Categories

اعلان

Loading…

  ادبيات انسان ته څه ورکوي؟  | ګل رحمن رحماني

په پوهنتونو کې د نورو پوهنځيو محصلين د ادبياتو د زده کوونکو په اړه داسې فکر کوي چې دا خلک يوازې له ګل او بلبل سره  سرو کار لري، شعر و شاعري ده، خبرې دي او يا بس يوازې د حسن او ښکلو صفتونه.

   ښايي دلته يوه ستونزه دا وي چې موږ  ادبيات د ټولنيز ارزښت له مخې هسې نه دي تدريس کړي يا مو نه دي تعريف کړي، څو د محصل په شخصيت او فکر کې دې په هغه ډول را څرګند شي چې ادبيات يې تمه کوي.

ګل رحمن رحماني

ادبيات انسان ته ور زده کوي چې خپلې بدۍ، بدرنګۍ او خامۍ څنګه لرې  او خپل ژوند ښايسته کړي. د نورو پر وړاندې د عاطفې، احساس، خواخوږۍ او نزدېوالي بشري اړيکه څنګه پياوړې کړي، څو پر  مټ يې د بشري ټولنې د سوکالۍ او پرمختګ لپاره د نورو مسلکونو اړوند وګړي د خپل کسب و کار، مسلک او مسووليت ښکلا ته متوجه کړي او انسان ته يې د يوې سوکاله ټولنې د رامنځته کولو لپاره په خوږه  او عاطفي ژبه وهڅوي، ځکه دوى پوهېږي او د هغو انسانانو پر وړاندې مسووليت لري چې لا يې د پوهې او درک ځواک ويده دى.

ادبيات که کاري او اقتصادي بحرانونو او ننګونو ته ځواب نه شي ويلى، خو زموږ نړۍ ليد ته بدلون ورکولى شي، څو انسان ته يوه نوې تګلاره ترسيم کړي، په ځانګړي ډول د انسان اړوندو مسايلو کې.

ما چې کوم کسان ياد کړل، په يوه لحاظ ځکه په حقه دي چې ادبياتو د سوداګرۍ، اقتصاد، حقوقو او نورو  علومو د ټولنيزې ښکلا او انساني اړتيا په اړه کمې خبرې کړې، که وي هم ډېرې محدودې دي.

موږ چې په هره برخه کې فعاليت کوو، بيا هم په نهايت کې له انسان سره مخ يوو چې هر څه يې د هغه له چلند او کړو وړو سره تړلي دي، هغه موجود چې پېچلې او متضادې غوښتنې يې هره ورځ نوى رنګ او بڼه خپلوي، ددغه بدلونونو او تضادونو تر منځ اړيکې د ادبياتو له لارې په ښه ډول درک کولى  او روزلى شو.

انسان د ادبياتو په وسيله کولى شي چې خپل چلند وننګوي او د خپلو تمايلاتو د درک لپاره ساده لارې چارې وړاندې کړي، ځکه چې دى تل منطقي چلند نه کوي، چلند يې  د شمېرو او ارقامو په څېر ثابت نه دى.

ادبيات زموږ سره په داسې وړاندوينو کې مرسته کوي چې د اقتصادي تحليل او تجزيې له مخې امکان نه لري، خو کولى شو چې د همدې وړاندوينو له مخې پر خپلو همکارانو، شريکانو او هغو کسانو تکيه وکړو چې ورسره سروکار لرو. ادبي ژانرونه د خپلې محتوا له مخې د بېلګو او کرکټرو له لارې د دا ډول فضا د رامنځته کولو مسووليت لري.

په دا ډول اثارو کې د انساني ژوند پېچلتياوې داسې انځور شوې چې موږ تر ډېره پورې د ننيو انساني اړتياوو او ستونزو تل ته رسوي له بېلابېلو زماني واټونونو سره مو اشنا کوي.

موږ که هر څومره پوهه او تجربه ولرو، خو بيا هم په هر حال کې د بېلابېلو ټولنيزو، اخلاقي او اقتصادي مسايلو او د ټولنې د اوسېدونکو تر اغېز لاندې يوو. د دوى احساسات، غم، ښادي، جنجالونه او زيانونه په هر ډول زموږ له بريا سره تړاو لري. د انسان چلند او ظرافتونه بايد هېڅکله له پامه ونه غورځول شي. انساني کسب و کار تر ټولو با ثباته کار دى.

ادبيات د انساني احساساتو لکه صبر، غرور، حسادت، مهربانۍ، مينې، سخاوت، مېړانې او ريښتينولۍ په اړه  خبرې کوي. شعر او داستان په بېلابېلو ادبي لارو موږ د خپل شاوخوا او همبڼو له حالت خبروي چې په بېلابېلو موقعيتونو کې ژوند کوي، خو موږ ورسره خپلو اړيکو ته چندان پام نه دى کړى، يا راته بيخي عادي ښکاري.

همدا ادبي متون دي چې مطالعه يې موږ د انسان رښتيني ژوند ته نږدې کوي او هم راته د ځان پېژندنې زمينه مساعدوي.

د ادبياتو په دنيا کې ورکېدل مو  د نورو انسانانو ژوند ته رسوي. له انساني اړتياوو، مجبوريتونو، ماسيو او هيلو مو خبروي او ددې اګاهي په هنداره کې بيا خپل ځان ګورو.

د رحمان بابا شعرونه که د ټولنيزو اخلاقو، انسانيت او خداى پېژندنې درس راکوي، د خوشحال بابا اثار مو د رزم و بزم، پښتونوالې او ازادۍ له خوږو سره اشنا کوي. د نصراحمد احمدي داستانونه مو د ژوند د هغو شېبو په قدر پوهوي چې موږ ته عادي ښکاري او هېرې کړې مو دي. د ننګيال او باراني شعرونه راته وايي چې له طبعيت او ژوند سره سرسري چلند مه کوئ، په کې ننوځي او ځان پيدا کړئ.

دوى مو که حل لارې ته ونه رسوي، نو تر لږه مو ذهن کې داسې پوښتنې ايجادوي چې ورسره مو ذهن غوړېږي او د ځواب لپاره مو نورو لارو چارو ته د ذهن تړلې کړکۍ پرانېزي.

ادبيات يوازې د ليکلو تاکتيک، سرګرمي او د وخت تېرولو وسيله نه ده، بلکې په ژوند کې د فردي ودې، متفکرانه ارزونې، تصميم نيولو او ټاکنې لاره ده. ادبيات تل د خلکو او ژوند په اړه خبرې لري. سخت زړي انسانان په عاطفي او مثبتو انسانانو بدلوي.

پاى 

45 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *