Categories

اعلان

Loading…

د ادبي دورو لنډه تحلیلي پېژندنه | سیداصغر هاشمي

د ادبي دورو ټاکنه  پښتو ژبې کې کړکېچنه موضوع ده، چې د دورو د ټاکلولپاره درېيمې دورې ډېرو څېړونکيو، ليکوالانو، عالمانو او مؤرخينو د خپل نظر اړوند نيلۍ غزولي دي.

چې په عام ډول  د ځوانانو او په خاص ډول د محصلينو نه يې لاره ورکه کړې ده، خو د نړۍ د ډېرو ژبو دا حال دى.

په ټولې نړۍ کې ادب تاريخونه ليکل شوي دي او موږ هم  د خپلې ژبې د ادبياتو يو څو ادب تاريخونه په يو يا بل شکل ليکلي دي او نور به هم پسې وليکو؟ خو د کره ادب تاريخ ليکلو لپاره يو ځانګړي ميتود ته ضرورت دى.

د يوې خبرې ښکاره کول ضروري دي، چې په ډېرو ژبو کې بالخصوص پښتو ژبه کې د ادب  تاريخ او ادبياتو تاريخ په يوه معنا کارول شوي دي، چې په دې وروستيو کې (ادبي تاريخ) اصطلاح هم کارول کېږي. (۱)

د (ادبياتو تاريخ) نوم يوڅه ستونزه پيدا کوي، هغه دا چې ځينې کسان يا ځينو څېړونکیو په خپل ادب تاريخونو کې د تاريخ، ژبپوهنې، دينيات، حکمت او نور متداوله علوم په ادبياتوکې شامل کړي دي، نو دا چې په ادب تاريخونوکې يوازې هنري ادبيات مطالعه کوو، نو د ادبياتو تاريخ پرځاى د ادب تاريخ نوم به ښه وي.

ختيز او لوېديز پوهانو هم د ادبياتو تاريخ پر ځاى د ادب تاريخ نوم غوره کړى دى، چې (توماس اورتون او کودخون) هم له هغې جملې ځينې دي.

ادب تاريخ چې د (ادب او تاريخ) له دوو کلمو نه جوړه شوې ده، هره کلمه  يې تشريح کوم، چې د ادب تاريخ د پېژندلو لپاره موږ او تاسې ته لاره هواره کړي. ( ۲)

د ادب تعريف پوهانو په مختلف ډول کړى دى:

ادبيات د افکارو، نظرياتو او عقايدو د اظهار او بيان قالب او وسيله ده، هر ادبي اثر بايد د لفظ او معنا له حيثه وکتل شي، څرنګه چې خبره همداسې ده، نو کله چې موږ کوم ادبي اثر ته قيمت او ارزښت ورکوو او په نورو يې غوره بولو دا په هغه صورت کې کېداى شي، چې اثر هم د اظهار  او هم د تفکر هنر ولري، يعنې هم يې لفظ د هنر او فصاحت نه ډک وي او هم معنوي هنر ولري او لوړ فکر په کې ځغلېدلى وي، که کوم اثر او مضمون د معنا او مفکورې له حيثه عالي وي، خو الفاظ يې نارسېدلي وي، د ستاينې او افرين وړ نه دى او بالعکس که د کوم اثر او مضمون الفاظ خواږه او په محاورې برابر وي، خو فکر په کې مترقي او عالي نه وي، نو داسې اثر ته هم قيمت نه شو ورکولاى او نه د ستاينې وړ دى.

سپنسر وايي: کله چې دنيا فوق العاده حد ته ورسېږي، هغه ادب دى.

نيومن وايي: موږ تل په خبرو سره خپل افکار او خيالات که وليکو، نو ادبيات  ځينې جوړېږي.

بلوم فليډ وايي: هرهغه ممتازه ویناتحريري وي که شفاهي ادب بلل کېږي.

ارسطو وايي: ادب خارجي صداقت بيانوي، بلکې داخلي رښتياوالى ښيي، شيان نه ښيي، بلکې خيالات تصويروي.

د ايرلنډ مشهور شاعر( ټيس) وايي: په ادب کې ژبه تش د ژبې په حيث په کار نه ده، بلکې د يولطيف فن په رنګ بايد استعمال شي، نو هغه لطيف فن چې د ژبې  په ذريعه ښکاره کېږي ادب يې بولي.  ( ۳)

د ادب په باره کې ډېرې خبرې شوي دي او عالمانو رنګا رنګ نظريات وړاندې کړي دي.

خو د ادب په پېژندنې کې هنريت مهم توکى دى او بايد په ادب او هنر کې هنريت او شعريت موجود وي.

لوى روسي قاموس د ادبياتو تعريف داسې کړى دى: د يو ملت ټولو علمي، بديعي او فلسفي اثارو ته ادبيات ويل کېږي، هر هغه څه ته ادبيات ويل کېږي، چې په هنر او ژبې سره ښايسته شوى وي او هم د يوې ژبې ټولو چاپې اثارو ته ادبيات ويل کېږي، لکه: سياسي ادبيات، اجتماعي ادبيات، تاريخي ادبيات او داسې نور… دي.

پورته تعريف  ادب ډېر عام ښودلى دى او دغه خبره اوس څوک نه مني او ادبيات يوازې د يوې ژبې په هنري او بديعي  اثارو پورې منحصر دی.

اکاډمېسین ډاکټر جاويد د ادب په اړه وايي:  درباره ماده و اهل لفظ ادب به معنى اکتسابی حق بيان عقايد، افکار و عواطف وګريز از خطا و خلل در کلام و هم بمفهوم طبيعی  ان اعنى رياضت نفس، نګهداری حد، ظرافت و زيبايست.

د ادب په اړه هنريت ضروري توکى دى اوس به د تاريخ پر کلمې لنډ بحث وکړم.

د (تاريخ) کلمه د ليکلي ثبت په محدوده معنا استعمالېده، اوس يې افاده ډېره پراخه شوې ده، دا لفظ يوه زمانه د هغو پېښو د ريکارډ په مفهوم استعمالېده، چې د کتبي مدارکو او وثايقو  له مخې څخه جوړېده، خو اوس د بشري ژوند د هغې ټولنيزې پروسې محتوا افاده کوي، چې د زمان په اوږدو کې يې د خپل انکشاف په سلسله کې د کمې او کيفي اوښتون له مخې يوه مجتمع منځ ته راوړې وي، په دې اساس نو تر ليک د مخه د انساني ژوند هغه محتوا چې په خوا خلکو د ما قبل التاريخ  په نامه يادوه،اوس هغه په خپله د بشري تاريخ يوه ستره برخه ګڼل کېږي، هغه پوهنه چې د تيوريکي مقولاتو، مدارکو، وثايقو او منابعو څخه لاس ته راځي، يوه تاريخي پوهنه ده.

اکاډمېسین ډاکټرجاويدد تاريخ په اړه وايي: (تاريخ در اصطلاح عبارتست از مجموعه حوادث و وقايع ګذشته، حرکات انسانی در زمان و مکان و چګونګی پيوستګی او باجهان اشياه با بحث در اوضاع اجتماعی، سياسی و ادبی وکيفيت ظهور و ارتباط رويداد ها وپيش امدها بايکديګر حفظ روابط علت و معلول مقدمات  نتايج وثمر انها بمنظور تحقق انتظارهاى انسان براى بودن درجهان.)( ۴)

د تاريخ د کلمې په اړه په همدې معلوماتو بسنه کوم، د تاريخ په اوږدو او پوړيو کې د هنري ادبياتو  مطالعه د ادب تاريخ دنده او وظیفه ده يا ادب تاريخ هغه پوهنه ده، چې د هنري ادبياتو پيدايښت او ودې پروسه د تاريخي شرايطو سره د ارتباط په ترڅ کې څېړي.

پښتو ادب تاريخونو او نورو ادبي کتابونو کې ځينې داسې پېژندنې د ادب تاريخ په اړه شوي دي، چې د ادب تاريخ تر تعريف لاندې نه شي راتلای، د ادبي تيوريو د څېړنې په ترڅ  کې  ادب تاريخ هم مطالعه کوو.

ادب تاريخ هم د تاريخ پوهنې يوه علمي څانګه ده او د بديعي ادبياتو د مسلسل انکشاف زده کړې ته وقف ده او دايې وظيفه ده. ادب تاريخ تقريباً د شفاهي (فلکوريک) ادب نه راپيل او زموږ تر وخت ادبياتو د معرفۍ پورې رارسېږي، د پښتود ادبياتو تاريخ د جلا جلا ليکوالو ادبيات او د دوى ستر اثار د مطالعې لاندې نيسي او هغه په ميتوريک ډول معرفي  او تشريح کوي او انکشاف یې ښيي، خو د ادبياتو انکشاف په مجرد ډول نه څېړي، بلکې د ولس او هېواد د عمومي تاريخ د انکشاف په څنګ کې دا کار کوي.

فلکوريک ادبيات:

د هرې ژبې  ولسي، فلکوريک  او شفاهي ادبياتو تاريخ د تحريري ادبياتو څخه دمخه وي، بايد ادب تاريخ ليکونکى په خپل اثر کې دفلکلوريکو ادبياتو يادونه وکړي.

پښتو ادبياتو کې هم لاس ته راغلي تحريري ادبياتو نه مخکې شفاهي ادبيات موجود و، پښتو ژبې کې داسې لندۍ (ټپې) موجودې دي، چې د داخلي او خارجي شهارتونو له مخې دا ثابتولى شو، چې  ډېر پخوانى تاريخ لري. لکه:

يار مې هندو زه مسلمان يم

د يار لپاره درمسال جارو کومه

دا ټپه يقيناً د اسلام نه وروسته د هغې دور ده، چې کله پښتانه مسلمانان شوې وو، ولې هندوان او مسلمانان (پښتانه) په يوې ځمکې کې اوسېدل.يا:

سپوږميه سروهه راخېژه

يار مې د ګلولو کوي ګوتې رېبينه

د اريايانو په وخت کې د سوما او هوما بوټي به د سپوږمۍ رڼا ته راټولېدل او خلکو به ورنه استفاده کوله او يا داسې نورې ټپې هم شته دي.

د نړۍ د ادبياتو د تاريخونو په مطالعه کې دا حقيقت هر وخت زموږ پاملرنه جلبوي، چې هغه ادبيات پاخه او د ټولنې سره بنسټيز پيوند لري، چې په بافت کې يې د شفاهي ادبياتو څخه خميره اخښل شوي وي.

په يونان کې د هومر(ايلياد) او (اوديسه) په لاتين کې د ويرژيل (انييد) په سانسګريټ کې (کاليداس) ډرامې او په فارسي کې د فردوسي شاهنامه ټولې د هغو شفاهي کېسو څخه را ايجاد شوي دي، چې د جوړښت کار يې د ټولنې ټولو خلکو په دسته جمعې توګه سرته رسولى دى، هومر، ويرژيل، کاليداس او فردوسي دغه افسانې په خپل هنري کالب کې اچولي دي.

په دې توګه ويلاى شو، چې ادب تاريخونو کې شفاهي ادبيات د تحريري ادبياتو د مور حيثيت لري او هېڅوک نه شي کولاى چې د شفاهي ادبياتو نقش او اغېزې ته په کمه سترګه وګوري.

د پښتو ادبياتو په لرغوني دورې کې، چې هر کالب او ځېل کې تحريري ليکلنې  لاس ته راغلي دي او د کالب منځپانګه او محتوا که يې هرڅه وي، (مرثيه، ستاينه، وطن دوستي، حماسې اشعار او داسې نور) د دې تحريري لاس ته راغلي کالبونو څخه دمخه موږ داسې ولسي، فلکوريک او شفاهي ادبيات لرو، چې پورتنۍ ټولې موضوعګانې په کې ښکاره دي.

نو داسې اټکل کولاى شو، چې د تحريري ادبياتو ليکونکیو او ويونکيو د فولکلوريکو ادبياتو مطالعه درلوده او يا په ټولنې کې شفاهي ادبيات د خلکو او عوامو په خوله او زړونو کې ځاى درلود، پښتو ادبياتو لرغونې دورې کې لومړنۍ لاس ته راغلې مرثيه يا وېرنه د شيخ اسعد سوري (۴۲۵هـ ق) کال کې وه، خو داسې ټپې هم لرو، چې محتوا يې د مرثيې دي، چې تاريخ يې د اسعد سوري د لاس ته راغلې رثايه قصيدې څخه ډېر پخوانى دى.

د اروپايي ژبو په ادبياتو کې دا عنعنه هر وخت پالل شوې ده، چې شفاهي ادبيات د ادب په تاريخ کې په ډېر ارزښت سره ځايوي. د (کندوپلا) او (ژيړو وېښتانو ښاپېريو) نکلونه په انګريزي ژبو کې نه هېروي او د خلکو د اصیلو ادبياتو څخه يې بولي.

عربان د (الف ليله وليله) کيسې د خپلو ادبياتو شهکارونه بولي. زموږ له ژبو څخه د بلوچې ژبې د شفاهي ادبياتو خزانې ډېرې پياوړې دي،  په دغه ژبه کې د کلونو (دفتر) په نامه اوږده منظومه جنګنامه شته، چې د سلګونو کلونو راپه دې خوا سينه په سينه رانقل شوې ده، د دې لپاره چې دغه تاريخي وثيقه د چا هېره نه شي، په ولس کې ټاکلي خلک د يوې حرفې په توګه دا وظيفه پرځاى کوي او د دې دفتر کيسې په ياد ساتي، په مجلسونو او بانډارونو کې يې کوي، دغو خلکو ته کروندګر بلوچان د حاصل پر سر ټاکلې برخه ورکوي او مالدار بزګران په خپلو رمو کې وري او وزګړي ورکوي.

په ډېرو مواردو کې، چې شفاهي ادبيات د ټولنې په تصوير کې مرسته کوي، حتى ليکلي (تحريري) ادبيات هغو ته رسېدلاى نه شي. ( ۵)

د پورتنيو يادونو پر اساس بايد په ادب تاريخونو کې د شفاهي او فلکوريکو ادبياتو يادونې ته ځانګړې برخه ورکړل شي، ترڅو محصلين  او ټول عوام په دې پوه شي چې شفاهي ادبيات هم د تحريري ادبياتوپه ډول خاص اهميت او ارزښت لري.

ادبي دورو اختلاف:

د ادبي دورو د اختلاف مسايل د نړۍ په ډېرو ژبو کې موجود دي، چې د پښتو ژبې د ادبي دورو د ټاکلو تاريخي شاليد باندې به وروسته بحث وکړم او د اختلاف ټول موارد به يې ښکاره کړم، خو د نړۍ د څو ژبو د ادبي دورو د اختلاف ټکي دا دي:

فارسي ژبه د پښتو په شان د افغانستان رسمي ژبه ده او افغانستان په شمول د ايران او تاجکستان رسمي ژبه هم ده.

په فارسي ژبې کې ځينې تذکرو د ادب تاريخ ليکلو لپاره لاره هواره کړه، که چېرې وايو، فلانى د فلاني زوى د فلاني لمسى، هلته زېږېدلى دى او د کلام نمونه يې داده، چې ډېرو ادب تاريخونو کې داسې پېژندنې راغلې دي، چې دې ته ادبي تذکرې  ويلای شو، نه ادب تاريخ.

په فارسي ژبې کې لومړنۍ او پخوانۍ تذکره د (چهار مقاله) په نامه د نظامي عروضي ده، چې د غور شهزاده ګوهر لپاره ليکل شوې وه. چې د ادب تاريخ ليکلو لاره يې وښوده.

په فارسي ژبې کې د ادبي دورو د ټاکلو لار، طريقه  او روش ډېر ډولونه لري چې يو څو يې دا دي:

١.  د ادبي دورو ټاکل د پاچاهانو او مشرانو په نظر کې نيولو سره.

٢. د ادبي دورو ټاکل د کرونولوژي او وخت په نظر کې نيولو سره.

٣. د ادبي دورو ټاکل د ژانرونو، سبکونو او مکتبونو په نظر کې نيولو سره.

٤. د ادبي دورو ټاکل د تاريخي، سياسي او اجتماعي وضعې په بدلون سره.

٥. د ادبي دورو ټاکل د يوې عامې تاريخي وضعې په بدلون سره.

د دې ژبې نه وروسته د نړۍ بين المللي  عربي ژبې دوره بندۍ کې هم د اختلاف موارد موجود دي.

دا هغه ژبه ده چې د پښتو او فارسي او همدارنګه داسې نورې  ژبې هم ورنه متاثره دي، د ادب تاريخ ليکنې سرلاري او مؤسسين عربان دي او ادبي دوروپه اړه داسې نظريات لري:

١.  عربې ژبې د جاهليت د زمانې  شعر او ادب په دوو برخو ويشي او د دې دورې شاعران يې هم دوه تقسيمه کړي دي.

٢. ځينو بيا د جاهليت د زمانې شعر او ادب د اشخاصو د رتبې، مقام، وظيفه او په ټولنې کې د مقام په نظر کې نيولو سره تقسيم کړي دي.

٣. ځينو بيا د دې دورې د شاعرانو فصاحت او بلاغت په نظر کې نيولى دى او په ( ۳) درېيو او(۸) اتو برخو يې تقسيم کړي دي.

٤.  ځينو بيا د سبعة المعلقه په نظر کې نيولو سره دوى په اوو کسانو تقسيم کړي دي، سبعة المعلقه اووه پېچلې قصيدې وې، چې د عکاظ په بازار کې به قيمت ګذاري او کره کتنه پرې کېده، کومه قصيده چې به د وخت په نظر کې نيولوسره په معيار او تول پوره وه، د کعبې په ديوالونو اويزانول کېدې.

د دغې قصيدې خاوندان ځينو لس ښودلي دي او ځينو بيا اووه ښودلي دي، چې دا دي:

امر القیس، زهير، نابغه، اعشى، لبيد، طرفه او عمرو بن کلثوم دي.

ځينو بيا عربي شعر او ادب په لاندې ډول تقسيم کړى دى:

١.  د جاهليت زمانه.

٢. د اسلام د اوايلو زمانه.

٣. د عباسيانو زمانه.

٤. د ترکيانو زمانه.

٥. اوسنۍ زمانه.

د فارسي او عربي نه سربېره په تاريخ ادبيات جهان کې هم دا کوښښونه شوي دي، چې ادبي دورې وټاکي.

په تاريخ ادبيات جهان کې (( اندرس، تورلس، ليوي، بوته، کورش، جرمن او نورو)) په ( ١٨-١٩) مې ميلادي پېړۍ کې کار کړى دى.

ددغو پورتنيو يادونو په رڼا کې موږ طبعا دې نتيجې ته رسېږو، چې د ادبي تاريخ د دورو تصنيف يو ټاکلى او د ټولو له خوا منل شوى معيار نه لري، د مثال په ډول د انګريزي  ادب تاريخ په ليکنو کې د معيارونو شمېر تقريباً په همدې موضوع کې د کتابونو په شمېردى ياپه بله ژبه څومره چې ليکوال دي هغومره يې معيارونه دي.

په انګريزي ادبياتو کې يو معيار دادى، چې هره دوره يا عصر د يو نامتو استازي، ليکوال او اديب په نامه يادېږي. لکه: د چاسر عصر، سپنسر عصر، شکسپير عصر.

ځينې وخت ادبي دورې د پېړيو  په نوم نومول شوي دي،لکه: د پنځلسمې پېړۍ ادبيات، اتلسمې پېړۍ ادبيات او داسې نور.

ځينې وخت د مسلطو فلسفي نظريو او ادبي مکتبونو په نوم نوموي. لکه: کلاسيسیزم عصر، رومانتسيزم عصر او داسې نور.

بل معيار  د ادبي دورو د ټاکلو لپاره  دا دى، چې دورې د پاچاهانو يا د ملکو په نامه يادوي، لکه: اليزابت دوره، جاکوبين دوره، ويکتوريا دوره او داسې نور. ځينې وخت دورې د کرونولوژۍ پربنسټ نومول شوي دي.  

د ادبي دورو اختلاف په پښتو ژبې کې هم شته دى، چې وروسته به پرې بحث وکړم، خو د ادبي دورو د نوم په ټاکلو کې هم د احتياط او دقت نه کار نه دى اخيستل شوى.

ادبي دورو نوم ټاکنه:

پښتو ژبې ليکوالانو، شاعرانو، عالمانو او څېړونکیو پښتوادبي دورې دخپل نظر اړوند تقسيم کړي دي او هر يوجدا جدا نومونه ورته ورکړي دي.

چې په ډېرو ادب تاريخونو کې داسې راغلي دي: پښتو ژبې ادبي دورې د لرغونې دورې، منځنۍ دورې او معاصرې (اوسنۍ) دورې په نومونو يادېږي. يعنې ډېروادب تاريخونو او ادبي اثارو کې ورته پورته نومونه ټاکل شوي دي.

خو زماپه نظر ادبي دورو ته باید داسې نومونه  ورکړل شي، چې دايم د منلو وړ وي.

دا چې پورتنۍ دورې درې دي او يوه دوره (منځنۍ) يې په منځ کې واقع ده، نو ټولو مشرانو عالمانو او څېړونکیو دې ته د منځنۍ دورې نوم غوره کړى دى، چې په منځ کې پرته ده، که چېرې د (معاصرې) دورې نه  وروسته بله دوره پيل شي او څلورمه يا د وخت په تېرېدلو پنځمه دوره پيدا شي، نو بيا خو پورتنۍ منځنۍ دوره په منځ کې نه پاتې کېږي. چې دې ته بايد د دويمې دورې نوم ورکړل شي، يا وروستۍ دورې ته معاصره  ( اوسنۍ) دوره ويل شوې ده، که چېرې د دې نه وروسته بله دوره پيل شي هغې ته به کوم نوم ورکوو، دا چې نن په سبا او سبا په بل سبا په دې ډول کلونه تېرېږي، وخت په تېرېدو دى او زمان په خپل ځاى ولاړ نه دى او تېرېږي، نو د معاصرې نوم هم د تامل وړ دى او پورته ادبي دورو ته که چېرې لاندې نومونه ورکړل شي، ښه به وي، چې ډېرو کمو اثارو کې ورته ورکړل شوى دى. لکه:

(لرغونې) لومړۍ دوره، دويمه او درېيمه دوره ، دغه نومونه د ادبي دورو لپاره مناسب ښکاري، که چېرې د وخت په تېرېدو سره نورې ادبي دورې  پيدا کېږي،دنوم د کېښودلو ستونزه به يې نه وي.

دا چې مخکې د نړۍ د ځينو ژبو يادونه مې د ادبي دورې د ټاکلو په اړوند  وکړې او د هغو اختلافات مو وښوده، اوس به د پښتو ژبې د ادبي دورو پر تاريخي سير باندې وغږېږم.

ادبي دورود وېش تاريخي شاليد:

د نړۍ د ډېرو ژبو د دورو د وېش تاريخي پس منظر ته که نظر وکړو، اختلافات په کې ډېر ليدل کېږي او پښتو ژبې کې هم دا ډول متضاد نظرونه شته دي.

د ادبي دورو په ټاکلو کې بايد يوازې  کرونولوژي په نظر کې ونه نيسو، بلکې د منظومواو منثورواثارو، منځپانګه، شکلي جوړښت او موضوع باندې بايد فکر وکړو.

د مثال په ډول که چېرې لرغونې (لومړۍ) دوره په نظر کې ونيسو، د دې دورې نه مخکې دويمې دورې څرکونه ليدل کېږي، يعنې د لرغونې دورې پيدايښت، انکشاف او زوال نه مخکې دويمه دوره پيل شوې ده.

پښتو ژبې کې ادبي دورې په لاندې ډول مشرانو عالمانو، پوهانو، ليکوالانو او څېړونکیو ويشلي دي او د هر يوه ټاکنه د اوسني وخت او شرايطو په نظر کې نيولو سره ځينې نيمګړتياوې لري، چې په لاندې ډول دي:

لوى استاد پوهاند عبدالحى حبيبي:  پښتو ادبي دورې پر څلورو برخو ويشلي دي:

لومړۍ دوره: په لومړۍ  دورې کې دا کوښښ شوى دى، چې تر اسلام دمخه د پښتو ژبې د موجوديت او د نورو اريايي ژبو ترمنځ د پښتو ژبې موقيعت تثبيت کړي.

دويمه دوره: د اسلام له ابتدا څخه پیل کېږي او تر (١٠٠٠) هـ ق کاله پورې رارسېږي.

درېيمه دوره: درېيمه دوره له (١٠٠٠) هـ ق کاله څخه پيلېږي اوپه (١٣٠٠) هـ ق کې پاى ته رسېږي.

څلورمه دوره:  څلورمه دومره له (١٣٠٠) هـ ق کاله څخه پیل کېږي.

پوهاند صديق الله رښتين:  صديق الله رښتين پښتو ادبي دورې پر پنځو دورو ويشلي دي:

لومړۍ دوره: (١٠٠) هـ ق کال نه تر (٨٠٠) هـ ق پورې.

دويمه دوره : (٩٠٠) هـ ق کال نه تر (١١٠٠) هـ ق پورې.

درېيمه دوره: (١١٠٠)هـ ق کال نه تر (١٢٥٠) هـ ق پورې.

څلورمه دوره: (١٢٥٠) هـ ق کال نه تر (١٣٥٠) هـ ق پورې.

پنځمه دوره: (١٣٥٠) هـ ق کال نه تر اوسه پورې.

سر څېړونکی دوست شينوارى:  دوست شينواري په خپل اثر (د ادب د تيورۍ اساسونه) کې پښتو ادب تاريخ پر درېيو پړاوونو ويشلى دى:

لومړى پړاو:  په لومړي پړاو کې د (ملنډه پنهو) مذاکرې او د سره کوتل ډبرليک ته هم د پښتو پانګې په توګه نغوته شوې ده، د لومړي پړاو پيل يې له امير کروړ څخه بللى دى.

دويم پړاو: د دويم پړاو پيلامه له بايزيد روښانه بولي، دويم پړاو دا فرعي سرليکونه لري. روښاني مکتب، د رحمان بابا سبک، هندي سبک، د هوتکيانو دوره او نورې دورې.

د ادب نوى پړاو:  نوى پړاو د امير شيرعلي خان له پيره پيل بولي دا پړاو د (د انتقادي رياليزم پيدايښت) په نامه يو فرعي سرليک لري.

کانديد اکاډمېسين محمد انور نوميال:  محمد انور نوميال د ادب تاريخ دورې پر درېيو دورانونو وېشلي دي:

١.  د شفاهي ادبياتو دوران.

٢. د خوشحال د کتبي ادبياتو دوران.

٣. د معاصرو کتبي ادبياتو دوران.

په پورتني طرحه کې د (ادبي دورې) د اصطلاح پرځاى د (ادبي دوران) اصطلاح غوره شوې ده، د ارواښاد نوميال استدلال دا دى، چې نن ورځ تاريخپوهانو د دورې او دوران توپير تثبت کړى  نه دى. دوره هغه بولي، چې د يو بهير د پيدايښت انکشاف او زوال د دواړو مرحلې په کې بشپړې شوې وي او د وروستې نوې دورې څخه يې ټولې ځانګړنې توپير ولري؛ خو دوران داسې حالت ته وايي، چې د هغه په ترڅ کې  لا د يوې دورې ترمنځ تاريخي بېلوالى نه وي راغلى او يوازې په کې د نوې دورې مخکښه منځپانګه راڅرګندېږي او انکشاف يې د زړې دورې منځپانګه نفي کوي.

کانديد اکاډمېسن محمد صديق روهي: روهي صاحب د پښتو ادبي دورو په اړه دوه طرحې وړاندې کوي او وايي: چې په لومړۍ طرحه يې ټينګار نه کوم.

لومړۍ طرحه: ادبي دورې د ژانرونو له مخې پر اووه (٧) دورو ويشلې دي:

١.  لرغونې سندرې.

٢. د قصيدې دوره.

٣. د غزل دوره.

٤. د مثنوي دوره.

٥. د رباعي دوره.

٦. د روښانيانو پر پېر د مخمس، مسدس او نورو شعري ژانرونو دوره.

٧.  په شلمه (٢٠) زېږيديزې پېړۍ  کې د ازاد شعر، سپين شعر، ناول، لنډې کيسې او نورو ژانرونو د رامنځته کېدو دوره.

دويمه طرحه: کانديد اکاډمېسن ارواښاد روهي وايي: (زما پر اند پښتو ادب تاريخ پر درېيو عمده دورو ويشل کېږي.

١. پخوانۍ دوره: چې له امير کروړه پيل او تر پير روښانه پورې دوام کوي.

٢. منځنۍ دوره: چې له شپاړسمې زېږدې پېړۍ تر شلمې زېږدې پېړۍ پورې دوام کوي.

٣.  اوسنۍ دوره: چې له شلمې پېړۍ پيل او تر دې مهاله دوام کوي.

پوهنمل نورمحمد غمجن: غمجن صاحب د (افغان ياد) په کتاب کې د پښتو ادب تاريخ دورې پر څلوروبرخو ويشلي دي:

لومړۍ دوره:  لومړۍ دوره له دويمې پېړۍ څخه پيل او تر (٩٥٠) کال پورې رسېږي.

دويمه دوره: دويمه دوره له (٩٥٠) يا روښاني غورځنګ څخه پيل او تر (١٢٥٠)  کال پورې رسېږي.

نوې دوره: نوې دوره له (١٣٥٠) کال څخه پيل او تر (١٣٥٧) لمريز پورې رسېږي.

معاصر يا اوسنۍ دوره: د معاصرې دورې د پيل دوران د ثور کودتا بللې ده.

سر څېړونکى نعمت الله اندړ: څرنګه چې دلته د ادب سره د تاريخ موضوع هم راګډېږي، نن ورځ تاريخپوهان د دورې په اړه داسې نظر څرګندوي.

په يوه دوره کې د يو بهير پيدايښت، انکشاف او زوال درې واړه مرحلې او پړاونه بشپړ شوي دي او تر وروستۍ نوې دورې يې ټولې ځانګړنې توپير لري. همدارنګه تاريخپوهان دوران داسې حالت ته وايي چې د هغې په ترڅ کې لا د يوې دورې تر منځ تاريخي بېلوالى نه وي راغلى او يوازې د نوې دورې مخکښه منځپانګه راڅرګندېږي او انکشاف يې کولاى شي، کله ناکله د زړې دورې منځپانګې نفې کړي.

زما پر اند دلته د ادبي دورو د وېش په برخه کې تر دورې  د دوران کلمه سمه بريښي، د دورې په اړه د تاريخپوهانو نظر داسې دى، چې د يوه بهير درېواړه پړاوونه او مرحلې لکه پيلامه، انکشاف او ځوړ يا زوال په کې بشپړېږي او له راتلونکي يا وروستۍ دورې څخه يې ټولې ځانګړنې توپير پيدا کوي. په داسې حال کې چې په ادبي بهير کې دغه بېلوالى په کانکريټي او وچه بڼه نه ليدل کېږي، چې موږ ووايو د لومړۍ دورې دغه بېلوالى په دغې نېټې ختم او پاى ته ورسيد.

ښاغلي اندړ په دې اړه په خپله مقاله کې استدلال کوي، دلايل وړاندې کوي، د خپل استدلال په رڼا کې د ادبي دورو په اړه د ښاغلي نوميالي د زياترو نظرياتو پخلى کوي او بيا خپله طرح په دې ډول وړاندې کوي، چې د پښتو ادبياتو تاريخ پرپنځو دورانونو ويشي:

١.  د پښتو ادب شفاهي دوران.

٢. د کتبي اثارو د ترلاسه کېدو (د امير کروړ د وياړنې) دوران.

٣. د روښانيانو کتبي ادبي دوران.

٤. د خوشحال کتبي ادبي دوران.

٥. د معاصرو ادبياتو کتبي ادبي دوران.

زما پر اند ادبي دورې پر درېيو دورو ويشل شوي دي، خو د دې درېيو دورو نه مخکې بايد پر شفاهي، فلکوريک او ولسي ادبياتو باندې پوره بحث وشي، ځکه چې شفاهي  ادبيات تحريري ادبياتو ته لار هواروي او لارښوونه يې کوي، چې د نړۍ په نورو ژبو کې هم داسې مثالونه لرو، چې د تحريري ادبياتو موضوعات د شفاهي ادبياتو څخه اخيستل شوي دي، چې مخکې يې يادونه وشوه، اوس به پر ادبي دورو بحث وکړم او د هرې دورې پر هغو ځانګړنو غږېږم، چې پر نورو ادبي دورو کې کم يا نه وي، چې يوه دوره د مخصوصو  او منفردو ځانګړنو په اساس له بلې بېله شوې وي، لکه څنګه چې د دورو په راتګ کې منځپانګه، محتوا، پېغام، شکلي جوړښت ژبني مسايل او داسې نور مهم او اړين دي.

لرغونې (لومړۍ) دوره:

لومړۍ دوره د امير کروړ د وياړنې( ١٣٩هـ ق )کال نه پيل اود بايزيد روښان تر ظهور (٩٥٠هـ ق) کال پورې دوام کوي او د دې دورې څرکونه تر  ( ١٠٠٠هـ ق )کال پورې ترسترګوکېږي، د دې دورې عمومي ځانګړنې چې په دويمې او درېيمې دورې کې نشته اوياکم دي، په لاندې ډول دي:

١. لرغونې دورې اشعارو ته د لرغونې دورې سندرو نوم ورکړل شوى دى، چې دغو اشعارو ته نه د شرقي شاعرۍ نوم ورکولاى شو او نه د ولسي يا فلکوريکو اشعارو نوم ورکولاى شو، خو د ختيزې  شاعرۍ او ولسۍ شاعرۍ ډولونه هم لري.

٢. د دې دورې اشعار د افکارو په لحاظ ساده دي، پېچلي هنري تخيلات په کې نشته، ژبه يې سوچه او د شعروزنونه يې له وزن (اهنګ) سره عيار شوي دي.

٣. لرغونې دورې کې دوه شهکارې قصيدي لرو، چې په احتمالي ډول د قصيدې کالب د عربي يا فارسي ادبياتو نه تقليد شوى دى، دغه قصيدې د فورم له پلوه او هم د شعريت او تخيل له پلوه د لرغونو سندرو سره  توپېر لري او دغه دوې قصيدې تمهيدیه قصيدي دي، چې عربې ژبه کې داسې قصيدې رواج درلود.

٤. د لومړۍ دورې عمده موضوعګانې د لمانځنې سندرې، وياړنې، وېرنې، مينه، بېلتون او اخلاقي ښودنې دي، چې په هغو کې پېچلي تخيلات او لفظي صنايع چندانې نه ليدل کېږي.

۵.  د لرغونې دورې په اشعارو کې يو ډول سپېڅلتوب اوساده والى څرګنددى، سوچه پښتو کلمې لري،  چې ځينې کلمې او الفاظ يې تر دې مهاله هم په ځينو سيمو کې دود او ځينې يې ترک شوي دي.

۶. د لرغونې دورې اشعار ملي وزن لري، يعنې د عربي او فارسي عروضوتر اغېز لاندې نه دي راغلي اویا کم راغلي دي.

۷. د فکر له پلوه دغه شعرونه زړو اريایي سندرو ته ورته دي او د ريګويدا د کتاب د اشعارو مفکوره پکې له ورايه ځلېږي، د بيټ نيکه مناجات د دې خبرې پوره ثبوت دى.

۸.  په دې سبک کې پردۍ کلمې يا نشته او يا بېخي لږې دي او ژبه يې سوچه ده.

۹. په دې سبک کې شعرونه په يو خاص لحن او اواز سره ويل شوي دي او خاص اهنګونه لري.

دويمه دوره:

دغه دوره د بايزيد  روښان د پاڅون او ادبي هلو ځلو(٩٥٠هـ ق)کال نه پيل کېږي.

دې ادبي دورې کې دوه پړاوونه او مرحلې موجودې دي چې لومړى پړاو او د(۹۵۰هـ ق)کال نه پيل کېږي.

بايزيد په(٩٥٠ هـ ق)کال ادبي هڅې پيل کوي او د خوشحال د ادبي هڅو پوره دوام کوي،  دا چې خوشحال خان( ١٠٢٢هـ ق)کال پيدا او دې په شل کلنۍ کې يې لومړنى شعر ويلى دى، چې( ١٠٤٤هـ ق) کال سره برابرېږي.

د دې دورې دويم پړاو ته کلاسيک پړاو ويلاى شو، سره د دې چې په ډېرو ادب تاريخونو کې ټولې دورې ته کلاسيکه  دوره وايي، خو د روښان ادبي مکتب ته د کلاسيکيت د معيار په نظر کې نيولو سره د کلاسيک نوم نه شو ورکولاى.

دويمې دورې کلاسيک پړاوکې درې ادبي مکتبونه موجود دي.

د خوشحال خان خټک ملي  ادبي مکتب، د عبدالرحمن بابا عرفاني ادبي مکتب او د عبدالحميد مومندهندي ادبي مکتب، چې په سياسي لحاظ خوشحال خان خټک او په هنري لحاظ حميد مومند او کاظم خان شيدا او داسې نور دي.

د دې ادبي دورې څلورو ادبي مکتبونو ځانګړنې په لومړۍ او درېيمې  دورې کې نشته او يا کم دي.

دويمه دوره له سياسي او ايډيالوجيکي  مبارزې سره پيل کېږي خو دغه مبارزه د فيوډالي شرايطو له چوکاټ څخه د باندې نه وځي، روښان د يو مذهبي فرقې د لارښود په توګه په توره او قلم مبارزه  کوي، د روښانيانو او خټکو ادبيات په عمده توګه تبليغ او تنوير ته متوجې شوي دي، روښان او خوشحال دواړو د پښتو د خپلواکۍ او ملي حاکميت لپاره توده او سړه جګړه پر مخ بېولې ده. سړه جګړه يعنې د قلم له لارې مبارزه يوفکري سيستم ته اړتيا لري.

روښانيانو تر پردې لاندې  د خلکو د سياسي شعور د لوړولو، په هغو کې د خودۍ او پرځان متکي کېدلو احساس د وېښولو لپاره اهنګ وال ادبي اثار ايجاد کړل او په دې توګه د کتبي ادبياتو پانګه لاس ته راغله. دويمې دورې ادبيات د لرغونې  (لومړۍ) دورې سره د مضمون او شکل په لحاظ جوت توپېر لري. په دې دورې کې د لرغونو سندرو وزنونه متروک شول، کلاسيک معنوي او لفظي صنايع په پښتو ادب کې باب شول، د مفکورې په لحاظ سيستيماتيک اثار منځته راغلل، پېچلي تخيلات د پښتو ادب په بڼه راوټوکېدل، په دغه وخت پښتو ادبياتو د سيمې له ادبياتو رنګ واخيست او د انزوا له حالت نه راووتل. د افکارو ژورتيا، د تخيلاتو رنګيني او د قالبونو پراختيا او نوښت د دويمې دورې عمومي غوره ځانګړنې دي، دا څرګنده خبره ده، چې نه د روښانيانو تصوف او عرفان، نه د خوشحال افکار، نه د رحمان بابا ادبي بلاغت او نه د حميد مومند او کاظم خان شيدا نازکخيالي هېڅ يو د پخواني (لومړۍ) ادبي دورې په اشعارو کې نه ليدل کېږي.په عمومي ډول دویمې دورې خصوصیات په لاندې ډول دي: (۶)

١.  د تصوف او عرفان پېچلو مسايلو او اصطلاحاتو په پراخه پيمانه پښتو ادب ته لاره پيدا کړه يا په بله وينا عرفان د يو مسلک په ډول پښتو ادب ته راغلى دى.

۲.  په نثري ليکنو کې مسجع نثر رواج شوى دى.

۳. اخلاقي او ديني مسايل په شعر او ادب کې زيات شوي، حماسي او ملي روحيه  په کې ډېره تته او کمزورې ښکاري.

۴.  د نظم او نثر نيمګړى طرز چې پخوا موجود وو، په دغه وخت کې اصلاح شو، نثر خوږوالى پيدا کړ او له نيمه منظوم حالت څخه راووت او د محاورې (خبرو اترو) شکل يې غوره کړ او نظم هم ساده والي ته مخه کړه، خوشحال خان ويلي دي:

که د نظم که د نثر که د خط دى
په پښتو ژبه مې حق دى بې حسابه
د خوشحال خټک په ژبه برکت شه
چې ويل کړه په پښتو له هره بابه

۵.  پښتو شعر د شکل  په لحاظ هم په دې دوره کې پراختيا وموندله او يو شمېر ابتکارونه رامنځته شول، لکه خوشحال خټک چې په يوه بل ځاى کې ويلي دي:

رباعي ده که قطعه که مثنوي ده

همګي واړه ګوهر دى دُر و لال

۶.  د مضمون له پلوه  هم په دې دوره کې د ژوندانه ټول اړخونه راڅرګند شوي دي، په دې پړاو کې ډېر اثار ليکل شوي دي او د پښتو ادب نړۍ ښه رنګينه شوې ده، خلک يې د اجتماعي او د ژوند له نورو مسايلو سره اشنا کړل چې دلته له ډېرو مسايلو څخه تېرېږو:

راشه وغړوه سترګې د جهان ننداره ګوره

چې ښايست لري په ستورو د اسمان ننداره ګوره

۷. د دغه وخت په اشعارو کې طبيعي او ساده تشبه ګانې رواج او راغلي دي.

۸. د حماسي احساساتو بنسټ په خپله خوشحال خان  کېښود او پيروانو يې بيا پسې تعقيب کړ.

۹. انتقاد او هجوه په دغه وخت کې ډېره اړولې را اړول شوې ده او د مغلو د زور زياتي په هکله دغه موضوع ډېره زياته او په ډاګه څرګنده شوې ده.

۱۰.  د ادبي ارزښت له پلوه د دې پړاو سبک تر ټولو جامع او ښه دى په دې معنا چې هم يې د معنا خوا  او هم يې ادبي او شعري اړخ پوخ دى.

۱۱.  د دې پړاو سبک په تخيل کې هم ډېر پياوړ دى، ډېر لوړ او له نزاکته ډکه شاعرانه تخيلات په کې شته دي، په خپله خوشحال خان ډېر نوي نوي مضامين په تخيل کې راوړي دي او خپل سبک يې د لوړ او ښه نازک تخيل په ګانه بشپړ، سنبال او ښکلي کړى دى.

۱۲. په شعر کې له استثنايي شعرونو پرته جادويي اغېزې زياتې دي.

۱۳.  د ده په شعر کې د زياتو معنوي ارزښتونو انعکاس د خلکو په روح باندې د هنري تاثير له کبله عام مقبوليت ترلاسه کړى دى.

۱۴. شعر يې نه يوازې په شکلي لحاظ منظم دى، بلکې يو ډول معنوي نظم هم لري، په دې معنا چې د زياترو شعرونو د بيتونو دواړه مسرې يې سره يو ډول مقناطيسي فکري پيوند هم لري.

۱۵.  فکري نوښت او ابتکار د  ده په اشعارو کې محسوس دى.

۱۶.  د دې اشعار د تمثيل، حيرت، حکمت، فلسفي او متلونو د خصلت د لرلو له کبله ډېر مينه وال لري.

۱۷.  په شعر کې يې له تصوف او عرفان پرته نور افکار هم ځلېږي.

۱۸. د ده د شاعرۍ  روزنيز او اخلاقي تلقين ډېر قوي دى.

۱۹. د رحمان بابا ډېر شعرونه ساده او روان دي؛ خو ځينې يې بيا په عين ساده ګۍ کې پيچلي او ګران دي.

۲۰. د رحمان بابا په شعرونو کې د حقيقي او مجازي مينې بريد ډېر نازک او نرى دى.

۲۱.  د حميد مومند په شعر کې د هغه ستره جبلي شاعرانه وړتيا او اوچت علمي او فرهنګي قابليت له ورايه څرګندېږي، ځکه خو ورته د وخت اديبانو او شاعرانو (موشګاف) نوم ورکړى دى، چې اصلي معنا يې ويښه سورى کوونکى او لازمي معنا يې ځيرک، تيزبين، بارکبين او کنجکاو ده.

۲۲. د هر نوي فکر وارداتو او تخيلاتو ماخذ او مرجع د ده ټولنه او محيط دى او بيا په تېره هندي محيط او هندي حسن، له هرڅه څخه يې ډېر متاثره  شوى، هغه يې په خپل کلام کې ځاى کړى دى.

۲۳.  د هر نوي فکر خيال او الهام د تصوير، تمثيل او انځور لپاره يې مناسب لغات او ترکيبونه کارولي دي.

۲۴. مينه او ښکلا او د دغو پديدو پر محور راڅرګندېدونکي مفهومونه يې د شعر دايمي موضوع ده چې په مختلفو شعري فورمونو او په ځانګړي ډول په (غزل) کې ځلولي دي.

۲۵.  د شعري جوړښت د تخنيکي اړتيا له کبله يې د ناپښتو اشنا ژبو لغاتونه او لفظونه هم په شعر کې لېدل کېږي.

۲۶.  په عشقي، غنايي او فکري منځپانګې سربېره يې نور ګڼ شمېرفکرونه او ويناوې لکه ښووني، تصوفي او عرفاني، حماسي، سياسي او ټولنيز مضمونونه يې هم په خورا لوړ هنري جوهر او جادويي اغېز سره په خپل شعر کې راوړي دي خو يو وار بيا هم بايد وويل شي چې مينه او ښکلا يې د شعر د ملا تېر ګڼل کېږي.

درېيمه دوره:

د درېيمې دورې د پيدايښت  څرکونه په افغانستان او پښتونخوا کې يو وخت پيل شوى دي، خو انکشاف يې يو شان نه دى.

په افغانستان کې د پښتو  ادب درېيمه دوره څو پړاوونه لري، چې لومړى پړاو يې په ١٩١١ميلادي کال د سراج الاخبار افغانيه په خپرېدو سره پيل کېږي، په دغه وخت کې د درېيمې دورې د ادب لپاره عيني او ذهني شرايط  برابر شوي وو.

د درېيمې دورې اشعار د محتوا او قالب په لحاظ د لومړي او دويمې دورې سره توپېر لري.

د درېيمې دورې نامتو استازي مولوي صالح محمد کندهارى، غلام محى الدين افغان، مولوي عبدالواسع کندهارى، عبدالعلي مستغني، عبدالهادي داوي او نور دي.

په پښتونخوا کې د درېيمې دورې مخکښان او سرلاري فضل محمود مخفي، راحت زاخيلی، خليق، محمد اکبر خادم، اکبر او نور دي.

درېيمه دوره چې د١٩١١ ميلادي او ١٢٤٨ هـ ق پيل او ترننه پورې دوام کوي او هغه ځانګړنې چې د لومړۍ  او دويمې دورې سره د دريمې دورې فرق کوي، په لاندې ډول دي:

١. د ازاد شعر او ازاد نظم پيدايښت، چې په لومړۍ او دويمې  دورې کې وجود نه درلود.

٢. سپين شعر او هايکو منځ ته راتګ، چې لومړيو دوو دورو کې يې هېڅ يو مثال نه لرو.

٣. ناول، لنډه کيسه، رومان او ټول نثري هنري ژانرونو پيدايښت د دې دورې لاسته راوړنې دي.

٤. د نړۍ د ډېرو ژبو نه ژباړې وشوې، چې په لومړۍ او دويمې دورو کې هم ژباړې لرو، خو په درېيمې دورې کې د کميت او کيفيت  په لحاظ ډېر کار وشو. او داسې نورې ډيرې ځانګړنې هم لري.

50 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *