Categories

اعلان

Loading…

د پښتون ژغورنې غورځنګ ته د ستراتېژي له لیدلوري

ودان روښان

اوس چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د سیمې له پولو بهر او په نړیواله کچه سترګې وراووښتي اړینه ده چې دا مسله ساده ونه ګڼل شي ځکه دا د لسګونو کلونو تېروتنو او غوټو د خلاصون له پاره رامنځته شوی داسې فرصت دی چې لومړی خو یې له لاسه تلل ناشوني او که خدای مه کړه له لاسه ووځي نو ډېرې ناوړه پایلې به ولري. د دغه غورځنګ ارزښت ته باید په نړیواله کچه د هغه انعکاس او په پاکستان کې یې پر وړاندې د غبرګون له کړکۍ وکتل شي.

لومړی په نړیواله کچه:

تر ټولو معتبرې امریکایي ورځپاڼې واشنګټن پوست په وروستۍ مقاله کې ددغه غورځنګ ارزښت داسې په ګوته کړی په پاکستان کې یو ځوان ووژل شو(نقیب مسعود) خو بل(منظور پښتون) راپاڅېد او د یوه غورځنګ مشرۍ ته یې اوږه ورکړه.

واشنګټن پوسټ لیکي د دغه غورځنګ ځانګړتیا  داده چې د لومړي ځل له پاره پاکستان کې پښتانه د ګډې موخې لپاره یوه خوله شوي.

ورځپاڼه زیاتوي ډیر شمیر پښتانه له پاکستانه د هغو سیمو د بیرته ترلاسه کولو هیله لري چې یوه پیړۍ وړاندې برتانیا له افغانستانه جلا کړې وې.

واشنګټن پست له هغو معتبرو رسنیو ده چې د امریکا سیاست ته لوری ورکوي او یا هم د هغه هېواد ستراتېژیک لیدلوری څرګندوي.

تر دې لږ وړاندې د اروپا پارلمان مرستیال هم د ډېورنډ کرښې هغې غاړې په اړه د اروپایي ټولنې دریځ څرګند کړی و:

د اروپا پارلمان مرستيال ريچارد چارنسکي وايي چې لوېدیځوال بايد پر ډیورنډ کرښې له سره کتنه وکړي او د افغانستان تاریخي حق پر ځای کړي.

هغه زياته کړه چې د ترهګرۍ پای ته رسولو له پاره هغه وخت راغلی چې د ډیورنډ کرښې په ایستلو کې تاریخي تېروتنه جبران او د تاریخي حقیقتونو پر اساس له سره وکښل شي.

د اروپايي ټولنې د پارلمان مرستیال زیاته کړې، د دې له پاره چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښه د نړیوالې ترهګرۍ پر مرکز بدله شوې، لازمه ده چې اروپا او امریکا په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره خپله کړنلاره بدله کړي.

چارنسکي زیاته کړې: (( پاکستان د دې لپاره چې پر ډیورنډ کرښه برلاسی وي، په سیمه کې لاسوهنو او بې ثباتۍ ته دوام ورکوي.))

چارنسکي همداراز ویلي، په کار ده چې لوېدیځ هېوادونه د دې مصنوعي پولې په اړه خپل پخوانی دریځ بدل او په دې سیمه کې د تاریخ او حقیقتونو پر اساس پخوانۍ پوله احیا کړي.

د هغه په وينا،  بلوڅ او پښتانه چې په زور جلا کړای شوي، بېرته له اصلي سیمې سره یو ځای او د افغانستان تر واکمني لاندې راوستل شي.

ده ویلي، له ۲۰۰۱ راهیسې په افغانستان کې ډېر سرتېري وژل سوي او دا مرګ ژوبلې به دوام وکړي؛ نو اوس هغه وخت راغلی چې د ډیورنډ کرښې په اړه خپله تاریخي تېروتنه سمه کړو.

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ ته پاکستان واکمنو غبرګون!

غوره به وي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ته د پاکستاني چارواکو غبرګون انعکاس هم د واشنګتن پست په وروستي مطلب کې وګورو:   

واشنګتن پوست لیکي د پاکستان  امنیتي بنسټونو پر مخکښو پاکستاني رسنیو فشار راوړی چې د دغه غورځنګ په اړه مطالب خپاره نه کړي او د پښتون غورځنګ غونډو په اړه نږدې هیڅ پاکستاني تلویزیوني چینل رپوټونه، نه دي خپاره کړي.

په مطلب کې د هغه فشار یادونه هم شوې چې وايي حکومتي کارکونکو ته ویل شوي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ هیڅ غونډې ته دې نه ورځي.

واشنګټن پوسټ زیاتوي پاکستاني امنیتي ادارو پر دې هم بسنه نه ده کړې او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخالف خوځښت یې هم رامنځته کړی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ خیانت بولي.

پاکستان چې په ښکاره دموکراتیک هېواد دی، د دغه هېواد اساسي قانون چې پاکستانیان یې ایین بولي ازادې ټاکنې، د سیاسي ګوندونو، غونډو، ټولنو، رسنیو او وینا ازادي تضمین کړي خو بیا هم د خلکو تر ټولو سوله ییز او مدني اعتراض ته ستونزې جوړېږي، رسنۍ د هغه له پوښښه منع او دولتي کارکونکي په کې ګډون ته نه پرېښودل کېږي. له همدغه ځایه ددغه خوځښت(د پښتون ژغورنې غورځنګ) ارزښت او برم څرګندېږي. ددغه غورځنګ په اړه ډېر څه ویل شوي خو زه غواړم دغه غورځنګ ارزښت ته د ستراتېژي له لیدلوري لنډه کتنه ولرم:     

غوره به وي چې د انساني علومو دې ارزښتمنې او مهمې څانګې یانې ستراتېژي له لنډ تعریف یې پیل کړو:

مشهور بریتانوي ستراتېژیست لیدل هارت ستراتېژي هغه هنر بولي چې پر مټ یې کولی شو هغې موخې ته ورسېږو یا یې ترلاسه کړو چې د دولت یا ملت ټولیزو سیاستونو له خوا ټاکل شوې وي یا د سیاسي موخو ترلاسه کولو له پاره د پوځي اوزارو د ویش هنر ته ستراتېژي وایي.  

د ستراتېژي ډېر نورو تعریفونه هم شته خو یو بل تعریف یې دا هم دی چې وایي: له ملي ځواک او ملي سرچینو د ملي ګټو له پاره په هر ډول شرایطو ګټنې ته ستراتېژي وایي.

په داسې حال کې افغانستان اوس په هغه دریځ کې نه دی چې د خپلو ستراتېژیکو موخو له پاره پوځي ځواک وکاروي نو زما په اند دغه دویم تعریف سم او پرځای راځي چې د پوځي ځواک ترڅنګ او یا له هغه پرته له ملي ځواک او ملي سرچینو چې هغه اوبه، لارې، پیسې، تبلیغات، دیپلوماسي، روزنه، لارښوونه او نور مادي او مانیز اړخونه رانغاړي، چې باید ګټنه ترې وشي.

افغان چارواکو او هم ملي عناصرو ته بویه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ته د ملي ستراتېژي له لید لوري نه یوازې وګوري بلکې په دې برخه کې یې چې هر خه په توان کې وي هر اړخیز هاند او هڅه وکړي. څومره چې په هره برخه کې شونې وي ددغه غورځنګ ملاتړ ځکه وکړي چې نیغ په نیغه د افغانستان له برخلیک سره تړاو لري. له هغه ځایه چې پاکستان له خپل پیدایښته افغانستان پر همدغه دلیل کړولی او لا یې هم چې هرڅومره چې د اور په تبۍ اړوي رااړوي یا یې نینو په پټۍ کې سوزوي زړه یې نه یخېږي. پاکستان به کله هم د هند پر وړاندې د خپل ستراتېژیک عمق په توګه د افغانستان له بدلولو او په لومړي ګام کې په کابل کې د خپل لاسپوڅي رژیم واکمنولو او به پای کې د هغه هېواد پر پنځمې سوبې بدلولو له ستراتېژي تېر نه شي، که هر څو پوځي او یا په ملکي دریشي یا کمیس او پرتوګ کې د پوځ ویندویانو په توګه د ملکي حکومت چارواکي افغانستان ته راشي لاړ شي، افغان چارواکي وروبولي، دیپلوماتیک تشریفات پر ځای کړي، میلمستیاوې وکړي، سوغاتونه تبادله کړي، دغه ټول هسې بې مانا خبرې دي چې یو توت ارزښت هم نه لري دا ځکه چې د پاکستان اصلي واکمن یانې پوځ او د هغه څارګره څانګه (ای اس ای) له خپلو موخو چې مخکې یې یادونه وشوه، یو ملي متر هم نه تېرېږي.

اوس نو  که افغانستان او افغانان غواړي له دغه شره د تل له پاره ځان خوندي او بیغمه کړي نو د پښتون ژغورنې غورځنګ هر اړخیز ملاتړ دې وکړي، دا ځکه چې څومره چې دغه غورځنګ پیاوړی کېږي او پر همدې کرښو چې دا اوس یې د ځان له پاره کښلي ولاړ پاتې کېږي هغومره یې د ډېورنډ کرښې دې غاړه مثبت اغیز زیاتېږي. څومره چې پښتانه د خپل برخلیک او خپل حق خاوندان کېږي هومره د دوی له سیمو د پر لوی لاس راوړل شوي افراطیت ټغر ټولېږي، هرڅومره چې د ډېورنډ کرښې هغې غاړې ته پښتانه پیاوړي کېږي د خپل پېژند، ژبې، تاریخ او فرهنګ راژوندي کولو هڅې یې ګړندۍ او خپل اصل ته د بېرته ورګرځېدو اراده یې غښتلې کېږي او دا هغه څه دي چې د افغانستان ملي ستراتېژي بنسټ جوړوي نو ځکه خو باید افغان چارواکي په همدې برخه کې د هغوی لاسنیوی وکړي او که اړتیا وي په نړیواله کچه او ملګرو ملتو کې یې ملاتړ وکړي. که د ډېورنډ کرښې هغې غاړې له پښتنو سره زور زیاتی کېږي افغانستان یې په ټول توان ملاتړ ته ورودانګي. که څوک دغه عمل د هغه هېواد(پاکستان) په چارو کې لاسوهنه بولي یا خو ناخبره او جاهل دی او یا هم د خپلو ملي ګټو پرځای د پردیو ګټو ته ژمن او دفاع یې کوي. وګورﺉ پاکستان په کوم حق د کشمیر دداعیې ملاتړ کوي چې کله یې هم کشمیر د خاورې برخه نه وه.  کشمیر له پاکستانه ډېر مشر دی او لرغونی تاریخ لري چې د پاکستان پرځای یې افغانستان لا د واکمني ډېر حقدار دی ځکه چې ډېرکلونه د افغان واکمني برخه پاتې شوی نو ولې بیا افغانستان له ډېورنډ کرښې هغې غاړې پښتنو د حق غوښتنې ملاتړ ونه کړي چې د همدغه هېواد له تنه انګریزي استعمار په زور جلاکړي دي.

زما وړاندیز دادی چې لومړی خو باید د ملي امنیت شورا او هم د وسله وال پوځ اعلا سرقومانداني د ملي امنیت وتلو مسلکي اوسنیو او پخوانیو کارکونکو، د وسله وال پوځ تکړه جنرالانو او نورو ذهینو افسرانو، دیپلوماتانو، وتلو اقتصاد پوهانو او نورو سیاست پوهانو سره په سلامشوره یوه کړنلاره تدوین کړي، چې وڅېړي افغانان په دغه وخت کې د پښتون ژغورنې له غورځنګه د ملاتړ په موخه څه کولی شي؟

زما په اند دا د افغانستان له پاره ډېره حیاتي مسلې ده، ځکه چې موږ څولسیزې له همدغه رنځه کړېدلي یو او بیا مو هم په هیڅ قیمت په کرار نه پرېږدي نو ځکه خو وړاندیز کوم چې دغه فرصت د نورو پخوانیو تاریخي فرصتونو په شان له لاسه ونه وځي او ضایع نه شي، افغان چارواکي که د ملت او تاریخ په اړه یو څه د مسوولیت احساس کوي او ځان د تاریخ له ملامتي خلاصوي باید په هیڅ قیمت د ډېورنډکرښې هغې غاړې پښتنو له ملاتړه نه یوازې دا چې لاس وانخلي بلکې دا خپل دین او فرض وګڼي.        

57 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *