Categories

اعلان

Loading…

ترکیه وايي، تراوسه یې نژدې ۷ زره افغان کډوال افغانستان ته لېږلي

تاند- د ترکیې دولتي خبري اژانس وايي چې د دغه هیواد د کډوالو ادارې په وروستیو څو ورځو کې نژدې ۷ زره افغان پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته لېږلي دي.

انادولو خبري اژانس نن /سې شنبه/ د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د مهاجرت د عمومي ریاست د خبرپاڼې پر اساس راپور ورکړ چې په وروستیو کې ۶۸۴۶ افغانان، چې قانوني اسناد یې نه لرل، په چارتر الوتکو کې افغانستان ته لېږل شوي دي.

دا اداره وايي چې دا کسان د ایزروم او اګري له ختیځو ولایتونو او د ازمیر له لوېدیځ ولایت څخه افغانستان ته استول شوي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د مهاجرت د تنظیم اداره همداراز وايي چې په راتلونکو ورځو کې به نور افغان کډوال هم خپل هیواد ته واستول شي.

په راپور کې ویل شوي چې دا بې اسناده افغان پناه غوښتونکي د ایران له لارې د ترکیې خاورې ته داخل شوي او اکثره په ایزروم ولایت کې نیول شوي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د مهاجرت د عمومي ریاست په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په ۴ چارتر الوتکو کې به ژر نور افغان کډوال خپل هیواد ته ولېږل شي.

د ترکیې صدراعظم بن علي یلدرم روانه میاشت د کابل په سفر کې د افغانستان له اجرايي رييس عبدالله عبدالله سره په دې موافقه وکړه چې غیرقانوني افغان کډوال به بېرته افغانستان ته استول کېږي.

اکثره افغانان ترکیې ته په دې هیله ځي چې له دغه هیواده اروپايي هیوادونو ته واوړي.

اروپايي اتحادیې تېر کال ترکیې ته څو ملیارد ډالره مرسته ومنله چې د افغان او نورو پناه غوښتونکو مخه ډب کړي.

13 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *