Categories

اعلان

Loading…

د ( ژوند) د مرګ کیسې/اجمل پسرلی

امریکایۍ کره کتونکې او ناول لیکونکې شلبي هیرون (۱۹۳۱-۲۰۱۶) خپلو زده کوونکو ته سپارښتنه کوي چې د هغه چا په باره کې کیسه لیکه چې د نورو په څیر نه وي.

ځوان لیکوال حیات الله ژوند په خپلو ګڼو کیسو کې په همداسې کرکټرونو پسې ګرځیدلی دی. د دې ترڅنګ په تاند ویبپانه کې تر اوسه د ده په ډیرو خپرو شویو کیسو کې د کرکټر د فزیکي اړخ ترڅنګ روحي اړخ ته پاملرنه شوې ده.

د ژوند د کیسو یوشمیر څیرې په هغه شرط هم پوره خیژي چې کره کتونکي یې د تحلیلي کیسو له لیکواله غواړي. ناقدان وایي د تحلیلي کیسو په اخره کې کرکټر باید بدل شي، خو درې شرطه لري:

تغییر د کرکټر د وس خبره وي

له پیښو سره سم د منلو وړ وي

د کرکټر لپاره په پیښو کې د بدلون لپاره زمان وي

د ژوند د کیسو کرکټرونه په خپل رفتار او کردار کې ثابت دي داسې نه دي چې له ورته پیښو سره په مشخص زمان کې یو ځل یو ډول چلند وکړي بل ځل بل رنګ. دغه کرکټرونه چې په دې کیسو کې څه کوي انګیزه ورته لري چې دا هم ناقدان له لیکواله غواړي.

 سره له دې چې کیسه لیکوال ژوند یو ډول نااشنا پیښې رااخلې خو په کیسو کې یې کرکترونه د منلو دي داسې نه دي چې کرکټر یې په یوه وخت هم ترهګر دی او هم یې د ملکیانو پر مرګ له سترګو اوښکې څڅیږي.

د دغو کیسو یوه ځانګړتیا دا هم ده چې لیدلوری یې زموږ د ډیرو کیسو په څیر نه دی. پښتو ګڼې کیسې په تیره زمانه کې پیښیږي. لږ داسې کیسې لرو چې په حال کې روانې وي. حیات الله ژوند د ( مړستون) په نوم کیسه داسې پيلوي: « له ډيرې ستومانۍ پر لار نه شي تللی، کله بیلچه او کله چې کولنګ ورنه پرمځکه ولګیږي، نو د ټکنده غرمې دا چوپتیا ماته کړي.» د ښاغلي ژوند بیا د ( هنداره او زما څیره) کیسه له تیرې زمانې شروع کیږي:« په ماشومتوب کې مې پر مخ دانې راختلې وې او له هماغې ورځې چې دانې مې پر مخ راوختلې، مخ يې راته ناهمواره کړ، کنډو کپر يې کړ، بدرنگ يې کړم، د مخ هواروالی مې له لاسه ورکړ.»

د دغه پيل همدا برخه په تیر زمان کې روانه ده بیا بیرته لیکوال خپل لیدلورې ته راګرځي او لیکي: « اوس مې راته مخ کنډ کپر ښکارېږي. نه رښتیا،  مخ مې کنډ کپر دی. مخامخ هېندارې ته ولاړ یم سر تر پښو مې ځان پکې وینم ».

ژوند په خپلو کیسو کې له کافکا اغیزمن ایسي. د کافکا د ژوند فلسفه همدا وه چې هرڅه ورته تور او تیاره ښکاریدل. خو کافکا دغې تیارې ته په بیلابیلو ډولونو کتلې دي کله یې له کرکټره حیوان جوړ کړی، کله خزنده، کله انسان، کله د دغو دریو ترمنځ یو شی…

د بل لیکوال د اغیز په باره کې ښایي مثبته خبره دا وي چې په پښتو کیسو کې یو بدلون راولو خو عیب به یې دا وي چې ممکن د لیکوال فکر د لیکلو پر مهال د بل  کیسو ته واوړي چې دا بیا هغه د کیسې او لیکوال ترمنځ نری تار پینه کوي او د دې پرځای چې لیکوال خپلې خبرې وکړي، خپل احساس له لوستونکي سره شریک کړي د بل خبرې راته کوي یا موندلې موضوع ته د بل په عینکو کې ګوري.

 ښه اغیز ښایي دا وي چې د یوه لیکوال له یوې کیسې چاته بله موضوع ورپه یاد شي چې له اصلي کیسې سره هیڅ اړخ نه لګوي یا د تکړه لیکوال د لیکوالي باریکیو ته څوک متوجه شي چې څومره وړو وړو جزییاتو ته یې پام شوي؟ څرنګه یې د دې کلمې پر ځای هغه یوه نه ده راوړې؟ ولې یې دا کلمه تکرار کړې؟ ولې یې دلته جمله لنډه کړې؟ ولې په مکالمه کې یو اوږد ځواب ورکوي بل لنډ؟ په دې کیسه کې یې د کرکټر نوم څه ته اخیستی؟ خو د دې کیسې کرکټر یې نوم نه لري؟ ولې په پیل کې تلوسه سسته ده؟ ولې یې تلوسې ته سم پام نه دی کړی؟ پيل یې څرنګه په تصویر پیل کړی؟ پیل یې د څه لپاره په مکالمې شروع کړی؟ پای یې څرنګه ډير روښانه نه دی؟ …

په تیره بیا د کافکا په څیر د عظیم لیکوال اغیز باید پر لوستونکي ژور وي خصوصا چې څوک یې سم درک کړي. کافکا په ظاهر برسیرن خو په باطن خورا ژور نفسیاتي موضوعات څیړي.

فرانتڅ کافکا( ۱۸۸۳-۱۹۲۴ ) نړۍ ته د یوه معمولي انسان په توگه نه ګوري، دی کله کله ان د بهرنۍ نړۍ په فکر کې هم نه وي، ځان پلټي، ګراګوس ښکاري (د کافکا یوه لنډه کیسه) یې ښه بېلګه ده. په ګراکوس ښکاري کې کافکا تر مرګ وروسته هم ابدي سکون ته نه رسي. څنګه چې په ژوندوني لالهانده و، تر مرګ وروسته هم لالهانده ګرځي او سخته یې لا دا چې څوک اهمیت نه ورکوي.

ژوند بیا خپلو کیسو ته تر اوسه چې لا ځوان دی سره نژدې موضوعات پيدا کړې دی. که چیرته د ده د کیسو موضوعات متنوع شي نو باور لرم چې لا ښې کیسې به ولیکي.

خو په وروستیو کې د « دوه ګامه خوښي» په کیسه کې د تیرو کیسو په څیر غمجن نه دی. دا کیسه په تصادف پای ته رسیږي چې د کیسو د اصولو له مخې عیب ګڼل کیږي، خو په پای کې یې بیا خپل احساس راسره شریک کړي: « بهر تورتم و، چوپه چوپتیا وه، د ساعت د عقربې ګرځېدا په منظم ډول د شپې چوپتیا ماتوله، تر څنګ يې نوی لیک چې همدا نن ماښام يې بشپړ کړی و، د میز پر سر اېښودل شوی و»

دا کیسه تحلیلي نه ده، تفریحي کیسه ده چې د ژوند د نورو کیسو په پرتله داسې ښکارې لکه خپله لاره چې یې په پای کې موندلې وي، په هغه وخت کې چې کیسه نو بیا ختمه شوې.

یو بل څه چې د ژوند په کیسو کې زما تر سترګو شوې دي هغه ځیني اضافي جملې دي. زما په بارو د کیسې هره کلیمه او هره جمله باید له کیسې سره ارتباط ولري، هرڅومره چې دغه اړیکي ژورې کیږي همهغومره کیسه پخیږي. البته له نوي لیکواله دا تمه لرل هم ښایي له انصافه لرې وي.

خو زه به دا لیکنه له دې سره راغونډه کړم چې ژونده! ژوند ژوند.

8 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *