Categories

اعلان

Loading…

د اباسین بریال د مقالې،(د نظار شورا حکومت) په هرکلي

یه شپنه! نو چې دې په خوب او ویښه، لکه د تره کي قاتل حاضر باش، له بالښته سره په سر ولاړ دی، آرام ته دې نه پرېږدي، ولې یې له شره ځان نه خلاصوې؟ ولې یې لیکې نه چې ایسته یې تاند یا بل خپروونکي ته ولېږې، د غم یو پېټی خوبه دې له اوږو سپک شي؟»

روسي شاعر، مایاکوفسکي ځان وواژه. یوه یار ورپسې ولیکل،«آیا روسیه کې نور کاغذ قلم پاتې نه و؟» زما د لیکلو وجه هم همدا ده.

تاند مې نه تربور دی نه د تنخواه چینه. نه د نظار شورا. تر وړم کاله مې د هغې چلوونکی نه و لېدلی. یره که یې پیسې راکولای ښه وو، خو تاند یا به ټولې تاندوارو خپرونې همداسې کنجوسې وي او که نه د کابل په شان به یې، د هر لغت به سر کومه حبه ثنار یا ټنګه رالوروله. د خوګیاڼو خبره، خدا که تېش پولی(ششپولی) لا راکوي!

 یاران په درځنو تلفونو، ایمېلونو، سکایپونو او فېس بوکونو کې درګرده زما د تنخوا پوښتنه کوي چې په ډالرو ده که په یورو؟ که زه سل ورته، ټینګ شم چې په والله و بالله و ثم ت الله که به ایتیشی(هېڅ شی) وي، خو د هغوی افغاني شکمني کله مني؟

وطن کې یوه وړه خړه کۍ مرغۍ وه، موږ سپېرکونډه بلله. د وترې شودیارې په لوټه کښیناسته، سر یې د پوښتنې په علامه لک بوک کاوه. موږ هلکانو به ویل چې یو له بله پوښتنه کوي چې دلته څه کوې، چینجی هم نشته؟ (دا برخه یې زما خبرې پورې ربط نه لري، خو موږ ورپسې جوړه کړې وه چې : سپېرکونډه غونډه مونډه، بېرړا دلم کتره. بېرړا تر سپېرکونډې هم وړه وه خو موږ به لیندې ویشتلې.) نو یارن هم د شک به نظر را ته ګوري چې نو پیسې ورکې نشته څه بلا ترې غواړې چې پر له پسې ورته لیکې؟ زما ځواب دوی ته تل دا وي چې هسې د زړه بړاس باسم چې د مایاکوفسکې په شان زه هم پخپل لاس ګسه نه شم. پوهېږم چې ځینې به یې ونه مني . یوه لا را ته تلفون کې ویل، ولې نه ځې وطن ته، هلته به مخلصان ښه کار درته وګوري، ډالري. رښتیا وايي خو غم دا دی چې دا تجربه مې کړې، ناکام راغلی یم. کار ښه ډالري او زما په طبعه برابر و خو باید چې وزیر مې کتلی وای. په بوله یې وبللم خو زما پښې درندې درندې کېدې چې څنګه د ټلوالې وزیر ته لاړ شم. د خوشال بابا خبره را ته ودرېده چې :

 که اوګره د بټو شته په شړومبو سپینه      د مغولو پولاو پاتو ښه پرې ډک یم.

 پښتانه کله له زړه نه او کله په لافو وایی: د الله شکر دی یو کورګی لرم، له تفاعد نه یو څو روپه کۍ راځی، پوروړی نه یم. ماشومان راته لر بر کېږي، نو پیسې څه په سر وهم؟ یو لاسي ساعت مې و، هغه اکثر رانه ورک وي. د آذان سات چا ته راته له حجه راوړی، د لمانځه له ټېمه مې په شرنګېدلی غږ خبروي. خوب خوراک مې په خپل زړه. بس یو د کسې غرکمبود دی چې یې په هواره دربله جالماز وغوړوم او پنځه وخته ووایم : دلته لږ زموږ اوربل دی، ووړ کورګی دی ووړ بورجل دی. لنډه دا چې همدا لیکل دي چې زما سات ورسره تېر دی او کېدای شی چې لوستونکو ته هم په یو وار لوستلو وارزي.


د استاد شپون دا لیکنه د ۲۰۱۲ د دسمبر په ۶ مه په تاند کې خپره شوې وه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *