Categories

اعلان

Loading…

د یونان یوې محکمې د پنماه غوښتونکو پر تګ راتګ بندیز لغوه کړ

تاند- د یونان تر ټولو لوړې اداري محکمې پرېکړه کړې چ پناه غوښتونکو ته باید اجازه ورکړل شي چې په دغه هیواد کې ازاد وګرځي.

دا پرېکړه به د یونان د ټاپوګانو په کمپونو کې پر پناه غوښتونکو فشار کم کړي.

د یونان د عدلیې وزارت سرچینو نن /چهارشنبه/ وویل چې دا پرېکړه یوازې د هغو پناه غوښتونکو لپاره ده چې له دې وروسته یونان ته داخلېږي، نه د هغو ۱۵ زره پناه غوښتونکو پخوا راغلي او د یونان په ټاپوګانو کې یې اړولي دي.

په یونان کې پناه غوښتونکي په میاشتو میاشتو انتظار باسي چې د پناه غوښتنلیکونو پروسه یې بشپړه شي.

په ځلونو د یونان د پناه غوښتونکو په کمپونو کې د کډوالو د دوسیو د ځنډېدو له کبله شخړې شوي دي.

د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ افغان پناه غوښتونکو په لیبوس ټاپو کې وروسته له دې مظاهره وکړه چې یو افغان په روغتون کې د زړه د حملې له کبله بستري شو.

د یونان حکومت هڅه کوي چې په ختیځو ټاپوګانو کې د سیلانیانو د فصل تر رارسېدو وړاندې ترینګلتیا ختمه کړي او حالات عادي حالت ته راوګرځوي.

سیمه ییزو چارواکو هم په ځلونو په اتن کې مرکزي حکومت ته شکایتونه کړي او د پناه غوښتونکو د کمپونو د پراخولو لپاره یې د مرکزي حکومت د هڅو مخه نیولې ده.

حاضردمه یوازې ناروغ یا کم عمره پناه غوښتونکي پرېښودل کېږي چې مخکې تر دې له ټاپوګانو ووځي چې د پناه غوښتنې یې ومنل شي.

تراوسه پورې د یونان د مهاجرت وزارت زیات شمېر پناه غوښتونکو ته اجازه نه ورکوي چې له ټاپوګانو څخه ښارونو ته لاړ شي. دوی وايي چې که پناه غوښتونکي ازاد پرېږدي د انسانانو قاچاقبران او پناه غوښتونکي به تشویق شي چې د یونان خوا ته مخه کړي.

دې وزارت د محکمې د وروستۍ پرېکړې په اړه ویلي چې په دې باب به څېړنه وکړي او پر یوه نوي قانون کار کوي.

دا وزارت وايي چې دا قانون به د روانې میاشتې تر پایه پارلمان تصویب کړي.

ګومان کېږي چې دا قانون به د هغو اسانتیاوو مخه ونیسي چې د محکمې پرېکړه یې پناه غوښتونکو ته ورکوي.

یونان ته تللي پناه غوښتونکي، چې یوه لویه برخه یې د افغانانو ده، د دغه هیواد د ټاپوګانو په کمپونو پورې محدود کړای شوي.

8 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *