Categories

اعلان

Loading…

د کــاروبار ډولونه | لیکنه: ګلاب بهار

د کاروبار لمن ډېره پراخه ده او ټول هغه فعاليتونه او کړنې په خپل ځان کې رانغاړي کوم چې له توليد، د شيانو او خدماتو له توزيع سره اړيکه لري او هدف يې په دغه فعاليتونو کې د ګټې لاسته راوړل وي. په نړۍ کې عموماً دوه ډوله کاروبار شتون لري چې هر يو يې په لاندې ډول تر څېړنې لاندې نيسو:

الف- صنعت

په صنعت کې ټول هغه فعاليتونه شامل دي کوم چې د توکو او خدماتو په توليد او د کانونو د راسپړلو په برخه کې ترسره کېږي. يعنې د خامو موادو د بڼې بدلون ته صنعت ويل کېږي.

د بېلګې په توګه؛ که چېرې لرګی د خامو موادو په توګه فرض کړو؛ خو کله چې ترکاڼ له هغه څخه مېز يا څوکۍ جوړ کړي؛ نو دې پروسې ته صنعت ويل کېږي. کېدای شي خام مواد بشپړ توکي وي او وروسته تر يوه پړاوه په نيم کاره او کارتمامه توکو بدل شي، لکه د پسه څرمن په لومړي پړاو کې په بشپړ ډول خام توکی دی چې وروسته بيا څرمن په نيم کاره او په پای کې څپلۍ او بوټ کارتمامه يا صنعتي توکي شول. صنعت په لاندې دریو ډولونو وېشل شوی:

1- لومړنی صنعت: په لومړني صنعت کې ټول هغه فعاليتونه شامل دي چې د خامو موادو په پيدا کېدو پورې اړه ولري. لکه د معدنونو استخراج، کرنه او مالدارې، کب نيونه او داسې نور. يعنې په دغه صنعت کې انسان له طبيعت څخه يوه اندازه وسايل منځته راوړي. په عمومي توګه ويلی شو چې لومړنی صنعت هغو کړنو او فعاليتونو ته شامل دی چې له طبيعت څخه خام مواد ترلاسه کوي. دغه صنعت بیا هم لاندې برخو ته شامل دی:

a- ارثي صنعت: ارثي صنعت لکه چې د نوم څخه يې معلومېږي هغو کړنو او فعاليتونو ته شاملېږي، کوم چې بيا توليدوونکي او زياتېدونکي حيوانات او نباتات مارکېټ ته د مفادو د ترلاسه کولو په موخه وړاندې کوي. لکه د چرګانو ساتنه، د غواګانو ساتنه او د داسې نورو اهلي حيواناتو ساتنه.

b- استخراجي صنعت: استخراجي صنعت هم لکه چې له نوم څخه يې څرګندېږي هغو کړنو او فعاليتونو ته شاملېږي چې له طبيعت څخه خام او نيم کاره مواد او محصولات استخراجوي. لکه د ډبرو سکاره، طلا، ګاز، له هوا او سيندونو څخه برېښنا د استخراجي صنعت مثالونه دي.

دويم- منځنی صنعت: په منځني صنعت کې ټول هغه فعاليتونه شامل دي چې خام مواد په نيم کاره محصول يا په کارتمامه محصول بدلوي. لکه د پلاستيک جوړولو صنعت، د موټر جوړولو صنعت، د درمل جوړولو صنعت او داسې نور. چې دغه صنعت هم لاندې برخو ته شامل دی:

a- ساختماني صنعت: ساختماني صنعتونه ټولو هغو کړنو او فعاليتونو ته شاملېږي چې په ساختماني او پرمختيايي کارونو کې ښکېل وي. لکه سړکونه، پلونه، ودانۍ، بندونه او کانالونه کوم چې د خامو موادو په توګه سيمنټ، اوسپنه، خښتې او نور وسايل د خپلو ساختماني کارونو د پرمخ بېولو لپاره استعمالوي.


b- توليدي صنعت: توليداتي صنعتونه هغو کړنو او فعاليتونو ته شاملېږي چې د خامو يا نيم کاره موادو بدلول په بشپړ يا کارتمامه موادو کې ښکېل دي. لکه له غنمو څخه ډوډۍ، کيک، له لرګيو څخه فرنيچر او داسې نور…

درېيم- درېيمي صنعت يا د خدماتو سکټور: د يو هېواد د خدماتو سکټور ته درېيمې صنعت وايي چې په دغه صنعت کې هغه تصدي ګانې شاملې دي چې پورته دوو صنايعو ته خدمات ورکوي. لکه بانکداري، مخابرات، تعليم او تربيه، روغتيا او داسې نورې تصدي ګانې.

ب: کامرس

ټولې هغه اقتصادي کړنې چې توکي د توليد د ځای څخه تر مستهلک پورې رسوي د کامرس په نامه يادېږي؛ يا کامرس د پېر او پلور يوه پروسه ده چې د ذخيره کولو، بسته بندي کولو، ترانسپورټ، بانکدارۍ، بيمې، پېکېنګ او مالي چارو ټول فعاليتونه پکې شامل دي.

د کامرس تعريف موږ په لاندې مثال کې په واضح ډول کولای شو:


فرضاً احمد د سيمنټو کاروبار شروع کوي، د سيمنټو د اخيستلو لپاره سرمايې ته ضرورت لري چې دغه سرمايه د خپلې ذاتي سرمايې يا د بانک او نورو مالي ادارو څخه ترلاسه کولای شي. د سرمايې تر چمتو کولو وروسته، هغه له مختلفو مارکېټونو څخه سيمنټ اخلي او خپل دوکان ته تر رسولو پورې يې د حمل او نقل له وسيلې څخه استفاده کوي. د حمل او نقل وسيلې د ګواښونو د مخنيوي لپاره سفري بېمې برابروي او کله چې سيمنټ تر دوکانه ورسوي، نو بيا د دې پروا نه کوي چې سيمنټ دې ډېر ژر وپلوري. کېدای شي په لومړي سر کې خلک سيمنټو ته اړتيا او تقاضا ونه لري؛ نو اړتيا ده چې د څه مودې لپاره وساتل شي.

له احمد څخه پرچون فروش سيمنټ اخلي او پر عامو خلکو يې پلوري. دا ټوله پروسه د کامرس غوره بېلګه ده.
مشهور اقتصادپوه جېمز سټېفن وايي:

کامرس د هغو ټولو کارونو مجموعه ده چې د اجناسو د تبادلې پر مهال د مشکلاتو په لرې کولو کې مرسته کوي.
جېمز سټېفن چې د کومو مشکلاتو ذکر کړی هغه دا دي:

• انساني مشکلات: د اجناسو په تبادله کې اول مشکل انساني خنډ دی چې د کامرس په مرسته لرې کېدای شي. نن سبا ماشيني دور توليدوونکي او مصرف کوونکي بېل کړي دي، له همدې کبله د دوی دواړو تر منځ يوې مظبوطې رابطې ته اړتيا ده او دغه رابطه د کامرس په واسطه پيدا کېدای شي. همدغه کامرس دی؛ چې د اجناسو په تبادلې سره د انساني خنډ د لرې کېدلو باعث ګرځي.

• د وخت مشکلات: نني عصر کې اجناس په پراخه پيمانه توليدېږي او کوم اجناس چې پيداکېږي، هغه ټول فوراً نه استعمالېږي؛ بلکې د دې يوه اندازه ذخيره کېږي چې د تقاضا مطابق ترې کار اخيستل کېږي، د طلب مطابق هغه په گودامونو کې ذخيره کېږي او د بل وخت لپاره د دې ساتل د وخت مشکل حلوي.

• د مقام يا ځای مشکلات: نن سبا د اجناسو توليد په داسې ځای کې نه کېږي چې هلته په مصرف رسېږي، بلکې دا توليد په يو ځای کې صورت نیسي او په بل ځای کې په مصرف رسېږي. د حمل او نقل وسيلې دغه مشکل حل او د اجناسو تبادله يې اسانه کړې ده.

• مالي خنډ: د اجناسو د تبادلې لپاره د پيسو ضرورت پېښيږي چې يو عقلمند انسان د معقولې سرمايې څخه بغير د کاروبار شروع کولو فکر هم نه کوي، ولې چې د توليد د عمل څخه تر خرڅلاو پورې ډېره موده وي په دغه موده کې د پانګه وال لپاره د کاروبار شروع کولو لپاره ډېر مصرف ته ضرورت وي. مثلاً خام مواد اخيستل، مزدورانو ته معاش ورکول او همدارنگه د اشتهار مصارف او داسې نور په غاړه لري او د دې لپاره يوه اندازه پيسو ته ضرورت وي؛ پس ويلی شو چې د پيسو کموالی د اجناسو په توليد او خرڅلاو کې يو غټ ممانعت دی، بانک او مالياتي ادارې د دې مشکل په حل کولو کې مرسته کولای شي او د ضرورت په وخت کې مؤلد ته پيسې په قرض ورکوي.

• د خطر خنډ: کله چې توليدات د مؤلد څخه تر مستهلک پورې رسېږي په لار کې مختلف خطرات واقع کېږي. لکه ورکېدل، غلا کېدل، ضايع کېدل، ماتېدل او داسې نور خطرونه چې د دې خطرونو څخه د نجات په خاطر د بيمې څخه استفاده کېږي.

83 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *