Categories

اعلان

Loading…

د اوبه سړي «اوبه خلک» | ډاکتر محب زغم

«اوبه خلک» د استاد اجمل ښکلي تازه چاپ شوی کتاب دی چې خاکې په کې راټولې دي. دا کتاب په ننګرهار کې کلاسیک خپرندویې ټولنې په ۱۳۹۶ کې په ۱۱۰۰ ټوکو او ۷۵ مخونو کې چاپ کړی دی. خاکه یا طرحه واقعي یا ناتخیلي (non fiction) نثري ژانر دی چې د واقعي کسانو په اړه لیکل کېږي. له ژوند لیک څخه یې توپیر دا دی چې ژوند لیک د یو چا د ټول ژوند کیسه د اسنادو، شواهدو، مرکو، مشاهدو، روایتونو او اثارو له مخې لیکل کېږي او معمولاً د لیکوال عواطف په کې دخیل نه وي خو په خاکه یا طرحه کې لیکوال د یو چا انځور له خپل لیدلوري څخه کاږي. کېدای شي څوک د داسې کس ژوند لیک هم ولیکي چې هېڅ یې لیدلی نه وي خو خاکه د هغه چا لیکلی شو چې لږ ډېر وخت مو ورسره تېر کړی وي. دا ژانر له خاطرې په دې بېلېږي چې په خاطره کې یو خاص مورد بیانېږي خو په خاکه کې له یو چا سره د ناستې پاستې عمومي تأثر او د هغه په اړه د لیکوال کُلي برداشت راغلی وي.

ما تر «اوبه خلک» مخکې د خاکو بل کتاب نه و لوستی. د کتاب نوم او پښتۍ دواړه په زړه پورې دي. د پښتۍ طرحه یې ښاغلي لمر نیازي داسې جوړ کړی چې د یوه اوبلن سړي سر، اوږې او لاسونه په کې جوت ښکاري او پاتې بدن یې لکه څڅېدونکې اوبه. استاد ښکلي د کتاب د نوم په باره کې څه نه دي ویلي چې منظور یې له اوبه خلکو څخه څه دی؟ اوبه خلک یعنې مات او نرم خلک خو په دې کتاب کې د محمد اعظم قاري صاحب کیسه هم راغلې ده چې «کتل به یې نه چې د شاګرد کوم ځای زما لښتې ته مخامخ دی. چې په ناسته به ستړی شو، در ته و به درېد. ملا، سر، لاسونه، کوناټي، هر څه یې در باندې شنه واړول». اوبه چې په هر لوښي کې واچوې، د هماغه لوښي په شکل برابرېږی نو کېدای شي د لیکوال هدف اوبه خلک هغه خلک وي چې د ده د عواطفو په جام کې توی شوي دي. خو دا چې استاد ښکلی په خپله د اوبو غوندې نرم او سپېڅلی دی او د دې خبرې ګواه د ده محصلان دي، ممکن دی هم خپل یاران او اشنایان همداسې وګڼي.

استاد ښکلی دغه خاکې په ښکلي هنري نثر لیکلی دی. نوې نوزې تشبیه‌ګانې یې راوړې دي. دا یې بېلګې: «خو چې ما ته څوک راشي، نو لکه چې چا جاسوسۍ ته رالېږلی وي، د رشوت خور مامور غوندې د عینکو له پاسه یو ځل ما ته او بل ځل ملاقاتي ته وګوري … اوس ور ته زه ډېر بد سړی نه ښکارم او کله ناکله را ته د یوې نیمې کیسې له پاره د خپلو کیسو د بوخڅې خولې راسستوي». بل مثال یې: «زه احساساتي شم خو دی مې د اېلولو له پاره را باندې هېڅکله د مشرۍ او ترولۍ وسله نه کاروي».

د کتاب په ډېرو لیکنو کې د کرکټرونو انځور په شد و مد کښل شوی دی. «ونه لکه نښتر، لکه «سم د قد نېز ور څخه». چې روان وي، لکه «ځي د جنګ په سمباله کې». غټې بادامي سترګې چې سړي ته د مغولي وخت مصورۍ وریادوي. جګه پوزه چې له جګې ونې سره یې راښکون پيدا کړی. له رنګه سور بخن سپین چې په لومړي ځل لیدو در ته کابلی ښکاري».

لیکوال د ځینو واقعیتونو یا پېښو له بیان سره یو شعر، متل، مقوله، تلمیح یا د بل چا وینا هم راوړې ده چې د کتاب خوند یې لا زیات کړی دی. مثلاً: «استاد صمیم ته مې یوه ورځ ویل چې استاده، دی هم د ارګ خوراک شو. هغه کړه چې «سل په لالي پورې، دا یوه پرې د بنګړو» – «سړی په رنګ نه سړی کېږي/ سړی هغه دی چې یې خوی د سړي وینه» – «خدای ښه ځواني ورکړې وه خو څه ترې د کویت مسافرۍ خوړلې وه او څه ترې د پښتو ژبپوهنې. ځواني اوس دومره نه وه ور پاتې خو د دنګو دنګو ماڼیو د پاتې کنډرو غوندې یې نښې نښانې لا وې چې د ده د ورک زلمیتوب پته یې در کوله او د احمد ندیم قاسمي خبره چې خدای په استعارو کې پوهولو چې هر جلال زوال لري» – «ما ته ځان دومره مولینا نه ښکارېده، لکه څومره چې ده ته ځان شمس ښکارېده».

د استاد ښکلي په نثر کې د طنز او ظریفو ټوکو کمی نشته او یو نیم ځای خو سړی په کټ کټ خندا ته اړ باسي. «… نو یو سرلیک په کې د (کورني خبرونه) و. ورځپاڼه چې له چاپه راووته، په (کورني خبرونه) کې له (کورني) څخه (ر) پرېوتې وه» – «ځولۍ مجله مو را و ایستله چې وخت په وخت ښه شوه، ډېره ښه … ولسمل صاحب پر موسی شفیق لیکنه کړې وه. د دیموکراسۍ د لسیزې د لومړي صدر اعظم ډاکټر یوسف په اړه یې لیکلي وو چې «کابل پوهنتون ته لاړ او محصلینو سره یې خبرې وکړې او محصلین یې وغولول». غم دا و چې د (وغولول) منځنی لام له ځولۍ پرېوتې و».

د اوبه خلک کیسې کافي تلوسه لري او چې پيل یې کړې، تر پایه پورې ځان در باندې لولي. په ډېرو خاکو کې د کرکټر نوم د لیکنې په آخر کې راځي او چې معلومات یې لولې، کله یو او کله بل پېژندګلو سترګو ته در ته درېږي خو ستا حدس کله سم وخېژي، کله ناسم.

په خاکه کې د یو چا په اړه د لیکوال خبرې وي او کله چې څوک د بل په باره کې خپل برداشت یا قضاوت لیکي، که له یوې خوا هغه کس درپېژني نو له بلې خوا د ده د قضاوت تله در ته معلومېږي چې دی پخپله په څومره اوبو کې ولاړ دی؟ دی څه ښه بولي او څه بد؟ څرنګه انسان یې خوښېږي او څنګه کسان یې بد اېسي؟ اخلاقي معیارونه یې کوم دي او څرنګه مفکوره پالي؟ د دې کتاب په لوستلو سره سړی د استاد ښکلي په شخصیتي ځانګړنو نسبتاً ښه پوهېدای شي. په یو نیم ځای کې خو ده خپله یوه نیمه مفکوره په ډاګه څرګنده کړې ده لکه دا: «د دې شک د پیدا کېدو لوی لامل زموږ سخت مذهبي چلند دی. زه خو وایم چې دا شک چا ته پیدا شي، مبارکي ورکول پکار دي چې سړي ایله د انسانیت په لور قدم واخیست خو زموږ خلک یې وېروي چې دا خو به ته کافر شې… که موږ اسلام حق دین بولو نو بیا ولې له شکه وېرېږو، ځکه چې شک خو را ته د اسلام حقانیت ثابتوي» – «دا څو لسیزې موږ په دې پسې یو چې خلک د ځان په رنګ کړو خو دا ممکنه نه ده چې یوه ټولنه پر یوه فکر متفقه شي. هر سړی یو بېل جهان دی خو زړونه داسې یو څېز دی چې نه غزنی نه ګوري او نه فکري اختلاف. زه خو وایم چې دا ویل پکار دي چې ورورکه، فکر دې په تاخچه کې کېږده، زړه دې رانژدې کړه». ما چې دا کتاب ولوست، استاد ښکلی همداسې کس را ته ښکاره شو چې د خپلو اشنایانو زړونو ته ګوري، نه یې فکرونو او نه یې خویونو ته.

15 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *