Categories

اعلان

Loading…

افغان دفاعي ځواکونو د پکتیا له ډنډ پټان ولسوالۍ څخه پاکستاني پوځیان وشړل

تاند- افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو هغه پوستې ونیولې چې د پاکستان پوځ له ډیورند کرښې دې خوا ته په پکتیا ولایت کې جوړې کړې وې.

د پکتیا ولایت مطبوعاتي دفتر د چهارشنبې په ورځ وویل، پاکستاني پوځیانو د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ په انځرکي کنډو او سرکۍ سیمو کې پوستې جوړې کړې وې.

د پکتیا ولایتي اداره وايي چې پاکستان دا پوستې په دې سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو په نشتوالي کې پر سیمه د طالبانو د کنټرول په سیوري کې جوړې کړې وې.

افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د درو ورځو عملیاتو په ترڅ کې د پاکستان له لوري جوړې شوې پوستې ونیولې او پاکستاني پوځیانو هم ومنله چې د دغو پوستو پر سر به جنګ نه کوي ځکه چې سیمه د افغانستان خاوره ده.

د پکتیا چارواکو دا خبر وروسته له دې اعلان کړ چې د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالي کې راوړاندې کېدونکو پاکستاني پوځیانو ته د افغان ولس او دفاعي ځواکونو له لوري کلک ځواب وویل شو.

د خوست ځاځي میدان ولسوالي ته د پاکستاني پوځیانو د راوړاندې کېدو په نتیجه کې له شخړې وروسته د ځاځي میدان او کورمې ایجنسۍ قومي مشرانو پرېکړه وکړه چې د داو ډول پېښو د مخنیوي لپاره به په خپل منځ کې جرګه شي.

ټاکل شوې ده چې د راتلونکې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د کورمې ایجنسۍ او ځاځي میدان قومي مشران په دې خبرې وکړي چې په راتلونکې وخت کې د شخړو د مخنیوي لپاره باید څه وکړي.

15 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *