Categories

اعلان

Loading…

سږ کال (لنډه کیسه) محمد خالص ادیب

دفتر ته راغلو  زلزله شوې وه، کمپیوټر ته یې وکتل، په ځمکه پروت و، شاوخوا  را لوېدلي کاغذونه او لایحې یې له نظره تېرې کړې، بیخي یې زړه تنګ  شو، بېرون ته راووتو، په چا یې سترګې ونه لګېدې، لږ وړاندې ولاړ، د ننګکې اتاق یې له نظره تېر کړ، څوک نه و راغلي، بېرته ننوتلو، خپله یې ساپي را واخیسته د میزونو په پاکولو یې شروع وکړه، کمپیوټر یې  په خپل ځای کېښود، لا یې روښانه کړی نه و چې د دروازې ټک ټک شو،  ورو یې ورته وویل:

  • مهرباني!

د وره کړپ شو، دورازه خلاصه شوه، ډډه بډه نجلۍ راننوته، نرۍ نازکې منحني وریځې، تور اوږده باڼه غټې بادامي زړه راښکونې سترګې یې درلودې، ژمنۍ جامي یې په تن ، سور جامپر یې اغوستی د شونډو او نوکونو  رنګ یې ورسره یو شانته و، په نرمه لهجه یې ورو وویل:

  • اجازه ده!

زر یې ورغبرګه کړه:

  • صاحب د اجازه یاست مهرباني!

په لاس یې اشاره ورته و کړه، په مخامخ چوکۍ کېناسته،پښه یې په پښه واړه وله؛ له اوږې څخه یې بیک لرې کړ،  غېږ کې ونیولو،په زنګونو یې سرپطلوني کش کړه؛ده ځان دې کمپیوټر په پاک کولو مصروف کړ، شېبه دواړه غلي ول، مبشیر د سترګو له کونجونو غلي ور کتل،  دا په خپل موبایل کې مصروفه وه، دهپه چوکۍ کې ځان خبرو ته راجوړ کړ، کړل یې:

  • ښه راغلې څنګه راغلېيې؟!

پښه یې له پښې واړوله، ټکري یې سم کړ، په مخ را پراته ویښته یې یوې خواته واړول زیاته یې کړه:

  • تېر ماښام دې اوو بجو خبرونه مې اورېدل، ستاسو د تلویزیون د خبرونو په وقفه کې اطلاعیه راغله،  په کې ویل شوي و، چې موږ ښځینه کارمندانو ته اړتیا لرو،  چې په دريو ژبو باندې پوره صلاحیت ولري، خو زه دري کلنه تجربه هم لرم.

په کېبورد یې ګوتې کېښودې، په ډېسټاپ باندې یې د ورد صفحه  وازه کړه، زر زر یې متن لیکلو، کله کله به ورو شولو،  کومه جمله به چې ډېره مهمه وه،  ترې لاندې به یې انډرلاین  ورکوله؛  په زړه کې ګوړې ماتولې، کله کله به چورت پخپله مخه ښه کړ، نجلۍ ته به یې غلي ور وکتل،له ځانه سره به یې وویل:

  • اوهو څه کاپره ځواني لري، دا به د کوم کورګډي په نصیب وي؟! دا غټې سترګې، ګڼ ویښته، د خبرو خوږه لهجه، اې!!!  اندامونه یې څومره ښایسته دي، ما به داسې نجلۍ لیدلې وي؟! نه چیرته مې لیدلې،  همدا اولنۍنجلۍ ده

په همدې خبرو کې یې ځان په خیالي دنیا کې د هوا غېږ ته ورکړ، خوندونو یې په وجود کې منډې را منډې وهلې د خوشحالي احساس یې کولو، له سترګو یې د اوښکو څاڅکی  را وغړېدو، د میز په سر ولګېد، ماته شو، د نجلۍ تصویر پکې ښکارېدو ورته حیران شو. سترګې یې په کې وګنډلې، دې غږ ورباندې وکړ:

  • څنګه غلی شوې؟

ورو یې په مسکنه لهجه وویل:

  • اوهو بښنه کوه، ته مې بېخي له یاده وتلې وې، هیڅ فکر مې نه وو، چې دلته به څوک وي کنه، خو، خیره په هر صورت،  زموږ رئیس اورپا ته تللی، انشاالله زه هم درسره همکاري کوم، نمبر دې راته ولیکه، کله چې سبا یا بله ورځ راغلو،حتمن درته زنګ وهم.

دې بره شونډه د کښتینیو غاښونو سره ټینګه کړه، سترګې یې مړې واړولې.په نازوکو شونډو یې ژبه کش کړه، سور رنګ یې لا تازه شو، زیاته یې کړه:

  • مننه وروره سمه ده.

پورته شوله، بیکیې په اوږه ځوړند کړ، له دفتر څخه را ووته، دی هم تر دروازې ورسره راغلو، لاس یې په سینه ورته نیولی وو، خدای پاماني یې سره وکړه، ترې روانه شو.

بیرته دفتر ته راغلو د هغې نجلۍ څهرې یې په سترګو کې منډې را منډې وهلې، د هغې اوږدې غټې سترګې، برابره خوله، په سپین مخ کې سرې نازکې نري شونډو، د خبرو انداز، ښایسته اندامونه… سات ته یې وکتل یوولس ته لس پاتې و، په کار کولو یې شروع وکړه، نور کارمندان هم راغلي وو، د غرمې له ډوډۍ وورسته یې اودس او لمونځ وکړل یونیم سات نور دفتر کې پاتې شو، دري نیمې بجې له دفتر ووتو، د کور په لور روان شو.

بیګاه یې ډوډۍ وخوړله،  خپلې کوتې ته ولاړو،  موبایل یې مخ ته ونیولو، په سکرین باندې یې څو ځله زر زر ګوته کش کړه؛ بالښت ته یې څنګ ووهلو په دواړو لاسونو یې مسج ولیکلو؛ ورو یې د سنډ په نښه ګوته کېکاږله.

یو لاس یې له سر لاندې کړ، موبایل یې څنګ ته کېښود؛څو شېبې وروسته یې بیرته موبایل را واخیست؛بل مسج یې ورته ولیکلو:

  • خدای دې وکړي چې جوړه او روغ وې خورجانې

د ځواب انتظار ته یې دوې سترګې  څلور شوې؛ له ځانه سره یې سندره زمزمه کړه، په چورت کې پروت و چې خوب خپل څادر ورباندې وغوړلو، په نرمه غېږ کې یې تر سهاره ارام  کړ.

د سهار چای وخوړلو،  خپله دریشي یې واغوستله، جګري نیکټایي یې واچوله، هندارې ته مخامخ ودرېدلو، ځان یې په کې جوړ کړ، له کوره راووتو، دې دفتر په لور روان شو.

له همکارانو سره یې ستري مشيوکړل،  خپلې شوبې ته لاړ؛ کمپیوټر یې روښانه کړ،  دروازه وټکېده  وویل:

  • راځي!

دروازه خلاصه شوه، چې هماغه نجلۍ راننوته، په تور ټکري کې یې سپین مخ داسې ښکارېدو لکه د څلورلسم سپوږمی،  باڼه یې هغه د چا خبره یوه یوه څپړ په سترګو پاته ول، د هندوستان د مشهورې سینماګرې کترینا کف غوندې تار ویښته یې په مخ را پرېښي وو،په مخامخ چوک کې کېناسته لاس یې په سینه ونیول دویم واري پوښتنه یې وکړه؛ ده هم خبره ورسره اوږده کړه اخر یې وویل:

  • رئیس نه دی راغلی؟

ده  وویل:

  • راغلی! ته ودریږه زه ورته ووایم

له شوبې راووتلو، په زړه کې سلګونه خبرې تېرې بېرې کېدې، په رئیس یې غږ وکړ، هغه له لږ ځند وروسته را روان شو، ورسره ستري مشيوکړل، یوه شېبه دواړه غلي وو، وروسته رئیس یې وه  وویل:

  • ښه راغلي تاسو څنګه راغلي یاست؟!

دې په شونډو ژبه تېره کړه،خوله یې خبرو ته جوړه کړه :

  • رئیس صاحب تېره ورځ هم راغلې وم، تاسو تلویزیون کې اطلاعیه خپره کړې وه ، چې یوې ښځینه کارمندې ته ضرورت لرو، کوم شرایط مو چې وړاندې کړي ول، په هغې زه برابره یم، دري کاله کاري تجربه لرم د تخنیک او داسې نور تفریحي او خبري سرویسونو سره هم څه مشکل نه لرم.

رئیس کړل:

  • دېر ښه خو تاسو ځان معرفي نه کړ

په چوکۍ کې یې ځان لږ سم کړ:

  • زما نوم شراره دی، دري کاله وړاندې له ژورنالیزم پوهنځي څخه فارغ شوې یم، همدارنګه له رسنیو سره مې هم کار کری دی.

مبشیر زر له ځانه ورو ورو زمزمه کړه:

  • شراره، شراره، شراره. شراره…

رئیس له لږ ځنډ وروسته زیاته کړه:

  • سمه ده تاسو سر له سبا نه خپل کار پیل کړئ دادې قرارداد به اوس ولیکم

مبشیر له ځانه سره وویل:

  • خدای یې چې چاته ورکوي دا نه وايي چې د چا زوی یې

مازدیګر رسمیات خلاص شول، دواړه جوړه له دفتره ووتل،  خدای پاماني یې سره وکړه؛  د کورونو په لور روان شول، لمر زنه د غره په سر لګولې، شپې د خاموشۍ څادر خپور کړی و، ، د ماخستن اذان ته څو دقیقې پاتې وې مبشیر  ډوډۍ  وخوړه، خپلې کوټې ته ولاړ،  موبایل یې راوکېښ  مسیج یې ولیکو:

  • سلام

 څنګه یې ووهلو،  لس دولس دقیقي ووتې بیا یې ولیکل :

  • جوړ پخیر ِ

ځواب ته یې دوې سترګې څلور شوې، خوب په خپل سمندر کې ډوپ کړ، سهار کله چې له خوب څخه پاڅېد یو ډول پښېمانه غوندې و،   اودس او لمونځ یې  وکړل، موبایل یې را واخیست،  ویې کتل چې مسج راغلی ، له ځانه سره موسکی شو:

  • کاشکي ویښ وی ځواب یې پس راکړی

د موبایل په سکرین یې ګوته کش کړه، پیغام یې واز کړ، چې په کې لیکل شوي و:

  • ۷۰۰ دقیقه روشن به روشن را فقط در بدل۲۲۰ افغانۍ

زر یې پیغام پاک کړ، سوړ اوسیلی یې وکښ، له ځانه سره یې د روشن شبکې مسج څو ځله تکرار کړ، خپله درېشي یې وا غوسته، دې دفتر خواته روان شو.

دې ده او شرارې د کار شل- پنځه ویشت ورځې تېرې وې، دواړه له پخوا ډېر له یو بل سره بلد شوي و، شراره پورته شوه، دې مبشیر له څنګ سره ودرېده، اسټیپلر ته یې لاس ور اوږد کړ، ددې نرم ورون دده په ورانه ولګېد، د مبشیر په زړه کې نړۍ څړیکه وشوه، خوند یې واخیست؛ زر یې ورته وویل:

  • ودریږه! زه یې درکړم

اسټپلر یې را واخیست ورته یې ونیولو؛ دې لاس وراوږد کړ،ګوتې یې ورسره وجنګه ولې، شرارې ورته وویل:

  • مبشیره! خیال دې ساته

په ورخطایي سره یې وویل:

  • بښنه کوه، پام مې نه و

دې زیاته کړه:

  • ښا خیر بل ځل دې خیال ساته

 شراره پوه شوه چې مبشیر دا کار له قصده ورسره وکړ، د وخت په تېرېدو سره د دواړو تر منځ ټوکې کالی زیاتېدې، په مسج کې خو خبره بیخي له حد نه اوښتې وه،  دواړه دفتر کې ناست ول، چې مبشیر نږدې ورغلو، به ولیو یې لاسونه ورکېښودل، دا پورته شوه، ده غیږ ورڅخه تاو کړه، ټینګه یې کړه، سینه یې ددې له سینې سره وجنګوله، له نرم والي څخه یې خوند حس کړ، دې ورو چیغې کړې، وه یې وویل:

  • لرې لیونیه دا څه شي کړې؟

ده ساه بنده بنده کېده، د پطلانه په کمربند یې لاس تېر کړ، ورته یې وویل:

  • زه تاته په کومه بنده سترګه نه ګورم، موږ او تاسو چې کوم کسان دفتر کې یو، داسې ښکارو لکه د یوې کورنۍ غړي،  دا کومه خبره نه ده خفه نشې.

دې غږ ورته ونکړ،مبشیر یې مخې ته ورتاوو شو زیاته یې کړه:

  • خفه شوې؟

شونډې یې بوڅې کړې ځواب ته یې ځان جوړ کړ:

  • لږ حیا ښه وي

دواړه پټه خوله ناست ول رخصتي شوه، له دفتر څخه ووتل کور ته ولاړل.

 سهار بیرته راغلل، دواړه له یو بل سره ستړي مشي وکړل؛  بیرته هماغه پخوانی حالت  و، ټوکې به یې سره کولې هر یو له خپل  کمپیوټر  سره مصروف و.

مبشیر هنداره کې وکتل، په ویښتو یې ګوتې ووهلې، شاوخوا یې وکتل دهیلز ته ووتلو، څو قدمومه وړاندې ولاړو،  بیرته راوګرځیدو،  سات ته  یې وکتل؛  چې څلورو ته شل پاتې وې، شرارې خواته ور روان شو، دې کمپیوټر خاموش کړ، په خپله چوکۍ کې پورته شوه، د ګوتو ټکونه یې ویستل؛  ده بیا غیږ کې ټینګه ونیوله دې هم ځان ورخوشی کړ، په خیټه یې لاس ور ووهلو، تر نرۍ  ملا یې لاس ورتاو کړل، شونډې یې شونډو ته جوړې کړې چې دې په خپله خوله لاس کېښود،  د وره کړپ شو، زر یې خوشې کړه لږ سات دواړه غلی ول شرارې ورته وویل:

  • دا ته څه کوي؟

ده ورته وویل:

  • ما تاته اول کې خور ویلي دي، زموږ او تاسو منځ کې خوري او وروري ده ګوره خفه نشې

دې زر وغبرګه کړه:

  • اوهو دا دي وجدان اول د یوې کورنۍ غړي و، دوهم بنښه دریم دې خور شوم څلورم…….

مبشیر وخندل، شراره  شېبه غلې وه، وروسته یې بیک غاړې ته واچولو د دفتر دوازه یې په درب ووهله ده موبایل ته لاس ور اوږد کړ، فیسبوک کې انلاین شو، لږ وروسته یې یو پوست وکړ، ویې لیکل:”سږ کال په هېواد کې د ښځو په وړاندې د جنیسي تاوتریخوالي پېښې نظر تېر کال ته کمې وې”.(پای)

115 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *