Categories

اعلان

Loading…

سياسي تبلیغاتو تاريخي بهير | ژباړن: ذبيح الله رحيمزى

پاتي برخه

لومړی: د سياسي تبليغاتو مفاهيم

 په پروپاګند کې د فشار د کارونېپر ځای د باور رامنځته کېدو ته ډېر پام کېږي، خو په عمل کې د دې باورونو د لاسته راوړلو لپاره ګټه اخېستونکي وسايل په غېر مستقيم ډول د فشار په يو ډول سره استعمالېږي او پای مومي.

۱) پروپاګند او د فشار کارول

کله چې يو حکومت، خپل وګړي په ګواښلواو وېرې خپرولو سره خپلو امر منلو ته وادار کوي، په دې صورت کې د فشار او زور اغېزه له پروپاګند ډېره ده.

په دغه ځای کې بايد دا روښانه کړو چې د تبليغ او زور تر منځ کرښه په پوره توګه نه بېلږي. مثلاً، کله چې واکداران خپل نظامي ځواک د نندارېلپاره بېلا بېل پوځي پرېټونه تېروي، چې وګړو ته يې ځواک وښايي، دا د پروپاګند يو ډول دی او اصلي موخه ترې داده چې د ځواک د کارونې او زور د استعمال پرته مخالفين کمزوري، مات او ووېروي.

همدارنګه هغه ځواک چې په خپل ذات کې څومره غښتلی دی او له هغې لوړ وښودل شي دا د پروپاګند سره نېږدې والی پيدا کوي.

دا ډول تبيلغاتو څخه زياتره د هغه پوځي کودتاګانو پر وخت د هغو ډلو له لورې چې په وسله واله مبارزه يې لاس پورې کړی وي او په حقيقت کې پياوړى ځواک ونه لري، ډېره ګټه اخېستل کېږي. په ټوله کې ويلی شو، چې خلک په دې باوري کول چې حکومتداري زور او قدرت دی او کولی شي زور او ځورونې ترسره کړي او وړاندې تر دې چې زور او فشار ته خبره ورسېږي دا د پروپاګند داغېزمنو ډولونو ګڼل کېږي.

په پخوانيو وختونو کې ډېری حکومتونو د يو مشهور فرمول پيروي کوله او په دې باور وو چې(( له حکومته د خلکو وېره، که د کرکې سره هم مله وي بايد موجوده وي، ځکه هر هغه څه چې حکومت ته ارزښت لري، اطاعت او امر منل دي.))

۲) پروپاګند او د باورونو لاسته راوړل

د اوسني وخت واکداران نورو ته د ځان نېږدې کولو او محبوب کولو  ته ډېر اهميت ورکوي او هڅې کوي د امر مننونکو د خوښې وړ وګرځي. له همدې اړخه هر هغه اقدام چې واکداران يې د ټولنيز حيثيت د ترلاسه لپاره کوي د پروپاګند يا سياسي تبليغ اړخ لري. مګر پروپاګند په ځانګړې مانا سره واکداران په دې باوروي چې حکومت يې د نړۍ له ښو حکومتونو دی او هغه نېکمرغي، اسودګي او  اسانتياوې يې چې د دې مشرۍ په وسيله لاسته راوړي د نړۍ په بل حکومت کې به يې پيدا نه کړي. ځکه د هغې حکومت ټولنيز عدالت، شتمني، برابري، خپلواکي او نور ګڼ امتيازات تامين کړي، په داسې حال کې چې نور حکومتونه دا ځانګړتېاوي نه لري او په دې بريالي کېدونکي نه دي چې دا شرايط دې برابر کړي.

دوهم: د سياسي تلبيغاتو لارې چارې( طريقې)

تبليغ په ځانګړې مانا سره د هغې تخنيکونو ټولګه ده چې په وګړو کې د رواني نفود او يو ځای کولو لپاره کارېږي او امکان لري ټولنيز، مذهبي  او سياسي سازمانونه او يا حکومتي ادارې دا دنده په غاړه واخلي.

په پراخې مانا سره تبليغ بېلا بېل اړخونه لري:

۱) دولتي تبليغ

د دولتي تلبيغاتو موخه د وګړو لپاره د يو هېواد د ټولنيز او اقتصادي ځواک ساتل او  ورته پراختيا ورکول دي.

حکومت د هېوادنيو فعاليتونو او سياسي او اقتصادي برنامو په وسيله په تبليغ لاس پورې کوي، څو خلکو سره د خپلو کارونو پايلې شريکې او ور وپېژني، څو عمومي همغږي او تړلتيا يې ساتلې وي.

۲) رواني اقدام

حکومتونو او نور سازمانونه ممکن په پوره توګه د رواني توکو په ګټې اخېستلو سره د باورونو او افکارو د بدلولو  او د وګړو ښوونې او روزنې لپاره هڅې وکړي او په کراره ــ کراره ځانګړي رواني سلکونه معلوم او روښانه کړي.

۳) رواني جنګ يا خارجي تبليغ

رواني جنګ د رواني اقدام برعکس له هېواده د باندې د دښمن په وسيله ترسره کېږي او موخه ترې د يو سياسي رژيم او واکدار پر وړاندې د يو هېواد د اوسېدونکو د باورونو له منځه وړل او د هغوي په باورونو او اعتقاداتو کې د درزونو اچول وي.

۴) د ذهنونو مينځل

د يو وګړي د افکارو، نظرياتو او باورونو د بدلون لپاره د ځانګړې چارې ترسره کول د (ذهنونو په مينځلو) سره مشهور دی. په ذهني مينځلو کې هڅه کېږي چې د تبليغ او زده کړې پايلې له منځه يوړل شي او يو دښمن په فداکاره دوست بدل شي. د دا ډول تبليغاتي تخنيکونو څخه معمولاً د جنګي اسيرانو او زندانيانو په برخه کې کار اخېستل کېږي.

سياسي تبليغات په بېلا بېلو رژيمونو کې ډول ـــ ډول شکلونه غوره کوي. د آزادۍ غوښتونکو او ډيموکراتيکو لويديځوالو رژيمونو په پرتله په آمرانه رژيمونو کې د پروپاګند ځلېدا ډېره  لېدل کېږي، ځکه د مخالفو ډلو او ګوندونو شتون چې په حکومت د نيوکو امکان له ځانه سره ساتي او همدارنګه هوښيار عمومي افکارو يې په مخه درېږي.

په داسې حال کې چې د نازسيزم او فاشيزم د آمرانه رژيمونو  چې په کال ۱۹۴۵ ز په المان او ايټاليا کې کې پلي کيدل د مخالف ګوندونو منع او د عمومي ازادو افکارو نشتون  پروپاګند ته ځانګړې ښکلا ورکړې وه او په ځانګړې توګه هيټلري تبليغ کوونکو په دې برخه کې دومره پرمختګ کړی و چې اوس هم په ګڼو هېوادونو کې سياسي تبليغات د هغوی په تجربو ولاړ او روان دي.

په پخوانيو سوسياليستي هېوادونو کې روسيه او ختيځه اروپا کې ګونديز سياسي تبليغات  چې به په ايډيالوژيکي برنامو ولاړ و ډېر ځلېدلي وو، مګر شکلونه يې د هټلري پروپاګندونو سره توپير درلود. ځکه د کمونيستي پروپاګندونو اساس په ځانګړو ګونديزو لارښوونو ولاړ دی او يو خاص فلسفي شکل لري. په داسې حال کې چې په فاشستي رژيمونو کې سياسي تبليغات شخصي اړخ لري او د يو معلوم رهبر او مشر په ګټه سرته رسېږي.

اوس چې د سياسي تبليغاتو د ډولونو طريقو ته اشاره وشوه، اوس به بې  مناسبه نه وي چې په آمرانه نظامونو کې د عادي اصولو پر اساس پروپاګند  ته کتنه وشي:

۱.پروپاګند، بېدون له ولې او څنګه حکومتي موخې تاييد او تعقيبوي.  د همدې لپاره هر اقدام چې حکومت سرته رسوي، د خوښې او قدر وړ دی او  برعکس هر عمل چې د مخالفينو وشي بد او بې خونده پېژندل کېږي. د حکومت په اړه بحث او نيوکه ښه نه بلل کېږي، ځکه د قدرت اساس لړزوي.

۲. په دې ډول سياسي تبليغاتو کې د ټولو ټولنيزو بدبختيو مسئوليت مستقيماً په ښکاره په ملي دښمنانانو تپل کېږي. په همدې دليل د آمرانه رژيمونو په پروپاګندونو کې يهوديان، کمونېسټان او پانګوال د ملي مصالحو دښمانان بلل کېږي.

۳.په سياسي تبليغاتو کې تل طلايي ژمنې ورکول کېږي او د وګړو د ښه راتلونکي لپاره د وګړو ډول ـــ ډول قربانۍ غوښتنه کېږي. په دې ډول د وګړو هيله مند کول په پروپاګند کې مهم رول لري.

۴.پروپاګند سختې او بې لارې کوونکي ځانګړتياوې لري. په همدې لحاظ سياسې شعارونه، معمولاً په ورځپاڼو، کتابونو، سېنماګانو، راډيوګانو او ټلوېزيونونو کې په منظم ډول تکرارېږي او تبليغاتي تصويرونه د کورونو په دېوالونو، سازمانونو، پلور ځايونو او  نورو ځايونو کې تر سترګو کېږي. دلته ده چې ځانګړې سياسي موخې د وګړو په مغز او روح کې نفوذ کوي او هغوي د حکومتي پروګرامونو ملاټر ته هڅوي.

۵.د سياسي تبليغاتو مهمه موخه د احساساتو خوځول دی. د همدې اړخه بېلا بېل سياسي رژيمونه د تبليغاتو په مټ خپل ملي غرور او له دښمنه کرکه په وګړو کې ځواکمنوي او په نه پوهېدو سره هغوی د خپلو موخو د ملاټر لپاره کاروي، يا سوقوي.

۶.پروپاګند، تل پيروي ډوله بڼه هم لري. په وطن پرستۍ تاکيد، د سياسي ګوند مشر، يا رهبر پيروي او په بېلابېلو تاريخي رسالتونو باور ټول، د هغه شعارونو نمونې دي چې په سياسي تبليغاتو کې مطرح کېږي.

188 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸