Categories

اعلان

Loading…

 نړۍ او د محمد ظاهرشاه د واک لومړی پېر   

استادشهسوارسنګروال  

لومړی پېر په دې مانا چې محمد ظاهرشاه د ترونو او د تره د زوی په ځانګړي ډول د محمد هاشم خان د صدارت په مهال  د ډېر واک او ځواک څښتن نه وه. ولې بيا هم د افغانستان د يوه پاچا په توګه، کوم څه چې د ده د پاچاهۍ په دغه پړاو (۱۹۳۳ – ۱۹۶۳) او پېر کې ترسره شوې دي ځنې بېلګې يې داسې دي:

۱ – محمد ظاهرشاه د واک په مهال په درې لسيزو کې لږ تر لږه د ايران د پهلوي شهزاده ګانو مراکش، عربستان، ايتوپي ليبي کامبوج، نيپال، تالينډ، په څېر فعال نه وه. ولې بيا هم په دغه پېر کې د هېواد د پنځه کلن پلان په شمول داسې اقتصادي او اجتماعي کارونه تر سره شول چې د لومړنيو بنسټونو په توګه يې د پام وړ ګڼلی شو.

نړۍ د شلمې پېړۍ له برابرېدو سره د داسې پېښو شاهده وه چې ښېګڼې او بد ګڼې يې د بشريت په تاريخ کې د هېرېدو نه دي.

د ۱۹۱۴ ز کال په شاوخوا کې د المانيانو سياسي او اقتصادي پرمختګ د نړۍ يوشمېر پر مختللو هېوادونو ته (په سر کې د روسانو ګټې په «بالکان»، د برېتانويانو ګتې پر هندوستان او مينځنۍ ختيځ کې) يو ګواښ وو. د ساري په توګه د المان هغه پرمختګ چې د عثماني ټولواکمنۍ له هېواد سره يې ژمنه کړې وه د پام وړ وه، چې يو هم د اورګاډي ليکه وه، چې له برلين نه تر بغداده پورې وغوځېږي. په داسې حال کې چې فرانسې او برېتانيې تل د ترکيې د خاورې له تماميت نه دفاع کوله. نو ځکه د دوی د سياسي پرمختګ لپاره دا يو لوی ګواښ وه. د دغو او د دې په څېر ډېر نور لاملونه ول چې په لومړۍ نړيواله جګړه کې د نړۍ د سترو هېوادنو له خوا المانيانو ماته وخوړه.

کله چې په ۱۹۳۲ کال د هټلر په مشرۍ د المان ناسيونال سوسيال ګوند دولتي واک ته رسېږي په ۱۹۳۳ ز کال هټلر د لومړۍ نړيوالې جګړې له هغو پرېکړو سرغړونه وکړه چې د المان په هکله يې کړې وه. ده په ډېرې چټکۍ لومړی خپل پوځ پياوړی کړ او بيا يې له نړۍ سره سياسي، اقتصادي او نظامي اړيکې ټينګې کړي.

دنړۍ د دغو هېوادونو په لړ کې يو هم افغانستان وه چې د محمد ظاهرشاه د پاچاهۍ لومړني کلونه ول.

المانيانو له افغانستان سره خپلې اقتصادي مرستې دومره پراخې کړې چې د نړۍ پام يې هم ورته را واړه، چې موږ په دغه لړ کې ان امريکا د بېلګې په توګه يادولی شو.

۲ – د محمد ظاهرشاه د واک دويم او دريم کال وه چې امريکا د اګست په (۱۱) نېټې (۱۹۳۴ ز کال) افغانستان په رسميت وپېژند او بيايې لومړی سفير (هارني بروک) په (۱۹۳۵ کال) کابل ته واستوه.

وروسته محمد ظاهرشاه خپل استازی عبدالحسين عزيز د سفير په توګه امريکا ته واستوو چې نوموړي د جون په پنځمه (۵) نېټه (۱۹۴۲ ز کال) خپل باور ليک د امريکا جمهور ريس «روزويلټ» Rosevelt ته وړاندې کړ.

امريکا په ۱۹۴۹ کال د نوامبر په مياشت کې د صادراتي او وارداتي بانک له لارې د هلمند د پروژې د ودې او پرمختيا لپاه  يو ويشت (۲۱) ميلونه ډالره پور ورکړ.

کله چې صدراعظم شاه محمود خان په ۱۹۵۱ کال د اپرېل په مياشت کې امريکا ته لاړ، د هغه هېواد دولتي چارواکو جمهور ريس ترومن «Harry – s – Truman» ته سلا او مشوره ورنکړه چې « له افغانستان سره پوځي مرستې وکړي او سپارښتنه يې وکړه چې د ملګرو ملتو په امنيتي ټولنې بايد باور وشي.»([1])

۳ – محمد ظاهر شاه د يوه فرمان په ترڅ کې محمد داود خان (۱۹۵۳ کال) دېته وګماره چې د هېواد د صدارت چارې سمبال کړي.

افغان چارواکو په پرلپسې توګه له امريکا په ۱۹۵۳ ، ۱۹۵۴، ان په راوروسته کالونو کې هم د مرستې غوښتنه وکړه، ولې امريکا د برېتانيې په سپارښتنه د پښتونستان د کشالې حل غوښته.

امريکا د دې لپاره چې د کمونيزم د پراختيا او پرمختيا مخ نيوى کړى وي په «۱۹۵۵ کال د ډسمبر په مياشت کې يوه پلاوي افغانستان ته سفر وکړ چې په افغانستان کې يوه پوځي اډه جوړه کړي. خو د افغانستان چارواکو د امريکا دغه وړانديزونه ومانه. ولې بيا هم افغانستان د امريکا د دوستۍ لېواله وه.

نو ځکه سردار محمد داود خان د ښو اړيکو لپاره په ۱۹۵۹ کال د جون په مياشت کې د امريکا متحده ايالاتو ته رسمي سفر وکړ. د همدې کال په پای کې د امريکې جمهور ريس (۱۹۵۹ ډسمبر) ايزنهار هم ديوه رسمي سفر په ترڅ کې کابل ته راغی.

له نوموړي سره محمد ظاهر د افغانستان پاچا او صدراعظم محمد داود خان وليدل. نوموړي ژمنه وکړه چې پرته له پوځي مرستو به له افغانستان سره په اقتصادي او ټولنيزو چارو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

افغانستان د امريکا اقتصادي مرستو ته اړتيا درلوده، ولې پوځي مرستو ته يې لا ډېره اړتيا وه چې بايد امريکا د مرستې ټټر وهلی وی. خو کله چې افغان چارواکو په سرکې پاچا او صدراعظم نهيلي شول نو بيا يې شوروي اتحاد ته مخ واړوه.

۴ – شوروي اتحاد د افغانستان اقتصادي او پوځي ستونزې څارلې او په دې ښه پوه شوي وه چې امريکا ځکه پوځي مرسته نه کوي چې هلته د پښتونستان کشاله وه.

شوروي اتحاد نه يوازې د پښتونستان داعيه منله بلکې ټټر يې وواهه افغانستان سره به اقتصادي او پوځي مرسته کوي. ګڼ شمېر افغان کارپوهان پدې پوهېدل چې د شوروي دوستي د افغانستان لپاره له ګواښه ډکه ده، ولې افغان حکومت د تاريخ په داسې شېبو کې وو چې بايد د زهرو پياله يې په سر اړولې وی، هغه وو چې محمد داود خان د مرستې لاس شوروي اتحاد ته اوږد کړ او هغه هېواد هم اقتصادي او نظامي مرستو ته د خپلو سياسي موخو لپاره دوام ورکړ.

شوروي اتحاد په ۱۹۵۴ کال د جنوري په مياشت کې د لومړي ځل لپاره دومره زيات پور چې درې نيم ميليون ډالرو ته رسېده د دوه «سيلوګانو» لپاره چې «يوه په کابل کې جوړه شوه او بله هم په پلخمري کې ورکړ. له دې وروسته يو د بل پسې اقتصادي، تخنيکي او د نورو پروژو د جوړولو لپاره نورو پورونو هم ادامه پيدا کړه.»([2])

د همدغه کال د اګست په مياشت کې د اسفالت فابريکې او قير جوړولو لپاره دوه ميلونه او شپږ سوه زره ډالره نور هم ورکړل دا هماغه پروژې وې چې امريکا يې له مرستې نه سرغړونه کړې وه.

۵ – په ۱۹۵۵ کال د نوامبر په مياشت کې لوی جرګې پرېکړه وکړه چې د پښتونستان د مسئلې د حل لپاره افغانستان حق لري چې د خپل پوځ د پياوړتيا له پاره له هر هېواد نه چې وي وسلې او پیسې ترلاسه کړي.

بيا هم شوري اتحاد د پوځي مرستو په څنګ کې په ۱۹۵۶ کال د سالنګ تونل، د بندونو جوړولو، د سړکونو د رغاولو ټټر وواهه.

د افغانستان پاچا محمد ظاهر په ۱۹۵۷ (د جولای) او ۱۹۶۲ (اګست په مياشت) کې شوروي اتحاد ته رسمي سفرونه وکړل.

دوی ورته د شوروي اتحاد د طبيعي ګاز د لېږد لپاره پنځلس (۱۵) ميلونه ډالره پور ورکړ.

سردار محمد داود خان په ۱۹۵۶ (په اکتوبر کې)، ۱۹۵۹ (په مې کې) او ۱۹۶۱ (اپرېل کې) شوروي اتحاد ته رسمي سفرونه وکړل.

په ۱۹۶۰ کال (مارچ کې) خروشچف کابل ته راغی او ژمنه يې وکړه د دويم پنځه کلن پلان د پرمختګ لپاره به مرسته کوي. خو د «لويي دوپري Dupree په اند نوموړي دغه شرط ايښی وه چې د شوروي سلاکاران بايد په هر وزارت کې شتون ولري ولې محمد داود خان دغه وړانديز ونه مانه.

۶ – د محمد ظاهرشاه د پاچاهۍ په درې لسيزو کې د افغانستان اړيکې له امريکې او شوروي پرته د نړۍ له نورو هېوادونو سره هم ټينګې شوې چې موږ لومړی د ايران هېواد يادولی شو چې سوداګريزې اړيکې پياوړې شوې او د هلمند د اوبو مسائله هم ورورو سړېده.

د ترکيې هېواد هم خپلو اړيکو ته پراختيا ورکړه او د افغانستان او ترکيې تر مينځ پوځي مرستو لا پرمختيا ومونده.

له سعودي عربستان سره هم اړيکې تودې شوې خو وړانديز يې وکړ چې د محمد ظاهرشاه او د پاکستان د جمهور ريس جنرال سکندر ميرزا د اړيکو د ټينګښت لپاه بايد دواړه لوري لاس په کار شي. هغه وه چې پاچا محمد ظاهر او سکندر ميرزا يو د بل هېوادو نو ته سفرونه وکړل (۱۹۵۵ په اګست کې).

د پاکستان صدراعظم «سهروردي» د يوه رسمي سفر لپاره محمد داود خان ته بلنه ورکړه چې پاکستان ته سفر وکړي. داود خان هم لاړ او په يوه ګډه اعلاميه کې د پښتونستان د مسئلې سوله ييز حل ټينګار وشو. په ۱۹۵۷ کال د پاکستان صدراعظم افغانستان ته راغی. له دې سربېره په ۱۹۵۸ کال د دواړو هېوادونو د استازو له خوا د «ترانزيت» تړون هم لاسليک شو.

همدا راز په دغه پېر کې د فرانسې، المان، هندوستان، چين او د نړۍ له يوشمېر نورو هېوادونو سره هم د دېپلوماتيکو اړيکو په څنګ کې اقتصادي، سياسي او کلتوري اړيکو پراختيا او پرمختيا ومونده.

۷ – د محمد ظاهرشاه د واک په مهال يو شمېر بهرنيو استازو او د هېوادونو مشرانو افغانستان ته سفرونه وکړل.

د امريکا د جمهور ريس مرستيال نکسن افغانستان ته راغی له محمد ظاهر شاه او محمد داود سره يې وليدل. د بانډونګ له کنفرانس نه وروسته جمهور ريس جمال عبدالناصر کابل ته راغی له پاچا او صدراعظم محمد داود خان سره يې اوږدې خبرې وکړې د شوروي چارواکو بلګانين او خروشچف کابل ته رسمي سفر وکړ او د مرستې ژمنې يې وکړې.

عدنان مندرس د ترکيې صدراعظم او چک سلواکيا صدراعظم هم په بېلابېلو وختونو کې کابل ته سفرونه وکړل. چې دېپلوماتيکو اړيکو ته پراختيا ورکړي.

د ملګرو ملتو سرمنشي «داک همر شولډ» د افغانستان او پاکستان د حالاتو په اړه افغانستان ته سفرونه وکړ او له افغان چارواکو سره يې د ستونزو په تړاو خبرې وکړې.

د امريکا جمهورريس ایزن هاور او د شوروي مشر خرشچف (د دوهم ځل لپاره) په بېلابېلو وختونو کې کابل ته سفرونه وکړل چې افغانستان د ځان ملګری کړي. د چين د بهرنيو چارو وزير راتلل هم افغانستان ته د پام وړ وه چې د افغانستان نړيوال ارزښت يې زيات کړ.

د ايران پاچا محمد رضا شاه سفر (۱۹۶۲) هم کابل ته د دې لپاره وه چې د افغانستان او پاکستان تر مينځ مينځ ګړيتوب وکړي ولې پايله يې نه درلوده.

د افغانستان پاچا محمد ظاهر هم يو شمېر بهرنيو هېوادونو ته رسمي سفرونه وکړل چې موږ د ساري په توګه امريکا، شوروي، فرانسه، ايټاليا، پاکستان، ايران او نور هېوادونو د ساري په توګه يادولی شو.

په دغه موده کې د وسلو د اخستلو لومړی تړون په ۱۹۵۶ کال د لويي جرګې (۱۹۵۵ کال) د پرېکړې پر بنسټ د شوروي اتحاد او چکسواکيا سره لاسليک کړ.

په ۱۹۵۶ کال د افغانستان او چين تر ميځ د ښو مناسباتو ژمنه وشوه. په همدغه کال امريکا د هلمند د ناوې د پراختيا لپاره يو نيم ميلون ډالره مرسته وکړه.

په ۱۹۵۸ کال لوېديځ المان هم له افغانستان سره هر اړخيزې مرستې وکړې.

په ۱۹۵۹ کال له فرانسې او جاپان، په ۱۹۶۰ کال بيا له ايټاليا سره په اقتصادي او کلتوري چارو کې تړنونه لاس ليک شول. 



[1] Bradsher, Afghanistan and the Soviet Union, 20

[2] همدغه اثر ۳۴ مخ او ۲۶۹Fletcher, Afghanistan

15 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *