Categories

اعلان

Loading…

د بدنام هیواد وروستۍ سلګۍ | واحدګل هاشمي

لکه څنګه چې انګریزانو به خپل ټوپک په پردۍ اوږه په خپله ګټه ګرځاوو، دې ته ورته اوس امریکا خپل جنګ په پردۍ جغرافیې پر مخ وړي. دوي تل د نورو د بچو په ژړولو د خلکو هیلو په وژلو کې خپلې ګټې غواړي.

یواځې دوي نه؛ بلکې اوس خو په نړۍ کې ټول زبر ځواک هیوادونه داسې یوه جنګي ستراتیژي لري چې تل خپل جنګ په نورو جغرافیو په نورو سیمو او په نورو وګړو پر وړي، ددې ګټې که څه هم دوي ته ډیرې دي خو دا یې هم یو له ګټو حسابیږي چې وګړي ددوي سالم پاتې کیږي، سیمه ددوي منظمه او همداسې روغه پاتې کیږي او يواځې ګټې یې دوي ترلاسه کوي.

په نړۍ کې ډیر داسې هیوادونه شته دي چې د نورو تر فشار او کنترول لاندې دي مګر په ګرده نړۍ کې سپک او شرمیدلی هیواد چې ټوله نړۍ یې اوس په ښه شان پیژني هغه پاکستان دی.

د پاکستان نوم په اوریدو سره لږ هم که څوک په سیاسي مسایلو کې مطالعه ولري سر تر پایه پوهیږي چې څنګه هیواد دی او څنګه شرمیدلی نظام په کې حاکم دی او د کوم هیواد غلامي یې نه ده کړې؟

ددې هیواد سیاسیونو تل د یوه څیره بدلونکي، چغل غور او سپک انسانانو په شکل نړۍ ته ځان ښودلې دی او هیڅ وخت یې هیڅ شخص او هیواد سره هم که ډیر یې دوست هم وي وفاداري نده کړې. تاریخ یې له خپلو او نورو وګړو سره په دوکه او جفا کې تیر کړې.

د روسیې په ماتولو کې د امریکا له لارې ټولو هغو ډلو ته یې وسله او نور تجهیزات لیږدول او ځان به یې له افغان ولس سره خواخوږی یاداوو مګر کله هم چې د خپل پلار له لوري ورته امر وشو په خپل کور کې یې ځینې قدرمن او درانه افغان مشران ونیول او امریکا ته یې وسپارل.

یواځې دا نه؛ په نوموړي هیواد کې حاکم تور پنجابیان په دې هم ښه پوهیږي چې د کوزې پښتونخوا ټول پښتانه افغانان دي او په دې ښه پوهیږي چې یوه ورځ نه یوه ورځ به دا ولس راویښیږي او ځانونه به افغانان ګڼي چې همداسې وشول هم، دوی یې پر وړاندې کوم ظلمونه ونه کړل.

د کوزې پښتونخوا په پښتنو افغانانو باندې د پنجابي نظام ځینې ربړې:

ددې له امله چې د کوزې پښتونخوا پښتانه افغانان دي دوی ورته په هیڅ برخه کې هم د زړه له تله پرمختیایې چارې نه دي ترسره کړې، لکه تعلیمي چاپیریال څخه نیولې بیا تر روغتیا، امنیت او داسې مختلفې برخې، په ټولو کې یې پښتانه شاته پاتې دي که د ورانونکي نوم وي پښتون ته یې ورکوي، که چیرته د پښتون یا پښتنو انځور خلکو ته ښايي نو د جنګ پلوي انسان لقب ورکوي او هغه سهولتونه او اسانتیاوې چې د پاکستان نورې سیمې ورڅخه برخمنې دي د پښتنو سیمې ورڅخه بې برخې دي.

که چیرته د پاکستان دننه خپل دولت یې بمباري کوي په پښتنو یې کوي، که یې ولس ګډوال کیږي پښتانه یې خپلې سیمې پریږدي، زه ددې موضوع یو مثال وړاندې کوم تاسې به څو کاله وړاندی د خوست سیمه کې وزیرستاني او د هغې لوري نور ګډوال لیدلي وي چې څومره په ظلم یې له خپلو سیمو شړلي وو چې بیا د امریکا یو چارواکی یې په همغې سیمې وګرځاوو او نوم یې دا ورکړ چې دا خلک ترهګر وو او مونږ یې پر وړاندې عملیات وکړل او اوس یې ځینې ژوندي افغانستان ته اوښتي حال دا چې هغه ټول بې چاره او بې وسه خلک وو چې بیا د افغان دولت دې کور ودان وي چې د هغوي سره یې مرستې وکړې او کله چې د پاکستان خپل هدف پوره شو بیرته یې ورته وویل چې تاسې راشئ او په خپلو سیمو کې مېشت شئ.

دې ته وايي غلطه استفاده او د پښتنو بدنامول، همداشان نوموړي پنجابي نظام تر ۳۲۰۰۰ دوه دیرش زرو پښتانه ځوانان تري تم کړي او وژلي دي. او تر ۱۲۰۰ قومي مخور یې په هدفي وژنو کې له منځه وړي په دوی کې یې زیات شمیر هغه کسان شامل وو چې تل یې غوښتل د کوزې پختونخوا افغانانو غږ پورته کړي او نړۍ ته د پنجابي نظام بده څیره ورښکاره کړي.

همدا شان د امنیت او ثبات له نظره د پاکستان دولت پښتون مېشتو سیمو ته هېڅ پاملرنه نه کوي او د بدنامولو په خاطر ورته ډول ډول دسیسې جوړوي ځکه خو په دغه هېواد کې د بې ثباتۍ ډېر راپورونه له همدې سیمو څخه ورکول کېږي. که موږ د پاکستان تېر څه مودې امنیت ته وګورو، د بې ثباتي زیاتې پېښې په پښتون مېشتو سیمو کې شوې.

لکه په تیر کال کې په کوټه کې د زمري د میاشتې په دوه ویشتمه انتحاري حمله کې شاوخوا شپېتو کسانو مرګ ژوبله، د وږي لسمه مومند ایجنسۍ بمي چاودنې پنځو کسانو مرګ ژوبله، د وږي شلمه کوټې ته نژدې څلور افغان هزاره ګانو وژنه او د دوو تنو ټپي کېدل.

دغه راز د تیر کال د وږي اووه په ویشتمه په باجوړ ايجنسۍ کې بمي چاودنه کې د اوو کسانو وژنه د تلې میاشتې شپږویشتمه کوټه او بنو کې برید کې ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله او له دې نه بغیر په روان کال کې د دوو پښتون مېشتو خبریالانو بخشش الهي او هارون خان وژل کېدل او داسې نورې پېښې یادولای شو.

دا خو د امنیت برخه ده چې په پاکستان کې پښتانه په کې خواره برخه لري، په نورو برخو کې هم دغه خوار ولس ته د زړه له اخلاصه کار نه کېږي او یواځې د صبر کولو ځواک لري.

د روغتیا په برخه کې په پښتونخوا کې د ډینګي په نوم ناروغي له کبله په لسګونو خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړ او لا نوره هم دغه ناروغي په دې خلکو کې خپرېږي؛ ځکه ځايي اداره یې په کنټرولولو کې پاتې راغلې که دا اوس هم د پېښور زیاتره روغتونونو حالت وګورئ د دې ناروغۍ ناروغان به په لسګونه په کې بستر وي.

د نوموړي بدنام هیواد ولس له خپلو سیاسي مشرانو دومره کرکه لري چې څومیاشتې مخکې په څو سیاسي غونډو کې ددې هیواد مشهورو سیاسي ګوندونو رهبران د خلکو له لوري په بوټونو وویشتل شول.

دا څه چې باور وکړئ چې ددې هیواد په مستندو ناکردو بیانولو به زه په لیکلو او تاسې په لوستلو ستړي شئ، دې بدبخته پنجابي نظام اوس د خپل پلار په امر ځینې افغانان نیولي دي، او د خپل بادار د خوښي په خاطر به کوم ظلمونه پرې کوي.

ددې تر څنګ د کوزې پښتوخوا افغانان خو څه په قرار نه پریږي بلکې د  برې پښتونخوا افغانان هم غواړي تل ناقراره وویني. کله په کونړ توغندي راشړي، کله یې په ننګرهار راشړي، کله د پکتیا په پټان سیمه راشړي او کله یې د خوست په ځاځي میدان راشړي. مطلب په هر ډول چې وي تور پنجابیان غواړي چې افغانان تل وزوریږي.

خو دوی دې هم خبر وي چې که د کوزې پښتونخوا وي او که د برې پښتونخوا وي د دواړو ولسونو په رګونو کې د یو افغان وینه حرکت کوي وخت به راځي چې ددې یوې یوې ناکردې حساب به ورڅخه اخلي او دا وخت ډیر رانږدې دی.

ځکه اوس ټول په دې پوه دي چې دښمن یې څوک دی، د پیښور په شان لوی ښار کې چې له نجیبه تر نقیبه د حق غوښتنې چغې پورته کیږي، او لر اوبر یو افغان چغې وهل کیږي نو دا دې د ځان لپاره لوی د خطر زنګ وګڼي او که نن وي که صبا وي د ژوند بیړۍ یې د چپه کیدو په حال کې دي.

لر او بر یو افغان دی او تل به وي!

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *