Categories

اعلان

Loading…

سپېره/ عزیزه کلیواله

ژباړنه: عزیزه کلیواله

زه او ظفر په پوهنتون كې ټولگيوال وو. هغه د يوې ډېرې پيسه دارې كورنۍهلک و، پلار يې یو لوی ساختمانيشرکت درلود.ظفر غوښتلد ايم، بي، اى له فراغت وروسته خپله سوداگري پرمخ يوسي. ما به هر وخت هغه ته ويل چې ماته هم په خپل شرکت كې دنده راكړه، ظفر به په خندا راته ويل زه نه غواړمچې يو خوږ ملگرى له لاسه وركړم؛ ځکه درته په خپل شرکت کې ځای نه درکوم، هو دا كولى شم چې د خپل كوم بل ملگري په شرکت كې دې په يوه ښه دندهوګمارم څوكاروبار زموږ پر خوږه ملگرتيا بد اغېز ونه كړي.

كله چې د لومړي سمستر پايله اعلان شوه، نو نايلې تر ټولو لوړې نمرې ترلاسه كړې وې، زما او د ظفر نمرې هم ښې وې. نايله ساده نجلۍ وه عادي څېره يې درلوده، ډېر ساده لباس به يې اغوستو، دومره لږې خبرې به يې كولې، لكه هېڅ چې په خوله كې ژبه ونه لري، كله دومره د چا د پام وړ نه وه گرځېدلې، چا دا فكر هم نه شو كولى چې نايله به تر ټولو لوړې نمرې تر لاسه كړي.

ظفر ماته وويل: راځه چې نايلې ته مباركي وركړو.

ما ورته وويل: هغه ډېره كمه غږيږي، داسې نه چې بده يې وگڼي.

خو ظفر هم زما ونه منله او موږ دواړه د څانگې مخې ته په چمن كې د ناستو یوه ډله نجونو خوا ته روان شو. ټولې نجونې د نايلې شا او خوا راټولې وې او له هغې یې شریني غوښته.همدا چې موږ د هغوی خوا تهورسېدو سمدستي ظفر اعلان وكړچې موږ له نايلې د شریني د غوښتلو پر ځاىپه دې ویاړ يوه مېله جوړوو، ځكه چې دا زموږ د ټول ټولگي سرلوړي ده. د دې خبرې په اورېدو سره ټولو نجونو چكچې كړې او له دې وروسته د مېلېامادگي پيل شوه، لنډه دا چې په ټوكو ټوكو كې مو ډېر لوى پرگرام جوړ كړ او ټول لگښت يې يوازې ظفر وركړ. لس، شل زره خو د هغه لپاره هېڅ وې.

د مېلې په لړ كې نايله دریځ ته راوبلل شوه، هغې وويل زه د پوهنتون د هادي (کنډکټر) لور يم، د دې خبرې په اورېدو موږ ټول ډېر هېښ شو چې په دومره كم معاش دا ستر شخص څنگه د خپلې لور د لوړو زده كړو لگښت پوره كوي.

اوس نو نايله ډېره اجتماعي شوه، ځكه چې د ټولگيوالو مينې هغې ته روحیه ورکړه، پر ځان یې باور پیدا کړ اولا زياته هڅه يې كوله، پر څېره به يې يوه ځانگړې خوښي ښكارېده.

يوه ورځ ظفر ماته وويل: زه يو فكر لرم او غواړم په هكله يې له تا سره مشوره وكړم.

ما وپوښتل، څنگه فكر؟

ويې ويل، زه كه نايلې ته د واده وړانديز وكړم؛ نو څنگه ده؟

اوه، دا څه وايې،د ځورونې او ريشخندۍ لپاره ستا همدې غريبې ته پام شو، ما چې بدهوگڼله؛ نو هغه وويل: توبه وباسه…. ريشخندي؟زه تا ته همداسى ښكارم، زه د واده خبره كوم.

ما ورته په ځواب كې وويل:ته خو كومه ستونزه نه لرې، هغه پرېږده چې خپلې زدكړې پاى ته ورسوي.

هغه راته کړه چې زه نو له كومه همدا نن واده كوم، يوازې همدومره ووايه چې په دې هكله دې نظر څه دى.

بيخي د احمقانو خبرې کوې او زه هېڅ تا ته د دې اجازه نه دركوم چې د دې سپیڅلې نجلۍ له ژوند سره لوبې وكړې، زه ډېر جدي وم.

ياره كه زه له پيسه دارې نه پيسه دارې كورنۍ كې هم واده وكړم نو زما په شخصیت كې كوم توپير نه راځي؛ خو له نايلې سره په واده كولو سره به زه ډېر خوشاله او ارامه ژوند ولرم، هغه خپله خبره يو څه واضح كړه.

خو مور او پلار به يې درسره ونه مني، ما د هغه د پوهولو هڅه وكړه.

هغه په ځواب كې راته په پوره باور سره وويل: كه زما مور او پلار يې ښه په خوښۍ سره ومني نو بيا؟

ما د نصيحت په توگه ورته وويل:خو زه بيا هم ستا دا احساساتي پرېكړه په حقه نه گڼم، ښه سوچ پرې وكړه.

له دى وروسته هغه څه وشول چې هيڅ گومان يې هم نه کېده. د فاينل سمستر له پايلو سره سم، د نايلې او ظفر د واده بلنليك هم زموږ په لاس كې و.

د زده كړو پاى ته له رسولو وروسته ما په يوه شخصي انستتيوت كې استاديواخيسته او ظفر خپلهسوداګري پر مخ وړله.په اونۍ کې یو ځلبه له غرمي وروستهزه او ظفر د تفریح لپاره یوهبڼته تلو او د تېرىاونۍ ټولې خبرې به مو سره شريكولې.

د ظفر د واده يو كال شوى و، موږ دواړه د يكشنبې په ماښام په پارك كې سره ګرځېدو، ظفر وويل: تا تر اوسه ولې واده نه دى كړى؟

ما وويل: تر راتلونكو پنځو كلونو هېڅ د واده تصمیم نه لرم… په پنځلس زره معاش كور نه چلېږي.

هغه راته كړه: ته په دى پوهيږى چې رزق د ښځې په تقدير كې وي، بيا يې په څېره لږخفگان څرگند شو او زیاته یې کړه، تا ته يوههېښونكې خبره كوم……. هغه لږ په ځنډ سره وويل: له كومې ورځې راهيسې چې نايله زما كور ته راغلې په كاروباركې له تاوان سره مخ يم، كه همدا حال وي نو كال دوو كلو كې به مې كارو بار سقوط وكړي.

گوره وروه هر قدم په فكر سره اخله دا د الله تعالی له لوري يو ازمايښت دى، زه هم انديښمن شوم.

څه وكړم… صدقه او خېرات هم وركوم خو هېڅ گټه نه لري، د دې تاوان په ښكاره كوم لامل هم نه دى معلوم.

له واده يې دوه كلونه تېر شول خو ظفر لا اولاد هم نه درلود او سوداګري يې هم تقريباً سقوط وكړ، دا چې نايله څنگه او په څه حال وه ماته هېڅ نه وه معلومه. ظفر پارک ته راتلل هم پرېښودل. د يو بل كور ته تگ راتگ خو مو لا پخوا هم كم كاوه. د موبايل سيم كارت يې هم بدل كړ او له ما سره يې اړيكې پرې شوې. ما هم د بوختيا له امله ډېر پسى سر خوږ نه كړ.

دوه كلونه نور هم تېر شول. زه د خپل انستتيوت په دفتر كې ناست وم، د بل درسي ساعت په تمه وم چې نايله راغله او زما مخې ته كښېناسته؛ زه حېران شوم، له جوړ په خيروروسته يېوويل چې هغه هم په دې انستتيوت كې مقرره شوه. زما له څېرې د سواليه نښه جوړه وه، مخكې له دې چې لا زياتې خبرې اترې وكړو زموږ درسي ساعتونه پيل شول، نايلې د خبرو په لړكې زما د موبايل شمېره واخيسته. د شپې لس بجې یې ماته زنگ ووهه، له حال احوال پوښتلو وروسته يې وويل:

زه غواړم تاسو ته په بشپړه توگه خپله كيسه وكړم.

ما ورته وويل: زه له دې خبرو سره هېڅ كار نه لرم؛ خو هغې راته كړه چې زه غواړم د خپل زړهدرد كم كړم او د دې لپاره به له تاسو غوره بل څوك نه وي.

موږ د جمعې د مازيگر په ۵ بجو سره د ليدو ژمنه وكړه او د نايلې له خوا په راښودل شوېپته د هغې كور ته ورغلم. د نايلې پلار تهد پوهنتون په ساحه كې يو اپارتمان وركړل شوى و،مور یېراته ور پرانیسته، ما ورته خپل ځان معرفي کړ او بيا يې زه د ناستې كوټې تهوروستم، نايله راغله او زما مخې ته كښېناسته.

ویې وویل: زه دا موضوع په دې خاطر له تا سره شریکوم، ځکهچې ته له پخوانيو خبرو خبر یې او پهاوسنيو حالاتو كې كېداى شي ماته يوه مشوره يا ډاډ راكړې؛ خو خير الله تعالى ماته ډېر صبر راكړى، زه په هر حال صبر كوم.

ما ورته وويل لږه يې واضحه كړه، چې معامله څه ده؟

هغې پيل وكړ:ظفر له کروړونو پیسو سره لوبولېکولې، ته په دى ښه پوهيږى! خو زما د واده په دويمه ورځ تر كار لاندې په يوه پروژه كې د چت د نړېدو له امله درې تنهکارکوونکي په حق ورسېدل. د څارنوالۍ دوسيه جوړه شوه پهشرکت يې ډېر بد اغېز وكړ. هسى خو دا يوه پېښه وه خو واده ته راغلو مېلمنو زه بد قدمې او سپېره وگڼلم، په دوى كې زياتره هغو كسانو دا خبره كوله چې زموږ په واده خوشاله نه وو، په پيل كې ظفر دا خبرې نه منلې خو پرلپسى دومره تاوانونه وشول چې کارکوونکو كار پرېښود. مالونه غلا شول، ځيني پروژې د حكومت په بدلېدو سره وتړل شوې، لنډه دا چې په دوو كلونو کېظفر بیخيمفلس شو، بې اولادۍ لا پسى نيمگړې كړم او ظفر هم ماته طلاق راكړ. اوس نو ته دى ته څه وايي، قسمت، ازمايښت، بد قدمي او كه كوم بل څه؟

زه چوپ چاپ پهدى فكرونو كې ډوب وم چېیاالله دا څه حالت دی، بيا مې په خپل زړه كې وويل، يا خدایه! دا سمه ده، هر څه ستا په واك كې دي، هر څه ستا په خوښه دي، چاته عزت وركوى او چاته ذلت، چاته چې وغواړې پراخه رزق وركوې؛خو دا چې كېدى شي ستا كوم بنده بد قدمی هم وي دا زه نه منم. د رزق پراخوالى او كموالى خو ازمايښت دى.

زه همداسى ناست وم، بيا مې يو دم نايلې ته وويل: زه غواړم له تاسره واده وكړم. هغې لومړى ډېر په صبر او حوصلې سره خپله كيسه راته كوله؛ خو د دې خبرې په اورېدو يې په سلگو سلگو وژړل. ما ورته وويل گوره دا څو شېبېوړاندې خو تا وويل چې الله تعالى تا ته ډېر صبر دركړى اوس نو دا ژړا څه ده؟

بيا يې يو څه ځان سم كړ او ويې ويل:زه نه غواړم چې بيا د یو چا په ژوند كې خپل سپېره قدم كېږدم.

خو ما تراوسه واده نه دى كړى. ښايي قسمت د همدى ورځې په تمه و، پاتې شوه د بد قدمۍ خبره نو زه له كومه داسې سرمایه لرم چې له لاسه به یې ورکړم، موږ دواړه به په يوه انستيتوت كې تدريس كوو، بس په وچه لمده به سره وخت تېروو.

لنډه دا چې ما او نايلې سره واده وكړ او قسمت هم خپل كړه پيل كړل. له واده يوه اونۍ وروسته موږ دواړه پر يوه موټر سايكل سپاره له انستيتوت څخه د كور په لور روان و چې له شا يوه موټر راسره ټكر وكړ او موږ دواړه په سخت ټپي حالت كې روغتون ته ورسېدو.درملنه خو مو وشوه؛ خو يو څه ذخيره مو چې لرله ولگول شوه او انستيتوت هم زموږ پر ځاى نوي كسان ونيول او موږ دواړه پر كور كښېناستو.

موږ په كور كې ډېر خفه ناست وو، نايلې وويل: په رښتيا هم چې زه سپېره يم.

ما هغې ته ډاډ وركړ او ورته ومې ويل چې سر له ننه به موږ دواړهپه پنځه وخته لمانځه کې له الله تعالى د خپلو گناهونو بښنه او د لوی څښتنمهربانې غواړو، دا كار به په پوره باور او يقين سره كوو.

زموږ ترمنځ لا همدا خبرې روانې وې، چا د انگړ ور وټكوه، ما چېورپرانیستهنو اصف ولاړ و. اصف زما د انستيتوت ملگرى و. هغه مې مېلمستون ته را دننه كړ، خبرې مو سره كولې، بيا اصف وويل له ما سره پنځه لكه روپۍ او لس بسوې ځمکه ده، كه ستا خوښه وي؛ نو موږ درې واړه به هلته يوه اكاډميپرانیزو، ځكه د انستيتوت مشر چې له تا سره څه وكړل، سبا له ماسره هم همداسې كوي نو ښه به دا وي چې خپل كار پيل كړو.

موږ په پنځو لكو پنځه ساده كوټې جوړې او د اكاډمۍ پيل مو وكړ، د خوښۍ خبره دا وه چې په كوم انستيتوت كې چې موږ درس وركاوه، د هغه يو زده کونکي ته چې معلومه شوه موږ اكاډمي پرانیستې؛ نو انستيتوت يې پرېښود او موږ ته راغى، هغه ويل له تاسو او استاد اصف پرته خو موږ د نورو استادانو په درس هېڅ نه پوهيږو.

دا د رحمت د باران لومړى څاڅكې و. بله ورځ يې پنځه نور زدهکوونکي هم راوستل. له دى وروسته زموږ اكاډمي پرمختگ وكړ او په دوو كلونوكې دا يو منظور شوى انستيتوت شو او نورو سيمو ته مو هم وغځوه. لس كاله نور هم تېر شول اوس نو زه او نايله ډېر خوشاله ژوند لرو. موږ درې زامن لرو. زه او اصف سره شريكان يو او دواړه برابره برخه لرو،موږ هم اوس له كروړونو سره لوبې كوو.

د خداى په فضل موږ په دى خبره پوه شو چې الله تعالى چې هر چاته وغواړي پراخه رزق وركوي، د هغه هېڅ يو بنده هم بد قدمى اوسپېره نه وي،ستونزې او كړاوونه ازمايښتي دي.

69 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *