Categories

اعلان

Loading…

د ځاځي میدان حماسه د تاریخ یوه بله زرینه پاڼه شوه

عرفان الله افغان

د افغانستان د سرحدي سیمو قومونو او قبایلو د هغې له جملې خوستوالو د تاریخ په اوږدو کې د هېواد د پولو او ځمکنۍ بشپړتیا په ساتنه کې ستر رول لوبولی او دا ستر ویاړ د دوی د میړنیو پلرونو او نیکونو څخه  اوسني نسل ته هم لیږدلی دی.

په سیمه کې د ډیورند فرضې کرښه  د تاریخ هغه تر ټولو ننګین ناسور دی، چې د وخت استعمارګرو قوتونو په زور او جبر پر افغانانو تحمیل کړ او د یو قوم او ملیت د اوسیدونکو پر زوړنو يې چاړه راکش کړه.

یرغلګرو او استعماري قوتونو چې لدې بدبخته او ناروا عمل څخه کوم افغاني ضد هدفونه لرل پر خپل ځای، خو پدې سیمه کې د تلپاتې تشنج، ستونزو او جګړو د دوام موخه يې ډېره څرګنده وه.

هغوی غوښتل د نړۍ یو داسې ملیت چې د بشریت د تاریخ په هېڅ پړاو کې يې نه زور او استعمار منلی او نه ورڅخه یرغلګر په جوړولو پښو خلاص شوي، په وجودي او فزیکي لحاظ لدې توانه بې برخې کړي.

دتاریخ په پړاونو کې انګریزي استعمار، سور ښکیلاک ، نړیوال تروریزم او لدې وړاندې نور مداخله ګر قوتونه که په هره پلمه، په هر نوم او هر شعار دې خاورې ته داخل شوي، همدې جګړه ځپلې، خوار او غریب ولس يې پر وړاندې خپله لاره پیدا کړې او د ځان ملي هویت او سیمه يې له دوی ژغورلې او دښمن يې په  شرمونکو ماتو محکوم کړی دی.

مالومه ده، چې د ډیورند د بدنامې او فرضې کرښې په دواړو غاړو کې پراته پښتانه او بلوڅان د ګډ تاریخ او حتی ګډو لویو او وړو قومونو اوسیدونکي دي.

د خوست د غلام خان سیمې د مخې کنډو یو جومات انګریزي استعمار دوه ځایه ویشلی، په شمال يې د افغانستان او سویل خوا يې پر خپل لاس جوړ شوي د پاکستان په نوم هېواد ته ډالۍ کړې دی.

دوی پدې ابدي جنایت سره د یو جومات د پیړیو ګډه جمه ویشلې، د یو کلي او کور خلک يې سره بیل کړي او بیا نن دا استعمار تکل لري،  چې د همدې یو کلي خلک د اغزن تار په کشولو سره په خپلو کې د تل لپار بیل کړي.

خوشبختانه ووایو چې لرو، برو پښتنو او بلوڅانو د تاریخ په هر پېر کې د دې بشري ناروا پر ضد غږ اوچت کړی او هېچا ته يې مجال نه دی ورکړی چې د تاریخ دا شوم او ناوړه پلان او بد فکر پر دوی ومني او په اصطلاح پدې سیمه کې یوه داسې ولسي مفکوره رامنځته کړي، چې د ډيورند د کرښې اخوا هېوادپال ولسونه له افغانیت او د خپلو اجدادو او نیکونو له تاریخه منکر دي.

د پنجاب ستمګر او حیله ګر سیاسیون دا درکوي او پوهیږي، چې یوه ورځ به دا ستر او میړنی ولس او ټبر یو وجود کیږي او د جرمني د ولسونو په شان چې پر دوی تپل شوی د نیمې پیړۍ  د برلین دیوال يې ونړاوه، یا د پخواني شوروي بیلابیو جمهوریتونو او ملیتونو چې د کمونیستي ښکیلاک څخه  خپلې ازادۍ تر لاسه کړې،  پښتون او بلوڅ ولس به هم یو وجود کیږي او بیا به د ډیورند په نوم د فرضې کرښې ټغر ورټولوي.

پدې وروستیو کې هلته پاکستان کې د ملتپال ځوان منظور پشتین په قیادت کې د لکونو پښتنو انسجام او د پنجابي استعمار پر ضد د غږ اوچتول او د دې پښتني غورځنګ پراختوب همدارنګه د بلوڅ د مظلوم ولس لخوا د استعمار پر وړاندې وسلواله مبارزه دا په ډاګه کړه، چې ډېر ژر انشاالله پدې سیمه باندې د ازادۍ لمر په راختو دی.

هغه وخت راتلونکی دی، چې د دې سیمې  وروڼه ملیتونه به یو لاس شي او د دوی له سیمو به د جګړو، دښمنیو او تربګنیو ټغر د تل لپاره ټول شي او دا سیمه به نړۍ ته د انسانیت، شرافت او ترقۍ په یوه سمبول بدله شي.

همدا ده چې د پنجاب په مشری استعمار د نورو  پښتنو د وژنو او د هغوی د ترې تم کیدو د وحشیانه عملونو په شان دا هڅه هم کوي، چې په وروستیو کې د منظور پشتین د مبارزې په پایله کې راټول شوي او راتلونکې ته امیدواره افغانان او پښتانه یو ځل بیا په خپلو کې وجنګوي او د دوی په منځ کې خدای مکړه د رخې او دښمنۍ تخم وکري.

هغوی په دې حقیقت سترګې پټوي، چې نه د پولې په دواړو غاړو کې پښتانه په خپل منځ کې اغزن تارونه مني او نه دا سیمه د پنجاب په امر د ورور ملت تر منځ د بیا ځل لپاره د جګړې ډګر ګرځي.

تاسو د ټولنیزې او ټولیزې میډیا له لارې خبر شوئ، چې د پکتیکا د سرحدي سیمو ځوانان او مشران په پوره میړانه په خپله قومي چیغه سرحدي سیمو ته ورغلل او د پنجاب د نوکرانو د سترګو پر وړاندې يې د هغوی اغزن تارونه ورپرې کړل او د کرښې په اوږدو کې يې د دوی پوځي تاسیسات ونړول.

د هغې په تعقیب پکتیا او خوست کې هم په ورته توګه قومي ځوانانو او مشرانو  د دې سترې ناروا پر ضد غږ اوچت کړ او څو ځلې يې د اغزن تار لپاره د دوی د پایو نصبول ودرول.

تر ټولو وروستۍ حماسه د تیرې یکشنبې په ورځ د تاریخ جوړونکو ځاځي میدانیو زمریانو وه، چې د پنجاب پر نوکرانو يې ورودانګل او هغوی ته يې داسې تاریخي ماتې  او د دوی د ګناهونو سزاء ورکړه، چې هغوی ته يې د افغانستان د ازادۍ د غزاء هیرې شیبې وریادې کړې.

د ځاځي میدان جګړې ته  مخکې له دې چې د خوست له مرکز او نږدې ولسوالیو تازه دمه امنیتي ځواکونه  ور ورسیږي او د جنډو سر ته د پاکستانیو سرتیرو د تیري مخه ونیسي، زرګونه ځاځي میداني ځوانان ورغلل او د یو میړني حرکت له لارې يې د دوی بې شرمانه تیری په شا وتمباوه اود  یرغلګرو ژوندي او مړي دوی ته په لاس ورغلل.

مقابل لوري د پولې په پورې غاړه کې د طوریو د پتمن قوم په منځګړتوب د اوربند غوښتنه وکړه او افغانانو هم  د خپلو پښتنو مشرانو او د پکتیا ډنډپټان کې د دواړو دولتونو د پوځي چارواکو د هوکړې پر بنسټ په ډېر عزت سره د هغوی مړي او ژوندي وروسپارل.

د ځاځي میدان حماسې په ډاګه کړه، چې دا ملت او په بدمرغیو کې ایسار ولسونه لا هم ژوندي دي او تر پخوا يې د وطن او د خپلو پلرونو او نیکونو د ټاټوبي سره مینه ډېره شوې او زور او تجاوزګر يې نشي ماتولی.

دې حماسې دا هم وښوده که پښتانه او بلوڅ خپل یووالی پیاوړی کړي، د ساعتونو په موده کې به د پنجابي استعمار د څه کم نیمې پیړۍ واکمنۍ ته د پای ټکی کېږدي او دا خواره واره ولسونه به یو ځل بیا یو وجود شي او پر دې سردرو به ځلاند لمر خپلې د مینې، دوستۍ او یوموټیوب زرینې وړانګې وشیندي.

تل دې وي اسلام.

ژوندي وي، د پولې په دواړو غاړو کې میړني او توریالي پښتانه او بلوڅ ولسونه.

1 comment

  1. bashir sultan Reply

    دغو افغانانو چې په ځاځي میدان کې د وطن ننګه وکړه او قرباني یې ورکړه، څه نومېدل؟ عکسونه یې کوم دي؟ زه خپلو خلکو ته حیران یم چې صرف تعریفونه کوي او اسناد نه ټولوي او نه خپروي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *