Categories

اعلان

Loading…

په افغان سوله کې دچین رول | غفوراحمد جاوید

تیره اونۍ دافغانستان دملي امنیت شورا سلاکار چین ته په یو رسمي سفر تللې وو چې موخه یې دافغانستان دسولي او ثبات لپاره دسیمه ایزي اجماع پياوړي کول او همدارنګه له افغانستان سره د یاد هېواد مرستې په اقتصادي، سیاسي، نظامي او در ترویزم برخه کې یادي شوي دي، داچې چین څومره کولې شي دافغانستان دسولي پروسه کې مهم رول ولوبوي غواړم دلته پری لنډ بحث وکړم .

لومړی داچې اوسمهال تروریزم د ټولو په وړاندي ګډ ګواښ دی او دا ګوښ ورځ تر بلې پراخیږی او دافغانستان ګاونډي هېوادونه تر ټول زیات له دی ګواښ سره مخ دی چې له دي جملې څخه یو چین هم دی ، ځکه دا هېواد دافغانستان سره ګډه پوله لري او تر ټولو زیات دافغانستان دبي ثباتۍ څخه نا امنه کیدلي شي ځکه همداوس دشرقي ترکستان بیلتون غوښتونکې غورځنګ چې طالبان یې ملاتړي دي دچین خلاف جګړه کوې او فکر یې دچین څخه دازادۍ اخستل دي چې دا مسله کولې شي په راتلونکې کې چین ته لوی سر دردی جوړ کړی نو له همدي امله چېن باید دافغانستان په سوله کې رول ولوبوي له یوي خوا باید په پاکستان باندي فشارونه زیات کړي ځکه پاکستان دطالبانو حامي او ملاتړی هېواد دی او له بله پلوه دتروریزم ضد مبارزه کې له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته هغه څه دی چې دچین رول ته ځانګړی اهمیت ورکولې شي خو ترټولو مهمه یې په پاکستان فشار راوړل دي ځکه چین له پاکستان سره ستراتیژیکه ملګرتیا لري او دپاکستان اقتصاد او په ځانګړې ډول دپانګونې برخه په چین ولاړه ده او یاد هېواد کولې شي پاکستان باندی زیات اغیز ولري .

دوهمه مهمه مسله دا ده چې چین دشانګهای سازمان دبنسټګرو څخه دی او شانګهای سازمان کې روسیه او ایران هم غړیتوب لري چې په دی برخه کې دچین رول زیات موثر دی په ځانګړي ډول دروسیې سره دچین اقتصادي اړیکې راکړه ورکړه هغه څه دي چې دځانګړې اهمیت څخه برخمن دي نو دا یو ترټولو مهم بله برخه ده چې چین کولې شي دافغانستان دسولي لپاره په سیمه ایزه اجماع رامنځ ته کولو کې مهم رول ولوبوي ترڅو له دی لاري دافغانستان دسولي او ثبات لپاره موثره تمامه شي ځکه اوس تر هرڅه وړاندي دافغانستان دسولي او ثبات لپاره سیمه ایزي اجماع اړتیا زیاته ده اودا چین کولې شي چې په یادو هېوادونو دفشار راوړلو اوسیاسي ډیالوګ له لاري دا ستونزه تر یو بریده پوري حل کړي او په دي برخه کې ښې لاسته راوړنې ولرو .

خو ددي ترڅنګ چین په نړیواله کچه هم کولې شي په افغان سوله کې مهم رول ولوبوي ځکه دا هېواد د ملګرو ملتونو دامنیت شورا غړی هېواد  دی او یاد هېواد کولې شي دملګرو ملتونو دامنیت شورا په چوکاټ کې دافغانستان دسولي او ثبات لپاره پراخ لابینګ وکړي اوله دی لاري څخه هم کولې شي دافغانستان دسولي او ثبات سره مرسته وکړې او تاثیر یې هم په خپل ځای دی ځکه چین اوس دنړۍ یو پیاوړي دوهم اقتصادي هېواد دی او له زیاتو هېوادونو سره په اقتصادي راکړه ورکړه کې شریک دی چې دا شراکت یې کولې شي په اړونده هېوادونو باندي ښه تاثیرات ولري او له دی لاري څخه دافغانستان دسولي او ثبات لپاره کار واخلې .

پورته یادو ټکو ته په کتلو سره ویلې شو چې چین کولي شي  دافغانستان په سوله او ثبات کې مثبت رول ولوبوي او باید یې هم ولوبوي ځکه په راتلونکې کې چين هم له ورته ستونزو سره مخ کیدلي شي لکه دنشه یې توکو قاچاق ، تروریستي ډلو زیاتوالي او همدارنګه ددوۍ دپانګونې په وړاندي خنډونه هغه څه دي چې دچین ملي امنیت ګواښلي شي او ددي دحل لپاره یوازینۍ لار دافغانستان دسولي او ثبات سره مرسته کول او په دی برخه کې عملې اقدامات دي کنه داسي ونشي نو ښکاره خبره ده چې تروریزم او نشه یې توکو کاروباریان پولي نه پیژني او دا بیا په اصل کې د ټولو دامنیت لپاره ګواښ وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *