Categories

اعلان

Loading…

زعفران؛ ګټې او زيانونه

ژباړه: حمیدالله حمیدي

زعفران د نړۍ تر ټولو ګران بیه ګل دی چې د روزلو او ټولولو نږدې ټول کارونه یې په لاس کېږي. زعفران خپله نورو خوراکي توکو ته خوند او رنګ ورکوي، وازدې له منځه وړي او په وینه کې د کلېسټرولو د زیاتوالي مخه نیسي. که غواړی چې ذهني ارامتیا  ولری، زعفران وکاروئ. له دې سره سره زعفران اشتها زیاتوي او د پوستکي، سترګو، زړه او سرطاني ناروغیو مخنیوی کوي، حافظه قوي کوي او د وینې فشار په ټيټولو کې پوره مرسته کوي. که له زعفرانو په خوړو کې ګټه واخیستل شي، هضم اسانه کوي، معده قوي کوي او دردونه یې له منځه وړي. زعفران بدني ستړیا او خپګان له منځه وړي. پر زعفرانو وروستیو څېړنو ښودلې چې زعفران د ستړیا او خپګان د له منځه وړو خاصیت لري، له دې مخکې هم په سنتي طب کې زعفرانو ته د خوشالوونکي او خوښۍ راوړونکي ګل نوم کارول شوی دی. زعفران د الزایمر او پارکیسون ناروغیو مخه نیسي او تمرکز قوي کوي. که عصبي دردونه لرئ او یا هم له بې خوبۍ ځورېږی، نو زعفران یې اصلي درمل دي.

د زعفرانو زیانونه

په زیاته کچه د زعفرانو کارول د خوابدۍ، د زړه د ضربان د زیاتوالي، سر ګنګسۍ، له پزې او شونډو د وینې بهېدنې، بې حالۍ او ژېړي سبب ګرځي چې کله کله ان د انسان په مرګ هم تمامېږي.

2,932 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2