Categories

اعلان

Loading…

د نجيب اله په حکومت کې پنځم ستون، له اوس سره څومره د پرتلې وړ دی؟  

 استادشهسوارسنګروال 

په افغانستان کې پوځي سرسلاکار الکساندر مايوروف کښلي دي چې:

«ببرک کارمل په پوځ باور نه درلود، له خپل پوځ نه يې وېره درلوده، ان د هغوی له يوه واړه بري نه هم وېرېده، په ماتې خوشحالېده. ځکه چې د دغې ماتې له کبله يې د سره پوځ د شتون لپاره يوه پلمه لټوله.»([1])

ولې نجيب الله بيا په وسلوال پوځ په تېره پخپلو پلويانو دومره ډا ډه وه چې د خپل باور پرتله يې له لاسه ورکړې وه. ده ملېشه ځواکونه دومره د وسلو او پيسو په ورکړه پياوړي کړل چې بيا يې کابو کولی نشول.

نو د بېلابېلو لاملونو په لړ کې يو ستر لامل د ده د واکمنۍ د نسکورولو په تړاو دغه ملېشې وې چې ده لومړی د خپل واک د ژغورلو لپاره په خوا کې ونيولې او ان تر دې چې د اجارې په بڼه يې حکومت ته کرښه ايستله چې د دومره متر مربع جغرافيې د لاندې کولو لپاره څومره پيسې او وسلې تر لاسه کولی شو؟ دويم همدغه ملېشايي ځواکونه په لوی کندهار او لويې پکتيا په ځانګړي ډول د خوست په لويې ولسوالۍ کې دومره عام وګړي بې پته او بې عزته کړل چې ټولو له نجيب نه مخ واړوه.

د نجيب الله د واک په ځوړتيا کې ډېر لاملونه لاس په لاس شول، او کله چې په نظام کې ګډوډي او بې ثباتي مينځ ته راغله مهم لامل يې پخپله نجيب الله او ورپسې د ده د نږدې ګوندي ملګرو ناځواني وه، چې د ده د باور نه يي ناوړه استفاده وکړه. نو پدې بنسټ ويلی شو ،داچې د تنظيمونو د واک لپاره يې لاره اواره کړه دوه لاملونه ډېر د پام وړ دي چې لنډيز يې داسې دی.

لومړی کورني لاملونه:

د جلال اباد د جګړې بری که له يوې خوا نجيب الله ته دده د واک او ځواک د پيا وړتيا يو ښه زېری وه، خو له بلې خوا تنظيمونو او په سرکې آی اس آی ته يوه شرمه وونکې ماته وه.

ولې نجيب د دې سوبې د ګټلو په وياړ په کابل کې جشن ونيو او د خپلو ملګرو په مينځ کې ډېرښه وځلېد او و نازول شو. ببرک کارمل او د ده پلويان د ده دغه بری ونشو ځغملی او دوی نه يوازې له نجيب نه کسات واخست بلکې د افغانستان ولس يې هم د غم په ټغر کېنوه.

نجيب الله هم د جلال اباد د جګړې له ګټلو وروسته دومره مغرور شو چې، پدې نپوهېده څوک څه کوي؟

«د محمود بريالي پټو تشکيلاتو او د پنځم ستون نه ګټه اخستل، په ټول هېواد کې يوه لويه ملي غميزه را مينځته کړه.»([2])

نجيب الله ته هم دا څرګنده شوې وه چې د دې پېښو تر شا ډېر لاسونه شتون لري خو لويه تېروتنه يې دا وه چې ده د دوست او دښمن توپير ونشو کولی.

«نجيب څو وارې جنرال عظيمي ته دا خبره ور غبرګه کړې وه چې د کارمل په ګډون د سياسي بېرو يوشمېر غړي خپل مينځي کړکېچ ته لمن وهي.»([3])

عظيمي د کارمل د ډلې له ډېرو وتلو کسانو څخه وه اور نجيب الله په ډېرې بېباکۍ خپلې د زړه خبرې له هغه سره کولې، او هغه هم ټکي په ټکي دغه خبرې د ده مخالفينو ته رسولې.

دا داسې مهال وه چې د خلکو په مينځ کې دغه ګونګوسه روانه وه چې ګني په هېواد او په ځانګړي ډول د نجيب الله پر وړاندې يوڅه پېښېدونکي دي، او د پېښو ډېره پړه يې د کارمل په ډلګۍ ور اچوله.

د دغې ډلې غوښنه برخه چې روان کړکېچ ته يې لمن وهله د سياسي دفتر هغه غړي ول، چې کارمل ته ډېر نږدې ول، چې موږ کشتمند، محمود بريالی، فريد مزدک، کاوياني او يوشمېر نور د بېلګې په توګه يادولی شو.

دغې ډلې د پېښو د پراختيا لپاره له بېلابېلو لارو، خواوو او ډلو نه ګټه اخسته:

۱ – عبدالرشيد دوستم  : نجيب الله کوښښ کاوه چې د کارمل ډله دا بری تر لاسه نکړي چې د دوستم په څېر يو وسلوال ځواک ترشا ودروي.

نوموړي ته دغه اطلاعات رسېدلي وو چې د ده پر وړاندې داسې يوه هڅه روانه ده.

دغه مهال لاجنرال دوستم په کابل کې وو، خو په شمال کې ده او ملګرو يې نوې ټوکېدلي پېښې له نږدې څخه څارلې.

الف: له احمدشاه مسعود سره د امرصمد په يو ځای کېدو په تخار کې د رستاق ولسوالي د دولت له ولکې نه ووته. ولې د «سازا» ګوند، دا يو تکتيکي عمل ګاڼه، خو بيا هم نجيب الله يو «سازايي» پلاوی سيمې ته واستوو چې امرصمد مزار شريف ته ولېږدوي.

ورپسې شرف الدين بدر د يوه پلاوي په مشرۍ لاړ چې د رستاق پېښه له نږدې وڅېړي، خو پايله دا شوه چې د ډاکتر کريم بها په وړانديز بايد ۵۱۸ غنډپه درنو وسلو سمبال شي. د پوځ سراعلی قومندان نجيب الله په دې تړاو يو فرمان ولېږه.

ب: د نوي رستاق په شاوخوا کې (په سياب او شهرنو) لا د جګړې درون پېټی د ولس له اوږونه، نه وه ښکته شوی چې په «دښت کلا» کې د سيالو ډلو تر مينځ خونړۍ جګړې پيل شوې. د ساري په توګه د شورای نظار د جبهې مشر ملا پير مقل، د اسلامي ګوند د جبهې مشر انجينر بشير، د وسلوالو تر مينځ او همدا راز د امر صمد او عبدالرحيم د ځواکونو پر وړاندې د جهادي قومندانانو نښتو سيمه په سر کې اخستې وه.

له بدخشان او تالقانو نه را واخله تر کندوز او بغلان پورې، د هرې ورځې په تېرېدو د جګړو لوری د پراختيا په حال کې وو.

ج: د دولتي ځواکونو، د اسلامي ګوند، جميعت اسلامي او همدا ډول د نورو سيالو وسلوالو ډلو تر مينځ نښتې دومره بوګنوونکې وې چې زياتې کورنۍ دېته اړ شوې چې خپلې سيمې پرېږدي.

د تنګي فرخار خونړۍ پېښه، د تخار په پېښه کې د سيد جمال تورنول او د دولتي ځواکونو ښکيلتيا، د کندوز د ولايت په «دښت ارچي» امام صاحب او قله ‌ذال کې نوي پوځي او سياسي خوځښتونه، له سيد جمال نه د احمدشاه مسعود غچ او کسات. دغو او د دې په څېر لسګونې لويې او وړې پېښې په ډېرې چټکۍ روانې وې. دغه پېښې نه يوازې په بدخشان، تالقانو، کندوز او بغلان کې د پام وړ وې بلکې د دغو پېښو اغېز تر سمنګانو، بلخ، جوزجان، سرپل او ان فارياب پورې ورسېدې…

د حکومت مشر نجيب الله د يو شمېر سلاکارانو په سلا او مشوره نوي پوځي تشکيلات جوړ کړل، ډېرې وسلې او پيسې يې د دوی په واک کې ورکړې چې موږ د تخار ۵۵، د کندوز۵۴، د دوستم ۵۳، قومي فرقې او په لسګونو دولتي او قومي لېواوې د ساري په توګه يادولی شو، چې نجيب الله پخپل لاس ځان بې واکه او کا واکه کړ. دلته دي چې د کارمل ډلې په سر کې کشتمند او پيګير دوستم ته سپارښتنه وکړه چې ځان نجيب الله ته نږدې کړي. او بيا د همدې باور له مخې ده ته اجازه ورکړي چې مزار ته لاړ شي. دوی دغه ژمنه هم وکړه چې د سيا سي بېرو په غونډه کې به د رايو په اکثريت پرېکړه وکړي چې عبدالرشيد دوستم د پېښو د کابو کولو لپاره له کا بله مزار او جوزجان ته واستوي.

«د سياسي بېرو يو شمېر غړو نجيب الله ته وړانديز وکړ چې دوستم مزار شريف ته لاړشي.»([4])

۲ – په شمال کې د وسلو او پيسو پړسوب:

د وسلو او پيسو پړسوب يو له بل سره تړاو درلود. څومره به چې پوځي تشکيلات پړسېده هغومره بايد وسلې او پيسې د پوځي ټولګيو د شمېر په پرتله زياتې شوې وی. د يادو قومي او پوځي فرقو جوړېدل د دې لامل شو چې مرکزي حکومت په خپل لاس، قومي فرقې له خپلې ولکې نه ووېستې.

قومي ملېشاوو خپل تشکيل او د جنګياليو شمېر څو برابره زيات ښوده، چې بايد له دې لارې ډېرې پيسې او وسلې ترلاسه کړي.

هغه مهال چې د تخار والي الياس سيفي ووژل شو، اندېښنې په ټوله سيمه کې خورې شوې چې دولت دېته اړ شو هرڅه په پټو سترګو ترسره کړي.

لا هغه مهال چې جنرال عبدالروف بېګی او ډاکتر کريم بها د دفاع وزارت مرستيالانو له نږدې ليدلي وه، ډاکتر نجيب الله ته يې د نوې فرقې د جوړېدو وړانديز کړی وه.

پدې تړاو لا خبرې روانې وې چې شهنواز تڼي د دفاع وزير شو. د تنګي تخار پېښې د فرقې د جوړولو کار چټک کړ او د نجيب الله په فرمان په ۱۳۶۸ کال د اوړي په پای کې د فرقې د جوړېدو عملي کار پيل شول.

په لږه موده کې ۵۵ فرقه جوړه شوه او خالق بيانګر د فرقې قومندان وټاکل شو.

کله چې الياس سيفي د خواجه غار په شاوخوا کې د کتار د لېږد چارې سمبالولې د مجاهدينو تر بريد لاندې راغی او ووژل شو.

د ده له مرګ نه لاډېر وخت نه وو تېر چې محبوب الله کوشاني او د نجيب الله سلاکار جنرال باقي له يوه پلاوي سره خواجه غار ته لاړل.

کوشاني او باقي دواړو د نجيب الله او فريد مزدک په سپارښتنه په ملکي او پوځي ځواکونو دا ومنله چې په، «دوه سري مار» امر صمد راټول شي.

په دې ترڅ کې محبوب الله کوشاني په خانګړي ډول امر صمد، د مبارزې د ډګر يو ريښتنی انسان وګاڼه. او د سازا د ګوند مخکښ يې وباله.

د تخار روان کړکېچ لا کابو شوی نه وو چې په کندوز کې يوشمېر سياسي ناخوالې را پورته شوې.چې بنسټ يې په توکميزو ناندريو پيل شوې وه. د دغو پېښو اصلي لامل محمد طاهر يولداش، چې ځان يې د ازبکو استازی ګاڼه او بل لور ته ازاد خان وه چې دی په خټه پښتون وه.

د کندوز والي او د امنيت ريس عبدالله فقيرزاده او تاج محمد د پېښو ټوله پړه د يولداش په غاړه اچوله. خو ازاد خان او عبدالله داوي يې ملامت نه ګڼل که څه هم د کندوز ۵۴ فرقه لا يو کال دمخه په ۱۳۶۷ کال جوړه شوې وه، ولې د دې لپاره چې ټول سياسي او قومي جوړښتونه يې په پام کې نيولي وي تشکيل يې په دې ډول وښود:

  • د فرقې قومندان جنرال امين الله کريم په قوم ازبېک.

  • ډګروال ازاد خان مرستيال په قوم پښتون او خلقی.

  • د ارکان ريس ډګروال حبيب الله ترکمن خلقی.

  • ډګروال عبدالله داوي سياسي امر خلقی.

  • د فرقې توپچي آمر خواجه مراد په قوم اوزبېک په سياسي تشکيل کې «سفزا» چې له سازا نه جلا شوې ډله وه.

  • محمد طاهر يولداش د توپچي غنډ قومندان وه په خټه اوزبېک او پرچمی.

په دولت کې له خپل مينځي اخ و ډب سربېره، لويه ستونزه په افغانستان او په تېره شمال کې د مجاهدينو او په ځانګړي ډول د جميعت او اسلامي ګوند د جنګياليو وسلوال بريدونه ول چې نجيب الله يې له ډېرې اندېښنې سره مخ کړی وه.

ولې دغه ستونزې يوازې پدې نه حلېدې چې د وسلو او پيسو له لارې پېښې کابو کړي. که څه هم قومي او ملېشايي ځواکونو نه يوازې په بغلان، سمنګانو، بلخ، جوزجان، سرپل او فارياب کې د وسلو پر مټ ډېرې نا امنۍ تر ګروت لاندې راوستې وې بلکې د هېواد په نورو سيمو کې د دوی شتون بې اغېزې نه وو.

په دغو قومي ځواکونو کې، په فارياب کې رسول پهلوان، په سر پل کې غفار پهلوان، په جوزجان کې عبدالرشيد دوستم او په بلخ کې د دولتي امنيت په کنډک کې معلم امان الله (چې په ګيلم جمع مشهور وه) د ساري په توګه يادولی شو.

له دولتي او حکومتي ځواکونو را واخله تر قومي ملېشاوو پورې د دولت لخوا دومره امتيازونه، د شمالي زون وسله والوته په واک کې ورکړ شوي وه چې ساری يې د هېواد په نورو سيمو او زونونو کې نه تر سترګو کېده.

لومړی دا چې څومره؟ يوازې درنې وسلې له بدخشان نه راواخله تر جوزجان پورې جنګياليو ته په واک کې ورکړ شوې وې د يو شمېر وسلو نومونه موږ د بېلګې په توګه يادوو:

1-په لسګونو محاربوي ماشينونه.

2-په زرګونو خفيفه ډول ډول سلاوې.

3-په سلګونه زرې پوشونه.

4-په لسګونو B – M – I, B – M12, B – M 14 دستګاوې

5-په سلګونه ۷۵، ۸۲ توپونه.

6-په لسګونو زکويک.

7-په سلګونو ډول ډول هاوانونه.

8-په لسګونه ده شکې.

9-په سلګونو د دافع هوا ماشيندارې.

10-په لسګونو D – 30 توپونه چې په يو وار ۵۳ ماينونه.

11-په سلګونه ټانکونه.

12-په لسګونه B.M.P او 60 – pp او په لسګونه عرادې او بيردمونه

13-په لسګونه BM – 21 د راکټ دستګاوې.

14-په لسګونو د دافع هوا ټوپونه.

15-S.P – G – 9 او دستنګر دستګاوې.

16-BM12 دستګاوې. (د راکټ دستګاوې).

17-د BM – 1 راکټ دستګاوې.

18-توپ ۷۵، ۸۲، څلور او پنځلس ضربوي.

19-ميله مينځنۍ لسګوني هاوانونه چې «۹۰۰» ماين لرونکي وو.

20- A.G.S ۱۲ ميله نارنجک ماشيندارې.

21-۷۵، ۸۲ ميلي بې پسلګه ۸ ضربه يي توپونه.

22-BM – 21 د راکټ انداز دستګاوې (۱۹۰ راکټ واله).

23-BM – 14 دستګاوې چې ۱۸۵راکټه لري.

24-M – 30 دستګاوې ۲۴ ماين واله.

25-۶ ميله غرنی هاوانونه ۴۰ ماين واله.

26-اتوماتيک هاوانونه ۴ ماين واله.

27-A.G.S نارنجکه ماشيندارې.

28-۷۰ ضربي پسلګر توپونه.

29-BM – 1، M – 30، D – 30، BM – 21، دستګاوې او بېلابېل غرني هاوانونه.

3-۷۶ صحرايي ۸۱ ضربي توپونه.

31-د ټانګ دافع هوا توپونه (يو ضربوي).

32-۲۳ ميلي توپونه سلګونو دستګاوې.

33-د دافع هوا ماشيندارې، ۲۰ ميله زکويک او ۲۰ ميله ده شه که، ۴ ميله هاوانونه.

34-R.P.G. – 7 او ۱۵۰ ميله P.Kماشيندارې. او 82mm هاوانونه (۲۰ميله).

35-توپ ۷۰ – ۲ ضرب، توپ۷۶صحرايي ۱۰ ضرب، توپ ۸۲ – ۵ ميل او راکټ RPG ۴۵ قبصه، د R143GK د موټر مخابرې، په سلګونو د نقليه وسايطو موټر په سلګونو زره سپکې او درنې وسلې د شمالي دولتي او قومي فرقو، لېواوو او غنډونو په واک کې وې چې د نجيب الله پر وړاندې د هغه د پرځولو او نسکورولو لپاره و کارول شوې.

دويمه خبره دا چې، ولې دولتي ځواکونه له تنظيمونو سره په ډېرې اسانۍ ګډه ژبه پيدا کړه او دولت هم د دې وس ونه موند چې د دې پېښو مخه يې نيولې وی؟

ښايې د کورنيو پېښو تر شا بهرني لاسونه هم ول چې د نجيب واکمنۍ يې وننګوله او پر ځای يې تنظيمي حکومتونه واک ته ورسېدل.

بهرنۍ لاسوهنې

په پاکستان کې يو شمېر تنظيمونو غوښتل چې د ملګرو ملتو د سولې وړانديزونو ته غاړه کېږدي. ولې يوشمېر نورو د پاکستان د حکومت او I.S.I په پټو لمسونو لکه اسلامي ګوند، جميعت اسلامي، اتحاد اسلامي او د خالص اسلامي ګوند نه غوښتل چې د ملګرو ملتو هغه وړانديز ومني چې د اتلافي او لنډمهاله حکومت د جوړېدو په تړاو وو.

ولې بيا هم پاکستان پخپل غولوونکي سياست په ښکاره د ملګرو ملتو پرېکړې ته سره خوځوه، خو په پټه کې بنسټپال تنظيمونه هڅه ول تر هغې چې نجيب الله په واک کې وي د ملګرو ملتو پرېکړه به ونه مني.

د امريکا متحده ايالاتو او د لوېديزې اروپا هېوادونو د ملګرو ملتو د سولې د وړانديز ملاتړ وکړ، خو په دې ټينګار کاوه چې د پخواني پاچا محمد ظاهر لپاره د واک او ځواک زمينه برابره کړي.

د سعودي عربستان په ګډون امريکا، پاکستان او د افغانستان د دولت پر وړاندې يو شمېر متحدين پدې لټه کې ول چې د کابل حکومت له يوې خوا د ملګرو ملتو د استازي بينين سيوان له لارې او له بلې خوا د وسلوالو جنګياليو پر مټ دې ته اړ کړ چې له خپلو غوښتنو پرشا شي.

د ساري په توګه د خوست په جګړه کې په څرګنده د امريکا او سعودي مالي مرستې، د پاکستان په پوځي ملاتړ د تنظيمونو جنګيالي د خوست د نيولو لپاره هلته واستول شول.

د نجيب الله لويه تېروتنه دا وه چې د عبدالرشيد دوستم جنګيالي يې هلته لېږلي ول او پداسې حال کې چې د خوست خلکو او ان دولتي او حکومتي چارواکو او په خانګړي ډول پښتنو له دغو ملېشايي ځواکونو کرکه درلوده.

پدې لړ کې بله کومه خبره چې ډېره مهمه وه هغه د نجيب او شوروي سلاکارانو تر مينځ بېباوري وه. ښايي د څو لاملونو په لړ کې يو دا وي چې د شوروي پوځونو له وتلو وروسته د دې لپاره چې نجيب الله د خلکو ملاتړ خپل کړی وي دغه ورځ يې د هېواد د نجات ورځ وبلله.

دويم لامل يې دا وو چې شورويانو له دومره ځاني او مالي زيانونو په ګاللو دا توقع او هيله له نوموړي نه درلوده، چې دغه دې د نجات ورځ وګڼل شي.

دريمه خبره دا وه چې شوروي چارواکو او K.G.B له برهان الدين رباني او احمدشاه مسعود سره د راتلونکي واک لپاره خبرې اترې پيل کړې وې. خو کله چې رباني هلته سفر وکړ، ټولو خواوو ته د پام وړ وګرځېده چې سياسي لوبه روانه ده.

الکساندر لياخفسکي د شوروي سلاکارانو په تړاو چې ولې خوست سکوت وکړ داسې کښلي دي:

«جمهور ريس نجيب الله په شوروي سلاکارانو ډېره ډډه نه لګوله بلکې ډېر باور يې د دولتي امنيت په کسانو کاوه، نو ځکه ده به ځانګړو دوستانو ته ويلې چې شوروي سلاکاران هسې وضعه کړکېچنه ښيي.

د خوست ماتې د دولت په ځواکونو ناوړه اغېزه وکړه ولې امريکا يانو د خوست په سقوط پيکونه وجنګول او جشن يې ونيو.»([5])

د نجيب حکومت د نسکورولو لپاره يو شمېر کورني او بهرني لاملونه لاس په لاس شول چې په پای کې واک تنظيمونو ته ولېږدول شو. خو کورنۍ پېښې د بهرنيو په ملاتړ ټاکونکې وې. پدې تړاو سټيوکول انګېري چې:

«د پيټر ټامسن له خوا او په واشنګټن او اسلام اباد کې د يو شمېر نورو هاندو هڅو په لړکې وپتېل شوه چې مسعود ته هم په ستره کچه وسلې ورسول شي. په هماغه موکه چې د کابل د سکوت لپاره يې تيارى نيوه. مسعود ته په پنجشېر کې درنې وسلې د هغه سړک له لارې څخه رسول شوې وې چې د امريکا له خوا جوړ شوی وو. ان د ۱۹۹۰ کال په بهير کې، د سي آی اې له خوا خورا زياتې اجورې، مسعود ته پداسې وخت کې برابروې چې حکمتيار ته سعودي شيخانو او اخوان المسلمين له خوا ورکول کېدې. په دې توګه سي آی اې د تامسن او کانګرس د غړيو تر فشار لاندې مسعود ته په کابل کې د وروستۍ فتح له شونتيا سره مرسته کړې وه.»([6])


[1] در افغانستان چه مې ګذرد. ستر جنرال مايوروف ۹۷ مخ.

[2] غوربندي عبدالقدوس۱۲۱ مخ.

[3] د تاريخ په تله کې ۳۱۳ مخ.

[4] همدغه اثر ۳۱۲ مخ.

[5] الکساندر لياخفسکي ۱۴۶ – ۱۴۷ مخونه.

[6] سټيوکول ۳۴۳ مخ.

11 total views, 1 views today

2 comments

  1. zarigul Reply

    چې دا ستنګر دغو کمونستو ملیشو ته چا ورکول ؟؟؟
    لیکنه پریوه تاریخي موضوع ده خو ژبني او تاریخي تسلسل یې ډیرسره ګډوډ دی ، لږ پاملرنه غواړي
    درناوی
    زرین ګل

  2. Zmarai Kassi Reply

    وروسته د شوروی د قواوو وتلو نه وطن ته ولاړم او او د سولې او صحت مؤسسه مې خلاصه کړه چه د بې وځلو معیوبینو سره مرسته وکړم، یونسکو هم غوښتل یې چه راسره مرسته وکړي چه کابل ته ورسیدم، په دومه ورځ مې لایق صاحب ته تلفون ورکړ، ده سره زموږ ورونوشخصي آښنایی له کلونو را په دې خوا وه، لایق صاحب سم دستي یې وخت راکړ چه دی ووینم ، ورسته له دې چه یو څه خبرې اترې مو وکړې، لایق صاحب مشوره یې راکړه چه داکتر صاحب نجیب سره وګوره او ده ته یې تلفون ورکړ ډاکتر صاحب نجیب هم سم دستي زه زه یې وغوښتلم او ده ته ولاړم ده ته مې تشریحات ورکړ چه زما راتګ وطن ته د آشتی ملی په اساس دی او ، دی ډېر خوشحاله شو او د مرستو وعدې یې راکړې ورسته له ډېرو خبرو کله مې چه د ده له دفتر نه وتلم، پوښتنه مې وکړه چه آیا دغه د ملی سولې کار به سر ته ورسېږي او که نه؟ لا د خدای په امانی لاسونه مو سره ښورول چه زما لاس یې ټینګ ونیوو او د بل لاس ګوتې سره یې په جدیت او عصبیانیت ځمکې ته یې پر له پسې نشاني ورکاوو او او ویې ویل چه زمری صاحبه، زما پخپل ګوند کې ډېر کسان دي چه دوی سوله نه غواړي ، ځکه چه د دوی ګټې په جنګ کې دي چه ده نه ووتلم داسې راته ښکاره شو چه دی هم حیران پاتې دی نو وروسته له یونیم کال نه راته په کرات او مرات راته معلومه شوه چه ببرکیان و بریالی او وکلیل د ده سخت دښمنان دي او تر هغه چه وکیل د سویس د مملکت په مشوره د ده پر ضد یې کودتا وکړه، د کودتا د مشورې قصه مې پخوا لیکلې ده همدا چه یې ویلي وو چه یا وطن او یا کفن، داسې ښکاري چه دی پوهېده خو په خپلو نظامیانو باندې ډاډه وو، خو افسوس دا دی چه افغانان د خپل په ښه او بد نه پوهېږي، ببرک او ډېرې نورې کورنۍ اصلاً ډېر قدیم له ګوندې چه پنجاب نه راوستل شوي خلک دي او یا د اسکنر پاتې شوي خلک، چه د افغانستان او اصلی خلکو سره یې هیڅ جوړښت نشته

Leave a Reply to zarigul Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *