Categories

اعلان

Loading…

په بدو کې د ښځو ورکړه، ناوړه دود

مولوي رحمت الله اندړ
دود یا رواج، چې په عربي ژبه کې ورته (عُرف) ویل کېږي، په لغت کې د پېژندلو په معنی ده او په اصطلاح کې هغه معلومه او پيژندل شوې چاره ده، چې عام خلک یې په معاملاتو کې کاروي، یا د عامو خلکو تر منځ په ټولنیزه توګه رائجه وي.

د اصول فقه علماء د عُرف تعریف داسې کوي: هغه دود او غوره پېژندل شوې وینا او چاره ده، چې د اسلامي شریعت خلاف نه وي، اکثر یا یوه ډله خلک پرې روږدي وي، سالم عقل یې مني او ملاتړ یې کوي. (۱)
له عادت سره یې توپیر دا دی، چې هر عرف عادت دی، خو هر عادت عرف نه دی، ځکه د یوه یا دوو تنو عادت ته عرف نه ویل کېږي.

دود په انساني تاریخ کې له اوله تر اوسه لوړ حیثیت او مقام لري، ډېری وخت د وګړو تر منځ شخړې او ستونزې د هغې ټولنې د دودنو په مټ هوارېږي او له منځه ځي، ټولې انساني ټولني ځانګړې دودونه لري او همدغه دودونه یې د کلتور یوه لویه برخه وي.

د افغانستان د علومو اکاډمې غړی استاذ حبیب الله رفیع وایې: کلتور د یوه قوم دود دستور، مذهب، عقیده، موسیقي او د هغوی ټولنیز ژوند دی.

دا چې کلتور څنګه جوړ او را منځ ته شي، ډاکتر راج ولي شاه خټک وایې: کله چې یو قام د خپلو ضرورتونو پوره کولو لپاره لارې چارې جوړې کړي؛ نو کلتور په وجود کې راشي.

همدغه لارې چارې اصلا دودونه دي او دودونه بیا هغه ټولنیز قراردادونه دي، چې د ټولنې د وګړو له خوا ټاکل کېږي.

اسلام، چې تر ټولو اسماني ادیانو جامع او شامل دین دی، د خپل وخت له ټولو دودونه سره یې ټکر و نه کړ. هغه دودونه، چې د انساني ټولني بقا پکې نغښتې وه او په ګټه یې وو، تایید یې کړل او پر عملي کولو یې ټینګار وکړ.

دیت په عربي ټولنه کې تر اسلام له مخه دود و، اسلام نه یواځې تایید کړ؛ بلکې د قتل خطاء په صورت کې یې مسلمانانو ته امر وکړ، چې دیت ورکړي.

الله تعالی فرمایلي دي: «وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ أَنْ يَقْتُلَ مُؤْمِنًا إِلَّا خَطَأً وَمَنْ قَتَلَ مُؤْمِنًا خَطَأً فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُؤْمِنَةٍ وَدِيَةٌ مُسَلَّمَةٌ إِلَى أَهْلِهِ» النساء/ ۹۲.
بلې خوا ته یې پر هغو دودونو د بطلان خط کش کړ، چې انساني ټولنې ته یې زیان اړولی وو.

قمار او سود هم په عربي ټولنه کې تر اسلام له مخه دود وو، خو چې ټولنې ته یې زیان اړولی وو او له امله یې ټولنه له کړاوونو او بدختیو سره مخ وه، اسلامي شریعت تحریم کړل او ویې فرمایل: «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالْأَنْصَابُ وَالْأَزْلَامُ رِجْسٌ مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ» المائدة/ ۹۰.
همدارنګه څلورو مشهورو امامانو په فقهي مسائلو کې عرف ته زیات اعتبار ورکړی دی؛ بلکې ځینې یې په عرف ثابتې کړې دي.
حنفي فقهاء وایې: «الثابت بالعرف کالثابت بالنص» (۲)
شافعي فقهاء وایې: «و ما لیس له حد شرعا و لا لغة یُرجع فیه الی العُرف»(۳)
مالکي فقهاء وایې: «والعمل بالعرف أصل من أصول المذهب» (۴)
حنبلي فقهاء وایې: « ما ورد به الشرع مطلقا رجع فیه الی العرف» (۵)

افغاني ټولنه هم د نورو بشري ټولنو په څېر ځانګړي دودونه لري، چې ښه او بد دواړه را نغاړي، موږ باید د نورو ټولنو په څېر غوره دودونو ته په ټولنه کې وده ورکړو او له هغو دودونو سره مخه ښه وکړو او له ټولنې یې د تل لپاره ریښې وباسو، چې له اسلامي شریعت سره په ټکر کې دي او په ټولنه کې ناخوالې را منځ ته کوي.

ښځه په بدو کې ورکول یو بد دود دی، څنګه یې مخه ډب کولای شو؟ لومړی باید دا روښانه کړو، چې ولې بد دود دی؟ وروسته به د دې ناوړه دود د مخنیوي پر لارو چارو او لاملونو بحث وکړو.

په بدو کې د ښځو ورکړه بدیو ته د پای ټکی نه ږدي؛ بلکې په ټولنه کې بلا زیاتې ناخوالي را منځ ته کوي، نوره هم ټولنه له کړاوونو او ستونزو سره مخ کوي، ځکه د یوې بدې چارې مخه په بله بده چاره نه نیوله کېږي او وینه په وینه نه مینځل کېږي.

د مقتول کورنۍ ته د قاتل کورنۍ په بدو کې نجلۍ ورکوي او خلک فکر کوي، چې دښمنې یې په دوستۍ بدله شوه، ګردسره نه ده بدله شوي، دا په اصل کې یو بل جنایت وشو او په ټولنه کې قتل او قتال ته نوره هم لار هواره شوه، قاتل و هڅول شو، چې بېغمه خپل قتلونه کوه، ستا د دې سترې ګناه او جرم سزا بل څوک ګالي، که شمېرلي یې درته ووایم؛ نو په بدو کې د نجونو ورکړه لاندې ناخوالې زېږوي:

۱ـ قاتل هیڅ سزا نه ګالي، بلکې قتل ته نور هم هڅېږي.

۲۲ـ د اسلامي شریعت او اساسي قانون پر بنسټ جرم فردي دی او بل فرد ته سرایت نه کوي، خو په دې ناوړه دود کې اسلامي شریعت او اساسي قانون دواړه تر پښو لاندې کېږي، د مجرم پر ځای یو بل بې ګناه انسان ته سزا ورکول کېږي.
۳۳ـ د یوه بېګناه انسان ټول ژوند لولپه کېږي، ځکه هغې نجلۍ ته چې په بدو کې ورکړ شوې ده، د خپل خسر په کورنۍ کې د یوې دښمنې په سترګه کتل کېږي او د دښمن په څېر چلن ورسره کېږي، هره ورځ رټل کېږي، پېغور ورکول کېږي او ان چې په نه خبره وهل کېږي.

۴۴ـ د یوه معصوم انسان د ژوند په ټولو غوټیو هیلو خاورې اوړي او تاند ارمانونه یې تروړل کېږي، هره پېغله په زړه کې ناوېتوب ته هوسېږي، غواړي، چې د نورو پېغلو په څېر په برم او عزت واده شي، د ژوند غوره ملګری ولري، په واده کې یې چمبې ووهل شي، ګډا او اتڼ وشي، د واده د شپې نکریزې یې په لاس کېښول شي، هم د پلار له کوره په خوښۍ ولاړه شي او هم د خسر په کور کې په عزت او درنښت قدم کیږدي او د ژوند دغه رنګینې شېبې په خپلو سترګو ووینې، خو دغه بد مرغه دود له دې معصومي پېغلي دغه ټولې خوښۍ نه یواځې په نه څه اخلي؛ بلکې له یوه دوزخې ژوند سره یې د ژوند تر وروستیو شېبو لاس او ګرېوان پرېږدي.
۵۵ـ نجلۍ له خپلې خوښې پرته ودېږي، هغه د خپل ټول ژوند د ملګري په اړه نه پوښتل کېږي او جبري نکاح یې کېږي، چې دلته یو ځل بیا اسلامي شریعت تر پښو لاندې کېږي او د ستر لارښود لارښوونې له پامه غورځې، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلې دي: «لا تُنكح الأيم حتى تُستأمر ولا البِكر حتى تُستأذن» (۶) کونډه دې د هغې له مشوري او پیغله دې د هغې له اجازي پرته په نکاح نه ورکول کېږي.
له ابن عباس رضي الله عنه څخه روایت دی وایي: « أن جارية بِكراً أتت رسول الله صلى الله عليه وسلم فذكرت أن أباها زوّجها وهي كارهة، فخيَّرها النبي صلى الله عليه وسلم» (۷) یوه پیغله نجلۍ رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغله او ورته ویې ویل، چې پلار یې د هغې له خوښې پرته چا ته په نکاح ورکړي ده؛ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم هغې ته اختیار وکړ.

رسول الله صلی الله علیه وسلم، چې کله خپله نازولي لور فاطمه رضي الله عنها د خپل تره زوی حضرت علي رضي الله عنه ته ور په نکاح کوله؛ نو ویې پوښتله او ورته ویې فرمایل: «ان علیا یذکرک» (۸) علي ستا یادونه کوي، ستر لارښود خپله لور په دې پوهوي، چې ستا نکاح ستا له اجازې پرته نه تړل کېږي، ته د خپل راتلونکې ژوند په اړه بشپړ واک لري، د منلو او نه منلو پرېکړه ستا په لاس کې ده، خو زموږ خور او لور د همدغه شوم دود له امله له خپلو دیني حقوقو محرومېږي.

۶ـ نجلۍ له روحي پلوه ځورېږي او طبیعي ده، چې اولادونه یې هم په اروایې ناروغیو اخته کېږي، مخکې مې یادونه وکړه، چې په بدو کې ورکړ شوې نجلۍ ته د خسر کور سم دوزخ وي، له کوچنې تر لویه هر څوک یې رټې، په سپکه سترګه ورته ګوري او ان چې وهي او ټکوي یې، اولادونه یې له مور سره دا تاو تریخوالی په سترګو ویني، همدغه تاو تریخوالی د ماشوم پر اروا بده اغېزه کوي، ځکه ماشوم له مور سره بې کچې مینه لري، د مور ځورول یې په حقیقت کې د ماشوم ځورول دي او د هغه پر اروا وار دی او دا د همدې ناوړه دود اغېز دی، چې ټولنې ته د یوه سالم نسل پر ځای له اروایې پلوه ناروغ نسل راځي، چې د ټولنې ستونزې نورې هم پېچلې کوي.

۷ـ یوه وړه کورنۍ/ مېړه او مېرمن د یوې بشپړې انساني ټولنې اساسي خښته ده، ځکه له همدغې وړې کورنۍ څخه خېل قوم او قبېله جوړېږي، له همدې امله اسلامي شریعت د نکاح مسله زیاته څېړلي او رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې اړه زیاتي لارښوونې کړي، د مسلمانانو ازلي دښمن ابلیس هم د مېړه او ښځې تر منځ تاوتریخوالی، کرکه او بېلوالی تر ټولو غټه لاس ته راوړنه بللي. له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: « إِنَّ إِبْلِيسَ يَضَعُ عَرْشَهُ عَلَى المَاء ثمَّ يبْعَث سراياه يَفْتِنُونَ النَّاسَ فَأَدْنَاهُمْ مِنْهُ مَنْزِلَةً أَعْظَمُهُمْ فِتْنَةً يَجِيءُ أَحَدُهُمْ فَيَقُولُ فَعَلَتُ كَذَا وَكَذَا فَيَقُولُ مَا صَنَعْتَ شَيْئًا قَالَ ثُمَّ يَجِيءُ أَحَدُهُمْ فَيَقُولُ مَا تَرَكَتُهُ حَتَّى فَرَّقَتْ بَيْنَهُ وَبَيْنَ امْرَأَتِهِ قَالَ فَيُدْنِيهِ مِنْهُ وَيَقُولُ نَعَمْ أَنْتَ»(۹) ابلیس خپل عرش پر اوبو ږدي او د شیطانانو ډلې لېږي، چې خلک په شر او فتنه واړوي، تر ټولو لوی فتنه اچوونکی ابلیس ته لوړ مقام لري؛ نو یو شیطان راغی او ویې ویل: ما دا دا کار وکړ، مانا خلک مې په غلا، زنا او قمار اخته کړل، ابلیس جواب ورکړ، هیڅ دې نه دې کړي، چې اخیر کې یو شیطان راغی او ورته ویې ویل: ما یو تن تر هغه پرېنښود، چې د ده او مېرمنې تر منځ مې یې بیلتون وا نه چاوه، ابلیس همدغه شیطان په غیږ کې ونیو او ورته ویې ویل: ته د ابلیس اصلي بچی یې، تا تر ټولو غوره چاره سر ته رسولي. دا ځکه لویه لاس ته راوړنه ده، چې د یوې ټولنې بنسټ یې نړولی دی.

موږ د هغې نکاح په اړه، چې د یوه خېل، قوم او قبېلې اساس او د یوې انسانې ټولنې بنسټیزه خښته بلل کېږي، څومره بې تفاوته یو، هیڅ د نکاح شرعي آداب په پام کې نه نیسو، د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر لارښوونو ګام اړوو، د دوو انسانانو د ژوند په اړه په پټو سترګو پرېکړه کوو، په لوی لاس یوه کورنۍ د یوې دښمنې پر ځای پر بله دښمنې اړوو، موږ داسې انګیرو، چې دښمنۍ مو په دوستۍ بدله کړه؛ خو په حقیقت کې مو یوه دښمنې پر دوو دښمنیو بدله کړه، ستونزه مو د هوارېدو پر ځای نوره هم پېچلې کړه او دیوې کورنۍ، قوم او قبېلې اساس مو وران کړ.

که په لنډ ډول ووایم په بدو کې د ښځو ورکړه، له دیني پلوه ناروا ده، انساني او اساسي قانون یې نه مني، پربشري حقوقو تېری دی، انساني کرامت تر پښو لاندې کوي، د یوه بشري جنایت تداوم دی او په ټوله کې د شخړې د حل پر ځای لسګونه نورې شخړې رامنځ ته کول دي.

په ټولنه کې د دې ناوړه دود مخه څنګه ډب کولای او هغه لاملونه څنګه پیدا کولای شو، چې د غه ناوړه دود یې په ټولنه کې را منځ ته کړی او رائج کړی دی؟
له ښځو سره د ډېرو ناخوالو یو عمده لامل دا دی، چې زموږ د ټولنې ډېری خلک، لوستي او نالوستې پر دې باور دي، چې ښځه دوهمه درجه انسان دی، عقل یې تر نارینه لېږ دی، له فزیکي او جسماني پلوه تر نارینه کمزوری ده، په میراث کې یې برخه تر نارینه کمه ده، د یوې ښځې شاهدې نه قبلیږي، له چپې پښتۍ پیدا ده او داسې نور …
نه یواځې زموږ ټولنې ښځو ته خپل حقوق نه دي ورکړي، په نورو ټولنو کې هم ښځې ته په ډېره ټېټه سترګه کتل شوي دي. د ښځې په اړه د هندې ټولنې پخوانیو قوانینو په دې پریکړه کړي وه چې، « وبا، مرګ، جهنم، زهر، مار او اور تر ښځې غوره دي»(۱۰)

په دې ټولنه کې به کله داسې هم پیښه شوه، چې سړي به په قمار کې له خپلې شتمنې بایللو وروسته خپله ښځه په قمار کې بایلله او ګټونکې ته به یې ورکوله.(۱۱)
عربي ټولنې تر اسلام له مخه خپلې لوڼې ښخولې، هیڅ د ژوند حق یې نه ورکاوه، له ښځو سره دې چلن د ښځې موقف او درجه په انساني ټولنه کې را ټیټه کړي وه، وخت په وخت د دې چلن د اصلاح او سمون هڅه شوې؛ خو له بده مرغه چې بیرته په یو او بل نامه له ښځو د هغوی حقوق اخیستل شوي دي.
دې باور، چې ښځه دوهمه درجه انسان دی، د ښځې د ژوند ټولې برخې په ټولنه کې اغېزمنې کړې دي، که لور وي، له ورور سره برابره نه ده، هغه حقوق، چې زوی یې لري، لور ته نه ورکول کېږي، که خور وي؛ نو د ورور تر لاس لاندې ده، خپلواکې نه لري، یواځې د ورور اوامرو ته به یې غوږ نیولی وي، که مېرمن وي؛ نو نه یواځې د خپل مېړه تر لاس لاندې وي، بلکې د هغې ټولې کورنۍ وینځه ده، ټول وخت یې د کور په چوپړ کې تېرېږي.

موږ د ښځې هغه حقوق چې، ښځه په ټولنه کې له نارینه سره سیالوي، په یوه او بله پلمه تروړلي دي، کله مو اسلام او کله مو د ټولنې کلتور ورته پلمه کړی وي.
د تعلیم حق ترې تروړل شوی، د تجارت حق ترې اخیستل شوی؛ بلکې مهر، چې مطلق د ښځې حق دی، هم نه ورکول کېږي، د روغتیا او صحت حق ورڅخه اخیستل شوی دی، که ناروغه شي او ښځینه ډاکتره نه وي؛ نو غیرتیان (!) یې نارینه ډاکتر ته نه بیایې …
ایا ښځه رښتیا هم دوهمه درجه انسان ده؟
په اسلامي شریعت کې مطلق انسان اشرف المخلوقات بلل شوی دی، د ښځې او نر توپیر پکې نه دی شوی، څنګه چې الله تعالی نارینه مخاطب کړی دی، همغسې یې ښځه هم مخاطبه کړي ده، ښځه هم د عباداتو اخلاقو، معاملاتو او نورو ارزښتونو په اړه د نارینه په څېر مکلفیت لري، جزا او حساب په دنیا او اخرت کې له دواړو سره یو ډول کېږي. الله تعالی فرمایلي دي:
«وحملها الانسان انه کان ظلوما جهولا» الاحزاب/۷۲
«خلق الانسان من عجل» الانبیاء/۳۷
«ان الانسان خلق هلوعا» المعارج/۱۹
«یا ایها الانسان ما غرک بربک الکریم» الانفطار/۶
«و بدأ خلق الانسان من طین» السجدة/۷
«ولقد خلقنا الانسان من سلالة من طین» المؤمنون/۱۲
«الزانیة والزاني فاجلدو کل واحد منهما مائة جلدة» النور/۲
«والسارق و السارقة فاقطعوا ایدیهما» المائدة/۳۸
«هن لباس لکم و انتم لباس لهن» البقرة/۱۸۷
او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«انما النساء شقائق الرجال» (۱۲) بېشکه، ښځې له سړو سره برابرې دي.
قرآني او نبوي لارښوونې موږ ته دا را ښیې، چې د ښځې او نر تر منځ کومه برید بندي نشته، دواړه په انسانیت کې سره برابرې دي، البته د ټولو انسانانو د غوره والي معیار له الله تعالی څخه وېره او تقوا ده، هر څوک چې له الله تعالی څخه زیات وېرېږي او زیات متقي وي، هماغه الله تعالی ته غوره انسان دی، نر وي او که ښځه، الله تعالی فرمایلي دي: «ان اکرمکم عند الله اتقاکم» الحجر/۱۳.

اسلام د ټولو معاصرو ټولنو په خلاف ښځې ته درناوی وکړ، ښځه یې د جبر، حماقت، جهالت او ناوړه دودونو له هغو ځنځیرونو خلاصه کړه، چې تصور یې ممکن نه و، د مېرمنې په حیثیت یې د خپل مېړه لپاره ډاډ او سکون وګرځوله، د لور په حیثیت یې جنت ته د دخول سبب وګرځوله او د مور په توګه یې جنت د هغې تر قدمونو لاندې کړ، رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغوی د زده کړي او تعلیم لپاره وخت ځانګړی کړ، د مسجد دروازه یې د دوی پر مخ خلاصه کړه، د جمعي او اخترو په لمنځونو کې یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم خطبي واوریدي، ان چې د یو انسان په څېر یې ټول حقوق ورکړل؛ بلکې له ځینې امتیازاتو یې هم برخمنه کړه.

د مېرمنې نفقه یې پر مېړه فرض کړه، د الله په لاره کې جګړه یې یواځې پر نارینه فرض کړه، ټول هغه مسئوولیتونه، چې سختي ګالل پکې حتمي وي، نارینه ته ور تر غاړه کړل، لنډه دا چې دواړو ته یې د هغوی د وسې او توان هومره مسئوولیت ور وسپارل.
د اسلام په لومړیو کې، په تېره د رسول الله صلی الله علیه وسلم په بختور پېر کې ښځه له خپلو ټولو حقوقو برخمنه وه او زموږ تر ټولنې څو برابره ازاده وه، هیڅکله یې ازادې له ګواښ سره نه ده مخ شوی، هغه خڼدونه چې د ښځو د ازادۍ مخې ته پراته وو او ښځې یې له خپلو حقوقو بې برخې کړي وي، اسلامي شریعت یو په بل پسې لرې کړل، ښځې ته یې د خپل پلار، ورور، مېړه او ټولنې په وړاندې د خپلو حقوقو د غږ پورته کولو او تر لاسه کولو جرئت ورکړ.
د ابي سعید الخدري رضي الله عنه حدیث د نبوي عصر یو وړوکی انځور دی، وګورئ، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو له ښځو سره څنګه چلن کړی دی !؟.
له ابي سعید الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی وایې: موږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ناست وو، چې د صفوان بن المعطل مېرمنه راغله او ویې ویل: اې د الله رسوله! زه چې کله لمونځ کوم؛ نو مېړه مې صفوان بن المعطل ما وهي او چې روژه ونیسم، راباندې ماتوي یې او خپله د سهار لمونځ په لمر ختو کې کوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «فسأله عما قالت» پوښتنې یې جواب کړه؛ نو ویې ویل: اې د الله رسوله! دا چې زه یې په لمانځه وهم، هغه په لمانځه کې دوه سورتونه وایې او زه یې له دې راګرځوم. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:«لو کانت سورة واحدة لکفت الناس» که یو سورة هم وي د ټولو خلکو لپاره بسنه کوي. او دا چې زه یې روژې ته نه پرېږدم، هغه ډېرې ډېرې روژې نیسې او زه ځوان یم، هومره زغم نه لرم، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:«لا تصومنَّ امرأةٌ إلاّ بإذن زوجها» مېرمن دې هیڅکله د مېړه له اجازې پرته روژه نه نیسي او دا چې زه په لمر ختو کې لمونځ کوم، زموږ کورنۍ په دې چاره پېژندل شوي ده، چې همیشه په لمر ختو کې را ویښېږو، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: « اذا استیقظت فصلي» چې را بیدار شې؛ نو لمونځ کوه. (۱۳)

حدیث شریف ته په پام سره، د رسول الله صلی الله علیه وسلم ټولنې ښځو ته څومره ازادي ورکړي وه!؟ یوه مېرمن د رسول الله صلی الله علیه وسلم او ګڼو صحابه کرامو په وړاندې د خپل مېړه په حضور کې، پر هغه نیوکې کوي، دا چاره جسارت او بې حیایې نه بلل کېږي، نه یواځې نیوکې یې اورېدل کېږي؛ بلکې مېړه یې د هغې نیوکې په ورین تندې جوابوي او رسول الله صلی الله علیه وسلم د دواړو ترمنځ په نرمه لهجه پرېکړه کوي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په بختور پېر کې ښځو خپل حقوق په ډېره اسانۍ تر لاسه کول، ځکه هغوی ته یې د غږ پورته کولو جرئت ورکړی وو، په واقعي ډول د اسلام لومړی پېر د ښځو د ازادۍ یو نه تکرارېدونکی پېر و. ورځ تر بلې د ښځو د ازادۍ مخې ته په یوه او بله پلمه دیوالونه ووهل شول.

ښځه د ستر او پر دې په نامه له علمي غونډو، د شعر او ادب له مجلسونو، له مسجد او خطبي، د اختر له لمنځونو، لنډه دا چې له ټولو هغو ځایونو، چې پوهه پکې تر لاسه کیږ را وګرځول شوه.
ښځې ته چې کومه ازادې او حقوق اسلام ورکړی وو، بېرته د اسلام په نامه ځنې وتروړل شول، ښځه په څلورو دیوالونو کې پاتې شوه او د ټولنې جبر پر دې قانع کړه، چې « ښځه یا د کور ده یا د ګور»
د بشر د حقوقو تش په نامه کمیسون هم په دې اړه هیڅ داسې موثر ګام نه دی اخیستی، چې د ښځو د حقوقو دفاع وکړي او په ټولنه کې د ښځو د حقوقو مخ ته پراته خنډونه لرې کړي
تر څو چې، ښځه په ټولنه کې له خپلو شرعي حقوقو بې برخې وي او د خپلو حقوقو د غوښتلو لپاره یې اواز اوچتول بې حیایې او شرم ګڼل کېږي، په بدو کې ورکول یې د ټولنیزو شخړو حل لاره وي، د غیرت په نامه یې ژوند له ګواښ سره مخ وي …
له خپل راتلونکې نسل څخه د پرمختګ طمعه مه لره، زموږ راتلونکی نسل به ورځ تر بلې د غلامۍ په ځنځیر تړل کېږي، ځکه مور یې د ازادې له نعمته بې برخې ده؛ نو زوی به یې ولي غلام نه وي؟

عدنان ابراهیم وایې:«عرب ولي تر پرون نن پریوتی او ټیټ دی!؟ جواب دا دی، ځکه چې غلام دی او د مینځې زوی دی، زموږ میندې ازادي ښځې نه دي او ماشوم تر پلار له موره ډېره زده کړه کوي، ځکه پلار یې ډېری وخت له کوره بهر وي، څنګه چې یې د مور شخصیت، قوت او ازادي وي، کټ مټ یې زوی ته انتقالېږي».
د خپل وخت د مصر مفتي غوره عالم، محمد عبده وایې: «هغه خلک چې، خپلې مېرمنې وهی، باید په دې پوه شي چې، دوی ته به یې مېرمنې ازاد بچې نه؛ بلکې غلامان زېږوي، دا زموږ د انحطاط، ټیټوالی او پر غلامۍ د رضایت تر ټولو لوی لامل دی، موږ د وینځو زامن یو، د ازادو ښځو زامن نه یو، نه د ازدی په روحیه روزل شوي یو او نه مو د ازادې مور شیدي رولي دي». (۱۴)
حل لاره څه ده او څنګه د دې ناوړه دودونو او په تېره په بدو کې د ښځو د ورکړي مخنیوی کولای شو؟

۱ـ پوهه باید عامه شي، په ځانګړي ډول ښځو ته د زده کړې چاپیریال برابر شي، چې لېږ تر لېږه ښځې په ټولنه کې خپل حقوق وپېژني او د غوښتنې لپاره یې غږ اوچت کړي، اوس خو تر ډېره بریده ښځه خپل حقوق پېژنې نه؛ نو د هغوی لپاره به غږ څنګه اوچت کړي؟
۲۲ـ د عامه شعور د کچې د لوړوالي لپاره، باید ټول دولتي او نادولتي بنسټونه سره همغږي شي، یو د بل په مرسته د ټولنې د شعور کچه لوړه کړي.
۳۳ـ دا چې د ښځو شرعي حقوق تر پښو لاندې کېږي، علماء کرام په دې اړه باید خپل رسالت تر سره کړي او ټولنه له دیني پلوه په نبوي لارښوونه سمباله کړي او دیني پوهه تر هر وره ورسوي.
۴۴ـ مخور، سپینږېري، قومي مشران او ملکان دي له داسې پرېکړو ډ ډه وکړي، چې له اسلامي شریعت سره په ټکر کې وي او د یوه انسان حقوق پکې تر پښو لاندې کېږي.
۵۵ـ رسنۍ دې د بې معنا خپرونو او بې معنا سندرو پر ځای، د ټولنې پر ناخوالو ټینګار وکړي او د ټولنې په ویښتابه کې دې خپل رغنده نقش جوت کړي.
۶ـ حکومت په تېره بیا د بشر د حقوقو خپلواک کمیسون دې په دې اړه جدې ګامونه پورته کړي
۷۷ـ هیڅ دیني عالم دي د خپل دیني مسئوولیت له مخې داسې نکاح نه تړي، چې د نکاح اصول پکې په پام کې نه وي نیول شوي او د یوه انسان په شرعي حقوقو پکې تېری شوی وي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱) معجم الوسیط، ۲/۵۹۵ و العرف عند الأصوليين وأثره في الأحكام الشرعية، ص ۱- ۲.
(۲) رد المحتار على الدر المختار، ۴/۳۶۴ او المبسوط ، ۱۹/۴۱.
(۳) المجموع شرح المهذب، ۱۲/۳۱۳.
(۴) حاشية الدسوقي على الشرح الكبير، ۳/۴۰۴.
(۵) النكت والفوائد السنية على مشكل المحرر، ۱/۲۶۰.
(۶) صحیح مسلم، ۲/۱۰۳۶.
(۷) سنن أبی داود، ۲/۲۳۲.
(۸) ابن سعد في طبقات
(۹) صحیح مسلم، ۴/۲۱۶۷.
(۱۰) راغب السرجاني: الرحمة في حیاة الرسول ص ۶۴.
(۱۱) ابو الحسن الندوي: ما ذا خسر العالم بانحطاط المسلمین ص ۷۵، ۷۶.
(۱۲) جامع الترمذي، رقم الحدیث: ۱۱۳.
(۱۳) ابن حجر: فتح الباري ۸/۳۷۱ او رواه الحاکم فی المستدرک، ۱/۶۰۲ .
(۱۴) عدنان ابراهیم: الأسرة في الاسلام ص ۲۷۷.

سرخط ورځپاڼه

152 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *