Categories

اعلان

Loading…

د پاکستان مشرانو جرګې په یوه خوله د ارچي پېښه وغندله

تاند- د پاکستان د سنا جرګې (سینټ) د افغانستان د کندوز د ارچي ولسوالي هوايي حمله په یوه خوله وغندله.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستان سناجرګې غړیو وویل چې دوی په کندوز کې هغه هوايي حمله غندي چې د دوی په وینا دوې اوونۍ پخوا پر یوه دارالحفاظ وشوه او له ۲۵۰ تر ۳۰۰ تنه د قرآن حافظان پکې ووژل شول.

د افغانستان حکومت د دې پېښې د څېړلو لپاره دوه پلاوي ټاکلي او دفاع وزارت او د کندوز چارواکي لا هم اصرار کوي چې په دې حمله کې، چې د حمل په دیارلسمه نیټه وشوه، د طالبانو مهم قوماندانان وژل شوي دي. د کندوز امنیتي چارواکي په بمبارۍ کې د ملکیانو مرګ ژوبلې هم نه ردوي.

د پاکستان مشرانو جرګې ته د ارچي د حملې د غندنې پرېکړه لیک د مولانا فضل الرحمان د جمعیت علمای اسلام ګوند سناتور مولانا عطاالرحمان وړاندې کړ.

په پرېکړه لیک کې، چې د ټولو سناتورانو له لوري تایید شو، راغلي دي«موږ د افغانستان په کندوز کې د قرآنکریم د حافظانو د دستاربندۍ پر مراسمو حمله په کلکه غندو.»

په پرېکړه لیک کې همداراز ویل شوي چې «د پاکستان سنا جرګه د شهیدو حافظانو له خپلوانو سره پیوستون ښيي.»

تر دې وړاندې د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د کندوز د ارچي د پېښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې وه.

له بلې خوا نن په اسلام اباد کې شاوخوا ۴۰۰ طالبان راغونډ شول او د کندوز د ارچي ولسوالي د حملې د قربانیانو لپاره یې د قراڼکریم ختم وکړ.

د چارو کتونکي د پاکستان له لوري د کندوز د پېښې د زیات مطرح کولو علت دا بولي چې له یوې خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ تر سیوري لاندې راولي او پام له داخلي مسلو بهر ته واړوي او له بلې خوا له دې کبله چې په دې برید کې امریکايي یا ناټو پوځیانو برخه نه لرله اسانه پرې نیوکه کولی شی.

دوی وايي چې د پاکستاني سیاستوالو ته پکار ده چې د شاوخوا ۳۳ زره بې درکه شویو پښتنو د موندنې او د لسګونو زره نورو د وژلو خلاف پرېکړه لیکونه (قراردادونه) تصویب (منظور) کړي.

488 total views, 1 views today

10 comments

  1. ملنګ Reply

    دی ته په فارسی کی وایی : اشک تمساح ریختن. پاکستانیان او د هغوی مرتد ملایان دی پرونی د راکټونو حمله په کنر باندی وغندی چه په یوه ورځ یی ۴۳۵ راکټه فیر کړی دی. هلته چه په سل ګونو بی وزله پښتانه
    مجور شوی چه خپل ټاټوبی پرییږدی او مهاجرت ته مجبور شی

  2. ملنګ Reply

    د پهجاب مرتدین دی د هغو شهیدانو روح ته دعا وکړی چه د پنجاب فوځ په لاس په بی رحمانه ډول سره په وزیرسیتان کی شهدیان شوی او هم لادرکه دی. دوی اوس دا کوشش کوی چه د پښتون ژغورنی غورزنګ مخه اوتوجه د کندوز پښی ته واړوی. وایی اوبو وړی هر خواته لاس او پشی اچوی

  3. سلیمان Reply

    ددې څخه معلومیږي چې پدې حمله کې خو یا مهم پاکستانیان وژل شوي او یا ددوی ډير وفادار غلامان ددې نړۍ نه نابود شوي.

  4. سهاک Reply

    له مور نه خو دا پنجابۍ ابۍ دېره مهربانه شوه.
    داسې مالوميږي چې د کندوز په غمیزه کې زمونږ د نازولیو ماشومانو د شهادت ترڅنګ پنجابیان او د دوي مزدوران هم وژل شويدي.

  5. Aklin Jan Reply

    پاکستان ته ولی دومره درد رسیدلی په کندوز پیښه کی به ماشومان شهیدان شوی وی شک یی نشته دی مګر د پاکستان په کی ملا ماته شوی ده د کوټی شورا او د ای ایس ای ډیر لوړ رتبه کسان مردار شوی دی

  6. Alakozay Reply

    دا جوته خبره د چی د کندز په پیښه کښی بعضی بیګناه خلک په شهادت ورسیدل ولی ډیر پاکستانی مشاورین هم پکښی مردار شوی دی چی په دی کښی د آی ایس آی جنرالان هم وو نو همدا وجه ده چی د پاکستان استخباراتی کړی هڅی کوی تر څو د آی ایس آی د ملایانو په واسطه مظاهری وکړی او د کندز پیښه وغندی ولی په افغانستان کښی ددوی او ددوی د تالی څټو له لاسه هره ورځ زموږ دومره خلک په شهادت رسی ولی یوه ورځ هم دوی نه مظاهره وکړه او نه یی دا خونړی پیښی وغندلی دا ځکه چی افغانان په کښی وژل کیږی او د افغانانو په وژلو پنجابیان ډیر خوشحاله کیږ ی هغه که د لر پښتانه وی اوکه د بر. زموږ خلکو ته څه پکار دی باید موږ په خپلو سیمو کښی بیګانه سپو ته اجازه ورنکړو چی په کلی کور کښی پرته له زنځیره وګرزی او زموږ کلیوال وخوری. او که دا مداخله نه وای ددوی یی په غندلو څه کار په لال مسجد کښی په څو ورڅو کښی ۲۵۰۰ کسه د پرویز پیشرفه له لاسه مړه شول د پاکستان سنا ولی هغه پیښه ولی غندی، ۳۰۰۰۰ پښتانه په پاکستان کښی ورک دی سنا ولی ددوی په پیدا کوولو کښی د پښتنو د مشرانو سره مرسته نکوی. موږ که خپلو کښی سره وژنو د چټلستان یی څه کار؟ موږ الله ج ته دا دعا کوو چی زموږ په ژوندو ن دی الله پاکستان تباه او برباد کړی.

  7. غلام حسن Reply

    پاکستان بیشرفه او غیر اسلامی دولت ولی د سور جومات پیښه نه غندی چی د قرانکریم 2000 حافظان پکی شهیدان شول مولانا فضل الرحمن دی خپله لور پرده کی کړی

  8. Shinwari Reply

    دا څنګه مسلمانی ده چه په لالمسجد کی په سلګونو معصوم طالبان او طالبانۍ په شهادت ورسولی د هغی نه کوم احتجاج او نه کوم جهاد اعلان وکړ او دا اوس کومی رمباړی وهی د دی شا ضرور یو څه سیاسی لوبه ده او الله بهتر مکر کونکی دی

  9. تراب خان Reply

    ملا، اخوانی، پاکستانی، ایرانی دا د منطقی لپاره ناسور دی

    ددوی ورکول پکاردی

    خو هغه ملا چه په ریشتونی مسلمان وی او دسیاست نه لری وی، پاک سپڅلی او مومن وی هغه سم ملا وی

    نه دپاکستان او افغانستان سیاسی ملایان او دایران اخوندان

  10. ببرک Reply

    نړیوالو ته په کار ده چی د پاکستان غندنه وغندی!!!!!!!!!!!!!!!!!!ا

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2