Categories

اعلان

Loading…

ژبپوهنېز انقلابونه | مسعود پښتون

ژبپوهنه هغه علم دی، چې ژبې تر مطالعې او څېړنې لاندې نیسي. ددی علم کوشش او مقصد دا دی، چې د ژبې اړوند ټولو پوښتنو او ګروېږنو ته جواب ووایي، لکه: ژبه څه شی ده؟، ژبه څه ډول عمل دی؟، ژبه له څه څخه رامنځته کېږي؟، انسانان څه ډول له یو او بل سره خپلې اړېکې ټېنګوي؟، انساني ژبه د نورو حېواناتو له ژبې سره څه توپیر لري؟، ماشومان په لومړیو کې څنګه او څه ډول ژبه زده کوی؟، انساني ژبو څه ډول د پرمختګ تر پوړیو را ورسېدې؟، ژبې له یو او بل سره څه ډول اړېکې لري؟، د نړیوالو ژبو تر منځ کوم ګډ خصوصېات شتون لري؟، معیاري لېکل څه وخت رامنځته شول او له دې څخه پخوا لېکل څه ډول وي؟، څه ډول نوې ژبې رامنځته کېږي او څه ډول زړې ژبې له منځه ځي؟ دا او دې ته ورته هغه پوښتنې دي، چې د ژبپوهنې علم یې ډیری جواب کړې او د ځېنو په جوابولو څېړنې روانې دي.

ژبپوهنه په نوې مانا هغه علم دي، چې تاریخ یې سلو کلونو ته رسېږي. ولې تخصصي مطالعه یې له میلاد څخه وړاندې اټکل شوې ده. یعنې کوم وخت چې پانیني د ژبې لپاره ځېنې لارې او اصول وړاندې کړل،  له هغه  وروسته د ژبې په دې اصولو کې، صرف، نحو، غږ پېژندنه، ویي پېژندنه، مانا پېژندنه، دژبې د استعمال ځایونه، د خبرو کولو تحلیل او څېړنه، تاریخي عملي ژبپوهنه، ټولنېزه ژبپوهنه، د ژبې او نورو علومو لکه، د ټولنپوهنې، ارواپوهنې، د عصابو او منطق تر منځ د اړېکو په برخه کې اصول رامنځته شول. ددې له وجې ژبپوهنې ته یوه انساني او ټولنېزه پېچلې پدېده ویلای شو، چې څېړنه او مطالعه یې څو بعدونو ته اړتیا لري.

ژبپوهنه نه یوازې دا، چې پورتني سوالونو جوابوي، بلکې له ارواپوهنې، انسان پوهنې، ټولنپوهنې، هنر پوهنې، ادب پوهنې، فلسفه پوهنې او د ژبو د پېژندنې سره هم ځانګړې اړېکې لري. یعنې په ټوله کې معاصره ژبپوهنه د خپلې مطالعې په چوکاټ کې د ګڼو پوهانو فکر خپل کړی او  په تړاویې څېړنې او شننې کوي. له دې امله ډېری پوهانو ته ددې لاره هواره شوه، تر څو دوي د ژبې او ذهن، د ژبې او پېژندنې، د ژبې او فلسفې، ژبې او فکر، ژبې او منطق، ژبې او ځانپوهنې، د ژبې زده کړه، ژبه او چاپېریال ، ژبه او قانون، ژبه او مصنوعي فکر، ژبه او کلتور، ژبه او ټولنه، ژبه او انساني پرمختګ، ژبه او سېاست همدارنګه د ژبې او فکر تر منځ ټولې برخې نه یوازې دا چې تر څېړنې لاندې ونېول شوې، بلکې  د ژبپوهنې رشتې ګڼل کېږي.

هر هغه څوک، چې د ژبو په برخه کې څېړنې کوي، ژبپوه ګڼل کېږي. همدارنګه یو ژبپوه باید په څو ژبو پوهېدونکی وي، همدارنګه هر هغه څوک چې په دې علم کې زده کړې او یا څېړنې کوي، له دوي څخه په ژبه کې د څېړنې او شننې غوښتنه نه کېږي، بلکې دا کار د دوی لپاره یو لوی صفت ګڼل کېږي.

د معمول په ډول ویلای شو، چې د ژبپوهنې د د تخصصي مطالعې تاریخ د سانسکرېټ ژبې له ګرامر څخه را پېلېږي، چې د پانیني لخوا لېکل شوی دی. پانیني په پنځمه  مېلاد پېړۍ څخه د مخه د سانسکرېټ ژبې لپاره یو ډېر پرمختللی ګرامر لیکلی دی، ولې ژبپوهنه په اوسني او پرمختللې مانا  د (ژبپوهنې د عمومي دورو) تر نامه لاندې د کتاب په لېکلو سره د فردینان دوسوسور لخوا وپېژندل شوه. دوسوسور د لومړی ځل لپاره په خپلو څېړنو کې د ژبو پر نظام باندې رڼا واچوله او دغه نظام یې تر مطالعې لاندې ونېوه. په ۱۹۵۰م کلونو کې د نوام چامسکي نظریو د ژبپوهنې په برخه کې یو لوی انقلاب رامنځته کړ، چې په نتیجه کې یې د زېږېدونکي ګرامر( پېدایشي ګرامر) فکر هم رامنځته شو.

د یوې کره کتنې په صورت کې د عملي ارواپوهنې پوهانو د ژبې زده کړه یو تقلیدي عمل بللی وي، چې دا نظر د چامسکي لخوا رد شوی وي. نوموړي په دې ټېنګار درلود، چې د یوې ژبې ټول اصول او خصوصېات د انسان په ذات کې اغېږل شوي، چې ماشوم یوه ژبه زده کوي.

          نوموړي په دې ټېنګار کاوه، چې د مورنۍ ژبې د زده کړې ارثي او جنیتکي خصوصېاتو، مخکې له مخکې د ماشومانو په مغز کې ځای نېولای وي او چاپېریال د ماشوم سره د هغه د مورنۍ ژبې په زده کړه کې د یو حرکي قوې په توګه کومک کوي.

ماشومان په ټوله کې د ټولنې اړوند معلومات له خپل چاپېریال څخه تر لاسه کوي او ددې معلوماتو په ترلاسه کولو سره نوي ترکېبونه او اشتقاقونه رامنځته کوي. د ژبپوهنې څېړونکي دې نتېجې ته رسېدلي، چې ماشومان خپله مورنۍ ژبه په ټوله کې د نورو له خبرو څخه زده کوي، چې دا ډول ژبه یوه اکتسابي پدېده ګڼل کېږي.

له پانیني څخه وروسته د ژبپوهنې په تاریخ کې اولنی نقلاب په ۱۷۸۶م کال کې ثبت شوی، ویلیام جونز هغه انګریز حقوق پوه وي، چې د لومړی ځل لپاره یې د سانسکریټ ځېنې متنونه له اریایي ژبو سره پرتله کړل. له دې پرتلې وروسته نوموړی دې نتیجې ته ورسېد، چې دا ژبې له یو او بل سره ډېرې ژورې اړېکې لري، نو پر دې اساس یې دا ژبې د یوې ګډې منشاء لرونکې وګنلې، چې اساس یې له هندواروپایي کورنۍ څخه دی.

دا اولنی انقلاب وي، له دې وروسته د ځېنو ژبو د پېداېښت، اړېکو، کورنېو او د ځېنو ژبو د جوړښت په اړه څېړنې پېل شوې. د ژبپوهنې په تاریخ کې دې انقلاب ته تاریخي انقلاب وایي. په دې زمانه کې ډېری ژبپوهانو یوازې په تاریخ تکیه کوله، خو د وخت په تېرېدو سره دې انقلاب ګڼ شمېر ژبپوهان را پېدا کړل، چې د نوي ژبپوهانو په نوم یادېدل، نوموړیو ژبپوهانو هڅه کوله تر څو په ژبني نظام کې نوي قوانین او بدلونونه رامنځته کړي.

په ژبپوهنه کې دوهم لوی انقلاب دنحوي جوړښت وي، چې فردینان دوسوسور ددې انقلاب پېژندل شوې څېره ګڼل کېږي. که څه هم دا نظریات د لومړي ځل لپاره الکساندر فون هومبولت بیان کړي وي، خو د سوسور کتاب (A Short History of Linguistics) ، چې په ۱۹۶۷م کال چاپ شو، نوموړی یې ددې انقلاب سر لاری وګرځاوه.

سوسور د نحوي جوړښت پلوی وي، نوموړي په دې اړه ګڼې څرګندونې کړې، خو دا څرګندونې هممهاله وې ( د وخت د حالاتو بېانول وي) نه د تاریخ. سوسور یو مانا پېژندونکی وي، ددې لپاره یې د وخت ژبپوهنه له تاریخي ژبپوهنې څخه ددې لپاره بېله کړه، چې اکثره څېړونکو به تاریخي ژبپوهنې ته زیات اهمېت ورکاوه. همدارنګه مانا د سوسور په انقلاب کې هغه کلمه ده، چې ددې انقلاب اساسبلل کېږي.

دال او مدلول د مانا په لحاظ دوه بېلابېل اړخونه دي، چې سوسور به پرې زیات بحث درلود، نوموړي به ژبې د مانا ټولګې بللې، چې دې نظریو تر ۵۰ کلونو پورې خلک د خپل تاثیر لاندې وساتل.د نحوي جوړښت د پلویانو کړنې، چې د شلمې پېړۍ تر نېمایي پورې یې دوام درلود، تر ډېره پر صرف، د تورو په جوړولو، لغات پوهنې او اواز پوهنې راڅرخېدې. که څه هم له دې وروسته د پراګ په مکتب کې د متني ژبپوهنې دوره او انقلاب رامنځته شو، چې دې مکتب په عملي او استعمال لېدونکې ژبپوهنې باور درلود.

د ژبپوهنې په تاریخ کې درېیم لوی انقلاب د نوام چامسکي لخوا په ۱۹۵۷م کال د نړیوال ګرامر او د ماشومانو د ژبې د زده کړې په برخو کې رامنځته شو. دا نظریات د ژبپوهنې په دنیا کې د یو انقلاب تر څنګ د زېږېدونکي (پېدا کېدونکي) ګرامر په نوم ونومول شول. نوموړي د لومړي ځل لپاره د ژبپوهنې لپاره نحوه اساس کېښود او غونډله (جمله) یې د یو واحد په ډول د ژبپوهنې د څېړنې لپاره اساس ونوموله. په همدې ډول ژبپوهنې یو لوی پړاو وواهه او د چامسکي نظریات له ۱۹۵۷م را په دېخوا تر نن ورځې پورې په شمالي امریکا کې د زېږېدونکي(پېدکېدونکي) ګرامر په نوم یادوي.

په ۱۹۶۰م کال یعنې په دې لسېزه کې ځېنو څېړونکو داسې نظرونه وړاندې کړل، چې په ژبپوهنه کې یې څلورم انقلاب ته لاره هواره کړه. دې انقلابېانو د پراګ فکر رامنځته کړ، چې پارادایم یې د ژبپوهنې په برخه کې د چامسکي لوی سیال ګڼل کېږي. که څه هم د چامسکی نظریات د جملې په جوړښت او د هغې په عقلي او فلسفي اړخ  متکي وي، خو څلورمې ډلې بېا د یوې ژبې د مطالعې بنسټ خبرې اترې وبللې، دوی په دې ټېنګار درلود، چې یوه واحده ژبه باید د خبرو اترو له لارې وڅېړل شي، ددې ډلې  نظریات تر ډېره د ټولنپوهنې د علم په رڼا کې وړاندې شول.

خو بلخوا که چېرې د چامسکي نظریاتو ته فکر وکړو، نوموړي هم  ژبپوهنه د ارواپوهنې له اړخه مطالعه کوله. ولې دوپارادایم  بېا د دواړو خلاصه  د ژبپوهنې مطالعه ګڼي.

که څه هم د پراګ د ژبپوهنې مکتب په شلمې پېړۍ کې رامنځته شو، خو ددې مکتب اساس اېښودونکی ویلم ماتسیوس وي. ددې مکتب غېر رسمي کارونه په ۱۹۱۹م کال کې شروع شول او په ۱۹۲۸م کال په هالینډ کې په رسمي ډول وپېژندل شو. دې مکتب تر ۱۹۳۹م کال پورې ګروپي کارونه تر سره کول، وروسته له څه ځنډه، ددې مکتب غړیو خپل کارونه په یوازې ډول د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې شروع کړل.

ددې مکتب لومړۍ څانګه د پراګ پوهنتون د فلسفې د استاد انتون مارتي لخوا په فرانتس برنتانو کې پرانېستل شوله. که څه هم مارتي ژبپوه نه وي، خو نوموړي ددې علم په اکثرو فلسفي او علمي بحثونو کې ګډون درلود.  نوموړی د ژبپوهنې په برخه کې هېڅ هم ونه کړل، ولې د فلسفي ژبپوهنې په برخه کې یې د معاصرو ژبپوهانو (ویلهلم وونت، هیمان اشتاینتال، هرمان پاول، ادموند هوسرلو او الکسیوس ماینونګ سره فلسفي بحثونه درلودل. په دې مکتب کې د سانسکریټ ژبې څېړونکي روسي لېکوال نیکولای تروبتسکوي هم غړی وي، چې نوموړی ددې مکتب له بنسټګرو غړو څخه ګڼل کېده. همدارنګه دې مکتب نور غړي رومن یاکوبسن، ویلم ماتسیوس، اندره مارتینه او لوسین تنییر وي.

همدا ډول د ژپپوهنې په برخه کې دوهم مکتب  د کپنهاګ د ژبپوهنې مکتب دی،  د کپهاګ د ژبپوهنې مکتب په شلمې پېړۍ (۱۹۳۱م کال ) کې رامنځته شو. دې مکتب په ټوله کې په مانا پوهنې زیات ټېنګار درلود، چې ددې مکتب له اصولو ځخه هم شمېرل کېده. ددې مکتب اساس اېښودونکي لوئیس ترول یلمسلف او راسموس ویګو بروندال وي. دا مکتب د پراګ د مکتب پر نسبټ محدود وي، چې په ۱۹۶۵م کال د ترول یلمسف په مړینې سره له منځه ولاړ.

531 total views, 5 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *