Categories

اعلان

Loading…

د بغاوت ټکولو او سولې ټینګښت وړه برخه پوځي خو ستره هغه یې سیاسي ده

ودان روښان  

د امریکا پوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ د هغه هېواد ولسي جرګې پوځي کمېټې په استعمایه غونډه کې د نورو مسلو ترڅنګ د طالبانو د ماتولو له پاره د بشپړ پلان خبر ورکړی.

دغه د څلور ستورو والا امریکایي جنرال ویلي چې اوسنی جنګي څپرکی به په پنځو وروستیو کلونو کې لومړنی هغه  وي چې د ناټو پرېکنده ملاتړ ماموریت، د افغان ځواکونو د جګړې د ملاتړ له پاره منظم پرورګرام لري.

د امریکا  پوځ لوی درستیز د افغان ځواکونو درنې مرګ ژوبلې لاملونه ددوی ترمنځ د همغږۍ نشتوالی، په هوايي، توپچي او استخباراتي ملاتړ کې نیمګړتیاوې په ګوته کړي.

ښاغلي ډنفورډ زیاته کړه:« اوسنی څپرکی به د جګړې څپرکی وي، موږ به د افغان ځواکونو ملاتړ په موخه د پوره سرچینو یو پروګرام ولروچې له مخې یې دغه ځواکونه د ترهګرو پر ضد عملیات ترسره کړي. زه په دې باور یم چې اوس‎مهال د افغان جګړې ستونزو ته پام کېږي، له تېر یې زده کوو او بریا ته رسېږو.»

د افغان جګړې په اړه د جنرال ډانفورد په څرګندونو کې مهمو ټکو ته نغوته شوې لکه د افغان ځواکونو ترمنځ نه همغږي، د هوایي، توپچي او استخباراتي نمګړتیاوې. دا اساسي ټکي دي چې که پام ورته وشي بیا د ستونزې یو پر پنځمه برخه حلولی شي نه ټوله ستونزه دا ځکه چې د دا ډول جګړو ګټنې یو پرپنځمه برخه پوځي او څلور پر پنځه برخې سیاسي تدبیرونه دي چې که په سمه توګه پام ورته وشي د جګړې ګټل یقیني کوي. په دې اړه د وتلي امریکایي ستراتېژیست او د امریکا یو پخواني ولسمشر ریچارد نیکسن سلاکار رابرت تامپسون پنځه ګونې سپارښتنې د پام وړ دي چې دلته یې یادونه بې ګټې نه بولم خو له هغه وروسته به د افغانستان ننني حالت په اړه خپل وړاندېزونه هم ولرم خو لومړی د رابرت تامپسون پنځه ګونې سپارښتنې:

۱ – د بغاوت ماتولو له پاره لومړی باید دولت روښانه کړن لاره ولري، یانې داسې یوه کړن لاره، چې په هغې کې ملي موخې په روښانه ډول تعریف شوې وي یانې:(د ازاد، خپلواک او یو موټی هیواد ټینګښت، دفاع او ساتنه وي، چې همیشنی سیاسي او اقتصادي ثبات لري) دا ځکه، چې د بغاوت مقابله به لومړیتوب لري، خو په ګوښیوالي یا انزوا کې د هغه چاره نه شي کیدی.

۲ –دولت باید د قانون مطابق عمل وکړي، یانې ان د بغاوت ضد عملیات هم باید د قانوني ارونو له مخې ترسره شي. داسې نه چې د بغاوت ماتولو په موخه ټول بشري او نړیوال قوانین تر پښو لاندې شي. د بغاوت ماتولو عملیاتو کې ملکي وګړو ته زیان ونه رسېږي، د جګړې له اسیرانو سره انساني چلند وشي که محاکمه کېږي باید دغه کار د ټولو مدني قوانینو او بشري حقونو له مخې تر سره شي.

۳ – دولت باید ټولیزه طرح ولري، چې نه یوازې پوځي اقدامات بلکې سیاسي، ټولنیز، اقتصادي، اداري، پولیسي او نور اړین عملیات پکې شامل وي، چې یاغیان د عمل پر ځای عکس العمل ته اړکړي. په دې برخه کې انعطاف ډیر اړین دی. د ټولو ښکیلو بنسټونو ترمنځ بشپړه او همیشنۍ همغږي جبري ده ځکه، چې ښایي له دې پرته به په نیول شویو حیاتي تدبیرونو کې د نه همغږي له امله تشه رامنځ ته او نه جبرانیدونکي زیانونه واړوي.

۴– باید د سیاسي ورانکاري ماتې ته لومړیتوب ورکړل شي، نه د چریکانو ماتې ته، یانې د یاغیانو پر زیربناوو ګوزارونه وشي د دوی د تدارکاتو لارې تر کلکې څارنې لاندې ونیول شي په تیره، چې له بهره اکمالیږي، د دوی لارښودې کمیټې او سازمانونه ړنګ او له منځه یو وړل شي او دغه ډول عملیات په پرله پسې توګه مخ ته یووړل شي، چې یاغیان له تدارکاتو، پرسونل او اطلاعاتو محروم شي، چې په دې سره هغوی ورو ورو کمزوري او له پښو وغورځیږي.  

۵ – د بغاوت جګړو پر وخت دولت باید لومړی د پوځي اډو شاوخوا او ګڼ میشتې سیمې د یاغیانو له اغیز او بریدونو وساتي یانې کله، چې جګړې تودیږي دولت ته بویه په هره بیه، چې وي یاد ځایونه خوندي وساتي ځکه، چې په دې سیمو کې د هیواد اکثریت وګړي اوسیږي او سربیره پردې د هیواد اقتصادي بنسټ جوړوي. ددې پانګې په کنترول سره د یاغیانو د جذب توان محدود او د بغاوت چټکې پراختیا مخنیوی کیږي.(۱)

دا خو شوې د رابرت تامپسون پنځه ګونې لارښوونې خو زه غواړم دا هم ور زیات کړم چې په اوسني وخت کې تر ټولو غوره ښه حکومتوالي او د خلکو ستونزو او غوښتنو  ته د حکومتي چارواکو رسېدنه اړینه ده. دا ځکه چې په لومړي سر کې د ځینو حکومتي چارواکو کړنو هم خلک له حکومته لرې کړل او لامل یې دا و چې حکومتي اډانه د جنګسالارانو په لاس کې وه. دا ځکه چې هغه مهال نړیوالې ټولنې او په خپله د وخت مشرتابه پلاوي ( پخواني ولسمشر حامد کرزي) د مصلحت، لورینې یا هم ښایي وېرې له امله هر څه د جنګسالارانو او جنګي جنایتکارانو په لمن کې اچولي وو او هغوی هم پر خپل ټول توان د خپلو شتمنیو ډېرولو، ځانونو پیاوړي کولو او ځینو یې د قومي او ژبني تعصب له مخې خلک له دولته ناراضه کړل. جنګسارو واکمنو د دولت او خلکو ملکیتونه غصب ان د ګمرکونه( د هرات او بلخ ګمرکونو) عواید قبضه او د نشه یي توکو کاروبار پراخ کړ. داسې رپوټونه هم شته چې د هغه وخت د یو والي له دفتره ۹ ټنه تریاک موندل شوي وو.  دا کیسه ډېره اوږده ده خو زموږ موخه له ښې حکومتوالۍ داده چې اوس نه یوازې ددغه ډول کړنو مخنیوی بلکې د خلکو پر پخوانیو ټپونو هم پټۍ کېښودل شي. په ټوله کې د خلکو ژوند ښه کولو ته ډېر پام واوړي او له نړیواله ټولنه د پوځي مرستې ترڅنګ د خلکو ژوند ښه کولو هم وس چار وکړي.

د اوسني بغاوت په شنډولو  کې نوی عنصر چې باید ډېر پام ورته وشي هغه پرجګړه له جګړې ستړو خلکو اعتراض او د سولې غوښتنې غورځنګ لا پیاوړي کول دي.

چارواکي باید دخلکو دغه نوښت کلک ملاتړ وکړي چې له هلمنده پیل او نورو ولایتونو ته غځېدلی دی. زما په اند په دې برخه کې باید تبلیغات لا ډېر پیاوړي شي، خو له یاده ونه باسو چې یوازې د یوې مسلې ډېر تبلیغ عامه ذهنیت یوې خوا ته نه شي بیولی بلکې د هغې مسلې په اړه باید په ټولنه کې یو ذهنیت وي نو اوس چې په ټولنه کې د جګړې ضد روحیه څه چې د اعتراض غږونه راپورته شوي اړینه ده چې دې برخې ته ډېر پام وشي.

چارواکو ته بویه که تراوسه یې  د جګړې ضد او سوله غوښتونکو پرلتونو په اړه کره څېړنه، نه وي باید ژرتر ژره د سیاسي رښتینو فعالانو، د افغان ټولنپوهانو، وتلو ارواپوهانو، د تبیغاتو برخې متخصصینو، مسلکي دیپلومانو یو ډله دا موضوع په کره توګه تر څېړنې لاندې ونیسي او په دې برخه کې ان یو لارښود چمتو شي چې په هغه کې پر جګړې د معترضینو غږ د هېواد ګوټ ګوټ ته رسولو لارې چارې په نښه شوې وې. زما وړاندیز دادی چې دا مسله جدي ونیول شي، ځوانانو، ښځو، قومي مشرانو او دیني عالمانو ته ډېر پام وشي په تېره ښځو ته دا ځکه چې د هلمند پرلت کې په لومړي ځل ښځینه وو په خپل نوښت نه په سمبولیکه بڼه ګډون او دا لړۍ نورو ولایتونو ته هم ورسېده.  

اړینه ده چې ددغه کار له پاره د وسله وال پوځ اعلا قومانداني یا هم د ملي امنیت شورا کې څانګړې څانګه جوړه شي.

څرنګه چې دغه بحث ډېر اوږد دی چې که ژوند و په اړه به یې په راتلونکې کې نورې لیکنې هم ولرو خو د اوس له پاره   د وتلي فرانسوي ستراتېژیست دیوید ګالولا د وینا په یوه برخه لیکنه پای ته رسوم چې وایي: « له تکتیکي پلوه، د بغاوت ضد عملیاتو مهمه برخه په عمل کې د زور کارونه، نه ده. د بغاوت ضد بریالۍ جګړه(۸۰ ٪ سیاسي او ۲۰ ٪ پوځي) ده.  د پوځي ځواک کارونې موخه د سیاسي پرمختګ له پاره چاپیریال برابرول دي.»(۲)

(۱) د ریزرف ډګروال م. عارف . د بغاوت مدیریت ۱۴۱ – ۱۴۲مخونه

(۲) همدغه اثر ۵۳ مخ

18 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *