Categories

اعلان

Loading…

د روغتیا برخې ته حکومت ځانګړی پام کوي| نوید احمد څرک

جګړې د افغانستان د نورو برخو تر څنګ روغتیایي برخه سخته زیانمنه کړې او افغانان تر پرونه د یوې عادي ناروغي د درملنې لپاره له هېواده بهر تلل او لا روان دي، خو اوس افغان حکومت پتيلې چې په کور دننه داسې روغتیایي مرکزونه جوړ کړي چې افغانان د بهرنیو هېوادونو له روغتونونو راوګرځوي او په کور دننه یې درملنه وشي.

هر کال افغانان میلیونونه ډالر له هېواده بهر په درملنه لګوي، یو لامل دا و چې په کور دننه د تشخیص مرکزونه کم او یا نه و او بله دا چې په کور دننه د درملو کیفیت ټیټ و چې ناروغ به له تشخیص سره ـ سره په درملو نه جوړیده.

افغان حکومت د روغتیا برخه کې د پرمختګونو لپاره د پانګونې زمینه برابره کړې او اوس زیات شمېر خصوصي روغتونونه په افغانستان کې فعال دي چې هر یو یې په ځانګړې برخه کې د ناروغانو تشخیص او درملنه کوي.

افغان حکومت دغه راز په دولتي روغتونونو پانګونه وکړه، د ځینو روغتونونو لپاره یې امکانات زیات کړل او ځینو سیمو کې یې نوي روغتونونه جوړ کړل چې خلک روغتیایي اسانتیاوو ته لاس رسی پیدا کړي.

د روغتیا وزارت پلان لري چې په د دې کال تر پایه هغه څلور سوه نوي روغتیایي مرکزونه په کابل او ولایتونو کې جوړ کړي چې خلک ورته اړتیا لري، له دې شمېرې د سه شنبې په ورځ د ۲۰۶ روغتیایي مرکزونو قرادادونه وشول چې نوي جوړ شي او لسګونه نور په تېر کال کې جوړ شوي دي.

په ټوله کې روغتیا وزارت د دوه کلن پلان برخه دا ده چې څلور سوه نوي روغتیایي مرکزونه د خلکو لپاره جوړ کړي چې خدماتو ته لاس رسی یې اسانه شي.

روغتیایي خداماتو ته د نه لاس رسي له کبله ان د زیږون پرمهال مور او یا ماشوم مړه کیدل، خو اوس چې روغتیایي خدمات ته لاس رسی له پخوا زیات شوی، د مور او ماشوم په مړینه کې کموالی راغلی دی.

د روغتیا وزارت دغه راز د دوشنبې په ورځ د کابل اندراګاندي روغتون په احاطه کې د یو روغتون د بنسټ ډبره کيښودله چې د ښځو د سینې د سرطان تشخیص او درملنه پکې وشي.

د دې روغتون لګښت د بیات بنیاد ورکوي چې ژر به یې کارونه بشپړ او هغه ناروغان به له بهرنیو هېوادونو راوګرځوي چې اوس د سینې سرطان د ناروغي له کبله په کور دننه درملنه ناشوني بولي.

دولت اوس د روغتیا وزارت ته زیاته بودجه په واک کې ورکړې چې څنګه کیدای شي، په مرکز او ولایتونو کې روغتیايي خدماتو ته د خلکو لاس رسی اسانه او ډير کړي.

د روغتیا وزارت د دوه کلن پلان له مخې به د هېواد په هره سیمه کې خلک روغتون ته لاس رسی ولري او هغه کورنۍ چې بیخي له روغتون لیرې وي، یواځې دوه ساعته پلي مزل کې به روغتون ته رسیږي.

د روغتیا وزارت باور لري چې که دا پلان سږ کال بشپړ شي، نو روغتیایي خداماتو ته د خلکو لاس رسی به نوي سلنه شي، تېر کال مالومات دا و چې روغتیایي خداماتو ته شپیته سلنه خلکو لاس رسی درلود او څلويښت سلنه یې نه توانیدل چې دولتي روغتیایي خداماتو ته لاس رسی ولري.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانانو لومړیتوبونه پيژني او له کابینې سره یو ځای کار کوي چې څنګه کیدای شي د افغانانو په ژوند کې بهبود راولي او د نورو هېوادونو له احتیاج یې خلاص کړي.

روغتیا وزارت دغه راز د ولسمشر په امر د درملو د کیفیت په برخه کې له ۱۲۰۰ کمپنیو یا شرکتونو څخه ۹۵۰ تړلي چې بې کیفیته درمل به یې افغانستان ته را واردول، د روغتیا وزارت کار کوي چې په کور دننه پانګوالو ته زمینه برابره کړي چې درمل تولید کړي او د بهرنیو له تکیه او انحصار څخه خلاص شي.

16 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *