Categories

اعلان

Loading…

شین راکېټ په شګو کې پنجر دی/ عصمت قانع

یو وخت وو، چې د خلکو د دیموکراتیک جمهوریت حکومتي پنډه تانو به ماشیني ظابیطان تولیدول، پر حکومت باندې ورځ په ورځ د خلکو باور له مېنځه تللو، په اردو کې جګړه نانو، تورنانو او ډګر والانو قرار ته پر فرار ترجیح ورکوله.

د ببرک کارمل او روسانو له راتلو سره زه هم د کندهار له لوی محبس څخه راخوشي شوم. کله چې په ساړه ژمي کې له بندیخانې کور ته راغلم او د ټولګي والو پوښتنه مې کوله، نو یو درجن یې له لسم صنف څخه بېړني کورس ته تللي وو او ټول ظابیطان شوي وو.

دغه ظابیطان وو، چې په بیډیو کې یې د غالو کولو رقیب لوبغاړي بندیخانو ته کشول او د شپې په توره تیاره کې به یې د ژوند له صحنې څخه د آبد لپاره رخصتول.

دغو ظابیطانو به د انقلاب او ضد انقلاب کلمې زده کړې وې او ورسره به یې د هورا مستانه چیغه هم وهله.

محاکمو او عدلي ارګانونو هم نه شوای کولای چې خورد ظابیطان له انقلابي وژلو او کارګري پرولتاري اخلاقو څخه منع کړي.

یوه جوړه بریتونه، یوه پاپشه او د خلق سور نښان هغه سندونه وو، چې ظابیطانو او حزبي ملګرو ته یې عام او تام واک ورکاوه، څوک چې په نښه کوي باید وه یې وژني. په ټولنه کې ناببره ماشیني حاکمیت رامېنځته شو، دې ته یې انقلاب ویل، چې د تعلیم یافته پرځای بې تعلیمه حاکم شي.

د ټولنې په رګونو کې د انارشیزم جراثیم داسې په ګړندي حرکت وخوځېدل چې په شپږو اوو میاشتو کې د افغانستان مجهز اردو د ملګرو او رفیقانو په بې باوره او بې وقاره ډله باندې بدل شوه. خو بیا هم اردو وجود درلود او اسکلیت یې ساتل شوی وو.

ډاکتر نجیب الله احمدزي هڅه وکړه، چې د افغانستان اردو پر خپل ځای باندې سنګین وساتي او ترڅنګ یې د قومي ملېشو په نسخه د روسانو د تجاوز په نتیجه کې له واګو باغي حالت بېرته د حکومتي حاکمیت له واګو او کنترول سره ونښلوي.

خو بیا هم د افغانستان اردو پخپل ځپل شوي اسکلیت سره د جلال اباد د دفاع په څېر یوه ستره معرکه وزېږوله، چې پر خپل وخت د افغانستان د دفاع تر ټولو ویاړلې حادثه وه.

خبره مې د هېواد په سیاسي سرنوشت کې له طبیعي قالبونو څخه د بغاوت او د مصنوعي قالبونو په زور د واګو او چارو د کنترول او ادارې په برخه کې کوله.

افغانستان له تېرو دولسو کالو راهیسې د غربي ډیموکراسۍ د تجاربو په لابراتوار باندې بدل شوی دی. که څه هم ډیموکراسي تر ډېره ځایه پورې د افغانانو د فرهنګ له ادارې سره موازي او غبرګې ریښې لري، خو د ډیموکراسي کرایي او مصنوعي تطبیق زموږ هېواد یو ځل بیا د خپل تاریخ پر ډګر د ژوند له یوې داسې تجربې سره مخامخ کړی، چې د بحران او کړکېچ بوی ترې را ولاړېږي.

دنیا ددې پر ځای چې د افغانستان د خلکو د فطري ظرفیتونو په قالبونو او چوکاټونو کې د دیموکراتیک حاکمیت افغاني فارمولا وکاروي د B52 په زور هڅه وکړه، چې د ډیموکراسۍ مصنوعي نسخه د افغاني جنګ ځپلې ټولنې د اوږدې تبې د درملو لپاره وکاروي.

خو ددغې نسخې له داروګانو سره د افغاني وینو، افغاني هډونو او افغاني رګونو نا اشنا حالت یو داسې حساسیت راپارولی دی، چې د مرض د تداوۍ پر ځای یې له تبې سره د وینو د فشارو کچه هم یوه لوړ حالت ته ورپورته کړې ده.

د جګړو او فتنو په وجه د افغاني ټولنې معدې هغه ټول جنګي تابلیتونه استفراق کړل، چې د جهاد او مقاومت په نامه د افغانستان د خلکو معدې ته ور داخل شوي وو.

د سپتمبر له یوولسمې وروسته دنیا یو ځل بیا هماغه استفراق راټول کړ او د افغانستان د بې ثباتۍ د مرض د علاج داروګان یې ترې جوړ کړل.

دا ځل دغه داروګان ددې پرځای چې د مرض په علاج کې د اغېزمنتوب معجزه وښیي، د مرض پېچلی حالت یې لا نور هم کړکېچن کړ.

راتلونکی کال زموږ درېمه تجربه ده، چې خپل انتخابي جمهور رییس به ټاکو، خو په تېرو دولسو کالو کې زموږ د ټولنې د عنعنوي دیموکراتیک قالب څلور سره زاویې په فساد باندې لړل شوې دي.

مافیایي تشکیلاتو یې دېوالونه ور نړولي دي او ناروا پانګې او تزویر هغه ټول اخلاقي ارزښتونه له مېنځه وړي، چې زموږ د وجدان او اجتماعي ضمیر په تازیانو یې زموږ ملي باورونه اداره کول.

حزبونه او سیاسي تشکیلات د یوې سیاسي ټولنې د تشکیل لپاره حیاتي ارزښت لري، خو موږ د ډیموکراسۍ په بهیر کې ددې پر ځای چې منظم حزبي تشکیلات ولرو مافیایي ډلې مو د سیاسي واټ د نقلیه وسایطو د عرابو په توګه استعمال کړي.

اوس اوس د دغو وسایطو ټولې عرابې پنجر دي او د سیاست په واټ کې د وسایطو د ځغاستې مقابله را رسېدلې ده.

د پروتوکولي مسعود سکرتر عبدالله یو ځای په بریتو ګوتې وهي، خو پښتون معاون نه ورته پیدا کېږي. د شاه جهان کاکا فیلسوف او متفکر زوی اشرف غني خان بیا بل ځای د پاچاهۍ له بګتیو سره ډول ډول سروکي نښلوي، خو تاجک معاون ورباندې قحط شوی دی.

د ولسوال کاکا زوی محمد حنیف اتمر هم د ارګ خوب په اخند زاده خېلو، صاحب زاده خېلو او سیدانو تعبیروي، خو ټیم نه ورته پیداکېږي. سیاف بیا د فتوی پر راکېټ سپور دی.

بس هماغه حالت راغلی دی، چې:

شین راکېټ په شګو کې پنجر دی

موږ ته ناوې راکړﺉ مازدیګر دی

خو زما پوخ یقین دی، چې مازدیګر به ماښام شي او ماښام به ماخستن شي، خو د کابل په ککړه هوا او ماتو واټونو کې به د انتخاباتو لارۍ همداسې پنجر ولاړه وي، ځکه ددغې راکېټ لارۍ ټایرونه افغاني خصلت نلري، ټوپ یې هم له ډالري کاغذونو جوړ دی.

باید وپوهېږو، چې د ډیموکراسۍ د تطبیق سیاسي ډګر د هماغې ټولنې په بېل او کلنګ هوار شي، که هوار نه شي نا همواره حالات به نا همواره کړکېچ وزېږوي.

دا لیکنه په محور ورځپاڼه کې خپره شوې.

9 total views, 1 views today

20 comments

  1. Hashmatullah Baheer Reply

    قانع صاحب هروخت چی دغوښتلو داستاد عبدرب الرسول سیاف نوم ذکر کړی مکمل به یی لیکی نوم باید پوره ولیکل شی اوکله چی دی غوښتلو نوم یی واخلی نوپه ډیر درناوی سره به یی یادوی ستاسو ټول فهم اواستعداد داستاد استفراق ته هم نشی رسیدلی تاسو تراوسه پدی باندی نه یاست پوهیدلی چی څه ووایاست الله دوکړی چی پوهیدلی واوسی

    1. پردیس Reply

      ښاغلی بهیر
      زه نه پوهیږم چی د استاد نا استاد له جیبه تا ته څه درسیږی او که نه؟ خو ستا له لیکنی جوتیږی چی حتما به دغه تش په نامه انسان حتما کومه غوړه ګوته درکړی وی که نه نو عاقل انسان به هیڅ کله د یوه غله صفت ونکړی.
      زما کور په خوشال مینه کی دی او زه ښه پوهیږم چی عبدالرسول سیاف څه ډول انسان دی، نه یوازی چی زه بلکه د خوشال مینی ټول اوسیدونکی دی ښه پیژنی. همدومره به دی بس وی که په خبره پوه او عاقل انسان یی

  2. shakir Reply

    بهیر خانه. هاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاه نور څه درته نه لیکم

  3. نشیب Reply

    این بود صدای افغانستان

  4. Tutakhail Reply

    شاغلی حشمت سیاف دذهنی اختلا ل سره مخ ده دغه سربداله مفتی بدبخته خلک غولوی اودمنافیقینوپه قطارکی دروی دی خو پخپله عبدالرسول نومیده چی بیا عربو دانوم ورسم که دی په علم عمل نلری زه خپله داتحاد په تنظیم کی ووم ولی داکس مسلمانانوته برگ برگ گوری او غاشونه ورته چیچی ته دسیاف دعبرت درس په نوم کتا ب اوگوره دده دپاره دده شخصیت سره سم دمنصب ضرورت دی لکه دیو فایؤ ستارهو تل منیجری یاپه یو فلم د کی جنگل دبادشاه رول یادکابل په شاروالی صفایئ دچارو عمومی امریت چی دشهر نالیئ دیری چتلی دی او یو قهرجن برخورد ته ضرورت ده

  5. عثمان Reply

    هشمت الله بهير !
    كاشكي ستاسو خواهش داسي تكي هم لرلي چه : قانع صاحب د سياف توله چور شوي سرمايه ، د هزاره ورونو تعداد چه حٓومره ي مره كري دي ، همدا شان د دده او دده د وراره غصب كري حٓمكي چه حٓو زره جريبه ده ، زيري موتر په كومو پيسو رانيولي دي ، او بلخره دده په چتله گيره كي حٓو سپژي په حركت كي دي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
    دا دير مهم سوالونه دي مننه .

  6. عثمان Reply

    قانع صاحب ! په قلم دي بركت شه چون ستاسو ليكني واقعت لري هيله ده ادامه وركري د ستا خدمت د كرزي نه زيات دي كه حٓوك تحليل او لژ حٓه افغاني غيرت او همت ولري ، كاشكي ستاسو خدمت مي كري واي مگرم حٓنگه واي ياران زنده صحبت باقي .

  7. Osman khan Reply

    استاد سیاف پخپله دنده کی واقعا استاد دی هیڅ بل څوک نسی کولای د ده په شان شرایطو ا حالاتو ته په کتو ډول ډول کړنی تر سره کړی زه غواړم د استاد فضایلو ته ستاسو پام راواړوم.

    ۱: استاد د شوروی په وړاندی په لوڅ سر او لڅو پښو په اصطلاح جهاد پیل کړ استاد بهرنی پوځی پخپل هیواد کی نسو زغملای ځکه یی د بهرنی پوځیانو تر شړلو د جهاد سنګر ګرم وساتۍ ، کوم بهرنی پوځیان چی نن زموږ په هیواد کی شتون لری استاد دا بیله خبره بولی، دا پوځیان خو د اسلامپالو او بنسټ پالو د ټکولو لپاره راغلی دی او دوستان دی.

    ۲: استاد تر بل هر رهبر وتوانیدۍ د عربو نقدی مرستی ترلاسه کړی چی د الهی استعداد نماینده ګی کوی داچی عرب پخوا مجاهد وه اوس القاعده شول دا د شرایطو او حالاتو بدلون دۍ صرف استاد د حالاتو سره ځان عیار کړ.

    ۳: زما په آند که استاد ته ووایی چی هغه ایت شریف ( د یوه مومن قتلول د ټولنی د وژلو په شان ده) څه تعبیر لری هغه به ووایی چی دا زموږ د شرایطو سره مطابقت نه کوی. استاد له دی کبله چی د امریکایانو د شتون دوام غواړی هیواد او ولس ته کوم بد نیت نلری د ځان د ساتنی او بقا په هیله دا کار کوی.

    ۴: د استاد ګلبدین تر هغه خوښ ؤ چی د روس سره یی جهاد کاوه خو د امریکی په وړاندی جهاد د دوستانو سره جګړه ده نه جهاد.

    ۶: د استاد طالبان په دی نه خوښیږی چی تر شرعیی اندازی اوږده ږیره نه منی پداسی حال کی چی دده مبارکه ږیره د واقعی اسلام ثبوت دۍ .

    ۷: استاد په غرب کی د کابل د شیعه مسلمانانو په وژنه ډیر ستړی سو خو هیڅ چا مننه ځنی ونکړه ځکه ګیله مند دی.

    ۸: استاد د ولس دمینی له کبله پر ځان ګناه ومنله د چمتلی دښته یی غصب کړه مګر ولس یی د کورو خاوندان کړه.

    ۹: استاد افغان ولس د معلم ،کافر، لوڅ سری او کمونست په نامه وژل خو اوس د دوستم سره په حاکمیت کی ځکه شریک دی چی دوستم فیور کمونست دی دا نیمچه کمونستان د استاد نه خوښیږی.

    ۱۰: استاد د ښارګوټو جوړول د ولس سره جفا بولی ځکه دی دا کار نه کوی هغه وای مرګ نیژدی دۍ غصب او ډالرونه په درد نه خوری د اخرت له پاره خواری پکار ده.

    ۱۱: د استاد د وینا سره سم هغه به په جنت کی د احمدشاه مسعود، دوستم،ربانی او نورو مجاهدینو سره وینی.

    زه نه یم خبر چی په جنت کی هم غصب ،وژل او پانګه سته که یه ؟ خو استاد ورته خوشاله دۍ شاید وی به!

    ۱۲: د استاد په آند بهرنی دوستان (امریکا،جرمنی،فرانسه ، استرلیا، ایتالیا ،انګلینډ، او نور) زموږ په هیواد کی د دین ساتنه کوی او پر مسلمانانو لورینه لری له یوه اړخه ولس د تروریزم یا اسلام پالو څخه ساتی او له بله طرفه استاد یی په زهره لندکروزانو،بی شماره باډیګاردانو نازولۍ او د بنسټ پالو څخه یی ساتلۍ دی.

    ۱۳: استاد کینه دله ندی د محقق،دوستم او خلیلی سره یی پخوانۍ دښمنی خاورو ته وسپارل استاد وای زما دښمنی خو د محقق او خلیلی او دوستم سره نه وه بلکه زما دښمنی د ګوته سنګی ، افشار د خلګو سره او ازبکو سره وه هغه چی له منځه ولاړه نور خیر او خیریت دی هیڅ مشکل پاته ندی.

    ۱۴: استاد د خدای د دښمن ابلیس سره دومره دښمنی لری چی اوس یی د هغه چوکۍ په خطر کی اچولی ده نیژدی چی شکست ورکړی او د ویاړ او غرور چوکۍ تری نه خپله کړی.

    ۱۵: استاد ډیر حلیم دی کله چی یی امریکایانو کور تلاشی کړ ده په ډیره حوصله مندی وویل خیر دی دوستان څه په میلمستیا را وغوښتل سی څه بی خبره کور ته راسی په دواړو صورتو کی میلمانه دی.

    ۱۶: استاد و هغه حدیث ته په کتو(زه رالیږل سوی یم چی د اخلاقو مکاریم تکمیل کړم) نه په غوسه کیږی صرف او صرف په کال یویا دوه ځلی کنځاوی کوی خو پخی یی کوی هغه هم د مسعود او ربانی د مړینی په کالیزه کی.

    ۱۷: استاد د خپل خط څخه د سر په بیه نه تیریږی صرف دوستم یی پخوا کمونست او کافر ګڼی جهاد یی ورسره کاوه کله چی امریکایانو پوه کړ چی هغه ډیر زورور دۍ بیا یی د ستر مجاهد په نامه وپیژندۍ او په نظام کی ورسره شریک سو .

    ۱۸: استاد چی پس له اوږدی مسافرۍ څخه کابل ته راغۍ د حاکمیت د لمړی سړی په هکله ډول ډول نظریات موجود وه کله کله هم د ظاهرشاه و قدرت ته د راګرځیدو خبره کیدل استاد خپل دریځ داسی بیان کړ( که ظاهر شاه کابل ته راسی زه به بیا سترګی توری کړم او له سره به جهاد پیل کړم) خو کله چی امریکایانو نصیحت ورته وکړ نو بیایی د ظاهرشاه هرکلی وکړ او چی ویی لیدل چی ناټو او امریکا و هغه ته ډیر اهمیت ورکوی نو ژر تر ژره یی په کاریزمیر کی د ظاهر بابا په ویاړ میلمستیا وکړه او د احترام د څرګندولو په موخه یی لاسونه ورمچ کړ.

    داوه د محترم استاد سیاف د حق دلاری مجاهد خصایل او فضایل چی لنډه یادونه یی ضرور وه.

  8. سورغر Reply

    بهير خان او عثمان خانه ناوخته كړى مو دى، ستاسو دلايل يواڅې ستاسو لپاره كفيات كوي چې دغه وړانګې مو لمر بريښولې دي او نور هرې خواته چې سترګې اړوى يواځې همدا درته ښكاري، كه تاسو لږ هم د هيواد له حالاتو خبرياست او يا مو يوه ورڅ هم د هيواد په كوم ولايت كې تيره كړې وي، نو پوي به شي چې دې استاد او نورو استادانو افغانستان ځنګه يې تيارې ته ټيل وهلى دى چې اوس يې نړۍ هم نه شي را ايستلى
    او بل د جهاد خبره، جهاد كريډيټ يواڅې ستاسو استاد ته وركول له ملت سره لوي خيانت دى، دلته ډيرو ميړنيو په لوځو پښو جهاد كړى او همدا عصمت قانع يو خپله له هغو مجاهدينو دى، خو تر ټولو مهمه خبره داده چې اوس پر تير قضاوت نه كوو، دمګړى څه روان دي، زورواك څوك دي، غاصبين څوك دي، به ولايتونو كې په زور واليان د چا په مټ ناست دي
    نو لطفا لږ له خوبه را پورته شي، دا چې بهير د قانع صاحب په اړه څه ويلي يواځې يې خپل اصليت ښودلى دى د قانع صاحب د قلم رښتينې مبارزې او مجاهدې ته به كله هم ونه رسيږى
    موږ په قانع وياړو ځكه چې په روانو حالاتو كې د قام د درد ترجمان دى

  9. Osman khan Reply

    Sorghar khana! Kedady shi cha ta zama lekana pa sahi sorat sara na wi lostali, zaka chi ta tere bal matlab akhaste di.

    Za ham pa Qaneh sahab weer kawem.

  10. shakir Reply

    سور غر صاحب دا عثمان خان صاحب د هسی د هشمت الله سره په یوه تله کی تول کړی دی ، زما که منی د هشمت خپل وزن ډیر دی د تلی ډنډه یی په کافی اندازه د خپل ځان خوا ته ټیټه کړی ده او عثمان خان ځپل نظر د کنایی په ډول وړاندی کړی دی.

  11. فیروزخان Reply

    عثمان خانه! کینایی می ډیری لوستلی وی خو ستاسو کینایه ویل، بلکل اورونه لګوی. هغه د قندهاریانو په خبره، د مورشیدی د شه. په اصطلاح د استاد سیاف فضایل او صفات د خلکو ته داسی تشریح کړی چی په افغانستان کی به هر کوڼ او ړوند ورباندی پوه شی. د سورغر په نامه ورور یو څه بیړه کړی او ستاسو په کینایو باندی ښه نه دئ پوه شوئ چی په همدی لحاظ یی تاسو د بهیر خان سره په یوه قالب کی اچولی یاست. خیر دئ فرق نکوی موږ پوهیږو چی د سورغر صاحب مطلب څه دئ.

  12. ملا پیاز ګل جذباتي Reply

    جناب قانع صاحب ! تا چې په دو رګه عبدالله ، اشرف غني ، اتمر … وغیره وغیره باندې قناعت ونکړ او زموږ معزز، مطهر ،مسیف استاد ته دې سپرخی ور چوخ کړ، دا دې ښه کار ونکړ، نن دې دا کار وکړ ، صبا به دې ملا ماد مر چوخولی وي، بیا به څه سر له تندي سره جنګوم ، زه ډېر سخت غمګین او حزین ؛ بلکه خوړین یم ، نن د جذباتو له مخې ډوډۍ هم نه خورم، داسې نه چې اشتها یې نه لرم ـ شوروا به د چا نه خوښیږي، خاص الخاص د احتجاج په پار … او هیله لرم چې حشمت الله خان هم نن شپه او صبا شپه روزه ونیسي …
    وسلام با احترام
    په ټوله جهادي مینه
    ملا پیاز ګل جذباتي

  13. mail Reply

    دوستانو ومو لیدل چی له ناپوه دوسته هوښیار دښمن ښه دی. قانع صاحب خو د نورو ولسمشری ته کاندیدانو نومونه هم اخیستی دی خو هیچا اعتراض نه دی کړی ، یواځی حشتمت الله خان بهیر له دی مطلب نه لږ څه بل شانی انګیرنه کړی ده. زه به د ښاغلی پوهاند استاد شیخ الحدیث عبدالرب رسول سیاف د افغانستان د اسلامی اتحاد مشر نوم په مکمل او درناوی سره واخلم تر څو له یوی خوا د قانع صاحب د لیکنی اصلاح شوی وی او له بلی خوا د حشمت الله خان بهیر انتقاد پرځای او یا پر ما انتقاد ونکړی.
    خو ستاسو دا یوی تبصری څومره عکس العمل را پارولی او د ښاغلی قانع له لیکنی مو سوی تعبیر کړی دی. د قانع صاحب مقصد دلته د مشرانو تلوار د یوداسی مهم او حساس مقام نه دی چی دوی د ځان لپاره مرستیالان نه شی ټاکلی، نو دی به راتلونکی څنګه رهبری کړی. که تاسو دا وړه تبصره لږ بل شانی لیکلی وای ولی به ستاسو محبوب مشر دومره تر انتقاد لاندی راته . او س به ښاغلی استاد هم خپلو تیرو کړنو ته متوجه شوی وی چی په راتلونکی کی خپلو خلکو او ولس ته خدمت کول څومره ضروری دی

  14. Sharafuddin noorzai Reply

    عثمان خان فه قلم دي بركت شه ستا او د جذباتي صيب د سيفو تو صيف مؤ دير زياد كري دي او زه مؤ دير خفه كرم الله ج دي و تا سو ته فه دين اودنيا باندي اجر در كاندي

  15. سورغر Reply

    ههههههههههههههههه عثمان خانه لكه چې ستا د تبصري د لوستلو پر مهال مې عينكې خيرنې شوې وې، رښتيا هم تا خو كنايه ويلې ده، هسې مې له هشمت سره را وستى يې كنې تاخو د كار خبرې كړې دي ، ژوندې دې يې قانع كاكا مو رښتيا چې شي زړونه مو د ده په ليكنه لږ ډاډه وي او هرې ليكنې ته يې ليونى انتظار كوو

  16. افغان منم Reply

    شین خر په خټه کی پنچر دی، مونږ ته ډالر راکۍ چی مو د انتخاباتو پنچری ونیسو……. قانع صاحب پرما ګران یی او الله پاک دی وکړي چی د خبرو پر شان دی احساسات هم پاک وې…..او ها چی دا محقق پوقانه، دوستم ګوز، مسعود پس (احمد ضیا)، صالح نامراد، قانونی بی قانونه، فهیم بینی کټه، رحیم بم، کرزی خونخور، او داسی نور دی چی هم ددې لیکنې برخه ګرځولی وه نو مزه به یی کړی وه…. خو یو څه باید ووایم چی که څوک مشر کیږی نو باید اشرف غنی او هم ورسره معاون بشردوست وې

  17. Ahmad Sameem Reply

    قانع صیب لیکنې دې اعجاز کوي،
    خو دا چې ستاسو لیکنې ټول تعلیم یافته ځوانان لولي، غواړم د ډاکتر نجیب الله په باب مو د قضاوت د سمون وړاندیز درته وکړم:
    کله چې روسان پوه شول، افغانان نشي ایل کولی، نو کارمل یې په ډاکتر نجیب تعویض کړ. د ده دنده دا وه چې اردو چې لا تر دغه وخته پکې پښتانه اکثریت وو، اقلیتونو ته انتقال کړي. ده ګارد خاص جوړ کړ چې غیر پښتانه پکې وو او د اردو دوه چنده معاش یې ورته وټاکه. د ګلم جمع ملیشو پیاوړي کولو ته یې مټې راونغښې او د هیواد درانه او باعزته قومونه یې پرې بې عزته کړل . ده به ورځ په ورځ د اقلیتونو ملیشې پیاوړې کولې او منظمې او روزل شوې اردو ته به یې دسیسې جوړولې (که څه هم اردو هم د خلکو څخه کومه ساتنه نه وه کړې، خو د دې تمه ترې کیده چې آخر به د یو ملي – اسلامي دولت په ولکه کې خپلې اصلي کرښې ته ورسیخه شي) . بالاخره یې خبره دې ځای ته ورسوله چې افغانستان یې د دوستم او نورو پهلوانانو بې سرو پایه ملیشو په یو مرکز بدل کړ.
    ده له ځان څځه د تجزیه غوښتونکو یوه حلقه جوړه کړې وه:
     په دفاع وزرات کې:
    o د وزارت لومړی مرستیال او د کابل ګارنیزیون قوماندان ظاهر عظیمي – تاجک
    o لوی درستیز اصف دلاور – تاجک
    o د هوایي قواوو قوماندان – فتاح تاجک
    o د اورګانو د قطعی قوماندان رووف بیګي – ازبک
    o په امنیت وزارت کې څلور ستمي پرچمي جمیعتي تجزیه طلبان: باقر فرین او یارمحمد معینان او جلال رزمنده او بابه جان د ضربتي او خاصو ځپونکو ځواکونو قوماندانان، څلور واړه تاجکان
     په داخله وزارت کې یې هم څو اجړاګان پښتانه پریښې وو او تکړه کسان یې ترې د خلقي او اخواني په نوم شړلي وو.
     د خطرناکو ګلم جم او کیاني ملشو مشران دوستم ازبک او نادری هزاره
    ده یو څو خلع سلاح او په اروایي ډول مات شوي کسان د وزیرانو په پوستونو کېنولي و، خو لکه خلکو چې ورته ویلي و، هغوی د اداري مامورینوڅخه زیات څه نه وو. کله چې به ورته چا وویل چې ډاکتر صیب، متاسفانه روسانو د افغانستان سیاست د ۱۳۶۰ کال راهیسي قومي کړی دی، ته څنګه په دې دومره ډیرو ستمي فکره افسرانو باور کوې؟ د ډاکتر صیب ځواب به داو: دا زما پرچمي ملګري دي . پښتانه خو یا اشرار دي او یا خلقیان. ده حتی خپل پرچمي ملګري پښتانه هم د ملکي مامورینو کچې ته راټیټ کړل لکه جمعه اڅک یې له مزاره پدې ګنا راوست چې د تجزیه غوښتونکو مخالفت یې کاوه.
    له احمدشاه بابا راپدیخوا په ملکي اداره کې تل نور قومونه زیات وو، پښتانه د ظاهر شاه په وخت کې هم ۱۴٪ و چې روسانو به ورته پښتونیست وایه. خو په اردو کې پښتانه قاطع اکثریت وو او همدې د افغانستان ساتنه کوله، کم تر کمه له تجزیې یې ساته. خو ډاکتر صیب دغه توازن ړنګ کړ او نن د مسعودیزم شاګردانو له ۹۷٪ اقلیتونو او ۳٪ تسلیم شوو جمیعتي یا نیوترل پښتنو څخه جوړه کړه.

  18. خان اندړ Reply

    قانع صاحب
    زبردسته لیکنه
    زنداباد

  19. Hadi Reply

    Salam to all Afghan brothers,
    I do not have Pashto Keyboard to write in Pashto I apologise for that. I really appreciate Qane Sahib artical it is based on reality, I like it. I do not know Qane Sahib personally but I read his artical, he is a good writer. May Allah give him more power to write more nice things. Regards
    Hadi Najibi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *