Categories

اعلان

Loading…

چغن | عصمت الله صالح‎

نجلۍ چپلکه پورته کړه، شپږ کلن ماشوم له کلا د وتلو هوډ وکړ، منډه یې کړه؛ خو د لرګینې دروازې لخک یې غچه ګوته ونیوه، وترسېد. نجلۍ په بیړه ورغله، د دروازې پله یې شاته کړه، د ماشوم پر ټوکل شوې ګوته یې شونډې کېښودې، په ورخطایۍ یې وویل:

ــــ الله! خوږ شوې، ته ونیسه کوم ځای دې ژوبل شو…

په عمر پخې ښځې وټوخل، له تناره پر شا شوه، د بنګړو ډک لاس یې د خونې کونج ته اوږد کړ، اوسپنیز سیخ یې راواخیست، د تناره تازه سکروټې یې لټ- په لټ کړې، د کوټې له دودکش نری لوګی پورته کېده…

ماشوم په ژړا و، رڼې اوښکې یې پر سپېرو غومبورو رغړېدې. نجلۍ د دهلیز نیم‌کښ وره ته وکتل، په غلي انداز زیاته کړه:

ــــ خیر دی غلی شه، چې مور به راووځي…

خړې پيشو منډه کړه، د برنډې له ژۍ یې د دېوال سر ته ټوپ کړل، د دهلېز ور خلاص شو، په عمر پخه ښځه لوڅې پښې د برنډې په زینو کې ښکته شوه، په ډېره غوسه یې شونډې پرانیستې:

ــــ څه شوي، چې چیغو مو کلی پر سر اخیستی!؟

نجلۍ د مور ګونځې تندي ته وکتل، په سا نیولي انداز یې وویل:

ــــ مورې، د د شه- شریف ګوته خوږ شوه…

ښځې په کږو سترګو ماشوم ته وکتل، په لوګي تور لاس موټی کړ، اوږده ګوته یې د نجلۍ پر سر تخته کړه:

ــــ تا ته مې څو وارې وېلي چې له دې چغن نه لرې ګرځه، خو ته یې نه منې، خدای خبر چې دی به له کومې بلا نه شوی وي.

نجلۍ د ماشوم له زخمي ګوتې موټی تاو کړ، سر یې وځړېد، د ګوتو له منځه یې څاڅکی- څاڅکی وینه څڅېده.

501 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *