Categories

اعلان

Loading…

نوی تعلیمي نصاب، نوې ستونزې او د چارواکو دریځ

پوهندوی آصف بهاند 

په هیواد کې روان ناورین ته په کتو سره مې، خپلو خلکو ته او خپل وطن ته ډیر زړه خوږیږي او له ټولو نه ډیر مې بیا د خپل وطن نوي نسل ته زړه د کبابیدو تر بریده سوزي. له هرې خوايې چې گورې ناخوالې دي او که د ښیگڼې له پاره چیرې یو نظر وړاندې کوې او یا څه لیکې او یا څه وايې، نو په سلگونو بد نومونه درپسې سنجاق کوي، تندی او کوناټی دې له ټاپو ډکوي.

زه (آصف بهاند) له پنځه دیرش کلونو راپه دې خوا د کوچنیانو د ژوند، ادبیاتو او تعلیم د څرنگوالي په باب قلم چلوم او په دې برخه کې مې کتابونه او گـڼشمیر مقالې لیکلې او خپرې کړي دي، د درسي کتابونه د لیکلو مخینه هم لرم؛ خو د نوي تعلیمي نصاب په باب تر اوسه هیڅ چا او هیڅ مرجع نه راسره مشوره کړې ده او نه یې لکه د چا خبره زما صفحه اړولې ده.

یو ځل د نوي تعلیمي نصاب د جوړولو او د نویو درسي کتابونو د لیکلو له پاره د افغانستان د ښوونې او روزنې وزارت په استازولۍ یوې میرمنې تیلیفون را ته کړی و، په دریم ځل تیلیفون کې یې وروستۍ پوښتنه داسې را نه وکړه:

«دغلته په ډنمارک کې څه مصروفیت لرې، څه کار کوې؟»

ما هم لکه کلک راستگو ور ته وویل چې:

زه په ادبیاتو کې د «M A» ډگري لرم، دولس کاله مې په پوهنتون کې تدریس کړی او… خو دلته زما زدکړې او زما تجربه ما سره مرسته نه ده کړې او څنگه چې د سوال پیسو ته مې مخ نه اوړي لکه د چا خبره د سوسیال خوړلو بوج وړای نه شمه؛ مجبوراً فزیکي کار کوم، زه لکه د نازکخیال شاعر، خاطر اپریدي په شان بڼوالي کوم، کبلې ریبم، د ونو او گلانو څانگې غوڅوم.

د دې خبرو په اوریدلو سره هغه میرمن داسې لاړه چې تر نن پورې یې درک را مالوم نه شو او ما ځان ته په دې قناعت ورکړ:

اوس یې څنگه کوې؟

لکه چې آغلې د کابل ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ د یو عادي کارکونکي خیال  درباندې وکړ.

کله چې د همدغه بورد له لوري درسي نصاب بشپړ، چاپ او خپور شو، داسې بیشمیره تیروتنې په کې وې چې هیڅ ډول توجې کیدای نه شي او کیدای شي ووایم چې د نه بښلو وړ دی.

بیا کله چې د همدې نوی نصاب کتابونه د ښوونې روزنې وزارت په ویبسایت کې آنلاین کړای شول، ما له لومړي ټولگي نیولې، بیا تر دولسم ټولگي پورې، پښتو او دري دواړه برخې، له لینکونو سره کاپي او له خان سره خوندي کړل.

د هر ټولگي د مضامینو لست مې له نظره تیر کړ. ځینې مضامین چې زما له مسلک سره تړاو درلود، خلاص مې کړل او ټول کتابونه مې ولوستل، او ځینې مضامین چې ما ته په زړه پورې وو، هغه مې هم ولیدل. د هر صنف نصاب دومره په عقیدتي رنگ رنگول شوی دی چې که زده کونکي افراطي او ځانمرگي هم نه وي، له دې عقیدتي رنگونو سره به په آسانۍ د افراطیونو لیکو ته منډې وروهي.

زه کولای شم چې د هر ټولگي، د هر مضمون د چاپ شوو کتابونو په تیروتنو باندې جلا، جلا مقالې ولیکم، د حللارې وښیم او مسؤلینو ته نوي وړاندیزونه مخکې کیږدم، خو…

بیخي تازه او نوی نصاب مې هم تر لاسه کړ، دواړه برخې (درې او پښتو) مې کاپي کړې اوس هم راسره خوندي دي او کیدای شي ډیرې خبرې او لیکنې پرې وشي؛ خو دا لیکنې به څوک ولولي، څوک به یې واوري او څوک به یې عملي کړي؟

زه به دلته د تعلیمي نصاب د اصلاح په باب د یوه زړسواندي قلموال ډیره نوې، ډیره خوږه او ډیره ترخه خاطره تاسو درنو لوستونکو سره شریکه کړم، دا هم د تعلیمي نصاب د تصحیح په برخه کې د یو فرهنگي دوست یوه خوږه، ترخه او ډانگـپـیلې خاطره:  

«دوه ـ درې کالونه پخوا د پوهنې وزارت د خپرونو رييس ښاغلي کبير حقمل را څخه غوښتنه وکړه چې د پوهنې د نصاب د کتابونو په بياکتنه کې مرسته وکړم.‌ که څه هم له هېواد څخه د باندې وم خو بیا مې هم ژمنه وکړه چې څه مې په وس پوره وي وبه يې نه درېغوم. افغانستان ته له رسېدو سره سم د پوهنې وزارت د نصاب د بياکتنې د څانګې له خوا راته ټليفون وشو.‌ وزارت ته يې وروبللم.

په ټاکلي وخت ورغلم. د لويې کوټې په يوه کونج کې ډاکتر يوسف نيازی د يوه غټ مېز شاته ناست و. په ډېر احترام يې راسره روغبړ او په څېرمه څوکۍ يې د ناستې ست وکړ. ګڼ خلک تلل راتلل او د نصاب کتابونه يې وړل او راوړل. څو شېبې وروسته يې ما ته مخ راواړاوه:

ـ‌ تاسو څنګه راغلي يې؟

ـ له همدې دفتر څخه راته ټليفون شوی و. را څخه غوښتل شوي ول چې دلته راشم او له تاسو سره د ښوونځيو د پوهنيز نصاب د بياکتنې په برخه کې مرسته وکړم.

ـ که ځان راوپېژنئ

حيران شوم، همدوی په همدې ټاکلي وخت راغوښتی يم خو بيا مې هم نه مې پېژني. له ځان سره مې ووې،

ګڼه‌ګوڼه ډېره ده، کار ډېر دی،‌ کېدای شي څه تېروتنه به شوې وي.

ـ نوم مې عبدالحميد بهيج دی، ليکوال يم.

ـ ښه ډېر ښه، تاسو له کوم پوهنځي څخه فارغ يئ؟

له دې پوښتنې سره مې ځان کنټرول نشوای کړای.

ـ عجيبه ده، تاسو راغوښتی يم، تاسو پرېکړه کړې چې زه بايد د ښوونځيو د پوهنيز نصاب په بياکتنه کې درسره مرسته وکړم.‌ مګر تاسو زما په اړه دومره مالومات نلرئ چې زه څه کاره يم او په کومه برخه کې درسره مرسته کولای شم؟

ـ وبښه دلته ډېر خلک، ليکوالان، استادان او نور راځي چې مرسته وکړي نو په دې کې څه بدي ده چې ستاسو د زدکړې او وړتياوو په اړه پوښتنې وکړم؟

ـ هېڅ بدي نشته خو زه په خپله نه يم راغلی، تاسو راغوښتی يم، د راتلن لپاره مو وخت راته ټاکلی و. کله چې تاسو زما په اړه هېڅ‌ مالومات نلرئ د څه شي له مخې مو راوبللم؟

ـ ګومان کوم چې څه تېروتنه شوې، تاسو ډېر وبښئ. ځه خير تاسو په کومه برخه کې له موږ سره همکاري کولای شئ؟

ـ هره برخه کې چې تاسو ورته اړتيا لرئ، ما طب لوستلی دی خو د ژبې او هنر په برخه کې څه ناڅه تجربه او مالومات لرم.

ـ که دې خوښه وي تاسو ته به د ۹ او ۱۱ ټولګي بيالوژي درکړو.

ـ سمه ده خو دا راته ووايئ چې زه پکې د کومو معيارونو له مخې څه ډول سمونې وکړم؟

ـ‌ معيارونه خو نشته، هر څه چې تاسو ته مناسب ښکاري، هماغه وړانديز کړئ. زموږ کتونکی پلاوی به يې وارزوي، که يې وړ وبولي په پام کې به يې ونيسي.

ـ نو دا کتابونه خو ستاسو کتونکي پلاوي يو ځل کتلي دي. د هغوی له نظره خو سم دي ځکه يې چاپ کړي دي. که ستاسو کتونکي پلاوي خپل کار سم ترسره کولای شوای بيا کتنې ته يې څه اړتيا وه؟

ـ اوس خو همدا اصول دي. ټول استادان راسره په همدې ډول همکاري کوي.

ـ ښه سمه ده. زه به کتابونه ولولم او خپل وړانديزونه به هم وليکم. مګر دا راته ووايه چې څه وخت يې درته راوړم؟

ـ هر وخت دې چې زړه وي.

ـ يانې تاسو ورته ټاکلی وخت نلرئ؟

ـ نه، هر وخت مو چې ولوستل راوړلای يې شئ.

ـ نو بښنه غواړم، ګومان نه کوم چې په داسې ځای کې چې هلته معيار نه وي او د چارو د ترسراوي لپاره ټاکلی وخت په پام کې نيول شوی نه وي زه دې همکاري وکړای شم. په هر صورت دا دواړه کتابونه به راسره واخلم وګورم چې څه کولای شم.

ډېر خوابدی او خواشينی راستون شوم. په هماغه بېګا مې ښاغلی حقمل ته ټوله کيسه وکړله. هغه هم ډېر خوابدی شو. د ټول وزارت په استازيتوب يې بښنه وغوښتله.

نن مې د نوي او سم شوي نصاب د پينځم ټولګي د “حسن‌ِ خط” کتاب وليد. ډېر يې خپه کړم. په ټوله مانا مې د خپل هېواد په ماشومانو زړه وسوزېد.»

ما باندې هم دا پاسنۍ کیسه تیره شوې ده، خو په لږ توپیر سره. د ۱۳۹۶ ام کال په حمل کې مې په کابل کې یو فرهنگي دوست هیله را نه وکړه چې د معارف وزارت یو لوړ پوړی چارواکی غواړي درسره وگوري، هغه د ډیرو کاري مصروفیتونو په وجه نه شي کولای چې بل چیرې دې وگوري، هیله داسې ده چې ته به، معارف وزارت ته، د ده د کار دفتر ته ورځې. ما ومنله او د چارواکي له لوري په ټاکلي وخت ورغلم. سکرتر یې پرته له دې چې پاس وگوري، راته وویل:

ــ څه غواړې؟

ــ ښاغلي راغوښتی یم.

ــ هغه وخت نه لري.

ــ زه ده خپله په همدغو بجو او ساعت راغوښتی یم او…

ــ هغه په مجلس کې ناست دی.

ته کینه، انتظار وباسه!

زه هم څو شیبې کیناستم، خو ښاغلی رامالوم نه شو، له ځان سره مې وویل چې سړی به مصروف وي، وعده به یې هیره وي، ځه په خپل کار پسې دې. له وزارت نه په وتو وم چې په دهلیز کې په مخه راغی. بیرته یې دفتر ته بوتلم او په ډیر حق په جانبه لهجه یې راته کړل چې مصرف وم.

دې ښاغلي ته زما د زدکړو او کاري تجربې کچه مالومه وه او زما د لیکنو په باب یې هم پوره مالومات درلود. ورسره کیناستم، راته وې ویل:

موږ غواړو درسي نصاب ته نوې کتنه وکړو، ته له موږ سره مرسته وکړه او…»

ما هم د زړه له کومې او په مینې سره د مرستې وعده ورسره وکړه او ورته و مې ویل:

ــ کله، چیرې او څنگه مرسته؟

ــ ده قلم، کاغذ را واخیستل، زما ایمیل او تیلیفون یې یادداشت کړل او وې ویل چې بیا غږ درباندې کوم. دا دی یو کال نه لږ ډیر وخت اوښتی، خو ښاغلي تر اوسه غږ نه دی کړی. 

زما له نظره تر څو چې د یوې ټولنې نوی نسل، په نوې او عصري بڼه ونه روزل شي، د هغې ټولنې او هغو خلکو ژوند به همداسې وي لکه زموږ د ټولنې او خلکو روان ژوند.

نوره مو خوښه!

ښايي زه به تیروتی یم.

56 total views, 1 views today

1 comment

  1. ع شريف زادcvvbbb Reply

    سلام
    ترخوجي زمونز دتولني تعليمي نصاب ، كميت أو كيفيت يدلون ونه مومي به هيخ برخه كي برمختك امكان نه لري
    تعليمي نصاب ، معيار أو د استاداتو غلمىً كجه دتعايم أو زده كروً هغه برخي دي جي هيخ دول لافي أو هو سي إحساسات نه مني
    تعليم بايد د مسابقي أو سيالي له لأري بيلوري شي أو يا د تستونو به نصاب شاكردان وبيزندل شي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *