Categories

اعلان

Loading…

افغانان د جبر له لوري قومي بیلتون نه مني 

طاهرساپی  

ډیورنډ د حکومتونو نه د ملتونو مسوولیت دی خو پاکستان لا تر اوسه یو ملت نه دی ځکه هلته یوه لویه کتله بلوڅان او پښتانه دي چې هغوۍ هیڅکله د پنجابي تر اسارت او سیوري لاندې نه پټیږي .پاکستان چې په منځنۍ اسیا کې یوه جوړ شوي حکومت دی دیوه ملت شکل نه دی غوره کړی دغه حکومت تل هڅه کړې چې ځانته دیوه واحد ملت له جوړښته ځان وساتي له همدې امله پکې له پنجابیانو پرته ټول قومونه زلیل ساتل شوي دي.


موخه یې له دغه حالت ساتلو داده چې څنګه کولای شي له نورو قومونو راټول کړي عواید یواځې د بنجابیانو لمن ته واچوي همدا وجه ده چې بلوڅ ، پښتون مهاجر قومي غورځنګ یې نه مني.


پاکستانۍ رسنۍ تل هڅه کوي چې د عامه زهنیت د مهارولو لپاره د دغو قومونو غږ پټ وساتي خو یواځې هغه مهال د بحث هڅه کوي چې کله د پنجاب ګټې په خطر کې وویني.


افغانان له پخوا راهیسې د جبر له لوري ویشلي قومي بیلتون نه مني دوۍ که د ډیورنډ له پولې اخوا یا دېخوا دي د خپل ملت په سینه دغه بدرنګه ګرښه نه مني او نه یې هم تر اوسه منلې ده.


ځینې پاکستاني اجیران تل هڅه کوي چې د خپل بادار د خوشالولو لپاره په افغانستان کې قومي ستونزې را پورته کړي چې له مخې یې دخپل امتیاز د اخیستو لپاره دغه ملت د جګړې په اور کې ساتلی څو له یوه پلوه د ډیورنډ دکرښې عمر اوږد اوله بل پلوه دغه کرښه کې میشت پښتانه وځپي او دغه غږ یې تت یا ټپ کړي .

افغان مورخ حسن کاکړ چې د ډهلي، لندن او کابل په آرشیفونو کې يې ژورې څېړنې کړې، داسې فارسي او یا هم انګریزي متن نه دی موندلی، چې د امیر عبدالرحمان خان خپل لاسلیک پرې شوی وي.


دا یوازې د امیر عبدالرحمان خان او انګریزانو ترمنځ د نفوذ د ساحې وېشل وو، نه کوم سرحد ایستل.
.

که چېرې د ډيورنډ تړون یو “تړون” وای، نو ولې د انګلستان له پارلمان او یا هم د افغانستان له پارلمان او یا هم له کومې لویې جرګې څخه نه تصویب کېده؟


که چېرې د ډيورنډ تړون یو دايمي “تړون” وای، نو انګریزانو ولې هر ځل د افغانستان له پاچاهانو سره په جلا جلا ډول لاسلیک کاوه؟

بل که دوۍ وایي چې دغه تړون سم دی نو تړون اساساً له ۱۸۸۳ نه تر ۱۹۹۳ پوري د ۱۰۰ کالو لپاره ټاکل شوی وو ، خو په کال ۱۹۴۷ کي اوسنی پاکستان جوړ شو ، په عادي حالت کي باید د افغانستان حکومت په ۱۹۹۳ کي ددې سیمو لاس ته راوړلو ادعا کړې وای . خو څنګه چي افغانستان په کورنیو جګړو کي ډوب وو ، د افغانستان سیاستوالو دې مهم ټکي ته پام ونه کړ خو دا په دې معنی نه ده چې موږ ورته پریښی دی .

د وتلي هندي لیکوال او ډيپلوماټ راجیو داګرا اثر دی، چې په روانه اوونۍ کې چاپ شوی. راجیو داګرا په ایټالیا او رومانیا کې د هند د سفیر او په ملګرو ملتونو کې د دې هېواد د دایمي استازولۍ په څوکۍ دندې ترسره کړي. دا اثار په وروستیو لسیزو کې د ډیورنډ کرښې په اړه تر ټولو معتبر او بډایه اثر دی، چې د ډيورنډ کرښې په اړه ډېرې ناویلي او د پردې تر شا خبرې لري.

په اثر کې ګڼې پوښتنې او د دې پوښتنو ځوابونه مطرح شوې، چې د ډیورنډ کرښې غیر اعتبار والی ښيي او د کتاب لیکوال هڅه کوي، چې د واحد ملت په سینه را کش شوې دا کرښه ناقانونه ثابته کړې.

د کتاب په یوه برخه کې راغلي، چې د ډیورنډ تړون د لاسلیک پر مهال د امیر عبدالرحمن خان روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ نه و، د نوموړي په خبره امیر عبدالرحمن خان د نولسمې پېړۍ په نویمو کلونو کې له سختې ناروغۍ کړېده. نوموړی وايي: ((د نورو په څېر دا ماته هم ګونګه او مبهمه موضوع ده، چې امیر عبدالرحمن خان دا تړون ولې لاسلیک کړ، ولې په هغه اطاق کې چې دا تړون لاسلیک کېده بل افغان نه و، ولې د عبدالرحمن خان په ژوند لیک کې چې نوموړي خپله لیکلی د دې تړون په اړه یادونه نشته.

د دې سربېره ښاغلی داګرا ډېر قانوني او حقوقي دلایل هم وړاندې کړي، چې د ډيورنډ کرښه تپل شوې او ناقانونه کرښه ښيي.

د کتاب لیکوال په باور ډېره هڅه یې کړې، چې د ډیورنډ تړون کاپي پیدا کړي، خو له ډېرو هڅو سره سره په دې نه دی بریالی شوی، چې یاد تړون اصلي کاپي ترلاسه او د تړون کره والی ترې ثابت کړي. نوموړی باور لري، چې دا تړون له سره موجود نه دی، انګریزانو په زور دا سیمې لاندې کړي او بیا یې د تړون نوم ورکړی دی.

په داسې شرایطو کې چې د ډيورنډ مسله د افغانستان او پاکستان ترمنځ تر ټولو جنجالي مرحلې ته داخله شوې او پاکستان تر بل هر وخت زیاته هڅه کوې، چې له بېلابېلو لارو د فشارونو په واردولو دا مسله په خپله ګټه پای ته ورسوي؛ د داسې څېړنیزو اثارو چاپ او بازار ته راتګ طبیعي خبره ده، چې خورا ګټور دي.

د دولتونو او ملتونو په کچه موږ په دې ملامت یوو، چې د ډیورنډ په څېر دومره اړین مسایل مو هم سرسري نیولي او یوازې د پاکستان د منافقانه لوبې لیدونکي او څارونکي یوو. امیر عبدالرحمان خان له ۱۸۹۵ تر ۱۸۹۷ کال پورې په متواتر ډول انګریزانو ته لیکونه استولي، چې له مخې يې د ځينو سيمو په تړاو چې د ډيورنډ کرښه پرې تېره شوې، خپل مخالف دريځ هغوی ته روښانه کړی.


له مودې راهیسې په دې باور دی، چې له افغانستان سره پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار له لګولو سره ددوی غاړې ته د وسلوالو د ور اوښتلو مخه ډب کېدلی شي او په هیواد کې د ترهګرۍ د پېښو مخه نیولی شي. ځکه دغه هیواد فکر کوي، چې په هیواد کې يې د ناامنۍ د اکثرو پېښو پلان د افغانستان پر خاوره کېږي او ددوی مخالف وسلوال ټول په افغانستان کې پټ دي.

په ۱۹مه پېړۍ کې، په افغانستان کې د تزاري روسیې او برېتانوي هند ترمنځ لویه لوبه پيل شوه. هغه مهال دواړو استعماري امپراتوریو د “وړاندې تګ” تګلاره غوره کړې وه. روسیې د منځنۍ اسیا مسلمان امارتونه او واړه دولتونه یو په بل پسې د خپل استعمار تر سینې لاندې کول.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *