دښمنی
    دډیورند دلیکی ها خوا پنجابی دپښتون سه دښمنی کوی او دی خوا دطالبانو په نوم پښتو ویوونکی پنجابیان پښتنو سره دښمنی کوی
    پښتون ته په کارده چه داسلام او جهاد په نوم دی نور نه مړی کیږی او نور دی په دتورتم ژوند نه ځان خلاص کړی
    او دهر اجنبی په پښتو ویلو دی نه دوکه کیږی

  11. مظلومیار Reply

    دطالبانو دا تصمیم د دې ښکارندویې کوي چې دوي لاتراوسه په سیاست کې ډېر خام دي. دوي لاتراوسه د سیاست پر الف او ب هم نه پوهیږي.
    د طالبانو دا غوښتنه له پښتنو سره ښکاره ظلم دی چې دوی له سیاسي واکمنۍ او یا په دولت کې له خپلو استازو محروم کړي. که سبا د طالبانو او دولت ترمنځ روغه جوړه وشي ، دوي به په پارلمان کې له خپلو پښتنو استازو بې برخې وي. زمونږ هزاره ګان ورونه به قوانین په خپله ګټه جوړوي ، خپلو سیمو ته به اقتصادي پروژې غواړي ، خپلو اولادونو ته به روښانه ژوند جوړوي، خو مونږ به ورته رڼې رڼې ګورو.

  12. پروانی Reply

    زمونږ د قوم تر ټول ستر دښمنان طالبان او کرزی بی ناموسه دی الله ج دی دو تباه او برباد کړي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *