Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان او پاکستان مشرانو پر ۷ کلیدي ټکو موافقه کړې

تاند- د افغانستان او پاکستان مشرانو کابل ته د شاهد خاقان عباسي د پروني سفر په لړ کې پر اوو کلیدي مسلو موافقه کړې ده.

دا اووه نکتې د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان- پاکستان د عمل پلان (APAPPS) برخه دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وویل، دا موافقه پرون /جمعه/ په کابل کې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان د صدراعظم خاقان عباسي ترمنځ په کتنه کې وشوه.

د بهرنیو چارو وزارت په وینا د افغانستان او پاکستان مشرانو د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهیر ملاتړ اعلان کړی او ژمنه یې کړې چې د هغو کړیو او سختدریځو پر ضد به اقدام کوي چې د دواړو هیوادونو امنیت ته ګواښ پېښوي.

دوی همداراز موافقه کړې چې هیڅ هیواد، شبکې، ډلې یا فرد ته به اجازه نه ورکوي چې د دوو هیوادونو خاورې د ورانکارو فعالیتونو لپاره وکاروي او د دې چارې د څارنې، همږغۍ او د موافقې د عملي کولو لپاره به یو میکانیزم جوړوي.

د افغانستان او پاکستان مشرانو همداراز موافقه کړې چې د یو بل هوايي او مځکنۍ بشپړتیا ته به درناوی کوي، او د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان – پاکستان د عمل پلان (APAPPS) پر اساس د دوه اړخیزې همکارۍ د میکانیزم له لارې به د ستونزو او اختلافاتو په حل کولو د یو بل خلاف تور لګول بس کوي.

افغانستان او پاکستان همداراز موافقه کړې چې د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان – پاکستان د عمل پلان له تطبیق سره د مرستې لپاره به یوه کاري ډله جوړه کړي.

پاکستان په وروستیو میاشتو کې د امریکا تر مالي او سیاسي فشار لاندې دی او داسې ښکاري چې دا موافقې یې هم د دې فشار د کمېدو په هدف کړي وي.

څرګنده نه ده چې دا موافقې څومره عملي دي او ایا پاکستان به اجازه ورکړي چې افغان لوری په کوټه او نورو ښارونو کې هغه ځایونه وویني چې طالب مشران پکې اوسي یا طالبان پکې په وسلو او پیسو سمبالېږي، انتحاریان روزل کېږي او افغانستان ته رالېږل کېږي.

84 total views, 1 views today

4 comments

  1. kabuliwala Reply

    یوه بله دوکه

  2. ملنګ Reply

    پر پاکستان نباید اعتماد وشی. د پاکستان حکومت د هیځ اختیار خاوند ندی، ټول صلاحیت د پاکستان له فوج سره دی او فوج به هیڅله خپله استراتیژی ته تغیر ورنکړی. افغان حکومت اوس باید د پښتنو غورزنګ سره هر اړخیزه مرسته وکړی څو سسب شی چه پاکستان خپلو اصلی سرحدونو ته په شاشی او په سیمه کی یو لوی افغانستان منځ ته راشی دا به یوازنی لار د حل وی

  3. سهاک Reply

    پنجابیانو سره باید په احتیاط اړیکې ټینګې شي. هغوي هيڅکله هم خپل نړیوال او دوه اړخیز وجایب او مکلفیتونه ندي اجرا کړي.
    د دواړو هېوادونو ترمنځ د 1961 کال ترانزیت مواقفتنامه ، د هغې ضمایم او تعدیلات هېڅکله هم عملي نه شول . دوی هروخت زمونږ پر سوداګرو او دولت لارې بندې کړې ، محصول یې زیات او زمونږ لوری یې تاواني کړ.
    د1985 زېږدیز کال د ژنیو موافقتنامه چې د هغه په اساس شورویان زمونږ له هېواده ووتل ، پخوانی شوروي اتحاد او د امریکا متحده ایالات د دې موافقتنامې تضمینوونکي ول ، هم د پنجابیانو له خوا رعایت نه شو.
    له 2001 کال راپدې خوا ټولې دوه اړخيزې موافقتنامې د پنجابیانو له خوا نقض شوې.
    د دري ژبې د هغه مشهور متل په اساس چې « آزموده را آزمودن خطاست » ، له پنجابیانو سره په هر ډول نړیوالو اړیکو کې باید له ډېر احتیاط نه کار واخیستل شي.

  4. Alakozay Reply

    فکر نکوم چی پاکستان غوندی ملک دی افغانستان په سوکالی او صلح کښی ولیدلی شی. دوی اوس طالبان روس ته ورلاس کړی دی او هغوی یی د هره نظره تمولیلوی او دوی څان د امریکا له فشاره څان وباسیږ

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *