Categories

اعلان

Loading…

له افغانستان سره نړیوال بانک نژدې ۷ سوه ملیون ډالره مرسته وکړه

تاند- نړیوال بانک له افغانستان سره نن /سې شنبه/ د ۶۹۱ ملیون ډالره مرستې موافقه لاسلیک کړه.

د ماليې وزیر اکلیل حکیمي د نړیوال بانک له رييس شبهام چودري سره د دې مرستې د اسنادو د لاسلیک په مهال وویل، دا مرسته به پر روغتیايي چارو، کاسا ډیجټلي پروژې او د دولتي بانکونو د ظرفیت پر لوړولو ولګول شي.

د موافقې د لاسلیک په وخت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ او روغتیا وزیران هم حاضر ول.

د مالیې وزارت وايي چې د نړیوال بانک مدیره پلاوي دا مرسته د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې منظور کړې وه.

د مالیې وزیر اکلیل حکیمي په یوه غونډه کې وویل «د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړول، د بانکدارۍ بنسټونو پیاوړي کول او د دولتي سیستمونو ډیجیټلي کول، زموږ خلکو ته د غوره او با کیفیته خدمتونو په وړاندې کولو کې زموږ پیاوړتیا زیاتوي.»

 نوموړي زیاته کړه، دا مرستې د نړیوالې ټولنې د دوامداره ژمنو ښکارندوی دي چې د پراختیا لپاره یې له افغان حکومت سره د لومړیتوب لرونکو اصلاحاتو پلي کولو په موخه کوي.

په غونډه کې د روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وویل چې ۶۰۰ ملیون ډالره روغتیايي سیکتور ته ځانګړي شوي چې په درو کلونو کې به ولګول شي.

د روغتیا وزارت ته ۱۴۰ ملیون ډالره نړیوال بانک، ۴۲۵ ملیون ډالره د افغانستان د بیارغونې صندوق او ۳۵ ملیون ډالره د ماشومانو او میندو د روغتیا د نړیوالې پانګونې صندوق ورکوي.

ښاغلي فیروز په وروستیو کې ویلي و چې په افغانستان کې پر روغتیايي سیکتور ۱۹۰۰ ملیون ډالره (یو ملیارد او ۹ سوه ملیون) لګول کېږي چې یوازې په سلو کې ۵ یې د افغانستان له خپلې بودجې ورکول کېږي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر شهزادګل اریوبي وویل چې د کاسا دیجټلي پروژې له بشپړېدو وروسته به ۹ ولایتونه، چې لا له نوري فایبر سره وصل شوي نه دي، له دې شبکې سره یوځای شي.

ټاکل شوې چې۵۱ میلیون ډالره وړیا مرسته د نړیوال بانک لخوا د افغانستان د ډ یجیټل کاسا۱ پروژې ته ځانګړې شي‏، څو له دې لارې په ټیټه بیه په انټرنټي خدمتونو کې زیاتوالی راشي.

99 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *