Categories

اعلان

Loading…

پوچ شعر، باثمره شعر / نقيب احمد عزيزي

د محتوايي کره‌کتنې په مېتود د شعر او بلکې هرې هنري پديدې ارزونه راته وايي چې محتوا د کلمو تر هيندارې ور ها خوا هغه لمبه ده چې د مفهوم رڼا ترې خپرېږي، معنا دا چې الفاظ او رنګينۍ د فانوس يا شيشې مثال لري او محتوا هغې لمبې ته ورته ده چې د هنري فورم په تاخ کې بله ده او ذوق پرې روښانوو.

د هنري اثارو د ليکوالو په اړه ويل شوي چې دوی په خپلو اثارو کې د خپل درون يا ناخوداګاه ذات حصه، خوداګاه سحطې ته راوړي، دغه چاره ډېر کله لاشعوري وي او زماني محدوديت لري، يعنې شاعر او هنرمن هم څلرويشت ساعته شاعر او هنرمن نه وي.

د فرويډ په نظر، “د داستاني ادب د يوه ليکونکي لاشعوري څرکونه د هغه د کيسو د کرکټرونو په خواصو کې را ښکارېږي.”

د يوه شاعر د لاشعور ماهيت د هغه د خوښې په مشبه‌به کې لټولای شو، همداسې د يوه انځورګر ناخوداګاه او باطني هيلې، احساسات، اندېښنې، وېرې، پوښتنې، عواطف او خوښونې د هغه په تابلوګانو کې ننداره کېږي.

اوس پوښتنه دا ده چې زموږ د ځوانانو روانه شاعري د محتوا په لحاظ څومره تول لري؟ د توتي په څېر يو څه راته وايي، که يې يوازې د غومبسې د بنګس غوندې اورو، خو پوهېږو نه چې مطلب يې څه دی؟

بې‌محتوا شاعري داسې ده لکه بې‌مغزه مېوه، پوټکی لري خو چې مات يې کړې، هيڅ پکې نه وي.

په منځپانګيزه کره‌کتنه کې کره‌کتونکی د پنځګر له تمايلاتو او ذوق سره کار نه لري، تمرکز يې يوازې د محتوا پر موجوديت او اهميت وي.

د ارايې ډول له دې جلا موضوع ده. دا بايد هېره نه کړو چې محتوايي کره‌کتنه له شاعرانو په شعر کې ليکچرونه نه غواړي، بلکې يوازې هغه هنري لذت په ګوته کوي چې د پوچ او باثمره هنري توکي «شعر، هنري نثر» د اهميت مقامونه وټاکي.

کله چې شاعر د محتوا مينه پيدا کړي، بيا د غزل په هر بيت کې د اورولو لپاره يوه خبره راته لري، د ملا نصرالدين د مېلمنو مخې ته د تشو لوښو د ايښودلو په څېر ټوکه نه راسره کوي.

محتوايي شاعران ژوند له مختلفو زاويو ګوري، په دې معنا چې کله يوه منلې تيوري، منلی نظر، منلی رواج او منلی مفهوم ننګوي. کله بيا ترديد شوي توکي او مفاهيم په يوه هنري دليل او لذت راباندې مني او د دې وجه دا وي چې د دوی په هنری فن‌پاره کې د ويلو لپاره خبره موجوده وي.

مثلاً موږ د علم په باره کې مثبت نظر لرو، مګر د مولانا بسمل بيت له خپل ليدلوري په هنري انداز زموږ دغه مثبت نظر ته جټکه ورکوي؛

علم جهالت وخوت، عالم بارود را وښوول

چا ته به ګيله له عقلمندو لېونو کوو؟

همداسې د جهالت پر ضد ډېر ادبيات موجود دي، مګر داسې به مو نه وي اورېدلي چې؛

ښه وي جهالت هم، سړی ناست وي په مستند د ډاډ

حيف دی چې باور مې پيره! ټکی په فال نه‌شته دی

پای

90 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *