Categories

اعلان

Loading…

انسان؛ جامع الکمالات! | نجيب احمد عزيزي

لومړی د انسان پېژندنه تر ټولو مهمه ده چې پخپله انسان له لويي او تکبر سره د تل لپاره خدای په اماني و کړي، الله «ج» فرمايي؛ «وَخُلِقَ الانسَانُ ضَعِفاً» (النساء ۲۸)

ژباړه؛ انسان کمزوری پیدا شوی دی.

یانې د جسم له لحاظه کمزوری دی، پنځه لېټره وینه يو څو هډوکي او لږ غوښه ده، خو بیا انسان د نورو مخلوقاتو په نسبت ډېر لوی دی، د ځمکي پر مخ غوره دی، ځکه زیات مسوولیت چې ور له غاړې دی د انسان هغه قوې هم په قران‌کریم کې ذکر شوې دي چې هغه کار ترې واخلي. څو ځایه راغلي دي «أفَلاتُبْصِرُونَ»، «أفَلایَعْقِلُونَ»، «أفَلاتَعْقِلُونَ»، اوس دلته د انسان ډېری اعلی قواوو ته اشاره شوې چې و يې کاروي، ناهیلی نه‌شي، د تفکیک او اختیار واک يې هم ده ته ورکړی دی چې پر کومه لاره ځي؟ څنګه ځي؟ په څه شي ولاړشي…؟

په دې کې یوازې د الله «ج» حکمت و قدرت مالومېږي چې انسان څومره کمزوری دی، څومره زورور! کمزورتیا يې دا مانا چې له لږو څاڅکو یې ماده و هیکل جوړ دی او څومره نادره جسم دی او  زورورتیا یې په دې کې ده چې د پوهې و تفکیک قوه پکې موجوده ده. یانې؛ «عَلّمَ الانْسَانَ ماَلَمْ یَعْلَمْ» (العلق ۵)

ژباړه؛ انسان له هغه څه برخمن شو چې نه پرې پوهېده.

د انسان د پوهې وروستۍ نېټه هم نه ده مالومه چې تر هغې پوره کېدو بیا څه نه پکې ځايېږي، بر عکس دا لا هم شته چې له زانګو ور شروع تر قبره پورې دوام کوي او فرض هم دی. اوس د علمیت او پوهې پېژندل د ځینو لپاره ابهام دی، اکثره کسان لوست و کتابت علم بولي او له دې وروسته څه شی په علم نه ور ګډوي.

خو انسان د فکر څښتن دی، ډېر شیان ویني، درک کولای شي، عقل تر ټولو د یادولو وړ دی. دا دوه څيزونه که څه هم له لوست و کتابته بغیر ممکن دي، خو د دې د پرورش  لپاره لوست ته ډېره اړتیا ده، ځکه دا شی د بحث، لیکلو، یادولو، مشاهدې او پرتلې وس راکوي او ټولنې ته مو روغ را باسي، کله چې څوک علمیت ته لمن وغوړوي «سمدستې هغه کامیاب دی» نور نو د فرد و ټولنې ستونزه حل ده.

انسان د جسم او شرافت له رویه لوی نه دی، بلکې فکر، عقل، اخلاقو، هوښیاري او دینداري اعلی درجه ورکړې ده.

انسان ته ښايي چې خپلو شته قوو ته توجه ولري، زمانې او ځان ته بدلون ورکړي، هغه و روزي، له ډېرو پېچلو مسايلو سره يې عادت کړي، غټې پنځونې او اکتشافات پرې وکړي. ځان له صبر، قناعت او خوښي سره عیار کړي، د دې تر څنګ کوم انقلابونه چې يې پر وړاندې تېر شوي او را روان دي، له هغو څخه په هر حال یو څه زده کړي، یانې ژوند!

سمندر سترګي نه لري، لاسونه یې نه‌شته، پښې یې نه مالومېږي، خو حرکت او مسیر لري، کله چې موږ د ځان واګې له لاسه ور کړو پخپله یو ګام پر مخ نه‌شو اخیستلای، ممکن حال مو د اوبو غوندې تيت پرک وي او زمانه مو له ځان سره په پټو سترګو یوسي، لوبې راباندې وکړي.

د انسان پوهاوی تر ټولو مهم دی چې د تجربې له لارې یو څه زده کړي… دا لومړی شی دی چې پوهې ته پراختیا ورکوي او انسان را بولي چې د فرعو لاره ونیسي او اصل ته ځان ورسوي، درس زده کړي، له صفره تر لایتناهي پورې الف- ب ترکیب او تصدیقه ور ورسوي. اولنۍ مرحلې که سمې طی کړو لویو لویو مسايلو ته اسانه ورتلای شو.

انسان د سترو کمالاتو څښتن او پنځوونکی دی، خو د شر باعث هم بېرته انسان کېدای دی. دلته خبره حقیقت ته رسېږي چې ولې جنت و دوزخ شته؟ د انسان باطن او ډېری خواهشات پر دې ګواهي ورکوي چې ځان جسماً له دنیا سره عیار کړي، ډېره برخه چې باطن او عقاید دي هغه په تلپاتې جهان پورې وتړي، دغسې کسان چې د دین اړخ یې کلک نیولی او ژوند په هغسې چارو تېر کړي جنت ته یې ورسوي، یوه پټه خوښي هم ورسره وي! د ژوند له سختیو سره يې جنت و دوزخ په یاد وي، په صبر مبارزه کوي.

تاسي دا رنګه کسان څنګه بولئ؟ بشري تاریخ ددوی په هکله څه ساتلي دي؟ حتماً کامیاب.

په اوسنۍ ماشیني زمانه کې انسان هوسا کېږي او شوی، تمدن ته راغلی دی، د ده کمال او پنځونې پاتې دي، خو معنویاتو «عقایدو» يې بدلون کړی، دویم اړخ چې په هر څومره مادي هوسا نړۍ کې و اوسېږي له معنوي جهان سره باید تړلی پاتې شي، ځکه مرګ له هغه سره د توصل یوه وسېله ده.

اوس دې  نتېجې ته رسېږو چې خپلې ځاني او درونې ښې و بدې قوې وپېژنو. لومړی بې‌کاره او له دوزخ سره تړل شوې غریزه نفس اماره دی چې انسان په دې نیمګړې نړۍ ور مستوي او ټولې شیطاني کړنې تر سره کوي، مثلاً هغه کسان چې شهواني و خودي غریزې په منګول کې نيولې وي، ټولنې او ځان ته خیر نه‌شي رسولای، اصلي موخه دا ده چې انسان توبېخاً وپلټل بیا وپېژندل شي، هلته به بیا دی ښه وبلل شي چې پر ځان حاکمیت لري او له چاپېریال سره تعادلي و تعمیري قوې په کار واچوي او په نړۍ کې ځان ته ځای ومومي.

ځينې وخت پر انسان د لاشعور لمبه را بله شي او د خطر سبب ګرځي، په لاشعور کې مخکې تېرې شوې ځپل شوې جنسي پېښې را ټولې دي، د کرکې عوامل هم له دې ځایه را ولاړېږي، دا چارې په اماره نفس پسې غوټه دي، دا شی ټولنې ته سخته ضربه هم ور کولای شي، څوک چې پر ځان غلبه لري هغه کس بریالی دی.

دنیا نیمګړې او ورو ورو ختمېدونکې ده، ټولې اړتیاوې نه پکې پوره کېږي، د ابتلا او ازموینې ډګر دی، تکړه به هغه څوک وي چې له هرې پېښي سره يې مناسب غبرګون وکړ، مثلاً پرېشاني، بېوزلي، یوازېتوب، جګړه، لوږه، ناروغي او خوښي دا د ژوند انقلابونه دي او هر انسان ورسره مخ کېږي؛ نو که یو انسان ښه عقیده و نه لري، له دې چارو سره به مبارزه هم و نه‌شي کړای.

دین د انسان یوه طبيعي غوښتنه ده، که یې و نه لري له کږلېچو به تېر نه‌شي. مثلاً ډېری ارواپوهان او اکثره دينپوهان جنسي غريزه د کامیابي او ناکامي لامل بولي، دوی وايي چې څوک برلاسي پرې ولري، د دنیا ژوند به يې روغ وي او په اخیرت کې به هم له سزا بچ شي، البته ځینې په نیمه کنټرول یا توبه و ګناه اخته دي.

د انسانیت و فطرت غوښتنه دا ده چې د ارادې د ځواک څښتن کولای شي پر ځینو نه؛ بلکې پر ډېرو غریزو واک ولري، د عقل پاچاهي پرې وکړي او دومره کمزوری نه‌شي چې ځان پکې تېر باسي، له احساساتو سره ظلم وکړي، خو داسې کسان هم شته چې خپله عقیده يې روغه ساتلې، زمانې نه وي رژولي، هماغسي روغ  وتلي او مکان یې درک کړی وي.

د انسان لپاره ټولنې ته نږدېوالی ډېر ضرور دی او داسې چاپېريال ډېر اړین دی چې ځينې غریزې سمې پکې مشبوع شي او په ټولنه کې خپلو پټو استعدادونو ته انکشاف ورکړل شي، له عقلاني چارو سره ځان راوباسي او دا به یې تر ټولو غټ کمال شي.

128 total views, 3 views today

1 comment

  1. محمدانور انوري Reply

    خوندوره لیکنه وه، همداسې مو قلم روان اوسه!
    خو یوه خبره چې تاسو کوئ چې انسان د جسم او شرافت له رویه لوی نه دی. وروسته بیا لیکئ؛ بلکې عقل، فکر، اخلاقو، هوښيارۍ او دیندارۍ اعلی درجه ورکړې.
    دلته دوې خبري کیږي لومړی دا چې ایا عقل، فکر، اخلاق، هوښياري او دینداري خپله شرافت نه دی؟ که وي بیا مو خبره کې تناقص موجود دی. دوهم که چیري یاد شیان شرافت نه وي، نو بیا ستاسو په نظر شرافت څه شی دی؟

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *