Categories

اعلان

Loading…

هغه اقدامات چې کورنۍ سوداګرۍ ته ترقي ورکوي | ګلاب بهار

1- په هېواد کې د بانکي سهولتونو پراختیا او انکشاف د کورنۍ سوداګرۍ د پراختیا سبب ګرځي، ترڅو د بانکي سهولتونو په نتیجه کې کاروباري کسان د بانک څخه قرضونه ترلاسه کړي او همدارنګه د پيسو په په وصول او ورکړه کې هم ډېری اسانتیاوې د بانکونو په واسطه رامنځته کېږي.

2- دوهم اقدام چې کولای شي کورنۍ سوداګرۍ ته پراختیا او انکشاف ورکړي، د مارکېټ د حالت څخه خبريدل دي، چې کاروباريان د مختلفو لارو په وسیله لکه د اخبار، رسالې، راديو، تلویزیون او د کامرس له خوا جاري شوې جریدې په وسیله ترې ځان خبروي.

3- درېیم اقدام چې د کورنۍ سوداګرۍ د پراختیا سره مرسته کولای شي، د ارزانه او اعتمادي حمل او نقل موجودیت دی. يعنې که چيرې په یو هېواد کې د حمل او نقل لپاره باوري او ارزانه وسیله موجوده وي، د کورنۍ سوداګرۍ د پراختیا سبب ګرځي.

4- د کورنۍ سوداګرۍ د پراختیا لپاره اشتهار ډېر ضروري او اهم دی، چې د اجناسو د پيژندګلوی يوه ډېره مهمه وسیله ده، چې په نتیجه کې د اجناسو لپاره پيرودونکي راجذب کېږي او کورنۍ سوداګرۍ ته ترقي ورکوي.

5ـ پنځم اقدام چې کولای شي د کورنۍ سوداګرۍ د پراختیا سبب شي، د بېمې سهولات دي، چې کاروباریان د نقصان څخه د حفاظت لپاره د بېموي سهولتونو څخه استفاده وکړي، د بېموي سهولاتونو په موجودیت کې کاروباریان بې له کومې ویرې په لویه پيمانه د اجناسو خرید او فروش کوي او د کورنۍ سواګرۍ د پراختیا سبب کېږي.

6- د دولت له خوا د سیمه ییزو بندیزونو مخنیوی کولای شي، چې د کورنۍ سوداګرۍ د پراختیا سبب شي. لکه په بعضې وختونو کې حکومت د ځينې ساحاتو په حمل او نقل بندیزونه لګوي، چې ددې بندیزونو په وجه د سوداګرۍ سطحه محدوده کېږي.

7- د دولت له خوا د انحصار مخنیوی او سالم رقابت ته زمینه برابرول کولای شي، چې د کورنۍ سوداګرۍ د پراختیا سبب شي.

680 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2