Categories

اعلان

Loading…

موږ ولي تل ساینس د عقیدې په وړاندي دروو؟/ لیکنه: حمید فراز

استاد محمد تنها په بي بي سي ویبپاڼه کي د ستر فزیکپوه “سټېفن هاکینګ” له مړیني په تاثر خپله یوه لیکنه خپره کړې ده. زه چي يې د لوستلو پر مهال کوم یوازیني جالب ټکي ته متوجه شوم، هغه په خپله د لیکني د منځپانګي او د لیکوال د اصلیت و فکر تر منځ خورا فاحش او چیغي وهونکی تفاوت وو. د استاد تنها د لیکني محور دا پوښتنه ده چي “موږ ولې هر څه له عقیدې سره تړو؟” په داسي حال کي چي دی په خپله تل کوښښ کوي چي ځای-بېځایه”ساینس د عقیدې پر وړاندي ودروي”. هغه هم دې حیرانوونکي حقیقت ته په پام چي “عقیده و دین” او”ساینس” دوه خورا بېل ډګرونه دي.

د ساینس تعریف ته په پام چي عقیدې و دین کومه موضوع -له مرګ وروسته ژوندون- خپل مقصد ګرځولی دی، ساینس په هغه کي هېڅ د ورګډېدو حق ځان ته نه ورکوي. ځکه ساینس یوازي دمشاهدې و تجربې له مخي مسایل څېړي او تر مرګ وروسته ژوندن داسي څه نه دی چي دی یې مشاهده یا تجربه کړلای شي. (البته په دې لیکنه کي زه یوازي د اسلامي دین و عقیدې په اړه ږغېږم.)

ساینس پر بهرنۍ نړۍ یعني”مادې” بحث کوي او یوازي دا پوښتنه ځوابوي چي”څرنګه؟” مګر دین و عقیده پر دروني نړۍ یعني”نفس” ږغېږي او دې پوښتني ته ځواب وايي چي”ولي؟!”.

لکه څنګه چي په بهرنۍ دنیا کي له بې پایه کائیناتو سره مخامخ یو، همداسي مو په درون کي هم د کائيناتو غوندي یو بل عظیم جهان ودان دی. لکه څنګه چي د یوې روښانتیا ته سخته اړتیا ده، همداسي د بلي وضاحت ته هم حیاتي ضرورت دی، چي آن له ورباندي پوهېدو پرته انسان ته ساه اخیستل هم په لوی عذاب بدلېدای شي.

ساینس که د یوې نړۍ په تیارو کي د وړاندي تګ مشال په لاس راکوي، نو دین و عقیده د بلي نړۍ تیاره ګوټونه راته روښانه کوي.

مرګ د انساني ژوند هغه تر ټولو ستر حقیقت دی چي هم یې په واقع کېدو د انسان دروني نړۍ سخت ټکان خوري او هم یې بهرنی جهان په وړاندي ځان خورا بېوسه احساسوي. د انسانیت له پیله انساني ذهن و فکر تل په همدې اړه جدي اندېښنو او ژورو پوښتنو بوخت ساتلی دی: آیا مرګ د انساني ژوند وروستی پړاو دی؟ آیا د روح خورا مبهم نوعیت او د انسان د “ارادې و انتخاب” انتهايي غیرعادي ځواک ته په پام بل ژوندون شته؟ تر مرګ وروسته له انسان سره څه کېږي؟ که څه نه کېږي او همدا یې د هستۍ وروستی سټېج دی نو بیا د جبر و اختیار، ظلم و مظلومیت او زور و کمزورۍ فلسفې په نظر کي نیولو عدالت او د انساني خپلمنځي اعمالو حساب-کتاب څنګه کېږي؟ آیا د دوی د محاسبې لپاره د بل ژوندانه د شتون اړتیا منطقي و لازمي نه برېښي؟ ….

دغو او داسي نورو ډېرو پوښتنو ته تر ټولو منطقي او بهترین ځواب یوازي همدا دین و عقیدې وړاندي کړی دی. بناً لکه څنګه چي ساینس د انساني ژوند سخت ضرورت او د ستر ارزښت وړ دی، همداسي دین هم تر هغه ډېر د زیات اهمیت وړ دی. ځکه کله چي ساینس د خپل اوسني پرمختګ په پرتله د نطفې په حال کي وو، دین آن هغه مهال د انساني ژوندانه د تر ټولو ستر حقیقت “مرګ” او همدا شان دروني نړۍ د رازونو په اړه د انسان جدي اندېښني ځوابولې!

د ساینس او دین و عقیدې دواړو هدف د انسانانو د ژوند بهتره کول دي. یوه انسانانو ته د مادې د قوانینو د موندلو په پایله کي د عجیبو و غریبو اختراعاتو په ورکولو خورا ستر خدمت کړی او ژوند یې ورآرام کړی دی. بل هم د هغوی د نه ځوابېدونکو پوښتنو په ځوابولو هغوی ته د روحي و ذهني ګډوډۍ په ګرداب کي له ځان بایللو او په اخلاقي انحطاط له اخته کېدو نجات ورکړی دی؛ خپل اصلیت ته یې متوجه کړي دي، او د خپل خالق په ورپېژندلو یې د ژوند مقصد ور په ګوته کړی دی.

که له یوه څخه د هیروشیما او ناګاساکي غوندي بشري فاجعو په رامنځته کېدو او نورو کېمیاوي او بیولوجیکي وسلو په جوړېدو د بشریت پر ضد کار اخیستل شوی دی، همداسي له بله هم د بشري ژوندانه په اوږدو کي په غلط تعبیرېدلو وخت ناوخته انساني ټولني زیانمني کړل شوي دي. نه باید د یوه غلطه استفاده د هغه اهمیت و ارزښت تر سوال لاندي راولي او نه هم باید د بل ناسم تفسیر د هغه رښتینولي او حقانیت ته څه صدمه ورسوي.

بناً د دین و عقیدې او ساینس د موضوعاتو خورا متفاوتو ډګرونو ته په پام نهایت غیرمنطقي ده چي دوی دواړه له یو-بل سره د همږغي کولو پر ځای د یوه و بل په تقابل کي درول کېږي.

او استاد تنها همېشه دا کار کړی دی. ده تل دین و عقیده د ساینس په وړاندي ټوکه ګڼلې ده او ملنډي يې ورباندي وهلي دي. د استاد تنها په اند د دین پیروان احمقان دي او -لکه څنګه چي په خپله لیکنه کي وايي- د یوې”روښاني ټولني” د رامنځته کېدو لپاره باید د دین ځای فقط ساینس خپل کړي.

دا عیناً هغسي جذباتي او خوراغیرعلمي برخورد دی لکه څنګه چي یې سټیفن هاکینګ غوندي ستر او قدرمن انسان ته د دین ناپوه “مردار” ویونکي پیروان له ساینس سره کوي. استاد تنها د خپلي لیکني په یوه برخه کي وايي:”مونږ څوک یو چې د یو چا دومره علمي لاسبري ته یوازې د خپلو باورونو له زاویې وګورو؟ آیا مونږ ریښتیا پوهېږو چې هاکینګ څه کړي او په څه باور وو؟ آیا مونږ ریښتیا په ټوله مانا د هغه باورونو باندې پوی شوي یو؟ په هغه څه پوی شوي یو چې ده به ویل؟ د ده په ساینسي نظریاتو لا ډېر کم ساینسپوهان پوهېدل نو مونږ څنګه دا حق ځانته ورکوو چې د ده په عامو نظریاتو پوی شوي یو؟”.

خو دی کاشکي له دین و عقیدې سره د برخورد پر مهال دغه پوښتني له ځانه هم وکړي. آیا ده په خپله واقعاً دین له تعصبه په خلاص دید مطالعه کړی و پېژندلی او ورباندي پوه شوی دی؟ آیا د دې دومرې ستري پدیدې، چي د میلیارډونو انسانانو ژوند ته یې رنګ و مفهوم ورکړی دی، عدالت و قسط ته یې هڅولي دي، او خپل مقام یې ورپېژندلی، ماهیت درک کړی دی؟ او آیا خپل -علمي- مسلک ته په کتو یې پر دین د نیوکي پر مهال له علمي و منطقي روشه کار اخیستی دی؟

استاد تنها او یا د ده له لوري پر شا ټپول کېدونکو او د ده د کړۍ کسانو چي تر اوسه هم کله په لیکنو، فېسبوک، شخصي مجالسو او نورو پلاټفورمونو کي دیني و عقیدوي مسایل مطرح کړي دي نو استدلال یې یوازي و یوازي په جذباتو -او آن ریشخند- په ځینو تاریخي وقایعو کړی دی، نه دا چي علمي و منطقي شننه او جاج اخیستنه یې د خپل تنقید بنیاد ګرځولې وي. په داسي حال کي چي د تاریخ پاڼي له داسي ډېرو حوادثو ډکي دي چي تقریباً هر څوک هر څه په ثابتولای شي. آن طالبي-غیرانساني فکر هم په توجیه کېدای شي.

په کار خو دا ده چي په دغسي مسایلو کي له جذباتو او احساساتو لیري منطقي و اصولي بحث وشي، چي هغه د متقابل درنښت په فضا کي د هري تګلاري د سرچينو دقیقه او له تعصبه په خلاص ذهنیت شننه ده.

استاد تنها د خپلي لیکني په یوه برخه کي ډېره پر ځای ګیله کوي، چي باید د نظر و باور اختلاف د چا د سپکاوي باعث ونه ګرځېږي. مګر دې ته بیا پام نه کوي چي له علمي موضوعاتو سره جذباتي او سلیقوي برخورد په خپله اتومات همدغه سپکاوي ته لار هواروي. په حقیقت کي سټيفن غوندي خیرخواه او نابغه انسانانو ته د مردار ویونکو کسانو په فکري جوړښت کي د همدغسي چلند لوی لاس دی؛ ځکه دا یې له طبیعي پایلو څخه ده. او که دغسي برخورد بیا یو ډاکټر کوي نو به بالکل هغه”که کفر از مکه برخیزد …” غوندي بده خبره وي.

اصلاً د دې پر ځای چي په لوی لاس دوې د بشریت په خیر تګلاري د یوې-بلي په ضد کي دروو او ټولنه ناحقه پر دوو متضادو او دښمنو قطبونو وېشو، عاقلانه دا ده چي د هغوی د همږغۍ او اتحاد د رامنځته کولو او پر مشترکاتو يې د خلکو د پوهولو لپاره کار وکړو. ساینس هېڅکله د دین خلاف نه دی او نه هم دین و عقیدې د ساینس د دښمنۍ دعوه کړې ده. بلکي لا د ساینس څرګند او خورا قوي تائید کوي او آن انسانان په دې اړه تحقیق، خاصي توجه او عقل و فکر کارولو ته تشویقوي.

استاد تنها د خپلي لیکني په پای کي دا هم وايي:”ساینس او منطق ته -دي- تر بل هر باور اولویت ورکړل شي ترڅو ټولنه سوکه سوکه خپل د تورو شپو بړستن نوره ونغاړي.”

لومړی خو یې فقط له دغي یوې جملې د دین په اړه خپل ټول نړۍلید خورا ښه څرګندېږي، دویم دا چي په دې خبره کي یې ولي دا قطعي پرېکړه کړې ده چي پر ساینس باور د نجات لار او دین و عقیده شا ته پرېښوول له تورو شپو د وتلو لامل ده؟ د کوم منطق له مخي باید ساینس ته پر دین و عقیدې فوقیت ورکړل شي؟! ولي باید دغسي غوڅه فیصله وشي، هغه هم د دغسي دوو خورا بېلو او متفاوتو تګلارو په اړه!؟ ښکاره ده چي دا یو جذباتي و احساساتي او غیرعلمي لیدلوری دی.

د دغسي خبري پر ځای خو په کار دا وه چي ویل شوي وای هري یوې ته دي د هغې د خپل ارزښت و مقام په نظر کي نیولو خپل-خپل اهمیت ورکړل شي. هري یوې ته دي د درنښت په سترګه وکتل شي او له هري یوې څخه دي د بشریت د خیر لپاره اعلی استفاده وشي. همدا شان، د دواړو په باره کي دي سالم علمي او له جذباتو لیري بحثونه او سوالونه مطرح کړل شي او بیا دي علمي اصولو ته په ژمنتیا ځواب کړل شي!

له دې څخه په پوره وضاحت ښکاري چي دی اصلن د دین په ماهیت نه پوهېږي!

خبره ډېره اوږدېدلای شي، خو زه یې نه غځوم. فقط په پای کي دا وایم چي موږ له استاد تنها غوندي پی ایچ ډي کسانو څخه د پراخ فکر، له تعصبه خلاصي جهان بینۍ او د ټولني له منځه د جاهلانه افکارو، دریځونو او پرېکړو د محوه کولو خورا لویه تمه لرو. که دغسي علمي شخصیتونه دا کار ونه کړي او په ټولنه کي موجود فکري و نظریاتي اختلافونه -چي بېخي باید عادي و طبیعي وي- د سپکاوي او دښمنۍ له بڼو د یوه عادي نظریاتي اختلاف سطحي ته راونه باسي نو بل څوک به دا کار وکړي؟!

البته دا یادونه هم لازمي بولم چي په دې لیکنه کي زما هدف په هېڅ صورت د چا د شخصي باور جاج اخیستنه نه ده، بلکي مقصد مي له موضوعاتو سره پر علمي و اصولي برخورد کولو ټینګار دی. همدا شان موخه مي په ټولنه کي د هغو افراطي باورونو په وړاندي د مبارزې هڅه ده چي یوه خوا په کي هاکینګ غوندي د بشریت ستر خادم انسانان له ساینس سره د احمقانه دښمنۍ په وجه “مردار” ګڼي او بله خوا په کي د ورته متعصبانه لیدلوري له مخي له ټولني د دین محوه کول غواړي.

له افراط و تعصبه د یوې آزادي او”فکري ویښتیا” څخه برخمني ټولني په هیله!

115 total views, 2 views today

4 comments

  1. لوګۍ Reply

    دين يو قانون دى چہ يوہ پوہ بشر دوستہ انسان کوم چہ لکہ ما او تا شانتہ پنځہ حصہ درلودل او دعقل خاوند وو پہ بشريت يا پہ ژور يا پہ رضا پہ قبول کڔى او اوس ورباندې عادت شوى يو
    څومرہ چې پوہ مخ پہ وڔاندى درومي په عين انداژہ دين ہ م خپلہ اوتوريتى له لاسه ورکوى
    ڼہ Base دا پاسنى ليکنہ کوم داسى علمى
    لرى

  2. محمد انور ولید Reply

    نه پوهېږم چې دا لوګی به د وچو وي او که د لندو ؟ د امونیا په څېر به بد بوی هم لري که څنګه ، تر کومه چې زه په دین کې مالومات لرم ، هغه دادي چې په دین کې سختي نه شته ، ( لا اکراه فی الدین ) ، او هم دین د لارورکې بشریت د لارښوونې له پاره د عالمونو رب را لېږلی دئ ، د ټولو پیغمبرانو( علیهم السلام اجمعین) نصب العین یو ؤ ، او دین چې د صحیفواو آسماني کتابونو په چوکاټ کې د وخت له ایجاباتو سره سم را لېږل شوی ، هغه د انسان د مغز تراؤش او زاده نه ده ، بلکې دین یوه الهي آسماني بر نامه ده چې لارورکی انسان یې له ګمراهۍ او بې لارۍ څخه پرې بچ ساتلی ، البته هغه انسان چې په صداقت سره یې ددین منلو ته غاړه اېښې او هغه یې دزړه له اخلاصه منلی دئ . دین د انساني منظومې او منصوبې برابرولو یو قالب دئ چې انسان د نامطلوبې ودي او نامطلوب پرمختګ څخه ژغوري او هغه ته د انسانیت ، ادب او اخلاقي مکارمو په برنامې تطبیقولو سره روزنه او پالنه ورکوي .الهي منصبدارانو (پیغمبرانو (ع) یوازي د خپل مأموریت ، رسالت او وجیبې له مخې دین خلکو ته په امانته توګه رسولی ، ددې له پاره چې په آخرت کې ور باندې ګواهان او شاهدان وي ، د هدایت ، منلو او نه منلو ذمه واري د پیغمبرانو پر غاړه نه وه ځکه هغوته یوازي دومره ویل شوي وو چې ( وما علینا الاالبلاغ ) نور هادي الله ( جل جلا له ) دئ چې څوک یې په خپلو دغو فیوضاتو کې را نغښتي او څوک د اولیاء الشیطان پر لاره باندې روان شوي ګمره شوي دي . لکه همدا ته لوګی چې ګمراه یې . دین پر بشریت باندې په زور سره نه دئ قبول شوي ، له حضرت آدمه (ع) تردې دمه پورې انسان ته دری هستۍ الله پاک ورکړې دي ، ځکه کله چې حضرت آدم (ع) د الله په قدرت پرته له موراو پلار څخه پیداشو ، نو الله پاک آدم (ع) ته دحضرت جبرائیل (ع) په لاس دری شیان ور ولېږل او حضرت جبرا ئیل (ع) حضرت آدم (ع) ته وویل چې : اې آدمه ! زه خدای پاک له دغو درئیو شیانو سره تاته را ولېږلم او را ته امر یې وکړ چې ورشه آدم (ع) ته ووایه چې په دغو درئیو شیانو کې یو یې غوښ کړه ، هغه دری شیان ( یو عقل ؤ ، یوه حیاء وه او یو علم ؤ ،) حضرت آدم (ع) له دغو درېیو شیانو څخه په عقل ګوته کېښوده او ویې ویل چې زما په درغو درېیو کې عقل خوښ دئ . نو همغه دم ګړۍ علم او حیا دواړه ور ته ګویا شول او ور ته ویې ویل چې اې آدمه ! کله چې موږ دری واړه الله پاک پیدا کړو . نو وعده یې را سره وکړه چې هر چېرې عقل وي تاسو دواړه یعنې علم او حیاء به هم یو ځای ور سره وي ، ددې معنا داده چې انسان یو داسې ناطق مخلوق دئ چې علم ، عقل او حیا دری واړه لري . ځکه حیا انسا تر عرش معلی پورې ورساوه ، د علم په واشطه یې حق او باطل سره و پېژندل او عقل د انسان په وجود کې دوهم نبي دئ ، او د انسان د ښې او بدې پرېکړه یوازې د عقل په تله او د سالم ضمیر او وجدان په قضاوت سره کېدای شي او بس .. الله دې تا مرتد ته هدایت وکړي ، وایي : بې علمه چې شېخي کړي همدا کفر یې بس دئ . و ما علینا الاالبلاغ

  3. محمد انور ولید Reply

    نه پوهېږم چې دا لوګی به د وچو وي او که د لندو ؟ د امونیا په څېر به بد بوی هم لري که څنګه ، تر کومه چې زه په دین کې مالومات لرم ، هغه دادي چې په دین کې سختي نه شته ، ( لا اکراه فی الدین ) ، او هم دین د لارورکې بشریت د لارښوونې له پاره د عالمونو رب را لېږلی دئ ، د ټولو پیغمبرانو( علیهم السلام اجمعین) نصب العین یو ؤ ، او دین چې د صحیفواو آسماني کتابونو په چوکاټ کې د وخت له ایجاباتو سره سم را لېږل شوی ، هغه د انسان د مغز تراؤش او زاده نه ده ، بلکې دین یوه الهي آسماني بر نامه ده چې لارورکی انسان یې له ګمراهۍ او بې لارۍ څخه پرې بچ ساتلی ، البته هغه انسان چې په صداقت سره یې ددین منلو ته غاړه اېښې او هغه یې دزړه له اخلاصه منلی دئ . دین د انساني منظومې او منصوبې برابرولو یو قالب دئ چې انسان د نامطلوبې ودي او نامطلوب پرمختګ څخه ژغوري او هغه ته د انسانیت ، ادب او اخلاقي مکارمو په برنامې تطبیقولو سره روزنه او پالنه ورکوي .الهي منصبدارانو (پیغمبرانو (ع) یوازي د خپل مأموریت ، رسالت او وجیبې له مخې دین خلکو ته په امانته توګه رسولی ، ددې له پاره چې په آخرت کې ور باندې ګواهان او شاهدان وي ، د هدایت ، منلو او نه منلو ذمه واري د پیغمبرانو پر غاړه نه وه ځکه هغوته یوازي دومره ویل شوي وو چې ( وما علینا الاالبلاغ ) نور هادي الله ( جل جلا له ) دئ چې څوک یې په خپلو دغو فیوضاتو کې را نغښتي او څوک د اولیاء الشیطان پر لاره باندې روان شوي ګمره شوي دي . لکه همدا ته لوګی چې ګمراه یې . دین پر بشریت باندې په زور سره نه دئ قبول شوي ، له حضرت آدمه (ع) تردې دمه پورې انسان ته دری هستۍ الله پاک ورکړې دي ، ځکه کله چې حضرت آدم (ع) د الله په قدرت پرته له موراو پلار څخه پیداشو ، نو الله پاک آدم (ع) ته دحضرت جبرائیل (ع) په لاس دری شیان ور ولېږل او حضرت جبرا ئیل (ع) حضرت آدم (ع) ته وویل چې : اې آدمه ! زه خدای پاک له دغو درئیو شیانو سره تاته را ولېږلم او را ته امر یې وکړ چې ورشه آدم (ع) ته ووایه چې په دغو درئیو شیانو کې یو یې خوښ کړه ، هغه دری شیان ( یو عقل ؤ ، یوه حیاء وه او یو علم ؤ ،) حضرت آدم (ع) له دغو درېیو شیانو څخه په عقل ګوته کېښوده او ویې ویل چې زما په درغو درېیو کې عقل خوښ دئ . نو همغه دم ګړۍ علم او حیا دواړه ور ته ګویا شول او ور ته ویې ویل چې اې آدمه ! کله چې موږ دری واړه الله پاک پیدا کړو . نو وعده یې را سره وکړه چې هر چېرې عقل وي تاسو دواړه یعنې علم او حیاء به هم یو ځای ور سره وي ، ددې معنا داده چې انسان یو داسې ناطق مخلوق دئ چې علم ، عقل او حیا دری واړه لري . ځکه حیا انسا تر عرش معلی پورې ورساوه ، د علم په واشطه یې حق او باطل سره و پېژندل او عقل د انسان په وجود کې دوهم نبي دئ ، او د انسان د ښې او بدې پرېکړه یوازې د عقل په تله او د سالم ضمیر او وجدان په قضاوت سره کېدای شي او بس .. الله دې تا مرتد ته هدایت وکړي ، وایي : بې علمه چې شېخي کړي همدا کفر یې بس دئ . و ما علینا الاالبلاغ

  4. محمد انور ولید Reply

    موږ ولي تل ساینس د عقیدې په وړاندي دروو؟/ لیکنه: حمید فراز

    April 4, 2018
    Written by: aryan
    1 Reply

    Category: ساینس او ټکنالوژي, مقالې
    permalink
    aryan

    Fb-Button

    استاد محمد تنها په بي بي سي ویبپاڼه کي د ستر فزیکپوه “سټېفن هاکینګ” له مړیني په تاثر خپله یوه لیکنه خپره کړې ده. زه چي يې د لوستلو پر مهال کوم یوازیني جالب ټکي ته متوجه شوم، هغه په خپله د لیکني د منځپانګي او د لیکوال د اصلیت و فکر تر منځ خورا فاحش او چیغي وهونکی تفاوت وو. د استاد تنها د لیکني محور دا پوښتنه ده چي “موږ ولې هر څه له عقیدې سره تړو؟” په داسي حال کي چي دی په خپله تل کوښښ کوي چي ځای-بېځایه”ساینس د عقیدې پر وړاندي ودروي”. هغه هم دې حیرانوونکي حقیقت ته په پام چي “عقیده و دین” او”ساینس” دوه خورا بېل ډګرونه دي.

    د ساینس تعریف ته په پام چي عقیدې و دین کومه موضوع -له مرګ وروسته ژوندون- خپل مقصد ګرځولی دی، ساینس په هغه کي هېڅ د ورګډېدو حق ځان ته نه ورکوي. ځکه ساینس یوازي دمشاهدې و تجربې له مخي مسایل څېړي او تر مرګ وروسته ژوندن داسي څه نه دی چي دی یې مشاهده یا تجربه کړلای شي. (البته په دې لیکنه کي زه یوازي د اسلامي دین و عقیدې په اړه ږغېږم.)

    ساینس پر بهرنۍ نړۍ یعني”مادې” بحث کوي او یوازي دا پوښتنه ځوابوي چي”څرنګه؟” مګر دین و عقیده پر دروني نړۍ یعني”نفس” ږغېږي او دې پوښتني ته ځواب وايي چي”ولي؟!”.

    لکه څنګه چي په بهرنۍ دنیا کي له بې پایه کائیناتو سره مخامخ یو، همداسي مو په درون کي هم د کائيناتو غوندي یو بل عظیم جهان ودان دی. لکه څنګه چي د یوې روښانتیا ته سخته اړتیا ده، همداسي د بلي وضاحت ته هم حیاتي ضرورت دی، چي آن له ورباندي پوهېدو پرته انسان ته ساه اخیستل هم په لوی عذاب بدلېدای شي.

    ساینس که د یوې نړۍ په تیارو کي د وړاندي تګ مشال په لاس راکوي، نو دین و عقیده د بلي نړۍ تیاره ګوټونه راته روښانه کوي.

    مرګ د انساني ژوند هغه تر ټولو ستر حقیقت دی چي هم یې په واقع کېدو د انسان دروني نړۍ سخت ټکان خوري او هم یې بهرنی جهان په وړاندي ځان خورا بېوسه احساسوي. د انسانیت له پیله انساني ذهن و فکر تل په همدې اړه جدي اندېښنو او ژورو پوښتنو بوخت ساتلی دی: آیا مرګ د انساني ژوند وروستی پړاو دی؟ آیا د روح خورا مبهم نوعیت او د انسان د “ارادې و انتخاب” انتهايي غیرعادي ځواک ته په پام بل ژوندون شته؟ تر مرګ وروسته له انسان سره څه کېږي؟ که څه نه کېږي او همدا یې د هستۍ وروستی سټېج دی نو بیا د جبر و اختیار، ظلم و مظلومیت او زور و کمزورۍ فلسفې په نظر کي نیولو عدالت او د انساني خپلمنځي اعمالو حساب-کتاب څنګه کېږي؟ آیا د دوی د محاسبې لپاره د بل ژوندانه د شتون اړتیا منطقي و لازمي نه برېښي؟ ….

    دغو او داسي نورو ډېرو پوښتنو ته تر ټولو منطقي او بهترین ځواب یوازي همدا دین و عقیدې وړاندي کړی دی. بناً لکه څنګه چي ساینس د انساني ژوند سخت ضرورت او د ستر ارزښت وړ دی، همداسي دین هم تر هغه ډېر د زیات اهمیت وړ دی. ځکه کله چي ساینس د خپل اوسني پرمختګ په پرتله د نطفې په حال کي وو، دین آن هغه مهال د انساني ژوندانه د تر ټولو ستر حقیقت “مرګ” او همدا شان دروني نړۍ د رازونو په اړه د انسان جدي اندېښني ځوابولې!

    د ساینس او دین و عقیدې دواړو هدف د انسانانو د ژوند بهتره کول دي. یوه انسانانو ته د مادې د قوانینو د موندلو په پایله کي د عجیبو و غریبو اختراعاتو په ورکولو خورا ستر خدمت کړی او ژوند یې ورآرام کړی دی. بل هم د هغوی د نه ځوابېدونکو پوښتنو په ځوابولو هغوی ته د روحي و ذهني ګډوډۍ په ګرداب کي له ځان بایللو او په اخلاقي انحطاط له اخته کېدو نجات ورکړی دی؛ خپل اصلیت ته یې متوجه کړي دي، او د خپل خالق په ورپېژندلو یې د ژوند مقصد ور په ګوته کړی دی.

    که له یوه څخه د هیروشیما او ناګاساکي غوندي بشري فاجعو په رامنځته کېدو او نورو کېمیاوي او بیولوجیکي وسلو په جوړېدو د بشریت پر ضد کار اخیستل شوی دی، همداسي له بله هم د بشري ژوندانه په اوږدو کي په غلط تعبیرېدلو وخت ناوخته انساني ټولني زیانمني کړل شوي دي. نه باید د یوه غلطه استفاده د هغه اهمیت و ارزښت تر سوال لاندي راولي او نه هم باید د بل ناسم تفسیر د هغه رښتینولي او حقانیت ته څه صدمه ورسوي.

    بناً د دین و عقیدې او ساینس د موضوعاتو خورا متفاوتو ډګرونو ته په پام نهایت غیرمنطقي ده چي دوی دواړه له یو-بل سره د همږغي کولو پر ځای د یوه و بل په تقابل کي درول کېږي.

    او استاد تنها همېشه دا کار کړی دی. ده تل دین و عقیده د ساینس په وړاندي ټوکه ګڼلې ده او ملنډي يې ورباندي وهلي دي. د استاد تنها په اند د دین پیروان احمقان دي او -لکه څنګه چي په خپله لیکنه کي وايي- د یوې”روښاني ټولني” د رامنځته کېدو لپاره باید د دین ځای فقط ساینس خپل کړي.

    دا عیناً هغسي جذباتي او خوراغیرعلمي برخورد دی لکه څنګه چي یې سټیفن هاکینګ غوندي ستر او قدرمن انسان ته د دین ناپوه “مردار” ویونکي پیروان له ساینس سره کوي. استاد تنها د خپلي لیکني په یوه برخه کي وايي:”مونږ څوک یو چې د یو چا دومره علمي لاسبري ته یوازې د خپلو باورونو له زاویې وګورو؟ آیا مونږ ریښتیا پوهېږو چې هاکینګ څه کړي او په څه باور وو؟ آیا مونږ ریښتیا په ټوله مانا د هغه باورونو باندې پوی شوي یو؟ په هغه څه پوی شوي یو چې ده به ویل؟ د ده په ساینسي نظریاتو لا ډېر کم ساینسپوهان پوهېدل نو مونږ څنګه دا حق ځانته ورکوو چې د ده په عامو نظریاتو پوی شوي یو؟”.

    خو دی کاشکي له دین و عقیدې سره د برخورد پر مهال دغه پوښتني له ځانه هم وکړي. آیا ده په خپله واقعاً دین له تعصبه په خلاص دید مطالعه کړی و پېژندلی او ورباندي پوه شوی دی؟ آیا د دې دومرې ستري پدیدې، چي د میلیارډونو انسانانو ژوند ته یې رنګ و مفهوم ورکړی دی، عدالت و قسط ته یې هڅولي دي، او خپل مقام یې ورپېژندلی، ماهیت درک کړی دی؟ او آیا خپل -علمي- مسلک ته په کتو یې پر دین د نیوکي پر مهال له علمي و منطقي روشه کار اخیستی دی؟

    استاد تنها او یا د ده له لوري پر شا ټپول کېدونکو او د ده د کړۍ کسانو چي تر اوسه هم کله په لیکنو، فېسبوک، شخصي مجالسو او نورو پلاټفورمونو کي دیني و عقیدوي مسایل مطرح کړي دي نو استدلال یې یوازي و یوازي په جذباتو -او آن ریشخند- په ځینو تاریخي وقایعو کړی دی، نه دا چي علمي و منطقي شننه او جاج اخیستنه یې د خپل تنقید بنیاد ګرځولې وي. په داسي حال کي چي د تاریخ پاڼي له داسي ډېرو حوادثو ډکي دي چي تقریباً هر څوک هر څه په ثابتولای شي. آن طالبي-غیرانساني فکر هم په توجیه کېدای شي.

    په کار خو دا ده چي په دغسي مسایلو کي له جذباتو او احساساتو لیري منطقي و اصولي بحث وشي، چي هغه د متقابل درنښت په فضا کي د هري تګلاري د سرچينو دقیقه او له تعصبه په خلاص ذهنیت شننه ده.

    استاد تنها د خپلي لیکني په یوه برخه کي ډېره پر ځای ګیله کوي، چي باید د نظر و باور اختلاف د چا د سپکاوي باعث ونه ګرځېږي. مګر دې ته بیا پام نه کوي چي له علمي موضوعاتو سره جذباتي او سلیقوي برخورد په خپله اتومات همدغه سپکاوي ته لار هواروي. په حقیقت کي سټيفن غوندي خیرخواه او نابغه انسانانو ته د مردار ویونکو کسانو په فکري جوړښت کي د همدغسي چلند لوی لاس دی؛ ځکه دا یې له طبیعي پایلو څخه ده. او که دغسي برخورد بیا یو ډاکټر کوي نو به بالکل هغه”که کفر از مکه برخیزد …” غوندي بده خبره وي.

    اصلاً د دې پر ځای چي په لوی لاس دوې د بشریت په خیر تګلاري د یوې-بلي په ضد کي دروو او ټولنه ناحقه پر دوو متضادو او دښمنو قطبونو وېشو، عاقلانه دا ده چي د هغوی د همږغۍ او اتحاد د رامنځته کولو او پر مشترکاتو يې د خلکو د پوهولو لپاره کار وکړو. ساینس هېڅکله د دین خلاف نه دی او نه هم دین و عقیدې د ساینس د دښمنۍ دعوه کړې ده. بلکي لا د ساینس څرګند او خورا قوي تائید کوي او آن انسانان په دې اړه تحقیق، خاصي توجه او عقل و فکر کارولو ته تشویقوي.

    استاد تنها د خپلي لیکني په پای کي دا هم وايي:”ساینس او منطق ته -دي- تر بل هر باور اولویت ورکړل شي ترڅو ټولنه سوکه سوکه خپل د تورو شپو بړستن نوره ونغاړي.”

    لومړی خو یې فقط له دغي یوې جملې د دین په اړه خپل ټول نړۍلید خورا ښه څرګندېږي، دویم دا چي په دې خبره کي یې ولي دا قطعي پرېکړه کړې ده چي پر ساینس باور د نجات لار او دین و عقیده شا ته پرېښوول له تورو شپو د وتلو لامل ده؟ د کوم منطق له مخي باید ساینس ته پر دین و عقیدې فوقیت ورکړل شي؟! ولي باید دغسي غوڅه فیصله وشي، هغه هم د دغسي دوو خورا بېلو او متفاوتو تګلارو په اړه!؟ ښکاره ده چي دا یو جذباتي و احساساتي او غیرعلمي لیدلوری دی.

    د دغسي خبري پر ځای خو په کار دا وه چي ویل شوي وای هري یوې ته دي د هغې د خپل ارزښت و مقام په نظر کي نیولو خپل-خپل اهمیت ورکړل شي. هري یوې ته دي د درنښت په سترګه وکتل شي او له هري یوې څخه دي د بشریت د خیر لپاره اعلی استفاده وشي. همدا شان، د دواړو په باره کي دي سالم علمي او له جذباتو لیري بحثونه او سوالونه مطرح کړل شي او بیا دي علمي اصولو ته په ژمنتیا ځواب کړل شي!

    له دې څخه په پوره وضاحت ښکاري چي دی اصلن د دین په ماهیت نه پوهېږي!

    خبره ډېره اوږدېدلای شي، خو زه یې نه غځوم. فقط په پای کي دا وایم چي موږ له استاد تنها غوندي پی ایچ ډي کسانو څخه د پراخ فکر، له تعصبه خلاصي جهان بینۍ او د ټولني له منځه د جاهلانه افکارو، دریځونو او پرېکړو د محوه کولو خورا لویه تمه لرو. که دغسي علمي شخصیتونه دا کار ونه کړي او په ټولنه کي موجود فکري و نظریاتي اختلافونه -چي بېخي باید عادي و طبیعي وي- د سپکاوي او دښمنۍ له بڼو د یوه عادي نظریاتي اختلاف سطحي ته راونه باسي نو بل څوک به دا کار وکړي؟!

    البته دا یادونه هم لازمي بولم چي په دې لیکنه کي زما هدف په هېڅ صورت د چا د شخصي باور جاج اخیستنه نه ده، بلکي مقصد مي له موضوعاتو سره پر علمي و اصولي برخورد کولو ټینګار دی. همدا شان موخه مي په ټولنه کي د هغو افراطي باورونو په وړاندي د مبارزې هڅه ده چي یوه خوا په کي هاکینګ غوندي د بشریت ستر خادم انسانان له ساینس سره د احمقانه دښمنۍ په وجه “مردار” ګڼي او بله خوا په کي د ورته متعصبانه لیدلوري له مخي له ټولني د دین محوه کول غواړي.

    له افراط و تعصبه د یوې آزادي او”فکري ویښتیا” څخه برخمني ټولني په هیله!
    اړوند مطالب
    موږ ولې تل ساینس د عقیدې پر وړاندې دروو؟ حميد فراز ساینس/ د نرګس بېک لیکنه ساینس او تکنلوژي له ۱۹۸۰ تر ۲۰۱۵ پوري قرآن او ساینس | شهید عبدالغفور پیروز
    Save
    1 comment

    لوګۍApril 4, 2018 at 21:34 Reply

    دين يو قانون دى چہ يوہ پوہ بشر دوستہ انسان کوم چہ لکہ ما او تا شانتہ پنځہ حصہ درلودل او دعقل خاوند وو پہ بشريت يا پہ ژور يا پہ رضا پہ قبول کڔى او اوس ورباندې عادت شوى يو
    څومرہ چې پوہ مخ پہ وڔاندى درومي په عين انداژہ دين ہ م خپلہ اوتوريتى له لاسه ورکوى
    ڼہ Base دا پاسنى ليکنہ کوم داسى علمى
    لرى
    محمد انور ولیدApril 5, 2018 at 08:22 Reply
    Your comment is awaiting moderation.

    نه پوهېږم چې دا لوګی به د وچو وي او که د لندو ؟ د امونیا په څېر به بد بوی هم لري که څنګه ، تر کومه چې زه په دین کې مالومات لرم ، هغه دادي چې په دین کې سختي نه شته ، ( لا اکراه فی الدین ) ، او هم دین د لارورکې بشریت د لارښوونې له پاره د عالمونو رب را لېږلی دئ ، د ټولو پیغمبرانو( علیهم السلام اجمعین) نصب العین یو ؤ ، او دین چې د صحیفواو آسماني کتابونو په چوکاټ کې د وخت له ایجاباتو سره سم را لېږل شوی ، هغه د انسان د مغز تراؤش او زاده نه ده ، بلکې دین یوه الهي آسماني بر نامه ده چې لارورکی انسان یې له ګمراهۍ او بې لارۍ څخه پرې بچ ساتلی ، البته هغه انسان چې په صداقت سره یې ددین منلو ته غاړه اېښې او هغه یې دزړه له اخلاصه منلی دئ . دین د انساني منظومې او منصوبې برابرولو یو قالب دئ چې انسان د نامطلوبې ودي او نامطلوب پرمختګ څخه ژغوري او هغه ته د انسانیت ، ادب او اخلاقي مکارمو په برنامې تطبیقولو سره روزنه او پالنه ورکوي .الهي منصبدارانو (پیغمبرانو (ع) یوازي د خپل مأموریت ، رسالت او وجیبې له مخې دین خلکو ته په امانته توګه رسولی ، ددې له پاره چې په آخرت کې ور باندې ګواهان او شاهدان وي ، د هدایت ، منلو او نه منلو ذمه واري د پیغمبرانو پر غاړه نه وه ځکه هغوته یوازي دومره ویل شوي وو چې ( وما علینا الاالبلاغ ) نور هادي الله ( جل جلا له ) دئ چې څوک یې په خپلو دغو فیوضاتو کې را نغښتي او څوک د اولیاء الشیطان پر لاره باندې روان شوي ګمره شوي دي . لکه همدا ته لوګی چې ګمراه یې . دین پر بشریت باندې په زور سره نه دئ قبول شوي ، له حضرت آدمه (ع) تردې دمه پورې انسان ته دری هستۍ الله پاک ورکړې دي ، ځکه کله چې حضرت آدم (ع) د الله په قدرت پرته له موراو پلار څخه پیداشو ، نو الله پاک آدم (ع) ته دحضرت جبرائیل (ع) په لاس دری شیان ور ولېږل او حضرت جبرا ئیل (ع) حضرت آدم (ع) ته وویل چې : اې آدمه ! زه خدای پاک له دغو درئیو شیانو سره تاته را ولېږلم او را ته امر یې وکړ چې ورشه آدم (ع) ته ووایه چې په دغو درئیو شیانو کې یو یې غوښ کړه ، هغه دری شیان ( یو عقل ؤ ، یوه حیاء وه او یو علم ؤ ،) حضرت آدم (ع) له دغو درېیو شیانو څخه په عقل ګوته کېښوده او ویې ویل چې زما په درغو درېیو کې عقل خوښ دئ . نو همغه دم ګړۍ علم او حیا دواړه ور ته ګویا شول او ور ته ویې ویل چې اې آدمه ! کله چې موږ دری واړه الله پاک پیدا کړو . نو وعده یې را سره وکړه چې هر چېرې عقل وي تاسو دواړه یعنې علم او حیاء به هم یو ځای ور سره وي ، ددې معنا داده چې انسان یو داسې ناطق مخلوق دئ چې علم ، عقل او حیا دری واړه لري . ځکه حیا انسا تر عرش معلی پورې ورساوه ، د علم په واشطه یې حق او باطل سره و پېژندل او عقل د انسان په وجود کې دوهم نبي دئ ، او د انسان د ښې او بدې پرېکړه یوازې د عقل په تله او د سالم ضمیر او وجدان په قضاوت سره کېدای شي او بس .. الله دې تا مرتد ته هدایت وکړي ، وایي : بې علمه چې شېخي کړي همدا کفر یې بس دئ . و ما علینا الاالبلاغ

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *